يادونه:
د پښتون پښتونخوا افغان او افغانستان په ليکنه کې ما هڅه کړې چې دا او ورپورې تړلي لرغوني او تاريخي نومونه د کلاسيکو شاعرانو په شعرونو کې ولټوم او هغه راټول او ستاسو مخې ته کېږدم.
که څه هم دې کار ژورې او هر اړخيزې څېړنې او زيات کار او زيار ته اړتيا درلوده خو ما تر يوه حده کوښښ کړی چې خپلې دې موخې ته ورنږدې شم او يو څه لاس ته راوړنې ولرم.
ما دا لاس ته راوړي اشعار له بېلابېلو سرچينو تر لاسه کړي او په هغه بڼه مې ليکلي چې په يادو سرچينو کې ليکل شوي و نو کيدای شي تېروتنې پکې شوې وي او سمونې او اصلاح کولو ته اړتيا ولري.
تمه ده چې درانه او قدرمن لوستونکې به د خاميو او تېروتنو په ګوته کولو او په اصلاح او سمولو کې له ماسره لازمه مرسته وکړي او خپله همکاري به راڅخه ونه سپموي.
په پښتنه مينه
د پښتو ژبې ټولمنلي او سرخيل شاعر ملي اتل خوشال بابا په خپلو اشعارو کې ځای ځای په افغانيت وياړ کړی کابل ېې ستايلی او په دې اړه ېې د خپلې مينې څرګندونه کړې ده۰
د خوشال بابا، عبدالرحمن مومند، شمس الدين کاکړ, کاظم خان شيدا, اشرف خان هجري، دولت لواڼي، حمزه شينواري او نورو پښتنو شاعرانو په شعرونو کې د افغان کليمه په بېلابېلو ځايونو کې راغلي چې يو څو بيلګې ېې په لاندې ډول دي:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم
***
د مغول منصب می پرېښو هسي خوښ يم
لکه خلاص د لويه بنده بنديوان شي
دا نادره عقيده لکه زما ده
لا عجب که بل پيدا هسي افغان شي
*****
درست افغان له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
*****
خوشال بابا د خپل ځوي عبدالقادر خټک په مړينه لاندې بيتونه ليکلي:
ښه ځوانان چې د گنبت په ميدان ومړ
د هر ځوان په زړه کې ننگ افغاني ده
همگي ځوانان زما د زړه ارمان دی
پکښې بېله د عبدل تانده ځواني ده
د غليم سره په اس غاړه غړۍ شو
د عبدل په مړنتوب بخره کاندې ده
خوشال خټک په خپل يو دري شعر کې وايي:
افغان بچه شوخی هر گز په عا شق باندې
لطفی نکنی رحمی داهم کله څوک کا ندي
ستر صوفي شاعر عبدالرحمن مومند بابا بيا وايي چې:
چې کشور د افغانانو معطر کا
د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان کړې
کاظم خان شيدا ځان د روه افغان ګڼي او داسې وايي:
په هندي ادا ېې وکړې په ما چارې
زه شيدا په زړه ساده د روه افغان يم
ميرزاخان د نورالدين صفت به څو کړم
ميا روښان د پوهي ښار وو دی يې در وو
د هادي په زړه چي پټ وو په ډېر کاله
د ميرزا خوله د هغه علم مظهر وو
هيڅ افغان ده غوندي شعر کړی نه دی
دی په خپل زمان تر هر شاعر بهتر وو
اشرف خان هجري چې د خوشال خټک مشر زوی بلل کېږي په ۱۰۴۴ لېږديز سپوږميز کال چې له (د ۱۶۳۵ زېږديز کال مارچ) سره سمون خوري په پسرلي کې د پښتنو د ستر مشر او ملي اتل خوشال بابا په کور کې په اکوړه خټک کې دنيا ته سترګې وغړولې او په خپله شاعرۍ کې ېې د خپل پلار د سبک پيروي کوله او د هغه د لارې يو زړه ور سپاهي او مجاهد و۰
اشرف خان هجري څوارلس کاله د مغلو د واکمن اورنګريب له خوا بندي او په زندان کې اچول شوی و او همدا لامل دی چې شعرونه ېې له درد او سوز څخه ډک او د نوموړي له زړه څخه راوتلې ساندې او سلګۍ دي نوموړي په خپل يو شعر کې داسې ويلي:
په نوبت د تا پدر شکر ريزي کړه
نن نوبت د پدر نه وار د پسر وو
نن ثاني خاقاني ته يې په افغان کې
که دې پلار د قديمي بلبلو سر وو
اشرف هجري
د پښتو منلی او نوميالی شاعر پير محمد چې په خټه کاکړ پښتون و په ١١٢٠ سپوږميز کال د سويلي پښتونخوا د ژوب په هندو باغ زېږېدلی او د ځينو رواياتو او اتکل پر اساس په ۱۲۱۶ سپوږميز کال کې ېې په کندهار کې د مرګ داعي ته لبيک ووايه د پښنو کلاسيکو شاعرانو په کتار کې ځانګړی ځای لري او پښتانه ېې شعرونه خوښوي او مينه ورسره لري۰
پير محمد کاکړ د خوشال خټک د شاعرۍ په ستاينه کې ويلي:
که څــــوک بحر مــواج وايي ورته ښـــايي
په دېوان کې ېې مونده شي هر شان شعر
چې کوم شعـــــر دی د ده په پښتونخـــــوا کــــې
بل به کـــــوم وي په دا وخت د افغان شعر
که څوک ونيسي په لاس ميزان د شعر
په عروض که سنجيده بيان د شعر
وبه نه رسي په شعر له رحمانه
که هر څو کوي هوس افغان د شعر
غزلبول شاعر اميرحمزه شينواری وايي:
سترګو ته دې وايه چې دا ټيټ کاته ښه نه دي
پوهه دا هندکۍ کړه چې خويونه افغاني کا
حمزه بابا په يوه بل شعر کې داسې ويلي:
ما ټيټ ورته لېمه کړل زما سر نه ټېټېده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
او
د خيبر دره ېې لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان يو دی
همدغه راز حمزه پابا ويلي چې:
نور همه غمونه زۀ زغملی شم چې څه وي
بس خو يو غمونه د افغان مۀ راکوه
*****
ما حمزه ته يثربي باده خاونده
په ښاغلې پيمانه کې د افغان را
*****
په محبت کې يې هنر وګوره
يار مي مغل زړه مي افغان پاتي دی
علامه اقبال هم په خپل وار افغانستان د اسيا زړه ګڼلی او افغانان ېې په داسې درنو ټکو ياد کړي چې:
آسيا يک پيکر آب وګل است
ملت افغان درآن پيکر دل است
ازفساد او فساد آسيا
ازګشاد او ګشاد آسيا
په يو بل شعر کې بيا داسې وايي چې:
قبائل هون ملت کي وحدت مين ګم
که هو نام افغانون کا بلند
محبت مجهی ان جوانون سی هی
ستارون په جو ډالټي هين کمند
علامه اقبال د خوشال خان خټک يادونه داسې کړې:
آن حکيم ملت افغانيان
ان طبيب علت افغانيان
راز قومي ديد وبې باکانه ګفت
حرف حق با شوخي رندانه ګفت
کابل, کندهار, پېښور, تخار, زابل:
کابل چې د افغانستان پلازمينه او يو تاريخي ښار دی د بېلابېلو شاعرانو په شعرونو کې ېې يادونه شوې او له دې ښکلي او لرغونې ښار سره ېې خپله مينه او تړون ښکاره کړی دی ۔
