په ماشومتوب کي په کلي کي اوسېدلو، هلته مو له خاورو خړ پړ ساده کور او ژوند وو، کور ته نژدې مو يوه لويه کلا وه، چي ډېره برخه ٸې نړېدلې او له منځه تللې وه، فقط څو دېوالونه او څو خوني پکښي روغي پاتي وې، ټول کليوال په دې عقيده ول، چي هلته بلاګاني اوسيږي، موږ ماشومان به په همدې خاطر هغه ځاى ته نژدې نه ورتلو او د ماښام تر لمانځه وروسته به له کوره نه وتلو،کله کله چي به مو په کور کي هم شيطاني وکړل، مور به مو همدا راته ويل:
که مو بل ځل شيطاني وکړل، د کلا بلاګانو ته مو ور اچوم.
موږ به له همدې بيري شيطاني نه کول، او د شپې به هم له بيري څخه په مور پسي موښتي وو.
زما ښه پياد دي، زه چي به هر سهار له کوره له نورو ماشومانو سره د بازۍ لپاره وتلم له موره به مي اجازه اخيستل، مور به مي د اور نغري ته ناسته وه، په نغري کي به ٸې وچو خاشو ته ور پو کړل، له نغري څخه به سره لمبه پورته سول، مور به مي يو ګړی ټوخېدل، سترګي به ٸې له اوښکو ډکي سوې، چي طبیعت به ٸې سم وو، اجازه به ئې راکړل او له اجازې سره به ٸې همدا راته وويل:
کلا ته نږدې مه ورځى، همدلته نږدې بازۍ وکړى، او بيرته پر وخت راسى، کنې بلاګاني به مو غلا کړي او وبه مو خوري!
يو سهار مو کلا ته نږدې تر يوې درختي لاندي بازۍ کولې، په بازۍ،بازۍ کي مو له ټوکرانو جوړ ګين(توپ)کلا ته واوښتى، ټولو هلکانو ماته وکتل، ځکه زه له ټولو غټ وم، هر کله چي به ګين کم ځاى ته واوښتى، زه به پسي ور اوښتم، خو دا ځل مي انکار وکړ او ماشومانو ته مي ورياده کړل; چي په کلا کي بلاګاني دي او موږ مور او پلار له دغه ځايه منه کړي يو، خو ټولو ماشومانو په خندا کي را غبرګه کړل، چي بلاوي خو د شپې له خوا وي، د ورځي نه.
ما ډېر ټينګار وکړ، خو د دوى خبري او پېغورونه راباندي زورور سول، زړه نا زړه د کلا يو ړنګ دېوال ته ورنږدې سوم، دوو ماشومانو د لاسونو ګوتي سره ورويستې ، دېواله ته ٸې پورته کړم، شېبه وروسته د کلا پر دېواله ناست وم، له هغه ځايه مي شا او خوا وڅارله، خو توپ مي پيدا نه کړ، مجبوره سوم لاندي ورتا سوم.
په کلا کي مرګونې خاموشي خپره وه، نور هيڅ نه تر سترګو کېدل، فقط د کلا په منځ کي څو ،ړنګي کوټي ښکارېدې.
سر مي لاندي ځړولی وو، په ګين پسي مي کتل، له کښ سره به مي له وهمه ډکي سترګي يو اوبلي خواته ولغړولې.
ستړى سوم، خو توپ مي پيدا نه کړ، ما لا په ګين پسي کتل چي يو ضعيفه او کوچنى اواز مي واورېدی:
_په دې پسي ګرځې؟
ژر مي شاته وکتل، شاته مي کوچنۍ ماشومه چي کش توري کړي سترګي، اوږده خيرن ورېښتان، له خيرو ډک اوږده نوکان او شکېدلي جامې ٸې په تن وې ولاړه وه،لاس ٸې زما خواته اوږد نيولى وو، په لاس کي ٸې ګين وو، په بل لاس کي ٸې له ټوکرانو جوړه نانزکه وه. چيغه مي کړل:
بلاااا!
د کلا پر دېوال مي ور وځغستل، د بيري کار وو تر دېوال په اوښتو نه يم پوه سوى.
ټول ماشومان زما د حال په ليدلو حيران سول، ما هغوی ته د کلا د بلا په اړه وويل، خو ما لا خبره نه وه پوره کړې چي له ټوکرانو جوړ توپ مو تر څنګ ولوېدی، ټولو توپ ته حيران حيران کتل، توپ ته ورټيټ سوم، را پورته مي کړ، هم هغه زموږ توپ وو، يوه ماشوم په خوند وويل:
کېداى سي هغه مربانه بلا وي.
نورو هيڅ ونه ويل، ټول بېرېدلي وو، کورونو ته ولاړو.
بله ورځ مي هغه انجلۍ چي کلا کي مي ليدلې وه، د کلي په بازار کي وليدل، په ونه جګ ړوند سپين ږيرى ٸې تر لاس نيولى وو، د سپين ږيري پر سترګو توري عينکي او په لاس کي ٸې لکړه وه، هر دوکان ته به ٸې د خير لاس ورغځاوه.
زه بازار ته په بورې پسي تللى وم، بوره خرڅوونکي ته مي ورياده کړل:
هغه انجلۍ او سپين ږيرى څوک دي؟
هغه د بورې کڅوڼي ته غوټه ورکړل، بوره ٸې ماته ونيول، وروسته ٸې انجلۍ او سپين ږيري ته وکتل:
_فقران دي، فقر ټولوي.
څه مي ونه ويل روان سوم،ماخستن مي پر سترخان له پلاره پوښتنه وکړل.
_ابا، فقران بلاوي دي؟
هغه وخندل،په کاسه کي ئې د شوروا وروستۍ ګولې ته ګوتي سمي کړې، وروسته ٸې په ډکه خوله وويل:
_يا زويه! فقران ډېره مهربانه او بې ازاره خلګ دي، موږ بايد له هغو سره مرسته وکړو او دعاوي ٸې يوسو.
د پلار له دې خبري سره مي زړه ډاډه او بېره مي ختمه سول.
سهار په لوى زړه د کلا پر دېواله ور پورته سوم، ټولو ماشومانو ماته حيران حيران کتل، د کلا له دېواله مي لاندي کلا ته وکتل،د کلا په منځ کي مي هم هغه انجلۍ او سپين ږيرى وليدل چي يوې ړنګي کوټې ته ننوتل، د کوټې پر مخ توره زړه پرده ځړېدل،شېبه وروسته له کوټې دوه ماشومان او يوه پخه ښځه راووتل، ښځي د کوچنيانو مخ او لاس ومينځل.
هغه وخت زه پوه سوم، چي هلته بلاوي نه بلکي يوه غريبه کورنۍ اوسيږي، او د بلاوو خبره هسي يوه افسانه ده، چي زموږ مور او پلار موږ په بېرولو او د هغوى مور او پلار بيا دوى په دې خبرو بېرولي وه، ځکه ټول کلى په دې عقيده وو چي هلته بلاګاني اوسيږي، خو موږ دا بېره ختمه کړل، په پټه به ټول ماشومان کلا ته ور اوښتلو او هلته به مو له د کلا د انجلۍ او وروڼو سره ٸې لوبي کولې، کله کله چي به مو مور د کلا په بلاګانو بېرولو موږ به پټ پټ خندل خو څه به مو نه ويل.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.