ملگری مې د کوزې پښتونخوا دی. په نویمه لسیزہ کې مو یو ځای د پیښور په پوھنتون کې سبق وایه.
ھغه مھال مو ډیرہ راشه درشه نه سرہ لرله، ځکه ھغه به ځان پاکستانی او د برہ وطن څخه را کډہ شوي افغانان، کابلیان بلل.
که یې پاکه ووایم؛ سم حسن خان و، کټر گل خان و، خو غرب ته پر راتگ مو سرہ ملگرتیا پخه شوہ. ځکه ھغه چې دلته راغی نو نور یې ځان پاکستانی نه بلکې افغان باله. د پښتو لیک لوست یې زدہ کړی و او ان پخپلو بچیانو یې پښتو نومونه ایښي و.
یوہ ورځ مې ترې د دې ستر بدلون پوښتنه وکړہ، راته کړل یې: “ لس، دولس کاله پخوا چې په پیښور کې استوگن وم، یوہ ورځ لاھور ته د کوم کار لپارہ تللی وم. ھغه مھال یې په لاھور او د پنجاب په نورو ښارونو کې پر افغانانو بندیز لگولی وو. پولیسو به نیول او بیا به یې جوپې جوپې د پنجاب څخه ایستل. زہ یې ھم په بازار کې ونیولم، ما سمدلاسه خپل شناختي کارت را و ایست او ورته مې وښود، خو په ھغه اله گوله کې زما خبرہ چا نه اوریدہ. گاډي ته یې پورته کړم، د پولیسو تاڼې ته یې راوستم او په حوالات کې یې بند کړم.
ھلته په توقیف خونه کې نور ډیر افغانان ھم ھمداسې راوستل شوي وو خو ما د ھغوی سرہ څه سر او کار نه درلود او ترې یوې خواته گوښې کیناستم.
شپه را باندې ھمدلته په تاڼه کې تیرہ شوہ. سھار یې زما پر ډیر اصرار د تاڼه دار مخې ته حاضر کړم، ما ورته په ډیرہ ادبي اردو وویل: “ سر جي! زہ افغان نه بلکې پاکستانی یم. زہ ھم ھمدومرہ محبِ وطن یم لکه تاسې، دا زما شناختي کارت دی. ما ستا پولیسو ته ډیر وویل خو چا مې غږ وا نه ورید”! او بیا مې خپل شناختي کارت ورکړ.
پنجابي تاڼه دار زما شناختي کارت په لاس کې واړوہ او را واړہ، بیا یې ماته د حقارت په نظر ښکته پورته وکتل او را څخه یې وپوښتل: پٹھان ھو؟ (پښتون یې )، ما ځواب ورکړ: جي سر!
بیا یې راته کړل: تو فِر ؟ ( پنجابیان د پِھر پر ځای فِر وایي )، نو بیا؟!
زما شناختي کارت یې را گوزار کړ او ھلته ولاړ حوالدار ته یې وویل چې ما بیرته حوالات ته بوځي!
زہ بیا د ھماغې ورځې پر مازیگر د ځینو دوستانو په ھڅو را خوشې شوم.
د پنجابي تاڼه دار “تو فِر” زہ د خپل ځان لټون ته اړ کړم, ما باید ځان پیدا کړی و چې څوک یم؟
پنجابیان مې د شناختي کارت سرہ ھم پاکستانی نه بولي او په حوالات کې مې اچوي او په حوالات کې بندو کسانو سرہ زہ ځان نه گډوم او ترې گوښې کینم.
ما د پښتنو زوړ او معاصر تاریخ، ثقافت، ژبه او ادبیات ولوستل او د خپلو مطالعاتو په رڼا کې خپل اصل ( افغانیت ) ته ورسیدم. زہ پوہ شوم چې موږ سامراج بیل او ایل کړي یو او دا ځکه چې، ھغه د سائل صیب په قول:
“دا چې دې ھمه جھان خوړلی وخت په وخت یمه
ښکلی یمه، خوږ یمه، ترسکون یمه، پښتون یمه”
اوس ویاړم چې پښتون افغان یم!
دوستانو!
د پنجاب تاڼه دارانو اوس په ټول پاکستان کې د برہ پښتونخوا افغانانو ته، ان که ھلته د پاته کیدو قانوني اسناد ھم ولري،
“تو فِر “ویلی.
زما په اند، که پنجاب یو ځل د برہ پښتنو د پاکستان څخه د ایستلو په پروسه کې بریالی شي، بیا به د کوزې او سویلي پښتونخوا پښتانه د پنجاب څخه شړي!
د چارسدې میلوگان، اڅکزیان او نور گل خانان به ورته د پاکستان دوستۍ په پار خپل شناختي کارتونه ښئیي خو د پنجاب تاڼه داران به ورته وایي: تو فِر؟!
ماته دا ورځ را تلونکې ښکاري…..
فاعتبروا……..
__________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۶/ ۲۰۲۵ م
لندن
Our Pashto-Dari Website
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.