امير کروړ سوري د امير پولاد سوري زوی و چې په کال ۱۳۹هـ ۷۵۶ م کې دغور په مندېش کې حاکم شو او په ۱۵۴هـ ۷۷۰ ع کې ېې د مرګ داعي ته لبيک ووايه ( د تاريخ سوري د رواياتو له مخي امير کروړ سوري په ۱۵۴ هجري کال د هرات د پوشنج په جنګونو کي ووژل شو، او تر ده وروسته يې زوی امير ناصر د غور پر ځمکو واکمن سو) يو غښتلی، زړور او پياوړی جنګيالی و او د تورې مېړانې او شهامت له امله جهان پهلوان بلل کېده د پښتو د لومړنی رزميه او حماسي شاعر په توګه ېې د پټې خزانې د روايت له مخې لومړنی پښتو شعر ويلی او تر مونږ رارسېدلی دی۰
د امير کروړ وياړنه چې اوږود تاريخي لرغونتوب لري او له ټولو زوړ پښتو شعر ګڼل کېږي قدامت ېې ۱۳۹ هجري قمري ته رسېږي نوموړې په خپله ياده تاريخي بولله کې د هند و سند او تخار تر څنګ د کابل د لرغوني او تاريخي ښار يادونه هم کړې او داسې ېې ويلي دی:
زه يم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند و پر تخار و پر کابل نسته
بل په زابل نسته له ما اتل نسته
د بابا هوتک په سندره کې د کابل او پښتونخوا يادونه يو تاريخي حقيقت ګڼل کېږي او دا په ګوته کوي چې دا تاريخي نومونه ډېر لرغوني او پخواني دی چې په قديمو اثارو او لاس ته راغلو اسنادو کې ېې يادونه شوې او نومونه ېې ذکر شوي دي۰
پر سور غر بل راته نن اور دی وگړيه جوړ راته پېغور دی
پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی
په پښتونخوا کې ېې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی
غښتلو ننگ کړﺉ دا مو وار دی مغل راغلی په تلوار دی
هوتک بابا ـ ٧٤٠ هـ
د پښتنو ستر مشر او نوميالي شاعر او ليکوال خوشال خان خټک په خپلو بېلابېلو اشعارو کې د کابل يادونه په داسې الفاظو کړې چې:
هغه باد چي کابل خېز دی
پر ما واړه عنبر بېز دی
چې راياد کا څوک کابل
په ګوګل مي شي غلبل
همدغه راز خوشال بابا ويلې چې:
نورباغونه دنوروز په ورځ غوړېږي
په اهاړ کا غوړېده د کابل باغ
******
کل کتنه ده د تورې که کابل دی که کشمير
مېړني دي چې ياد ېږی په سندرو يا په وير
خوشال خان خټک
د چين او د ماچين په ملک کې ډېرې دي گلفامې
د هند په لته هم په خال خال په چېرته څرگنديږي
خوشال بابا
همدغه راز خوشال خان خټک په لاندې شعرونو کې دسې ويلي دي:
کشمير، قندهار، کابل، فرخار، څوچې خراسان دي
په دا کې نيک فرجامې ډېرې ډېرې مونده کيږي
*****
هېڅ ملک کشور اقليم له فرجاموخالي نه دي
په هر لوري نوبت او ددې دي چې غږيږي
*****
اسمان، چې وريځ شه کراري نه کا هسې گرځي
تر سردنيک فرجامو زه خوشال وايم ځاريږي
او په بل ځای کې خوشال بابا د کابل د ښکلاګانو او رنګونو يادونه داسې کوې چې:
د کابل مېوې خوراک وې د توتيانو
پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه
عبدالقادر خټک وايي:
له خپله بخته و چاته زار کړو
د چرخ ناسازې وچاته شمار کړو
ډک دې له ښکليو د کابل شهر
هومره څه نشته چه يو ترې يار کړو
ملا عبدالسلام وايي:
قرآنــي مسلماني لرم پــــه زړه كي
زما اذان پـر ځاى له رسي له كوږكه
پښتانه مي كــړو راويښ و پرنګي تـه
خــوړې ويـني دكابل د انقلاب مـا
د پښتو خوږژبی او صوفي شاعر عبدالرحن مومند د کابل د باګرام يادونه داسې کوي او وايي:
هم نغمې کاندې هم رقص کاندې هم خاندي
د رحمن په شعر ترکې د باګرام
شمس الدين کاکړد پښتو ژبې نامتو شاعر او ليکوال و چې د نولسمی پېړۍ په لومړۍ نيماېې کی ېې د کندهار د کلچ اباد په کلی کی ژوند کاوه او د لوړ استعداد او پوهې خاوند و۰
لکه لعل په ايرو کښي وي بې قدره
هسی پروت دی شمس الدين پر قليچ آباد
او يو بل ځای وايي:
چی روغ زړونه پکښی مات لکه کودي سول
بېهوده زه شمس الدين قندهار څه کړم
او يا دا چې:
قندهار خو د هستوگنې وطن نه دی
باری څه کړم په زيارت د پلار او مور ځم
په نصيب به مې ديدن له ياره کېږي
شمس الدين چې اوس له ښاره د لاهور ځم
د کندهار خلکو د دغه تکړه او فسيح اللسان شاعر بې قدري وکړه او د هغه د غربت او بې وسۍ له امله ېې هغه له پامه و غورځاوه نو ځکه خو دا عالم او فاضل شخصيت په ډېره خواشينۍ، نيمه خوا او مات زړه له کندهاره لاهور ته ولاړ او د ژوند تر پايه له خپل کور او کلي نه لرې پاتې شو۰
چی يو قند د يار د خولې په هار خرڅېږي
شمس الدينه ډېر بې قدره قندهار دی
د پښتو ژبې دې خوږ ژبي شاعر په خپلو شعرونو کي څو ځايه د کابل، کندهار پېښور او هرات يادونه کړې او د ژوند څه برخه ېې په لاهور کې تېره کړې چې لاهور ېې هم په خپلو شعونو کې ياد کړی دی۰
نوموړی وايي:
پادشاهي يې منحصـــر شـوه پردرې ښهره
دی کابل و قندهــــــــــــــــــــــــــــــار و پېښور
د هرات عالم له وهــــــــــــــــمه پـــــــه فرار دی
په هرکا ل باندي حــــــــــــــــــــــمله وي د غجر
*****
کندهار مې ستا له جوره څخه پرېښو
څم کابل ته لکه مار زخمي پر ملا يم
*****
هغه خلک د منصب د جاه څښتن سول
چی به گرځېدل د نورو پر رشو
درېغه هغه هيبتناک پښتانه څه سول
چی عالم ېې وېرېده له خرخښو
رحمن بابا په خپل يو شعر کې د پېښور د تاريخي ښار يادونه په داسې الفاظو کوي او وايي چې:
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور او ګور او پېښور درې واړه يو دي
حمزه بابا وايي چې:
د خيبر دره ېې لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان يو دی
د ويدا او اويستا په تاريخي اثارو او اسنادو کې ځای ځای د پښتنو د ټبرونو ټاټوبي او جغرافيايي جوړښت په اړه يادونه شوې او دا په ګوته کوي چې پښتانه اريائيان دي او لرغونی تاريخ ېې تر پنځه زره کلونو پورې رسيږي۰
ښکارندوی چې د پلار نوم ېې احمد و او دغوراوسيدونکی وو، په (٥٧٦ هــ ش يا١١٨٠م) کال په شاوخوا کښي يې په غور او غزني کې د ژوند شپې ورځې تېرولې دسلطان معزالدين غوري دهند دفتوحاتو او برياوو په ستا ينه او ځلونه کې ېې په خپله ويل شوې بولله کې د پښتونخوا يادونه کړې او ويلي ېې دي چې:
په هرکال اټک دده ښه راغلی کاندي
غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه
پښتونخواښکلي زلمي چه زغلي هندته
نوآغلــيــه پېغــلې کاندي اتـڼــونــه
هوتک بابا ٦١١ ـ ٧٤٠ هـ په خپله يوه تاريخي حماسه کې څو ځايه د پښتوخوا لرغونې کليمه کارولې چې ددې نوم قدامت زوړوالی ترې څرګندېږي:
غښتلو ننګ کړی داموواردی ـ مغل راغلی په تلوار دی
