ماشومان او د لومړۍ ژبې زده کړه
ژبپوهنې په علم کې یو اړین او جادويي څېړنه د ماشوم د ژبې زده کړه ده. د دغې موضوع تاریخ حد اقل میلاد څخه مخکې اوومې پېړۍ ته رسېږي. هغه وخت سامتیخوس د مصر فرعون، د دوو ماشومانو د ژبې پوهېدو لپاره چې هغوی یې په خپله زده کوي یا نه؛ امر وکړ او وې ویل چې دوی په یوازې او ګوښه ځای کې وساتل شي. فرعون دا هیله درلوده، چې د هغو دوو ماشومانو خبرې د ژبې د اساس او بنسټ په اړه څه په لاس ورکړي. نو پېښه داسې شوه چې شپانه ښځه او مېړه ته د ماشومانود لویولو دنده ورکړل شوه او هغوی ته داسې وویل شو چې له ماشومانو سره دې خبرې نه کوي ( ګونګیان په څېر اوسي). وروسته له څو کلونو ولیدل شو چې ماشومان د (be) کلمه ادا کوي، فرعون داسې پایله ترلاسه کړه، چې د انسانانو اصلي ژبه فریګیایي ده. ځکه د ډوډۍ کلمه په دغه ژبې کې(bekos) ده. دا د تعجب ځای نه ده؟ هغه ماشومان چې د پسونو ترمنځ لوی شوي وي د (be) هجا تولید کړي.
له نېکه مرغه هغه وګړي چې له دې برخې سره مینه لري، باید وویل شي چې د فرعون له وخته ترننه ژبې ډېره وده کړې او ژبپوهان توانېدلي چې له بېلابېلو څېړنیزو لارو ګټه واخلي او د ژبې په اړه ګټورې څېړنې رامنځته کړي.
د ژبې زده کړه
ماشومانو د ژبې زده کړه لږه غولوونکې ده. په حقیقت کې هغه څه چې زده کېږي هغه د ژبې جوړښت دی د قواعدو ټولګه چې وګړو ته د دې ځواک ورکوي څو په یوې ژبې خبرې وکړي نو پر دې بنسټ ژبنۍ وده او ژبنۍ سپړنې یوبل سره نېغ په نېغه اړیکې لري. ژبپوهان د دې لپاره چې ماشومان خپل د ژوند په لومړنیو کلونو کې هغه قواعد او مقولې زده کوي، د پوهېدو لپاره وینا پېژندنې، نحو او نورې برخې په څېړلو بوخت دي.
حد اقل دوه لاملونه شته، چې دا ومنو د ژبني وړتیاوو ودې لپاره د جوړښت او قواعدو زده کړه اړینه ده، نه د کلمو او جملو زده کړه.
لومړی دا چې دژبې د زده کړې بالغ ویونکي کولی شي، چې ډېرې نوي جملې تولید او درک کړي. دا به هغه وخت شونې وي، چې د قواعدو او جوړښتونو یو منظم او بشپړ نظام موجود وي؛ چې وشي کولی په نوي جوړونې کې ترې ګټه واخلي نو څرګنده ده، چې د ژبې زده کړه د دغو قواعدو مستلزم دی.
دویم لامل د دې ثابتولو لپاره چې ماشوم قواعد زده کوي یا د هغه خپل په وینا کې شته دي ، د بېلګې په توګه ماشوم چې کله انګلیسي ژبه زده کوي، د دې پرځای چې د تېر مهال ټولې بڼې زده کړي، یو کلي قاعده زده کوي(ed) د فعلونو په پای کې اچوي او مخ ته ځي نو دغه مسله په وروستیو بحثونو کې ښه واضع کېږي.
لارې چارې
ژبې د زده کړې په اړه ډېرې څېړنې بشپړ تیايي پدیدو پورې اړه لري. په دغو پدیدو کې د ماشوم فکر، حدس او ګمان د ژبې ځانګړي جوړښتونو کې شامل دي، چې د ماشوم بېلابېلې ستونزې، برلاسي او ترتیب د ژبې بېلابېلو جوړښتونو په اړه ده. هغه پوهان چې له دغو مسایلو سره کار لري؛ له دوو اصلي لارو چارو څخه ګټه اخلي طبیعي لیدنه اوبل تجربه. دواړه لارې د ژبې د زده کړې د ماهیت په اړه په بېلابېلو طریقو ارزښتمند مالومات ورکوي.
طبیعي لار
په طبیعي لار او طریقه کې څېړونکي د ماشوم فی البداهه کلامي کړه نظر لاندې نیسي او ثبتوي یې. د طبیعي لارې کې څېړونو یو لاره د ورځنیو یادښتونو مطالعه ده، چې د ماشوم مور او پلار یې د ماشوم د ژبې پرمختګ په اړه هره ورځ په کتابچې کې لیکي. د یادښتونو د مطالعې په بل ډول، یو روزل شوی څېړونکی ونډه لري، چې په منظم ډول( شاید هم دوه اونۍ ترمنځ یوساعت، ترپنځومیاشتو) ماشوم سره په یوازیتوب کې وګوري او د هغه ځيني خبرې ثبت کړي. په دواړو مسالو کې، هغه لړۍ کې چې د ماشوم وینا رامنځته کېږي، هغه توکیو سره چې لوبې کوي، هغه انځورونو ته چې ګوري او داسې نور هرڅه لیکل کېږي.
تجربي لاره
په تجربي مطالعاتو کې، څېړونکي له هغه لارو څخه ګټه اخلي، چې په هغه کې ژبې د مطالعې او څېړنې پورې اړوند مسایل وویل شي. وروسته له هغه څخه د ماشوم کړو له مخې یوه فرضیي ګرامري نظام جوړوي. په تجربي لارې کې هغو لارو څخه ګټه اخیستل کېږي، چې د ماشوم د مفهومونو درک، تولید او پېښې( تقلید) وازمایل شي. هغه لاره چې ماشوم د مفاهیمو د درک ځواک ازمایلو لپاره کارول کېږي، هغه دا دی، چې د لوبو ډېر توکي هغه ته ورکوي او له هغه غواړي، چې د (لارۍ) کلمې مانا چې د موټر لخوا ویل شوی، په عمل کې وښايي. یانې په بله لاره چاره کې د سوال او ځواب له مېتود څخه ګټه اخیستل کېږي، چې په هغه کې یوه جمله ماشوم ته وايي، لکه:احمد محمود سره هوډ کړی چې کورته لاړشي، وروسته له هغه څخه پوښتنه کوي، چې څوک کور ته ځي؟ په دواړو حالاتو کې، د ماشوم ځوابونه دا ښکاره کوي، چې څه ډول ګرامر د مفاهیمو د درک اوپوهېدو لپاره کاروي.
