د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا شمېر د سېشنبې په ورځ د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي له خوا وړاندې شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې له ایران سره د دغه هېواد د جګړې ټول لګښت تر اوسه ۲۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۴ میلیارده ډالر زیاتوالی ښيي. د رویټرز د راپور له مخې، دا معلومات د سېشنبې په ورځ د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي له خوا کانګرس ته وړاندې شول.
د پنټاګون د مالي چارو سرپرست ژول هرسټ په کانګرس کې یوې ناستې ته ویلي چې دا لګښتونه د پوځي عملیاتو، د تجهیزاتو د رغونې او د نویو وسایلو د ځای پر ځای کولو لګښتونه رانغاړي.
هغه د دفاع وزیر په ګډون د لوړپوړو پوځي چارواکو په حضور کې ټینګار کړی چې د لګښتونو ارزونه لا هم روانه ده او نوي معلومات به وروسته شریک شي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پنټاګون د اپرېل په ۲۹مه هم ویلي وو چې د دې لګښتونو کچه ۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
تر اوسه روښانه نه ده چې دا شمېرې پر کومو معیارونو محاسبه شوې دي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.