په پښتون خواکې ناتاردی ـ پرکلي کورباندي مغل راغی
*****
آ د مـــرغــې غښـتلوراســی ـ پرننګ ولاړد پښتونخواسی
تورې تيرې غشي ترملاسی ـ پرکلي کور باندي مغل راغی
*****
زلموپرننګ ځانونه مړه کړی ـ دښــن په غشوموپېيه کړی
دپښتنخا مځکې ساته کړی ـ پرکلي کور باندي مغل راغی
سليمان ماکو په خپل کتاب تذکرة الاوليا کې دبيټ نيکه په اړوند داسې ليکلي دي چې:
” نکل کاندي يارانوچې کله شخ بيټنی سپين ږيری شونو به يې هر کله څښتن ستايه او رب نه به يې غو ښتل چې زما او دسړبن او غر غښت په کهول برکت کښيږده ! خدای دده دعاقبوله کړه او ډکه شوه ځمکه د پښتو نخوا ددوی په کهول .
د پښتونخوا نوم د اخوند دروېزه په مخزن کې هم ياد شوی او بيا خوشحال خټک په خپل يوه شعر کې د پښتونخوا يادونه داسې کوي:
نوره واړه پښتونخوا په ځان مېشته ده
خو يو زه دې زمانې پکې منصور کړم
لوی افغان امپراتور احمد شاه بابا وايي چې:
د ډيلي تخت هېرومه چې راياد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
پير محمد کاکړ د خوشال بابا د اشعارو په اړه وايي:
که څــــوک بحر مــواج وايي ورته ښـــايي
په دېوان کې ېې مونده شي هر شان شعر
که کوم شعـــــر دی د ده په پښتونخـــــوا کــــې
بل به کـــــوم وي په دا وخت د افغان شعر
هوتک بابا په خپل يو شعر کې وايي:
پښتنو هلی پرغره جنګ دی سورغرپه وينو ددوی رنګ دی
مها ل دتورې دی دننګ دی پرکــلي کور باندي مغـل راغی
ريدی خان مهمند وايي:
١١٣٠هـ
ولاړی دشپې يې په يثرب کا فرياد
رسول دخدای ته چي سو قوم برباد
ستا پر امت راغی دظلم دوران
واوره رسوله ددې قوم فغان
پښتون خو ستا پرنامه ځان کی فدا
ای خير الناسه واوره ته يې ندا
وژغوردوته دظالم له لاسه
ګرګين له منځه دپښتون وباسه
ستا په نامه دی کلمه ګويه پښتون
نه بسي هيڅکله له تانه راستون
که ستا نظرنه وي خراب سو پښتون
په اور دظلم تور کباب سو پښتون
چه پر پښتون دقوم نازل کي رحمت
کړي يې خوندي ناموس پخپل مرحمت
ستا شريعت سي ټنګ په منځ دپښتون
ورک سي بيداداوکم سي رنځ دپښتون
حاجي ميرخان وکا تدبير مصلحت
پښتانه ټول سول په نا موس او په پت
د خوشال خان خټک څو شعرونه:
مغل بی قدره- پښتون بې ننګه
توبه له تورې- توبه له جنګه
که تازي ژبه هر ګوره ښه ده
فارسي هم ډيره په خوند خوږه ده
چا يې پلو د جمال وانخيستو
پښتو لا هاغسې بکره پرته ده
خوشال خان خټک
کاشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای
نه چې ګور لره روان دی له تلتکه
خوشال خان خټک
سل سړه بني دې تر دا يوه غزل ځارېږه
نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشال ويلې
خوشال خان خټک
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ
خوشال خان خټک
ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړ
دپښتو شعر به اوس په آب و تـــــاب شي
خوشال خان خټک
د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی
پښتنو به راته کړی ډېرې کنځـــــلی
خوشال خان خټک
که هر څو ېې سمومه نه سمېږي
پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال
خوشال خان خټک
بله هېڅ ليدلی نه شي په دا منځ كې
يا مغل د منځه ورك يا پښتون خوار
پښتانه چې نور څه فكر كا ناپوه دى
بې د تورې خلاصى نه شته په بل كار
تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار
خوشال خان خټک
تيراه مې وليد راغلم تر سواته
پښتون مې وليد دا لوی لوی ذا ته
عقل همت مې د چا ونه ليد
په بېرته راغلم ناست يم ملا ما ته
خوشال خان خټک
كه تــوفــيـق د اتـفـاق پـښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده
داتفاق ورڅخه نه شته ډېر ارمان
د بهلول او د شېرشاه خبري اورم
چي په هند كي پښتانه وو بادشاهان
شپږ او اووه پېړۍ يـې هسي بادشاهي وه
چي په دوى پورې درست خلق وو حيران
يا هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول
يا د خداى(ج) دى اوس دا هسي شان فرمان
خوشال خان خټک
چـې مـغــل و تــه مــې وتــړلــه تـوره
درست پښتون مې و عالـم و ته ښكاره كړ
اتفاق په پښتانه كـــې پـــيـدا نـــه شو
ګڼه مـــا بـــه د مــغـل ګرېوان پاره كړ
په منصب چې غـولول نه كا نور څه كا
مغل خداى و پښتنو ته بېچاره كــړ
خوشال خان خټک
هره چار دپښتانه تر مغول ښه ده
اتفاق ور سره نشته ډير ار مان
دبهلول او دشيرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه وو باد شاهان
شپږ،اووه پيړۍ يې هسې باد شاهي وه
چې درست خلک وو په دوی پورې حيران
يا هغه پښتانه نور وو داڅه نور شول
يا د خدای دی اوس داهسي شان فر مان
که تو فيق داتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
خوشال خان خټک
پښتانه واړه بدخوی دي
يو په بل کاندي غورزی
يو چې سرکاندي را پورته
بل يې ووهي مغزی
خوشال خان خټک
ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړو
دا پښتو ژبه به اوس په آب و تاب شي
خوشال خان خټک
چې خوشحال خټک ئې وائي په پښتو ژبه خبرې
په پارسۍ ژبه به نۀ وي کۀ پوهېږې سخن هسې
خوشال خان خټک
په پارسۍ ژبه مې هم ژبه ګويا ده
په پښتو ژبه مې خلق بهره مند کړۀ
خوشال خان خټک
د بوستان ونې مې واړه پېوندي دي
حقيقت مې د مجاز سره پېوند کړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معني مې د شيراز او د خجند کړ
خوشال خان خټک
داهمه زمادتورې صدقه ده
پښتانه چې پر ګنې خوري سيورغال
نن به درست د هندوستان دولت ددوی و
پښتانه که کم همت نه وي جهال
خوشال خان خټک
چې پښتون راته څوک ياد کا
پرې خوشال شم زړه مې ښاد کا
په دې ملک کې نور هر څه شته
خو پښتون ، پښتنې نشته
خوشال خان خټک
خوشال خان خټك وايي:
لېوني شول پښتانه په منصبونو
خدايه ما ژغورې له هسې غضبونو
پښتانه لره لوى عيب دى كه يـې ګورې
چې نازېږي د مغل په لقبونو
شرم، ننـګ، نام وناموس يـې په ياد نه دى
خو ويل كا د منصب د ذهبونو
پښتانه كه جنګ مغل سره په تېغ كا
هر خټك نيسي مغل تر جلبولو
د خټك د ننګ جرګه نه شته خوشاله!