په یو عادي ازموینې کې د تولید په وخت، ماشوم ته یو انځور ښکاره کوي او له هغه څخه غواړي چې دې انځورپه اړه خبرې وکړي. که څه هم تولیدي لارې د کلمو ټولولو لپاره ګټورې دي، ډېرداسې جوړښتونه شته، چې د هغه ویل مشرانو ته ستونزمن کار دی. له دې سره هم د ماشوم ځواک د جملې تر تولید څخه د ژبې پوهېدو کې پرمختللی دی، تولیدي لاره شونې ده، چې د ژبې د ودې په اړه په محافظه کارانه بڼه یو څه لاس ته ورکړي.
تولیدي او ادراکي ازموینې دواړه له تقلیدي لارې سره کارول کېږي. شونې ده داسې فکر وکړئ چې پېښې(تقلید) خو ډېراسانه ده، مګر داڅرګنده شوې، چې ماشوم د جوړښتونو تکرار د هغه پوهه د جوړښتونو په اړه ښکاره کوي او ماشوم هغه څه په سمه توګه نه تکراروي، چې پرې بشپړ برلاسی نه وي. همدې لپاره هغه ماشوم چې د (be) مرستندویه فعل نه وي زده کړی نو د مور خبرې کوي (mommy is talking) جمله د (mommy talking) جملې په بڼه تکراروي. ژبپوهان او ارواپوهان، له طبیعي لیدنې او تجربي لارو څخه په ګټې اخیستو سره، ژبې زده کړې او مطالعې کې ډېرپرمختګونه کړي دي.
ماشوم: پلاره هغه یوه بله قاشوقه غواړم.
پلار: موخه دې دا ده، چې بله قاشوقه غواړې.
ماشوم: هو زه هغه یوبله قاشوقه غواړم.
پلار: کولی شې چې ووایې بله قاشوقه .
ماشوم: هغه یوه بله قاشوقه.
پلار: ووایه بله.
ماشوم: بله
پلار: قاشوقه
ماشوم: قاشوقه
پلار: بله قاشوقه
ماشوم: بله… قاشوقه. اوس هغه یوه بله قاشوقه ماته راکوې؟
په دغې پېښې کې د لومړۍ ژبې زده کړه د سرعت له مخې د پام وړ ده، ماشوم ښوونځي ته په ننوتو سره کولی شي، چې په بشپړه توګه له ژبې څخه ګټه واخلي او هغه وکاروي. دغه کار د اړیکو په درلودو سره تر سره کوي، چې بل هېڅ ژوی یا کمپيوټر یې نه شي کولی. د زده کړې سرعت او دهغه عملي اوسېدل پرته له ټاکل شوي دستورالعمل څخه چې ټول چاپېریال کې شته دی. په پای کې داسې انګېرل کېږي چې د ماشوم په خټه کې د ژبې د زده کړې مورنۍ پیدایښت څخه یو وړتیا وي. کولی شو چې دغه د انسان د( ژبنۍ وړتیا) په نوم و نوموو؛ هغه وړتیا چې یو ډالی په توګه هر ماشوم ته ورکړل شوی؛ خو هر څنګه چې وي دغه وړتیا په یوازې توګه بسنه نه کوي.
اصلي اړتیاوې
د ماشوم د ودې په وخت، د ژوند په لومړیو دوو او درېو کلونو کې، د ژبنۍ وړتیا د فعاله کولولپاره، د یوځانګړې ژبې (انګرېزي)، ددې ژبې له اصلي ویوونکوسره د ویناوو ادلون بدلون ته اړتیا لري.
هغه ماشوم چې نه اوري او یا هم هغه ته د ژبې د کارولو حق نه ورکول کېږي، هېڅ ژبه به زده نه کړي. یوه ژبه چې یو ماشوم زده کوي؛ دا ژبه هغه ته په جنتیک بڼه په ارث نه رسېږي بلکه هغه د ژبې په یوځانګړي چاپېریال کې زده کېږي. نو په دې وخت کې ماشوم باید په جسمي توګه د یوې ژبې د غږونو دلېږد او اخیستلو وړتیا ولري.
ټول ماشومان د ژوند په لومړیو کلونو کې ځيني غږونه لکه(cooing او babbling) تولیدوي، خو هغه ماشومانو کې چې له موره کاڼه پیدا دي، دا کار وروسته له شپږو میاشتو وردرېږي. نو په دې توګه ماشوم له دې سره چې پر یوې ژبې خبرې کوي، د هغې ژبې اورېدو وړتیا هم ولري، خو یوازې د غږونو اورېدنه بسنه نه کوي، ځکه داسې ویل شوي چې یو ماشوم له عادي اورېدو او له کاڼه مور او پلاره سره چې هغه یې د رادیو او تلویزوني خپرونو ته کېنوه؛ ونه شو کولی چې پر انګرېزي ژبې خبرې وکړي او یا هم پرهغه پوه شي. هغه څه چې په درې کلنۍ کې دغه ماشوم وشو کولی زده کړي هغه امریکايي اشاريي ژبه وه ،چې خپل مور او پلاره سره یې کاروله.
نو داسې انګېرل کېږي، چې د ژبې په زده کړې کې اصلي اړتیا دا ده، چې ژبنۍ راکړه ورکړه له نورو سره وشي.
