ويښ او ژوندي ولسونه تل د خپل تير تاريخ يادګارونه، لرغونې شتمني او فرهنګي اثار او ميراثونه ژوندي او خوندي ساتي او په دې او په دې لار کي مسئولانه ګامونه اخلي٠
تاريخي لرغوني اثار او فرهنګي ميراثونه مونږ ته د يو ملي امانت په توګه راپاتې دي چې بايد راتلونکي نسل ته يې په پوره ذمه وارۍ او ايماندارۍ و ليږدوواو پرينږدو چې دا ارزښتناکه تاريخي شتمني ضايع او له لاسه ورکړو٠
زمونږ پنځه زره کلن تاريخ چې د وخت په اوږدو کې د ډول ډول پيښو، حادثو، توپانونو او انقلابونو شاهد دى او زمونږ د پلرونو او نيکونوه وياړه ډکې او ځلانده کارنامې پکې ليکل شوي دي او هغه زاړه تمدنونه او مدنيتونه چې په دې خاوره کې تير شوي او اثار او ميراثونه يې مونږ ته پاتې دي دا ټول بايد د يو ملي امانت په توګه محفوظ او خوندي شي او ساتنې او ځلونې ته يې ځانګړې پاملرنه وشي٠
د تاريخي اوفرهنګي لرغونو شتمنيو ساتل زمونږ ملي هويت، تاريخي تشخص، وياړلې کارنامې، لاسته راوړنې او نوښتونه ژوندي او ځلانده ساتي او د نړۍ په ولسونو کې مونږ ته ځانګړى ځاى او حيثيت راکوي٠
د تيرو څو لسيزو راهيسې يعنې د ثور له کودتا نه نيولې د روسانو د يرغل، کورنيو جګړو، اتحدي قواوو راتګ او بيا تر نن پورې چې کومې ناخوالې او نادودې شوي زمونږ د ژوند د نورو په څير يې زمونږ تاريخي او فرهنګي شتمنيو، ميراثونو ، اثارو او ځايونو ته هم پوره زيانونه اړولي او ډير يې تالاترغه او له لمنځه تللي دي٠
زمونږ په سلګونو تارخي ځايونه وران او ويجاړ شوي او ځينې يې د نه پام له امله د ورانيدو او ختميدو په حال کې دي٠ دولتي چارواکي او خصوصا اړونده وزارتونه چې ددې چارو مسئوليت په غاړه لري د پيل په غوږونو کې ويده دي او لکه څنګه چې ښايې خپلې دغغې دندې او ذمه وارۍ ته يې پوره پاملرنه نه ده کړې٠
که دا حالت همداسې وغزيږي او ددولتي چارواکو بې حسي او بې تفاوت وتي همداسې ادامه وکړي نو هغه ورځ ليرې نه ده چې مونږ به خپل ټول ملي او تاريخي وياړونه او افتخارات له لاسه ورکړو او د لرغونو تهذيبونو او مدنيتونو نښې او اثار به مو له خاورو سره خاورې شي٠
د اطلاعات او کلتور وزارت چې هر کال له پنځوس فيصدو څخه زياته بوديجه د نه مصرف له امله د ماليې وزارت ته واپس کوي بايد د خپلو تاريخي ځايونو او ابداتو د بيا رغونې، ساتنې او ژغورنې لپاره منظم پلانونه جوړ او په دي برخه کې مسئولانه ګامونه واخلي٠
د ننګرهار، بلخ، هرات، باميان، غزني، بدخشان اود هيواد د نورو برخو تاريخي او فرهنګي ځايونو او اثارو ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي او د هغې د خوندي کولو، ژوندي کولو او ځلونې لپاره بايد ټول وسايل او امکانات په کار واچول شي او په دې اړه بايد اړونده ادارې او سرچينې له هيڅ ډول غفلت او بې پروايۍ نه کار وانخلي.
![دعوت میډیا ۲۴]()
Donate Here
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.