لا وتلى دى له كومو نسبونو
خوشال خان خټک
په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه می مه غواړه مثال
بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړ
گڼړه شعر د پښتو وو غير سال
مگر زه ېې چی گويا په شاعرۍ کړم
پښتانه ېې پوهول ايزد تعال
خوشال خان خټک
پښتنې جونه دې زلفې باد ته نيسي
چې شمال ئې بوي راوړي تر رنتهبوره
خوشال خان خټک
په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبيه کی
پښتو ويل مي عين تر فارسي دی رسولي
له چا نه په پښتو کی ما مېزان ليدلی نه دی
ميرزا په دا زبان کی ويل کړي دي تللي
خوشال خان خټک
خوشال بابا:
دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغل به سره دوست نه شي
خوشال يـې مه وينه دا انعامونه
تفاق په پښــــــتانه كي پيــــــدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پـــــــاره كړ
خوشال خان خټک
هره چاره د پښتون تر مغـــــل ښه ده
اتفاق ورڅخه نه شته ډېــــــــر ارمان
خوشال خان خټک
پښتانه په عقل پوه چې نــــاكس دى
كوټه سپى د قصــــابانو د جوس دى
خوشال خان خټک
پښتانه په توره ښه دي تــــــــر مغلو
كه په پوهه پښتانه واى څه هـــوښيار
خوشال خان خټک
په دا هسې وخت كې وخت د نام و ننګ دى
دا بــې نـنــګه پــښتــانــه كــه څه رفـتــار
مـــرګ زمــا پــه پوهه ښه تر دا ژوندون دى
د عــزت ســره چــــې نه وي زيست روزګار
څو دي توان توفيق رســېــږي بيرون مه شه
پـــه هــــر دم د پښتانه له نــنـــګ و نامـه
خوشال خان خټک
چي په نام پښتون غوڅېږي، پرې خوښېږي
اورنـــګزېب هـــسې بادشاه دى د اسلام
خوشال خان خټک
سر يې هورې قندهار بل يې دمغار دی
په دا مېنځ کې پښتانه واړه عبث دي
خوشال خان خټک
په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو
ولې نه شو د يو بله خبردار
خوشال خان خټک
پښتنو ســــــــــره زړه تــــــــور دی د مغو لو
خبـــــر دار ئی پــــــــه نيتونو يک په يک يم
هر پښتـــــــــــــــــون چه د مغولو نوکری کا
که د زده د هغو واړو بهـــــــــــــــــــترک يم
پښتانه لره شړۍ انډ ېرۍ بس ده
نه په فکر د مسند نه د تـــــــــــــــــوشک یم
خوشال خان خټک
خدای دي ورك د پښتنو كا دا درې توكه
يــو بــد جهل، بـل بد نيت، درېـيم نفاق
خوشال خان خټک
که د نظم، که د نثر، که د خط دی
په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
نه پخوا پکښې کتاب و نه ئې خط و
دا دی ما پکښې تصنيف کړل څو کتابه
خوشال خان خټک
مغول بې قدره پښتون بې ننګه
توبه لۀ تورې توبه لۀ جنګه
تسبیح په لاس کښې په نظام پور کښې
ناست په مسجد کښې جمدر تر څنګه
خوشال خان خټک
پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي
ورته ايښے و مغول د حلوا تال دی
نورې واړه تکيې تار په تار خورې شوې
اوس په مېنځ کښې يو کرم د ذوالجلا ل دی
خوشال خان خټک
پارسي شعر مې هم زده سليقه لرم د دواړو
پښتو شعر مې خوښ کړو هر څوک خپل ګڼي ښاغلي
په رمز په مضمون په نزاکت هم په تشبیه کښې
پښتو ويل مې عېن تر پارسۍ دي رسولي
خوشال خان خټک
عبدالرحمن مومند په خپل يو شعر کې د پښتو ژبې يادونه داسې کړې چې:
خوشالا او دولتا مې غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم
په پښتو کې رحمان ووې
په فارسي کې سنايي
د پښتو نازک خيال او موشګاف شاعر حميد ماشوخيل بابا وايي:
اوس د فکر توره واچوه حميده
چې دې نشته په پښتو کې بل حريف
ما چې دا کلام ادا کړ
نوی طرز مې را پيدا کړ
په پښتو کې ګويا خاص يم
سزاوار د اختصاص يم
شيدا په يوه بل شعر کې داسې وايي:
اهل هند زما په ژبه نه پوهېږي
ورسره اهل ايران و توراني
پښتانه د روه محروم دي له دې فنه
خبر نه دي په بديع په معاني
هغه خلک د منصب د جاه څښتن سول
چی به گرځېدل د نورو پر رشو
درېغه هغه هيبتناک پښتانه څه سول
چی عالم ېې وېرېده له خرخښو
اشرف خان هجري چې د خوشال بابا زوی او د پښتو خوړ ژبی شاعر و په خپلو شعرونو کې ځای ځای د پښتو او پښتون کليمه کارولې چې په لاندې بيتونو کې ېې د بيلګي په توګهليدلای او لوستلای شو:
په پښتو ژبه مې سيال د شعر نشته
د معنو په جهان شاه اشرف خټک يم
اشرف خان هجري
په اشعار چې د فارسي سخنراني کړم
په لحد کې ارواح خوش د خاقاني کړم
د پښتو ژبې شاعر په دوران کوم دی
چې يې زه په دا هنر د ځان ثاني کړم
اشرف خان هجري
دا محال دی چې شاعر به په پښتو کې
بل هجري غوندې په فن د شعر فرد وي
اشرف خان هجري
هسې نه چې سحر کړم پخپله ژبه
تر پښتو مې د فارسي شعر والا دی
اشرف خان هجري
شاه د شعر په پښتو ژبه هغه دی
چې يې زه حلقه بګوش د شاګردان يم
اشرف خان هجري
د ثاني مصرعې په سير يې اصل ګوري
خټک نن په ښه اشعار له زرو يک دی
د اشرف په نام مشرف شه له پدره
په هجري يې د اشعار نوم مبارک دی
هر دانا په فتوی کا په دا خبره
چې مې شعر د پښتو آب و نمک دی
دا مضمون چا په پښتو ويلی نه دی
لذت نه لري دا ووې باور کلک دی
اشرف خان هجري
وې يې خاقاني، انوري سر د سرو په ژبه
ته يې خاقاني د پښتو هم يې انوري
شعر دې په تله د حق وزن کا تر نورو
که شعر د مرزا يې په ويل شي سرباري
دا څه شعر نه دی چې يې ته کوې خټکه
دې ته فرزانه وايي حلاله ساحري
ناز به يې په در کې په دا دور که زنده وای
په دا سحر حلال چې نن يې کا بنده هجري
اشرف خان هجري
حمزه بابا وايي:
زه حمزه ېې اوس په کومه ژبه پوه کړم
يار پښتون دی په پښتو پوهېږي نه
*****
پلو دې د مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره
زمرۍ غوندې به ګورې شرميدل به پکې نه وي
*****
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون له قافلې سره ځم
*****
وايي اغيار که د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
*****
ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوي د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
*****
وروځې لېمه زلــفې بــاڼـه پښتانه
څنګه يو ځای شول پښتانه پښتانه
لــږ مې نــظر تــه هر کلی و وا يه
رټــلي نـــه د ي مېلمالنـه پښتانه
زلــفې کــمڅې کمڅې ښــکلا ګــڼمه
ولې دي وي خـواره واره پښتانه
خدای ګو چې خپل مرام ته ورسیږي
که د خــوشـال په لاره تله پښتانه
امير حمزه شينواری
چي بې تا چاته ټيټ نه شي ننګيالی زما ژوندون کړه
زړه زما دې مسلمان وي تفکر مې د پښتون کړه
خدايه زيات کړه يو په لسه د پښتو د ليلا حسن
بيا زما مينه هم زياته يو په لسه له مجنون کړه
امير حمزه خان شينواری
سرچينې:
۱ – پټه خزانه
۲ – د بېنوا ويبپاڼه
۳ – د پښتو وېکېپېډيا
۴ – د عبدالباري جهاني بېلابېلې مقالې
۵ – د اسدالله غضنفر ياداښتونه
۶ – خپلې خورې ورې ليکنې
پښتون پښتونخوا افغان افغانستان
ليک او څېړنه: امان الله نصرت
افغان:
د پښتو ژبې ټولمنلي او سرخيل شاعر ملي اتل خوشال بابا په خپلو اشعارو کې ځای ځای په افغانيت وياړ کړی کابل ېې .ستايلی او په دې اړه ېې د خپلې مينې څرګندونه کړې ده
د خوشال بابا، عبدالرحمن مومند، شمس الدين کاکړ, کاظم خان شيدا, حمزه شينواري او نورو پښتنو شاعرانو په شعرونو کې د افغان کليمه په بېلابېلو ځايونو کې راغلي چې يو څو بيلګې ېې په لاندې ډول دي:
خوشال بابا وايي:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم
*****
د مغول منصب می پرېښو هسي خوښ يم
لکه خلاص د لويه بنده بنديوان شي
دا نادره عقيده لکه زما ده
لا عجب که بل پيدا هسي افغان شي
*****
درست افغان له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
خوشال بابا د خپل ځوي عبدالقادر خټک په مړينه لاندې بيتونه ليکلي:
ښه ځوانان چې د گنبت په ميدان ومړ
– د هر ځوان په زړه کې ننگ افغاني ده
همگي ځوانان زما د زړه ارمان دی
پکښې بېله د عبدل تانده ځواني ده
د غليم سره په اس غاړه غړۍ شو
د عبدل په مړنتوب بخره کاندې ده
خوشال خټک په خپل يو دري شعر کې وايي:
افغان بچه شوخی هر گز په عا شق باندې
لطفی نکنی رحمی داهم کله څوک کا ندي
ستر صوفي شاعر عبدالرحمن مومند بابا بيا وايي چې :
چې کشور د افغانان معطر کا
د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان کړې
کاظم خان شيدا ځان د روه افغان ګڼي او داسې وايي:
په هندي ادا ېې وکړې په ما چارې
زه شيدا په زړه ساده د روه افغان يم
پير محمد کاوان د خوشال خټک د شاعرۍ په ستاينه کې ويلي:
که څــــوک بحر مــواج وايي ورته ښـــايي
په دېوان کې ېې مونده شي هر شان شعر
چې کوم شعـــــر دی د ده په پښتونخـــــوا کــــې
بل به کـــــوم وي په دا وخت د افغان شعر
شمس الدين کاکړ وايي:
که څوک ونيسي په لاس ميزان د شعر
په عروض که سنجيده بيان د شعر
وبه نه رسي په شعر له رحمانه
که هر څو کوي هوس افغان د شعر
غزلبول شاعر اميرحمزه شينواری وايي:
سترګو ته دې وايه چې دا ټيټ کاته ښه نه دي
پوهه دا هندکۍ کړه چې خويونه افغاني کا
حمزه بابا په يوه بل شعر کې داسې ويلي:
ما ټيټ ورته لېمه کړل زما سر نه ټېټېده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
او
د خيبر دره ېې لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان يو دی
همدغه راز حمزه پابا ويلي چې:
نور همه غمونه زۀ زغملی شم چې څه وي
بس خو يو غمونه د افغان مۀ راکوه
******
ما حمزه ته يثربي باده خاونده
په ښاغلې پيمانه کې د افغان را
*****
په محبت کې يې هنر وګوره
يار مي مغل زړه مي افغان پاتي دی
علامه اقبال هم په خپل وار افغانستان د اسيا زړه ګڼلی او افغانان ېې په داسې درنو ټکو ياد کړي چې:
آسيا يک پيکر آب وګل است
ملت افغان درآن پيکر دل است
ازفساد او فساد آسيا
ازګشاد او ګشاد آسيا
په يو بل شعر کې بيا داسې وايي چې:
قبائل هون ملت کي وحدت مين ګم
که هو نام افغانون کا بلند
محبت مجهی ان جوانون سی هی
ستارون په جو ډالټي هين کمند
علامه اقبال د خوشال خان خټک يادونه داسې کړې:
آن حکيم ملت افغانيان
ان طبيب علت افغانيان
راز قومي ديد وبې باکانه ګفت
حرف حق با شوخي رندانه ګفت
کابل:
کابل چې د افغانستان پلازمينه او يو تاريخي ښار دی د بېلابېلو شاعرانو په شعرونو کې ېې يادونه شوې او له دې ښکلي او لرغونې ښار سره ېې خپله مينه او تړون ښکاره کړی دی ۰
امير کروړ سوري د امير پولاد سوري زوی و چې په کال ۱۳۹هـ ۷۵۶ م کې دغور په مندېش کې حاکم شو او په ۱۵۴هـ ۷۷۰ ع کې ېې د مرګ داعي ته لبيک ووايه ( د تاريخ سوري د رواياتو له مخي امير کروړ سوري په ۱۵۴ هجري کال د هرات د پوشنج په جنګونو کي ووژل شو، او تر ده وروسته يې زوی امير ناصر د غور پر ځمکو واکمن سو) يو غښتلی، زړور او پياوړی جنګيالی و او د تورې مېړانې او شهامت له امله جهان پهلوان بلل کېده د پښتو د لومړنی رزميه او حماسي شاعر په توګه ېې د پټې خزانې د روايت له مخې لومړنی پښتو شعر ويلی او تر مونږ رارسېدلی دی
۰
د امير کروړ وياړنه چې اوږود تاريخي لرغونتوب لري او له ټولو زوړ پښتو شعر ګڼل کېږي قدامت ېې ۱۳۹ هجري قمري ته رسېږي نوموړې په خپله ياده تاريخي بولله کې د هند و سند او تخار تر څنګ د کابل د لرغوني او تاريخي ښار يادونه هم کړې او داسې ېې ويلي دی:
زه يم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند و پر تخار و پر کابل نسته
بل په زابل نسته له ما اتل نسته
له ما اتل نسته بل په کابل نسته
د بابا هوتک په سندره کې د کابل او پښتونخوا يادونه يو تاريخي حقيقت ګڼل کېږي او دا په ګوته کوي چې دا تاريخي نومونه ډېر لرغوني او پخواني دی چې په قديمو اثارو او لاس ته راغلو اسنادو کې ېې يادونه شوې او نومونه ېې ذکر شوي دي۰
پر سور غر بل راته نن اور دی وگړيه جوړ راته پېغور دی
پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی
په پښتونخوا کې ېې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی
غښتلو ننگ کړﺉ دا مو وار دی مغل راغلی په تلوار دی
هوتک بابا ـ ٧٤٠ هـ
د پښتنو ستر مشر او نوميالي شاعر او ليکوال خوشال خان خټک په خپلو بېلابېلو اشعارو د کابل يادونه په داسې الفاظو کړې چې:
هغه باد چي کابل خېز دی
پر ما واړه عنبر بېز دی
چې راياد کا څوک کابل
په ګوګل مي شي غلبل
همدغه راز خوشال بابا ويلې چې:
نورباغونه دنوروز په ورځ غوړېږي
په اهاړ کا غوړېده د کابل باغ
*****
کل کتنه ده د تورې که کابل دی که کشمير
مېړني دي چې ياد ېږی په سندرو يا په وير
*****
د چين او د ماچين په ملک کې ډېرې دي گلفامې
د هند په لته هم په خال خال په چېرته څرگنديږي
کشمير، قندهار، کابل، فرخار، څوچې خراسان دي
په دا کې نيک فرجامې ډېرې ډېرې مونده کيږي
هېڅ ملک کشور اقليم له فرجاموخالي نه دي
په هر لوري نوبت او ددې دي چې غږيږي
اسمان، چې وريځ شه کراري نه کا هسې گرځي
تر سردنيک فرجامو زه خوشال وايم ځاريږي
او په بل ځای کې خوشال بابا د کابل د ښکلاګانو او رنګونو يادونه داسې کوې چې:
د کابل مېوې خوراک وې د توتيانو
پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه
له خپله بخته و چاته زار کړو
د چرخ ناسازې وچاته شمار کړو
ډک دې له ښکليو د کابل شهر
هومره څه نشته چه يو ترې يار کړو
ملا عبدالسلام وايي:
قرآنــي مسلماني لرم پــــه زړه كي
زما اذان پـر ځاى له رسي له كوږكه
پښتانه مي كــړو راويښ و پرنګي تـه
خــوړې ويـني دكابل د انقلاب مـا
د پښتو خوږژبی او صوفي شاعر عبدالرحن موند د کابل د باګرام يادونه داسې کوي او وايي:
هم نغمې کاندې هم رقص کاندې هم خاندي
د رحمن په شعر ترکې د باګرام
شمس الدين کاکړد پښتو ژبې نامتو شاعر او ليکوال و چې د نولسمی پېړۍ په لومړۍ نيماېې کی ېې د کندهار د کلچ اباد په کلی کی ژوند کاوه او د لوړ استعداد او پوهې خاوند و۰
لکه لعل په ايرو کښي وي بې قدره
هسی پروت دی شمس الدين پر قليچ آباد
چی روغ زړونه پکښی مات لکه کودي سول
بېهوده زه شمس الدين قندهار څه کړم
*****
قندهار خو د هستوگنې وطن نه دی
باری څه کړم په زيارت د پلار او مور ځم
په نصيب به مې ديدن له ياره کېږي
شمس الدين چې اوس له ښاره د لاهور ځم
د کندهار خلکو د دغه تکړه او فسيح اللسان شاعر بې قدري وکړه او د هغه د غربت او بې وسۍ له امله ېې هغه له پامه و غورځاوه نو ځکه خو دا عالم او فاضل شخصيت په ډېره خواشينۍ، نيمه خوا او مات زړه له کندهاره لاهور ته ولاړ او د ژوند تر پايه له خپل کور او کلي نه لرې پاتې شو۰
چی يو قند د يار د خولې په هار خرڅېږي – شمس الدينه ډېر بې قدره قندهار دی
د پښتو ژبې دې خوږ ژبي شاعر په خپلو شعرونو کي څو ځايه د کابل، کندهار پېښور او هرات يادونه کړې او د ژوند څه برخه ېې په لاهور کې تېره کړې چې لاهور ېې هم په خپلو شعرونو کې ياد کړی دی۰
نوموړی وايي:
پادشاهي يې منحصـــر شـوه پردرې ښهره
دی کابل و قندهــــــــــــــــــــــــــــــار و پېښور
د هرات عالم له وهــــــــــــــــمه پـــــــه فرار دی
په هرکال باندي حــــــــــــــــــــــمله وي د غجر
*****
کندهار مې ستا له جوره څخه پرېښو
څم کابل ته لکه مار زخمي پر ملا يم
*****
هغه خلک د منصب د جاه څښتن سول
چی به گرځېدل د نورو پر رشو
درېغه هغه هيبتناک پښتانه څه سول
چی عالم ېې وېرېده له خرخښو
د خيبر دره ېې لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان يو دی
د ويدا او اويستا په تاريخي اثارو او اسنادو کې ځای ځای د پښتنو د ټبرونو ټاټوبي او جغرافيايي جوړښت په اړه يادونه شوې او دا په ګوته کوي چې پښتانه اريائيان دي او لرغونی تاريخ ېې تر پنځه زره کلونو پورې رسيږي۰
ښکارندوی چې د پلار نوم ېې احمد و او دغوراوسيدونکی وو، په (٥٧٦ هــ ش يا١١٨٠م) کال په شاوخوا کښي يې په غور او غزني کې د ژوند شپې ورځې تېرولې دسلطان معزالدين غوري دهند دفتوحاتو او برياوو په ستا ينه او ځلونه کې ېې په خپله ويل شوې بولله کې د پښتونخوا يادونه کړې او ويلي ېې دي چې:
په هرکال اټک دده ښه راغلی کاندي
غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه
پښتونخواښکلي زلمي چه زغلي هندته
نوآغلــيــه پېغــلې کاندي اتـڼــونــه
هوتک بابا ٦١١ ـ ٧٤٠ هـ په خپله يوه تاريخي حماسه کې څو ځايه د پښتوخوا لرغونې کليمه کارولې چې ددې نوم قدامت زوړوالی ترې څرګندېږي:
غښتلو ننګ کړی داموواردی ـ مغل راغلی په تلوار دی
په پښتون خواکې ناتاردی ـ پرکلي کورباندي مغل راغی
آ د مـــرغــې غښـتلوراســی ـ پرننګ ولاړد پښتونخواسی
تورې تيرې غشي ترملاسی ـ پرکلي کور باندي مغل راغی
زلموپرننګ ځانونه مړه کړی ـ دښــن په غشوموپېيه کړی
دپښتنخا مځکې ساته کړی ـ پرکلي کور باندي مغل راغی