د ژبې د زده کړې د وخت پړاوونه
ټول عادي ماشومان، پرته له دې چې بېلا بېلو فرهنګونو ته پام وکړو، د ژبې زده کړه تقریباً په یو وخت کې پیلوي او دغه زده کړه به اصولاً د زده کړې په مشابې وخت کې تر سره شي؛ کولی شو همدا مساله د ناستې، ولاړې، لاره تګ، له لاسونو څخه ګټه اخیستو او ډېر نور جسمي فعالیتونو لپاره مطرحه کړو. نو ویلی شو، چې د ژبې زده کړې کې د وخت پړاوونه هم لکه د حرکتونو او مهارتونو بشپړتیا په څېر چاپېریالیز منبع لري . ځيني په دې باور دي، چې دغه د چاپېریال پېژندنې زماني پړاوونه ماشوم د مغز بشپړ ودې سره ټینګې اړیکې لري.
که د چاپېریال پېژندنې یو پروګرام د ژبې د زده کړې بنسټ وي، نو دغه پروګرام به د ماشوم د ټولنیز چاپېریال د متقابل اغېزو پر عواملو ټينګار کوي. کولی شو هغه ماشوم تصور کړو، چې ژوند د لومړنیو کلونو په بېلا بېلو پړاوونو کې وشیي کولی چې د ژبې بېلابېل ورکړې وپېژني. هغه څه چې وروسته له زده کړې ورته اړتیا لري. ژبې د ورکړو موندنه ده چې د هغه په مرسته د یوې ژبې ځانګړي قواعد پیدا کړي. د دې نظریې پر بنسټ، ماشوم ته د داسې موجود په سترګه کتل کېږي چې ژبه په فعاله بڼه، هغه د قواعدو په لاس ته راولو سره له هغه څه چې اوري زده کوي او وروسته هغه قواعد خپل په وینا کې عملي کوي.
څو مناقشې
موږ په خپل بحث کې د لومړي ژبې د زده کړې اصلي اړتیا او دخیل پروګرامونو ته نغوته وکړه. هغه کسان د بحث وړ دي، چې د ماشوم ژبې په اړه مطالعه او څېړنې کوي؛ د بېلګې په توګه څېړنې دا جوته کوي، چې د ماشوم لومړی چاپېریال له یو فرهنګ څخه بل فرهنګ ته بدلون کوي؛ په پای کې به د څېړنې پایله داسې وي، چې د انګلیسي ژبې متوسط ویوونکو فرهنګ له نورو فرهنګونو سره ورته والی ونه لري. همداسې اړینه مبارزه د ذاتي اوسېدلو په اړه روانه ده. د نوام چامسکي(۱۹۸۳م) په عقیده باید ژبنۍ بشپړتیا د ژبنۍ ودې په نوم ونوموو؛ ځکه ژبنۍ غړي هم د بدن نورو غړیو په څېر وده کوي. دغه نظریه ظاهراً هغه ارزښت چې نور یې د ماشوم د ژبې په بشپړتیا کې چاپېریال ته ورکوي، نه ورکوي او د هغه په نظریې کې د نزاع وړ بحث دا دی، چې بشر د ژبې زده کړې اړتیاوې تر کومې کچې به په جنیتک بڼه له پخوا څخه ټاکل شوي وي.
د بحث وړ بله موضوع دا ده، چې د ماشومانو ژبې د تولید په اړه کومه نظریه ولرو. د بېلګې په توګه د یو ژبپوه د ماشوم په وینا کې د وینا ټاکلي نحوي واحدونو پر ستاینې ټينګار کوي،خو د یو ماشوم لید لوری د هغه څه په اړه چې په بېلا بېلو پړاوونو کې یې اوري او وايي، شاید د بېلو واحدونو پر بنسټ وي؛ د بېلګې په توګه دا وینا dukedaet شاید یو منفرد واحد وي، خو د فعلونو د زده کړې یو لېوال څېړونکي ته درې بېلو واحدونو (look at that) کې وشمېرل شي.
د ښوونکي وینا
په عادي شرایطوکې په ټولنو کې، مشران په کور کې له ماشومانو سره د متعارفو کړو سره د ژبې په زده کړې کې مرسته کوي. مشران( مور، پلار، انۍ او نیکه) ماشومانو ته د لویانو په څېرغږ نه کوي او داسې جملې، لکه: احمد محمدي وايي ایا شونې ده، چې موږ په اسټاک مارکېت کې پانګه اچونه وکړو یا به غلې دانې به غوره پایله ولري؟ نه کاروي بلکې ساده او اسانه بڼه کاروي.
د وینا هغه بڼه( سبک) چې ساده او اسانه شوې وي اویو نفر یې د ډېرمودې لپاره له یو ماشوم سره د ویناوو ادلون بدلون لپاره وکاروي؛ د مربي ( ښوونکي ) وینا په نوم یادېږي. د دغه ډول ویناوو له ځانګړنو څخه یو هم شا په شا سوال کول دی، چې ډېروخت په اب وتاب سره د جملې په اهنګ کې ادا کېږي. دغه ډول وینا، د ژبې د زده کړې په لومړي پړاوونو کې د ماشوم ویناوو ته یو رنګي بخښي. دغه بڼې او ساده شوي کلمې لکه، tummy او nana دي، یا هم هغه کلمې د غږونو له تکرار څخه په چاپېریال کې د ماشوم په خوا او شا کې شته منځته راځي، لکه: choo – cho poo – poo, wawa.
په یوه لړۍ کې د ښوونکي وینا له اېښودلو څخه یو مکالمه رامنځته کېږي، چې د ماشوم د ادلون او بدلون لپاره ځانکړی کېږي. دا هغه وخت وي، چې ماشوم نشي کولی په مکالمې کې ونډه واخلي. که د یو مورخبرې له خپل دوه کلن ماشوم سره داسې وګڼو چې په دې مکالمې کې دونفره ګډون لري، نو دغه ډول جوړښت به ترلاسه شي.
مور: دغه هم ستا د چایو پیاله
ماشوم: ( پیاله پورته کوي)
مور: ته هغه سم څښې
ماشوم: ( ماشوم داسې ښکاره کوي چې څښي)
مور: ښه دی کنه؟
ماشوم: ( تصدیق کوي)
مور: مورهم خپل چای څښي؟
ماشوم: ( تصدیق کوي)
مور: زه هم خپل چای څښم
ساده جوړښت او بیاځلي ویل د ښوونکي د ویناوو ځانګړتیا ده. که یو ماشوم په رښتینې بڼه د یو نظام دغږونو برنامې جوړښت او کلمو د ترکیب په پړاو کې وي، دا بڼې چې مشرانو سره د ویناوو ادلون او بدلون څخه رامنځته شوي، کولی شي، چې یو ښه لارښوونکی د اصلي جوړښتونو لپاره وي. د هغه ماشوانو خبرې، چې په منظم ډول په ویناوو کې ګډون کوي، بدلون کوي او هر څومره چې ماشوم ډېر خبرې وکړي وینا یې لا غوره کېږي. د ژبې په زده کړې کې څو پړاوونه پېژندل شوي دي.
