ماشوم درختي ته تور لبړ نيولى وو، يوه سترګه ٸې خلاصه او بله ٸې پټه وه، پر پاپړي چپلکو ٸې سپېرې دوړي پرتې وې،درختي ته مي وکتل،څو مرغۍ پکښي ناستي وې.
د دروازې له کغ سره له درختي مرغۍ والوتې، د باغ دروازې ته مي وکتل، ساده ګل په دروازه را دننه سو، غځولي پښې مي را ټولي کړې، شېبه وروسته مي ساده ګل تر څنګ کښېنست.
هغه د سپيني ږيري سړى وو، همېشه به ٸې پر خوله خندا ول، ډېر وخت به د کلي ځوانان او سپين ږيري پر را ټول ول، په ساده ګل به د کلي هر مجلس رنګين وو، د مجلس په منځ کي مي په لومړي ځل ورڅخه داسي پوښتنه وکړل.
_ولي درته ټول خلګ په ساده ګل وايي؟
هغه وخندل، له مخي ٸې د چايو ډک ګيلاس ورپورته کړ، سور سو، له چايو ٸې دوه درې غوړپونه وکړل،ماته ٸې وکتل، لا هم په شونډو کي موسک وو، وروسته ٸې وويل:
_د الاداد زوى واده مي وو، ښار ته په سودا پسي تللى وم، نيمه ورځ مي بازار کي تېره کړل، سودا ډېره وه، د بيرته راتګ په وخت کي ټيکسي ته پورته سوم، کله چي ټيکسي ته پورته سوم، په ټيکسي کي موټروان او د شا په سیټ کي یو سړی چي ښکلي سپیني جامې، سپین بوټان او سپین نوراني مخ ٸي وو ناست ول، زه ٸې هم تر څنک کښېنستم، سلام مي وویلی خو یوازي موټر چلونکي د سلام جواب ووایه.
سړي تر نیمایي لاري داسي رډ رډ راته کتل، اخیر مي پوښتنه ځني وکړل، چي حاجي صیب ددې ځای نه راته معالومیږي؟
سړي د سره په اشاره د هو جواب راکړ.
موټر چلونکي د مخ په هینداره کي ماته وکتل، وٸې ویل:
وروره له چاسره خبري کوې.؟
ما وویل :
ددي حاجي صیب سره!
موټروان یو دم د موټر بیريک ونیوی،د مخ پر سيټ ورغلم، موټروان په حیراني شاته وکتل:
_ کوم حاجي صیب!
ما سړي ته لاس ونیوی:
_ دغه سړی!
هغه ویل:
_ دلته خو کوم څوک نسته ،یوازي ته يې او زه!
ډېر وبېرېدم، سړي ته مي وکتل، هغه زما پر اوږه لاس ونیوی، وئې ویل:
هغه ما نه ویني، زه عزرایل یم، اوس له جنتو څخه راغلم، ستا لپاره په جنت کي ډېر ښکلی ځای تیار سوی دئ، ته د الله یو نېک بنده يې، مخکي ټکر کیږي، زه ستا روح اخلم، هغه جنت ته به دي یوسم.
سړي له جېبه سپین دسمال را وایستی او راته ٸې وویل:
دغه بوی کړه، روح به دي په اساني واخلم .
زه هم د جنت په اورېدو خوشحاله سوم، دسمال مي پزي ته نږدې کړ، او ښه مي بوی کړ، ښکلی بوی ٸې وو، نور په ځان نه یمه پوه سوی، کله چي په سد سوم، نه جنت وه، نه زما ګاڼې او نه په جیب کي یوه پیسه، کلي ته نږدې په یوه لار کي پروت ومه، پوه سوم چي ټيکسي والا او هغه سړی دواړه غله ول.
کله چي مي کليوالو ته دا کيسه وکړل، له هغې ورځي ټول راته ساده ګل وايي.
له دې خبري سره ما او ساده ګل دواړو په يوه صلاح وخندل، سور سو، ماشوم ته مي وکتل، د لبړ ساختي ته ٸې بل ډبره ور اچول، له ځان سر بونګېده:
_دا وار يې حتمن ولم…..
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.