سليمان ماکو په خپل کتاب تذکرة الاوليا کې دبيټ نيکه په اړوند داسې ليکلي دي چې:
” نکل کاندي يارانوچې کله شخ بيټنی سپين ږيری شونو به يې هر کله څښتن ستايه او رب نه به يې غو ښتل چې زما او دسړبن او غر غښت په کهول برکت کښيږده ! خدای دده دعاقبوله کړه او ډکه شوه ځمکه د پښتو نخوا ددوی په کهول .
د پښتونخوا نوم د اخوند دروېزه په مخزن کې هم ياد شوی او بيا خوشحال خټک په خپل يوه شعر کې د پښتونخوا يادونه داسې کوي:
نوره واړه پښتونخوا په ځان مېشته ده
خو يو زه دې زمانې پکې منصور کړم
لوی افغان امپراتور احمد شاه بابا وايي چې:
د ډيلي تخت هېرومه چې راياد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
پير محمد کاکړ د خوشال بابا د اشعارو په اړه وايي:
که څــــوک بحر مــواج وايي ورته ښـــايي
په دېوان کې ېې مونده شي هر شان شعر
که کوم شعـــــر دی د ده په پښتونخـــــوا کــــې
بل به کـــــوم وي په دا وخت د افغان شعر
هوتک بابا په خپل يو شعر کې وايي:
پښتنو هلی پرغره جنګ دی ـ سورغرپه وينو ددوی رنګ دی
مها ل دتورې دی دننګ دی ـ پرکــلي کور باندي مغـل راغی
ريدی خان مهمند وايي:
١١٣٠هـ
ولاړی دشپې يې په يثرب کا فرياد ـ
رسول دخدای ته چي سو قوم برباد
ستا پر امت راغی دظلم دوران
واوره رسوله ددې قوم فغان
پښتون خو ستا پرنامه ځان کی فدا
ای خير الناسه واوره ته يې ندا
وژغوردوته دظالم له لاسه
ګرګين له منځه دپښتون وباسه
ستا په نامه دی کلمه ګويه پښتون
نه بسي هيڅکله له تانه راستون
که ستا نظرنه وي خراب سو پښتون
په اور دظلم تور کباب سو پښتون
چه پر پښتون دقوم نازل کي رحمت
کړي يې خوندي ناموس پخپل مرحمت
ستا شريعت سي ټنګ په منځ دپښتون
ورک سي بيداداوکم سي رنځ دپښتون
حاجي ميرخان وکا تدبير مصلحت
پښتانه ټول سول په نا موس او په پت
د خوشال خان خټک څو شعرونه:
مغل بی قدره- پښتون بې ننګه
توبه له تورې- توبه له جنګه
که تازي ژبه هر ګوره ښه ده
فارسي هم ډيره په خوند خوږه ده
چا يې پلو د جمال وانخيستو
پښتو لا هاغسې بکره پرته ده
خوشال خان خټک
کاشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای
نه چې ګور لره روان دی له تلتکه
خوشال خان خټک
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ
خوشال خان خټک
ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړ
دپښتو شعر به اوس په آب و تـــــاب شي
خوشال خان خټک
د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی
پښتنو به راته کړی ډېرې کنځـــــلی
خوشال خان خټک
که هر څو ېې سمومه نه سمېږي
پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال
خوشال خان خټک
بله هېڅ ليدلی نه شي په دا منځ كې
يا مغل د منځه ورك يا پښتون خوار
پښتانه چې نور څه فكر كا ناپوه دى
بې د تورې خلاصى نه شته په بل كار
تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار
خوشال خان خټک
تيراه مې وليد راغلم تر سواته
پښتون مې وليد دا لوی لوی ذا ته
عقل همت مې د چا ونه ليد
په بېرته راغلم ناست يم ملا ما ته
خوشال خان خټک
كه تــوفــيـق د اتـفـاق پـښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده
داتفاق ورڅخه نه شته ډېر ارمان
د بهلول او د شېرشاه خبري اورم
چي په هند كي پښتانه وو بادشاهان
شپږ او اووه پېړۍ يـې هسي بادشاهي وه
چي په دوى پورې درست خلق وو حيران
يا هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول
يا د خداى(ج) دى اوس دا هسي شان فرمان
خوشال خان خټک
چـې مـغــل و تــه مــې وتــړلــه تـوره
درست پښتون مې و عالـم و ته ښكاره كړ
اتفاق په پښتانه كـــې پـــيـدا نـــه شو
ګڼه مـــا بـــه د مــغـل ګرېوان پاره كړ
په منصب چې غـولول نه كا نور څه كا
مغل خداى و پښتنو ته بېچاره كــړ
خوشال خان خټک
هره چار دپښتانه تر مغول ښه ده
اتفاق ور سره نشته ډير ار مان
دبهلول او دشيرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه وو باد شاهان
شپږ،اووه پيړۍ يې هسې باد شاهي وه
چې درست خلک وو په دوی پورې حيران
يا هغه پښتانه نور وو داڅه نور شول
يا د خدای دی اوس داهسي شان فر مان
که تو فيق داتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
خوشال خان خټک
پښتانه واړه بدخوی دي
يو په بل کاندي غورزی
يو چې سرکاندي را پورته
بل يې ووهي مغزی
خوشال خان خټک
ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړو
دا پښتو ژبه به اوس په آب و تاب شي
خوشال خان خټک
چې خوشحال خټک ئې وائي په پښتو ژبه خبرې
په پارسۍ ژبه به نۀ وي کۀ پوهېږې سخن هسې
خوشال خان خټک
په پارسۍ ژبه مې هم ژبه ګويا ده
په پښتو ژبه مې خلق بهره مند کړۀ
خوشال خان خټک
د بوستان ونې مې واړه پېوندي دي
حقيقت مې د مجاز سره پېوند کړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معني مې د شيراز او د خجند کړ
خوشال خان خټک
داهمه زمادتورې صدقه ده
پښتانه چې پر ګنې خوري سيورغال
نن به درست د هندوستان دولت ددوی و
پښتانه که کم همت نه وي جهال
خوشال خان خټک
چې پښتون راته څوک ياد کا
پرې خوشال شم زړه مې ښاد کا
په دې ملک کې نور هر څه شته
خو پښتون ، پښتنې نشته
خوشال خان خټک
خوشال خان خټك وايي:
لېوني شول پښتانه په منصبونو
خدايه ما ژغورې له هسې غضبونو
پښتانه لره لوى عيب دى كه يـې ګورې
چې نازېږي د مغل په لقبونو
شرم، ننـګ، نام وناموس يـې په ياد نه دى
خو ويل كا د منصب د ذهبونو
پښتانه كه جنګ مغل سره په تېغ كا
هر خټك نيسي مغل تر جلبولو
د خټك د ننګ جرګه نه شته خوشاله!