د ژبې تر زده کړې مخکې پړاوونه
ماشوم د زېږدو سره خپل په چاپېریال کې له ډول ډول اوازونه سره مخ کېږي، هغه مخکې له دې چې زده کړه پیل کړي، باید ژبني غږونه له غیرژبني غږونو سره توپیر کړي. دغه ځواک ان د زېږدو پر وخت هم وي؛ ځکه ماشوم د انسانانو غږونو ته د نورو غږونو پر واړندې بېل ځواب ورکوي. ماشوم په دوه میاشتیني کې کولی شي د مور غږ وپېژني، د غږونو د توپیر ځواک په ماشوم کې همدا وخت رامنځته کېږي.
ژبې څخه مخکې اوازونه، ماشوم د ژبې زده کړې لومړني پړاوونه دي چې هغه دا اوازونه babbling او cooing جوړه وي. د زېږېدو څخه ترلس میاشتې پورې، ماشوم اوازونو په ودې کې د تولید درې برخې پېژندل شوي دي.
د پېژندنې وړ لومړني غوږنه، د cooing غږونه دي، چې په تولید کې یې نرم تالویزغږونه(g) او( k) او هم (i) او(u) واول غږونه لیدل کېږي. دغه اوازونه چې تر درې میاشتې پورې اورېدل کېږي، دمور او پلار له اوازونو سره توپیرلري.
په شپږ میاشتني کې، ماشوم کولی شي، چې کېني او یو شمېر سولېدونکي پزیز غږونه تولید کړي. د دغه پړاو غږونه babbling نوموي، چې ممکن هجا ډوله غږونه، لکه daاو muهم پکې شامل وي. وروسته له دغه پړاوه یانې په نهه میاشتني کې، د ترکیبونو په تولید کې اهنګ لرونکي بڼې لیدل کېږي. کله چې ماشوم ولاړېږي، یانې لسو څخه تر یوولسو میاشتو کې غږونو جوړولولپاره خپل ځانګړی حالات او پام څرګندوي. د babbling دغه نوی پړاو تر ډېر حده له غږونو سره لوبې اود پېښې سره مل وي. ځينو ارواپوهانو ویلي، چې دغه د غږ جوړونې پړاو «ژبې څخه مخکې» پړاو د ماشوم وینا ټولنیزونډې د منلو لپاره چمتو کوي؛ ځکه موراوپلار د ماشوم babbling غږونوپر وړاندې، که څه هم یو له بل سره جوړ جاړی ونه لري، داسې چلند کوي، چې دوی د ماشوم په ټولنیز ادلون بدلون کې ونډه لري.
دلته باید یو احتیاطي ټکی بیان کړم. هغه وګړي چې د ماشوم د ژبې په اړه څېړنې کوي، د ماشوم د عمر په اړه ځانګړی پام او دقت ښکاره کوي. هغوی دې موضوع ته د ډېر پام سره داسې نغوته کوي، چې ماشومانو ترمنځ، به هغه کلنو کې چې ژبې د ودې ځانګړي نښې څرګندېږي، اړین توپیرونه شته دي؛ نو پر دې بنسټ « ترشپږ میاشتني» او یا هم تر«لس میاشتني» پورې عبارتونه ماشوم د ودې تقریبي عبارات وګڼو، چې په بېلابېل ماشومانو کې سره توپير لري. سربېره پر دې هغه وخت چې موږ د یوکلي توجه د تقریبي ودې لپاره هڅه کوو، نو وګړیزتجربې هم باید د څېړنې وړ وګرځوو .
یو کلمه یي جملې پړاو
له دولس څخه تر اته لس میاشتې پورې د ماشومانو په ویناوو کې یو یو یانې بېلې بېلې کلمې ډېرې لیدل کېږي. لکه څنګه چې څرګنده ده، دغه پړاو ته «یو کلمه يي» پړاو وايي؛ ځکه په دغه پړاو کې په ورځني ژوند کې چې ماشوم هرڅه وایي، هغه لپاره یو یو کلمه کاروي، لکه شيدېmilk ، کلچهcookie، پشکهcat او پیالهcup. Asae مساله هغه وخت منځته راځي، کله چې ماشوم د (what is that دا څه شی ده) عبارت پر ژبه راوړي؛ نو دلته بیا د یو کلمه يي عبارت غلوونکی وي. د «یو واحد» یا « واحد- بڼه» اصطلاحات به دقیق نظر ته رسي، که باور لرو چې ماشوم دغه اصطلاحات د عبارت یا جملې په بڼه کاروي، هغه وخت کولی شو چې د یوکلمه یي جملې اصطلاح ( یو واحد بڼه چې د عبارت یا جملې پرځای عمل کوي) وکارو.
ماشومان ډېر وخت یو واحد بڼه د شیانو نومونې لپاره کاروي، لکه چې ماشوم کولی شي، د خوب یو تش تخت څخه چې تل پرې د ده خور ویده کېږي، د خور نوم استنباط کړي؛ حتی هغه وخت چې خور یې هم هلته نه وي. د دغه دورې په جریان کې، احتمالاً ماشوم ځيني شیان ونومولی شي، خو ددې ځواک نه لري، چې بڼې د یوبل ترڅنګ کېږدي او پېچلي عبارات رامنځته کړي. دا څرګنده ده، چې دا یوه لویه هیله ده، هغه هم له هغه چا څخه چې په لاره تګ کې تیندکونه خوري او زینو کې مخکې کې وروسته کېدو سره ښکته کېږي.
