د نوي زیږیدلي ماشوم ژړا د ژوند د پیل لومړۍ نښه

31

د ماشوم لومړۍ ژړا یوازې یو عادي غږ نه وي، بلکې د ژوند لومړنۍ نښه او د نوي سفر پیل وي.

کله چې ماشوم د مور په رحم کې وي، د هغه سږي له هوا څخه نه، بلکې د مور له لارې اکسیجن اخلي. په رحم کې د ماشوم سږي د مایعاتو څخه ډک وي او د تنفس اړتیا نه وي، ځکه ټول اکسیجن د ناف له لارې ورته رسېږي.

خو د زیږون له شیبې وروسته هر څه بدلېږي…
کله چې ماشوم لومړۍ ژړا وکړي:
– سږي یې لومړی ځل پراخیږي او هوا پکې داخلیږي.
– اکسیجن د وینې له لارې د بدن هرې حجرې ته رسېږي.
– د وینې دوران بدلېږي او ماشوم خپل مستقل ژوند پیلوي.
– هغه ځانګړې لارې چې په رحم کې د وینې د جریان لپاره موجودې وې، ورو ورو تړل کېږي.

– د ماشوم زړه او سږي د رحم نه بهر د ژوند لپاره عیارېږي.
ډاکټران او قابله‌ګانې د ماشوم لومړۍ ژړا ته ځکه ډېر اهمیت ورکوي چې دا د ښه تنفس او سالم ژوند نښه ګڼل کېږي. که ماشوم ژر وژاړي، اکثره وخت دا ښيي چې سږي یې ښه کار پیل کړی دی.
ځینې وختونه ماشوم لږ ځنډ وروسته ژاړي، نو ډاکټران یې په نرم ډول تحریکوي تر څو تنفس منظم شي. البته هر ماشوم یو شان نه وي، او ځینې ماشومان پرته له لوړ غږه هم ښه تنفس کوي.

د نوي زیږیدلي ماشوم ژړا:
– د ژوند پیل دی
– د تنفس لومړۍ نښه ده
– د مور لپاره د خوشحالۍ تر ټولو ښکلی اواز دی

ځینې ژړاګانې درد وي…
خو د نوي زیږیدلي ماشوم ژړا د ژوند تر ټولو ښکلی اواز وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.