لا وتلى دى له كومو نسبونو
خوشال خان خټک
په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه می مه غواړه مثال
بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړ
گڼړه شعر د پښتو وو غير سال
مگر زه ېې چی گويا په شاعرۍ کړم
پښتانه ېې پوهول ايزد تعال
خوشال خان خټک
پښتنې جونه دې زلفې باد ته نيسي
چې شمال ئې بوي راوړي تر رنتهبوره
خوشال خان خټک
په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبيه کی
پښتو ويل مي عين تر فارسي دی رسولي
له چا نه په پښتو کی ما مېزان ليدلی نه دی
ميرزا په دا زبان کی ويل کړي دي تللي
خوشال خان خټک
خوشال بابا:
دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغل به سره دوست نه شي
خوشال يـې مه وينه دا انعامونه
تفاق په پښــــــتانه كي پيــــــدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پـــــــاره كړ
خوشال خان خټک
هره چاره د پښتون تر مغـــــل ښه ده
اتفاق ورڅخه نه شته ډېــــــــر ارمان
خوشال خان خټک
پښتانه په عقل پوه چې نــــاكس دى
كوټه سپى د قصــــابانو د جوس دى
خوشال خان خټک
پښتانه په توره ښه دي تــــــــر مغلو
كه په پوهه پښتانه واى څه هـــوښيار
خوشال خان خټک
خوشال خان خټك وايي:
په دا هسې وخت كې وخت د نام و ننګ دى
دا بــې نـنــګه پــښتــانــه كــه څه رفـتــار
مـــرګ زمــا پــه پوهه ښه تر دا ژوندون دى
د عــزت ســره چــــې نه وي زيست روزګار
څو دي توان توفيق رســېــږي بيرون مه شه
پـــه هــــر دم د پښتانه له نــنـــګ و نامـه
خوشال خان خټک
چي په نام پښتون غوڅېږي، پرې خوښېږي
اورنـــګزېب هـــسې بادشاه دى د اسلام
خوشال خان خټک
سر يې هورې قندهار بل يې دمغار دی
په دا مېنځ کې پښتانه واړه عبث دي
خوشال خان خټک
په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو
ولې نه شو د يو بله خبردار
خوشال خان خټک
پښتنو ســــــــــره زړه تــــــــور دی د مغو لو
خبـــــر دار ئی پــــــــه نيتونو يک په يک يم
هر پښتـــــــــــــــــون چه د مغولو نوکری کا
که د زده د هغو واړو بهـــــــــــــــــــترک يم
پښتانه لره شړۍ انډ ېرۍ بس ده
نه په فکر د مسند نه د تـــــــــــــــــوشک یم
خوشال خان خټک
خدای دي ورك د پښتنو كا دا درې توكه
يــو بــد جهل، بـل بد نيت، درېـيم نفاق
خوشال خان خټک
که د نظم، که د نثر، که د خط دی
په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
نه پخوا پکښې کتاب و نه ئې خط و
دا دی ما پکښې تصنيف کړل څو کتابه
خوشال خان خټک
مغول بې قدره پښتون بې ننګه
توبه لۀ تورې توبه لۀ جنګه
تسبیح په لاس کښې په نظام پور کښې
ناست په مسجد کښې جمدر تر څنګه
خوشال خان خټک
پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي
ورته ايښے و مغول د حلوا تال دی
نورې واړه تکيې تار په تار خورې شوې
اوس په مېنځ کښې يو کرم د ذوالجلا ل دی
خوشال خان خټک
پارسي شعر مې هم زده سليقه لرم د دواړو
پښتو شعر مې خوښ کړو هر څوک خپل ګڼي ښاغلي
په رمز په مضمون په نزاکت هم په تشبیه کښې
پښتو ويل مې عېن تر پارسۍ دي رسولي
خوشال خان خټک
کاظم خان شيدا وايي:
ما چې دا کلام ادا کړ
نوی طرز مې را پيدا کړ
په پښتو کې ګويا خاص يم
سزاوار د اختصاص يم
شيدا په يوه بل شعر کې داسې وايي:
اهل هند زما په ژبه نه پوهېږي
ورسره اهل ايران و توراني
پښتانه د روه محروم دي له دې فنه
خبر نه دي په بديع په معاني
هغه خلک د منصب د جاه څښتن سول
چی به گرځېدل د نورو پر رشو
درېغه هغه هيبتناک پښتانه څه سول
چی عالم ېې وېرېده له خرخښو
حمزه بابا وايي:
زه حمزه ېې اوس په کومه ژبه پوه کړم
يار پښتون دی په پښتو پوهېږي نه
*****
پلو دې د مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره
زمرۍ غوندې به ګورې شرميدل به پکې نه وي
*****
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون له قافلې سره ځم
*****
وايي اغيار که د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
*****
ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوي د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
*****
وروځې لېمه زلــفې بــاڼـه پښتانه څنګه يو ځای شول پښتانه پښتانه
لــږ مې نــظر تــه هر کلی و وا يه رټــلي نـــه د ي مېلمالنـه پښتانه
زلــفې کــمڅې کمڅې ښــکلا ګــڼمه ولې دي وي خـواره واره پښتانه
خدای ګو چې خپل مرام ته ورسیږي که د خــوشـال په لاره تله پښتانه
امير حمزه شينواری
۱ – پټه خزانه
۲ – د بېنوا ويبپاڼه
۳ – د پښتو وېکېپېډيا
۴ – د عبدالباري جهاني بېلابېلې مقالې
۵ – د اسدالله غضنفر يادښتونه
۶ – خپلې خورې ورې ليکنې
د لرغونو تاريخي او فرهنګي ميرا ثونو ساتنه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
Comments are closed.