دوه کلمه يي پړاو
د یو کلمه يي پړاو څخه څو میاشتې وروسته د دوه کلمه يي پړاو پیلېږي. دا مشخصه نه ده، چې ماشوم په دغه پړاو کې د نوم، فعل او صفت مقولې زده کړي وي یانه.
دغه پړاو، دې پورې اړه لري چې کوم موارد، د دوو کلمو رامنځته کېدوکې بېلوالی راوړي، کېدای شي چې دغه پړاو له اتلس څخه تر شل میاشتني پورې پیل شي. کله چې ماشوم دوه کلن شي، بېلابېل ترکیبونه لکه: مور وخوړه mommy eat، cat badبې تربیه پیشکه او دماشونو لاس ګډای baby chair د هغه په وینا کې څرګندېږي. د لویانو تعبیر له دغه ترکیبونوڅخه، د ترکیبونو جوړښت پورې اړه لري؛ لکه بېلابېل جوړښتونو پر بنسټ د baby chair عبارت یو ملکي عبارت دی، دا د ماشومانو لاس ګډای دی (this is baby’s chair)، یو غوښتنه ماشوم خپل په ځای کې کېنوه(put baby in chair) یا هم یو خبري جمله ماشوم په خپل ځای کې دی(baby is in the chair) په توګه وګڼو. د دغو ترکیبونو پر بنسټ اړیکو څخه د ماشوم موخه، هرڅه وي، د کارمثبته پایله دا دی، چې مشران ورسره داسې چلند کوي، چې اړیکه ټینګه شوې ده، بلکې یو غبرګون سره هم مخ کېږي او دا ښايي چې د هغه وینا مثبته پایله درلوده. ماشوم په دوه کلنۍ کې د کلمو یو فهرست لري، چې تر پینځوسو کلمې پکې وي.
تلګرافي وینا
له څومیاشتني پړاو وروسته چې د ماشوم وینا پکې یو کلمه يي او دوه کلمه یي جملو پورې محدوده وه، بل ګرامري پېچلی جوړښت پیلوي، چې تلګرافي یا څو کلمه يي وینا ورته وايي.
ماشوم له دوو څخه تر درې کلنۍ پورې داسې خبرې کوي، چې په څو کلمه يي وینا یې وېشلی شو. نور نو د دغه زنځير ځانګړنه په کلمو کې نه ده، بلکې د کلمو د بڼو په جلاوالي کې دی، چې لږ لږ ښکاره کېږي. دغو بڼو په لړۍ کې داسې کلمې کارول شوي، چې له ټولو څخه جالبه دي. مخکې له دې څخه یو بل پړاو شته، چې تلګرافي وینا یې نومولې ده. د دغه وینا ځانګړنه، قاموسي یو کلمه يي زنځيرونه د دغوعباراتوپه بڼه، پیشو شیدې وڅښل this shos all wet cat drink milk، دا بوټان خیشته دي Andrew want ball اندرو توپ غواړي، دي. تر دغه پړاوه ماشوم خپل ځان کې د جملې جوړونې ځواک رامنځته کړي او کولی شي بڼې د یوبل ترڅنګ منظمې کړي.
په همغه حال کې چې دغه تلګراف ډوله وینا تولیدېږي، ځيني ګرامري تصریفونه په ځینو کلمو کې څرګندېږي او د(in, on) ساده اضافه حروف هم ښکاره کېږي. په دوه نیم کلنۍ کې د ماشوم کلمې په چټکتیا وده کوي او ماشوم عملاً ډېرې خبرې کوي. د ماشوم ډېر بدني کړه لکه منډې وهل، ټوپونه هم په دغه پړاو کې عملي بڼه خپلوي. په درې کلنۍ کې، د هغه کلمې سلو ته رسېږي او د تلفظ بڼه یې د مشرانو په ډول کېږي، داسې چې باید نور نو د هغه خوا او شا وګړي دا ومني چې دغه کوچنی موجود هم خبرې کولای شي.
د یادولو اړین پړاوونه
د ژبې په اړه ماشوم د پوهې له پراختیا سره، ټول داسې انګېري چې ژبه یو ډول نه یو ډول ماشوم ته ور زده کېږي. په ښکاره بڼه ماشوم خپل په کړو سره دغه نظر ناسم څرګنډوي. اکثره ماشومانو ته هېڅوک په یو ځانګړي ژبې خبرې کول او د هغه جوړښت نه ور زده کوي. موږ باید د ماشوم کوپړۍ د یو کوچني او تش صندق په څېر ونه ګڼو چې په وار سره له کلمو او عبارتونو ډکېږي. یو رښتینی نظر دا دی چې ماشومان په اوسني ډول د ژبې څخه د ممکن لارو ګټې اخیستلو کې دخیل ګڼي، داسې حال کې د ماشومانو د ژبې تولید د جوړښتونو ازموینه ده، د دې لپاره چې د هغه سم او یا ناسم ومومي. دا چې ماشوم ژبه تل د لویانو څخه په تقلید او پېښې کې زده کوي، یو نا احتمالي نظر ته رسي.
دا یقیني ده، چې ماشوم د لویانو د ویناوو پېښې کوي او په دغه پړاو کې د هغوی ډېرې کلمې اخلي، خو داسې عبارتونه د ماشومانو په وینا کې لیدل کېږي، چې لویان یې نه تولیدوي.
داسې نه ده چې د لویانو« غلطي نیونه» د ماشومانو د وینا د څرنګوالي وټاکي. ډېر لوی او تېرباستوونکي جملې چې لویان یې د ماشومانو د ویناوو جوړولولپاره کاروي، په ظاهر کې یو بې ګټې کار دی. د دغو مکالمو یوه بېلګه پورته راوړل شوې. حتی که د جوړونې دنده په ډېر ځيرکتیا سره ترسره شي، ماشوم د سمې بڼې پرځای چې لویان یې کاروي، خپل جوړه شوې بڼه کاروي. دغه لاندې مکالمې ته پام وکړئ، چې ماشوم په دې مکالمې کې نه د لویانو پېښې کوي او نه یې سم شوی بڼه قبلوي.
ماشوم: زموږ ښوونکي د سوي بچی ونیوه او ونازوه.
مور: ایا ستا ښوونکېی د سوي بچی نیولی و؟ ماشوم: هو
مور: هغې څه وکړل؟
ماشوم: هغې ټينګ ونیوه موږ ونازوه
مور: آیا تا وویل چې هغې ډېر ټينګ نیولی و؟
ماشوم: نه، هغې ډېر په ارامه نیولی و.
د زده کړې په پړاوونو کې اړین لامل د غږونو، کلمو او ترکیبونو عملی کارول دی؛ که څه هم هغه له کلمو سره په لوبو یاهم له نورو سره وي. د یو دو کلن ماشوم ثبت شوی غږ چې یوازې په تخت پروت دی، له کلمو او عبارتونو سره داسې لوبې کوي.
I go dis way… way bay … baby do dis bib … all bib … bib … dere
دغه ډول تمرینونه د ماشوم د ژبې زده کړې په بشپړتیا کې اړین لامل دی. د دغه بشپړتیا جزیات د تلګرافي وینا څخه وروسته رامنځته کېږي، ډېرو څېړنو کې د هغو ژبنیو توکو په مرسته چې د ده کوچني له خولې څخه په منظم ډول د وینا په توګه راوځي، پېژندل کېږي.
د کلمو پېژندنه
ماشوم په درې کلنۍ کې تلګرافي وینا شا ته پرېږدي او په تصریفي واحد کلمو برلاسی کېږي، چې د فعلونو او نومونو ګرامري ونډه ښيي.
لومړی واحد تصریفي لغت چې د ماشوم په وینا کې څرګندېږي، هغه د (ing) په بڼه دی، چې په لاندې عبارتونو mommy reading book, cat siting کې لیدل کېږي. وروسته د دغو واحدونو جمعې لپاره (s) منځ ته راځي boys, cats. دغه پړاوونه ډېر وخت له افراطي تعمیم( عمومیت) سره مل وي. ماشوم د (s) قاعدې په کارولو سره جمعې بڼې ته افراطي تعمیم( عمومیت) ورکوي او د mans, foots بڼولپاره هم، همدا کاروي. خو کله چې هغه د واحد کلمو د بل جمعې تلفظ سره مخ شي، یانې کله چې د houses کې د (-ez) وروستاړی کاروي نو هغه دې کلمې ته هم افراطي تعمیم( عمومیت) بڼه ورکوي. او د boyses, footses بڼې هم د هغه په وینا کې څرګندېږي. هماغه پړاو کې چې افراطي تعمیم د ماشوم په وینا کې څرګندېږي، ځيني ماشومان د یو څه وخت لپاره د بې قاعدې نومونوسمه بڼه کاروي، خو وروسته بېرته بیا کلي قانون په دغه نومونو کې کاروي او په پایلې کې د two feets, some mens او یا هم حتی د two feetses عبارتونه تولیدوي.
تصریفي ملکي روستاړي، یانې(‘s) په کارولو سره په mummys, book, girls, dog په عبارتونو کې وسره سم د to be فعلونو بېلابېل بڼې لکه was, are هم په همدې پړاو کې رامنځته کېږي. همداسې ورسره د came, went بڼې هم کاروي. دوی د تېروخت بې قاعدې بڼې دي. د دې تمه نه ځي، چې د باقاعدې بڼوڅخه مخکې وکارول شي، د دوي استعمال مخکې له (ed) فعلونو څخه دی. د تېرمهال باقاعده(walked, played) بڼو ظاهرېدو سره، بې قاعدې بڼې د یو څه وخت لپاره ورکېږي، د هغوی ځای افراطي تعمیم له دغوcomed, goed عبارتونو سره ډک کېږي. د یوڅه وخت لپاره لږ بې نظمي وي؛ لکه چې د (ed) روستاړی هر څه ته ورزیاتول او نامعقول wented, walked بڼې رامنځته کول. هماغسې چې د جمعې بڼوسره هم صدق کوي. ماشوم وروسته له څلورکلنۍ څخه دا هڅه کوي، چې پوه شي کوم یو باقاعده او کوم بې قاعدې بڼه ده. بلاخره له درېیم قاعدې سره د اوسمهال فعلونو مفرد وګړی یانې(s) څرګندېږي. دغه پېښه لومړی په بشپړ(comes, looks) او وروسته په (does, has) په مرستندوی فعلونو کې پېښېږي.
په دغه لړۍ کې بېلابېل بڼې شته دي، یوماشوم شاید باقاعده او شاید هم بل ماشوم بې قاعده بڼې تولید کړي. اړین ټکی دا دی، چې ماشوم ژبنی نظام د یو وسیلې په توګه د اړیکې ټينګولو لپاره کاروي، د دغه نظام د کارولو پرڅرانګوالي پوهېدو لپاره هم هڅه کوي.
ماشوم لپاره د foots, goed بڼې کارول صرفاً یوه وسیله ده، د هغه څه ویلو لپاره چې په سره لري. مور او پلار په دې ټینګار کوي، چې ماشوم له دغو بڼو سره په کورکې نه دی مخ شوی او دا مسله یې پیدا کړې، چې پېښې (تقلید) د ژبې د زده کړې اصلي لامل نه دی.
نحوه
د ماشومومانو له خوا د نحوي جوړښتونو کارولو په اړه چې کومې څېړنې شوي، داسې سره ورته عوامل موندل شوي، چې داثابته کړي د ماشومانو د وینا بنسټ پېښې«تقلید» نه دی. له یوې دوه کلنې جلۍ څخه وغوښتل شو هغه څه چې اوري بیاځلي ووايي. هغې دې کار لپاره د یو مشر دغه وینا the owl who eats candy runs fast واورېدل نو هغې په دې بڼهowl eat candy and he run fast وویل، ماشومه پردې پوهه شوې، چې هغه مشر څه ویلي، خو هغې دلته خپل وینا بڼه وکاروله نه د مشر.
د ماشوم په وینا کې د نحوې دبشپړتیا په اړه ډېرې څېړنې شوي دي. موږ دلته دووځانګړنو ته پام کوو،چې بشپړ مستند دي او داسې انګېرل کېږي، چې په منظم ډول ترلاسه شوي دي. په پوښتنیز او منفي بڼو کارولو کې کولی شو درې پړاوونه وپېژنو. د ماشوم عمر په دغه پړاو کې بشپړتوپیرلري. خو داسې انګېرل کېږي، چې کلي الګو داسې وي: لومړی پړاوله( ۱۸)تر(۲۶ ) میاشتواو دویم پړاو( ۲۲)څخه تر(۳۰ ) میاشتو او درېیم پړاو( ۲۴ )څخه تر(۴۰ ) میاشتوپورې وي. ( باید پر دې ټینګار وکړو چې د عمر هېڅ پړاو دغه بشپړیز مراحلو ته ځانګړی نه کړو؛ ځکه هر ماشوم خپل ځانګړنو له مخې چلند کوي.)
پوښتنې
لومړی پړاو پوښتنیز بڼو جوړېدل پړاو دی چې دوه لارې لري یو دا چې د(wh)(where,who) چېرته اوڅوک پوښتنیزې بڼې د عبارتونو په سرکې راشي. بل دا چې د عبارت وروستی بڼه له یو لحن او اهنګ سره بیان شي. د دغو دواړو بڼو بېلګې دا دي:
Where horse go? اس چېرته ځي؟ Sit chair? څوکۍ کې کېنم؟ See hole?
دویم پړاو، دلته کېدای شي پېچلي بڼې رامنځته شي، خو د اهنګ لاره چاره دلته هم جریان لري. دلته دا د پام وړ دی، چې د (wh) بڼې ډېر کارول کېږي،لکه :
you want eat?
ايا غواړې وخورې؟
Why you smiling?
ولې خاندې؟
درېیم پړاو، فعل او فاعل د ځای بدلون چې انګلیسي ژبې د پوښتنو یوه بڼه ده، خو(wh) پوښتنو کې بیا د فعل او فاعل ځای بدلون په ثابته بڼه نشته. په حقیقت کې، ماشومان وروسته له دې چې ښوونځي ته لاړشي دې ته لېوالتیا لري، چې د (wh)پوښتنو (په ځانګړي ډول منفي بڼه) کې د مشرانو پر خلاف، پرته د فعل او فاعل د ځای بدلون څخه مخته بوځي،لکه:
Can I have a piece ? Did I caught it?
ايا ما هغه ونیوه؟ ایا یوه مړۍ اخیستلی شم؟
How that opened? What did you do?
څه دې وکړه؟ دا څه ډول خلاص شو؟
منفي بڼې
منفي بڼې په ښکاره توګه لومړي پړاو کې یو ساده لاره ده، چې وايي: (no, not) د هر عبارت مخ ته راوړئ منفي دی، لکه:
not a good day no fall no sit there
هلته مه کېنه، مه غورځېږه یوه ښه ورځ نه ده
په دویم پړاو کې د منفي دا(don’t , can’t) بڼې کارول کېږي او د دې پرځای چې (no, not) د جملې په لومړیو کې راشي، د فعل څخه مخکې راځي، لکه:
You can’t dance I don’t know
زه نه پوهېږم نڅا نشې کولی
درېیم پړاو د (wan’t, didn’t ) مرستندوی فعلونو مرسته بشپړېږي او د لومړي پړاو بڼې له منځه ځي.
دا(isn’t ( بڼه ډېر وروسته منځته راځي، یانې د دویم پړاو بڼې ډېر وخت پورې کارول کېږي، لکه:
I didn’t caught it she won’t let go
هغه به مې پرنه ږدي چې لاړ شم هغه مې ونه نیوه
He not taking it This not icecream
دا ایسکریم نه دی هغه دا نشي اخیستی
د منفي بڼو مطالعه په ماشومانو کې ډېرې جالبې بېلګې موږ ته ورکوي، هغه دا چې ځيني ماشومان د منفي بڼې جملو جوړولو لپاره خپل ځانګړي قواعد کاروي. له مک نیل (۱۹۶۶) څخه یو مشهوره بېلګه دا ښايي چې د مشرانو دا هڅه بې ځایه ده،چې د ماشونو وینا سموي.
Child: nobody don’t like me
Mother: no, say” nobody like me
Child: nobody don’t like me
Mother: no, now listen carefully, say “ nobody likes me”
Child: oh! Nobody don’t like me.
ماناپوهنه
ډېر وخت کله چې مور او پلار ماشومانو ته د ماشومتوب کیسې کوي ـ هغه ډېرشرمېږي ځکه هغه اوس لوی شوی دی ـ هغه د عجیبو او غریبو کلمو کارونه وه چې تېر شو. ماشوم وګواښل شو، چې مچان د مېکروب اصلي لېږدونکي کورته دي؛ وروسته له هغه څخه وپوښتل شو، چې «مېکروب» څه دی؟ د ماشوم ځواب دا و، هغه څه چې مچان ورسره لوبې کوي. نو دلته د تل لپاره دا امکان شته، کومه مانا چې ماشومان کلمو ته ورکوي که په دقیق بڼه یې وټاکو؛ داسې څرګندېږي، چې په یوکلمه یی جملوپړاو کې ډېرماشومان خپل ځانګړي کلمې د ځينو نامرتبطو څېزونو نومونې لپاره کاروي. ماشوم د «عوعو»کلمه د یو سپي لپاره کاروي او وروسته یو د لوبو سامان د خرجنس څخه چې شیشه یی سترګې لري، تڼیو لپاره او حتی د حمام هواسنج لپاره هم کاروي. په ظاهره کې د «عوعو»کلمه ماشوم ته «یوشی د روښانه ذرو سره» دی. ډېرو ماشومانو د «عوعو» کلمې مانا پراخه کړې هغه پشکه، اس او غوا ته هم کاروي. دغه لارې ته افراطي پراختیا وايي او ماشوم ته واضیح الګو د یوې کلمې د مانا د ظاهري تشبهاتو، غږ، اندازه او یو څه هم د کمي، حرکت او پر بنسټ وي. پر دې بنسټ د «ټيک ټاک» غږ په لومړي پړاو کې ساعت تداعي کوي، خو دغه عبارت کولی شي د حمام هوا ټاکوونکی یا هم د هربل ګرد او عقربه لرونکي څيزلپاره وکارول شي. لکه د مچ کلمه چې په لومړيو کې د ټولو حشرو لپاره کارول شوی، بیا وروسته د تورو داغونو او حتی وروسته د ډوډۍ وړو تورو ټوټوته هم وکارول شي. د څېزونو بنسټ د تشبهاتو پر بنسټ ماشوم د (sizo) عبارت د (scissors) لپاره کاروي او وروسته، هغه د ټولو اوسپنیزو څېزونو لپاره کاروي.
په کلمو کې مانایي بشپړتیا چې ماشومانو لخوا کارول کېږي ، په ټوله کې د افراطي مانايي پراختیا له مخې ده او وروسته له هغه څخه چې ماشوم ډېرې کلمې زده کوي او د کلمو تدریجي انحصاري کول هم ورسره مل وي.
له دې سره چې مانايي افراطي پراختیا د ماشومانو په وینا کې مستند دي، خو لازماً د لویانو د وینا په پوهېدو کې نه کارول کېږي. یو دوکلن ماشوم د مڼې کلمه د یو شمېر ګردو شیانو لکه رومي او توپ ته وویل، خو کله چې هغه څخه مڼه وغوښتل شوه نو هغه بڼې( شکل ) سره مخ نشو.
د ماشومانوپه ماناپېژندنې کې یوه جالبه ځانګړنه، د کلمو د اړیکو اړوند کولو لاره چاره ده. ماشوم، ډېر وخت مانايي شمولیت « منځنیوکلمو» مانا له یوې ټولګې لپاره کاروي؛ لکه د ژویو ټولګه: سپی: وړوکی پشمالوسپی، داسې منطقي نظرته راځي چې د «حیوان» عامه کلمه وکارول شي، خو ټولو مدارکو دا ښودلې ده، چې ماشوم په لومړي پړاو کې «سپی» کلمه د افراطي تعمیم پربنسټ نژدې «حیوان» په مفهوم کاروي. دغه مساله کېدای شي چې د لویانو ارادې ته ورته وي؛ مثلاً کله چې له ماشومانو سره د ګلونو په اړه خبرې کېږي( په ټوله کې نه د ټولو وښو او نه د یو ځانګړي ګل«لاله» ) په اړه. په ښکاره توګه ماشوم د کلمو متضاد اړیکې ترپینځه کلنۍ وروسته زده کوي. په یو څېړنې که د لومړیو ټولګیو له ماشومانو څخه وپوښتل شو کومه ونه ډېرې مڼې لري؟ هغوی هغه ونې ته چې له مڼو ډکه وه نغوته وکړه. خو کله چې له هغوی څخه وپوښتل شو چې کومه ونه لږې مڼې لري؟ خوبیا یې هم همغې ونې ته نغوته وکړه. د دغې څېړنې پایله دا څرګندوي چې دغو ماشومانو د ډېر او لږ کلمې هم مانا ګڼي؛ نه دوو متضاد مانا لرونکې کلمې. د غبرګو کلمو لکه، مخکې وروسته، لاندې باندې او داسې نورو په توپير ډېر وروسته پوهېږي.
په هر حال ماشوم وروسته خپل د ماشومتوب له کلونو څخه هم خپل مورنۍ ژبې د بېلابېلو اړخونو په یادولو کې وي. معمولاً دا اټکل شوې، چې هغه په پینځه کلنۍ کې د دوو زرو څخه ډېرې کلمې زده وي، هغه ژبې د یادولو اړینه برخه خلاصه کړې. د ځينو په عقیده ماشوم وروسته له دې څخه د دویمې( خارجي ژبې) زده کړې ته هم مناسب دی؛ له دې سره هم ډېر روزنیز نظامونه، له دغه پړاو څخه ډېر وروسته هم پیلوي.
اخځلیکونه
۱ـ باډڼ، راب. (۲۰۱۵م). پردۍ ژبه څنګه زده کړو. ژباړه هدایت الله همیم. بي بي سي نړۍ واله ويپ پاڼه.
۲ـ ترسک، رابرت لارنس.( ۱۳۸۰ هـ ش). مقدمات زبانشناسی. ژباړه فریار اخلاقی. تهران : کتابخانه ملي ایران.
۳ـ چابکی، رضا محمدی.( ۱۳۹۴هـ ش). تبیین جایګاه زبان در تقویت مبانی، تصریح اداف و توسعه ی و سایل تربیت. دوفصلنامه علمی ـ پژوهشی دانشګاه شاهد. ۷ شمېره.
۴ـ زندی، بهمن. (۱۳۹۳). زبان شناسی تربیتی به مثابه حوزه پژوهشی میان رشته ای. فصلنامه مطالعات میان رشته ای در علوم انسانی، شپږمه دوره، ۴ شمېره.
۵ـ ژیرار، دنی. (۱۳۶۵هـ ش). زبانشناسی کاربردی وعلم آموزش زبان. تهران: مرکز نشر دانشګاهی تهران.
۶ـ فرانسیس مه کی، ویلیام. (۱۳۷۰). تحلیل روش اموزش زبان. ژباړه حسین مریدی. معاونیت فرهنګی استان قدس رضوی.
۷ـ کاظمی، محمدکاظم. ( ۱۳۸۲ هـ ش). همزبانی و بی زبانی. تهران: محمد ابراهیم شریعتی افغانستانی.
۸ـ کابل مجله. (۱۳۹۷ل). کابل: افغانستان د علومواکاډمۍ د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت.
۹ـ لطف آبادی، حسین. ( ۱۳۹۱ ). روان شناسی تربیتی. تهران: سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشګاهها ( سمت)، مرکز تحقیق و توسعه علوم انسانی.
۱۰ـ مشواڼی، عبدالقیوم زاهد.( ۱۳۹۱هـ ش). زاهد پښتو ـ پښتو سیند. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۱۱ـ ویلیام اګریدی، مایکل دابروولسکی، مارک ارنف. ( ۱۳۹۲). درآمدی برزبان شناسی معاصر. ژباړه دکتر علی درزی. تهران: سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشګاهها(سمت)، مرکز تحقیق و توسعه علوم انسانی.
۱۲ـ یول، جورج. ( ۱۳۹۵). نګاهی به زبان( یک بررسی زبان شناختی). ژباړه نسرین حیدری. تهران: سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشګاهها( سمت)، مرکز تحقیق و توسعه علوم انسانی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.