…. په تیر پسي
1371 کال راوروسته وختونو کي پاکستان او ایران څخه راستانه شوو سیاسي او مذهبي ډلو کي دوه عادته ډیر له ورایه معلومیږي، دیني بنسټ پالنه ( حتا د افراطیت او اکستریمیزم تر حده) او قییلوي فاشیزم دا دوه خصلته بیا په هغو کسانو کي ډیر محسوسیږي چي دغو دوو ګاونډیو هیوادونو کي میشت او جوړ شوي سیاسي ډلو سره اړیکي لري. دوي به یوي خوا د اسلامي ورورګلوي او د امت ترمنځ د اخوت د خلافت او امارت د ایجاد خبري کوي مګر بله خوا به بیا د افغانستان د نورو قومونو سره يي خاص تضاد او اختلاف پآلي. که خبره د ایران او یا د پاکستان د دولتونو یا هلته د میشتو قومونو د نا انصافي او د افغانستان کورنیو چارو کي د ددغه ګاونډیو دولتونو د مداخلو بحث راپورته شي دوي به د امت د یووالي او اسلامي اخوت داعیه مخته کوي، خو که خبره د افغانستان د داخلي سیاست او ملي مشارکت راپورته کیږي بیا نو دوي ځآنونه د خپلو اړوندو قومونو مدافع او د نورو قومونو او ملیتونو د ظلم او نابرابری په وړاندي سپر احساسوي، او په دې ډول د داخلي تفاهم قابلیت يي صفر دی، دحزب اسلامي، جمیعت اسلامی، اتحاد اسلامي، د طالبانو اسلامي تحریک او حزب وحدت اسلامي فکري تګلاري له همدي ډول نظریاتو څخه خړوبییږي. په یوه فرقه، قبیله، قوم، او ملت کي چي د خپل منځي تفاهم، متقابل درناوي، د سیاسي او ملي مشارکت قابلیت او استعداد نه وي په دي فکر کول چي مونږ به ټول امت متحد کوو او د امت د استازیتوب دعوا په سر کي ګرځول غیر عملي، ساده لوحي او د عقل بیچاره ګي دی.
د فاکولتی اول کال کي به زه مناسبتي ورځو رخصتي کي کورته تلم او بیا ژمني رخصتیاني مي هم ننګرهار کي تیري کړي، خو پوهنتون کي دا یو کال تیرولو کي زما ذهن او فکر ډير بدل شوی وو، ما په ځان کي د تغیر احساس کوه او مسایلو ته مي نور د ښوونځي د دوري سره په ښکاره تفاوت لیده.
د ژمي په رخصتي کي زه د مکتب د دوري هغه ټولګیوالو لیدو ته ورتلم چي ځای او آدرسونه يي ماته معلوم وو، خصوصا د ننګرهار د طب پوهنځي کي شامل زما ټولګیوال، یوه ورځ مازدیګر زه خپل د یو هم صنفي چي داکتر کفایت الله نصیري نومیږي لیدو ته ورغلم هغه ماته وویلي چي سبا ډرونټي پوهنتون کي غونډه ده،محصلین ټول بلل شوي یو، ته به هم راسره ولاړ شي اکثره ټولګیوال هملته راټولیږي ورسره به مو لیدنه وشي د حال احوال نه به يی هم خبر شو او ګب شب به هم وکړو، ما هم ورسره ومنله او په سبا سهار ورسره ډرونټي پوهنتون ته لاړم، غونډه د طالبانو د امارت حکومتي مقامات او د هغه وخت د لوړو زده کړو وزارت پلان کړی وه، هغه وخت د ننګرهار والی مولوي عبدالکبیر، د لوړو زده کړو وزیر حمدالله نعماني او یو شمیر نور حکومتي چارواکي غونډی ته ویناوی وکړي. ما هم زیادتره د ښوونځي د دوري ټولګیوال مي د نږدي نه ولیده او دیو بل حال احوال نه خبر شولو.
د ژمي د رخصتیو په دوران کي ما خپل هماغه د دوا کوچني تجارت ته ادامه ورکړه او تر څنګ يي به کله کله د پوهنتون څخه ترلاسه شوي درسي مواد مي لوسته.
1378 کال د حمل په دویمه نیټه بیا ځلي درسونو ته راغلم او خپلو ملګرو سره یوځآی شوم، په دي کال د خوښي خبر دا وو چي د لیلي د برق سیستمونه چي کارونه يي تیر کال پیل شوی وو اوس په بشپړ ډول رغول شوي وو او نور مونږ لیلیه کي دوامداره برق درلوده خو د برق په استفادي باندي محدودیتونه ځکه وو چي د نورو امکانانو د نشتون په وجه یواځي د برقي وسایطو د استفادي په وجه ډير بار او فشار له وجي فیوسونه تاب نه راوړه او سوځیده.
همدا وخت کي د پولي تخنیک عمومي ریئس د محب الله صمیم په نامه کس ټاکل شوی وو چي وروسته بیا د جمهوریت دوره کي د غزني والي په حیث مقرر شو.
هغه وخت د پولي تخنیک پوهنتون سیستم داسي وو چي تخصصي رشته بندي به په دویم کال لمړي سمستر کي تر سره کیده، زه چي کله تدریسي ته ولاړم امور محصلان شعبي ته نږدي یو وترین کي لستونه ځوړند، او زه یی هایدروتخیکي ساختمانونو دیپارتمنت ته معرفي کړی ووم، له هغو 30 تنو نه چي لمړی سر کی دغه رشتي ته معرفي وو مونږ یواځي پنځه کسه تري فارغ شوو باقي زیادتره بل دیپارتمنت خاص بیا صنعتي او مدني یا هم مهندسي دیپارتمنتو ته يي تبدیلي واخیسته، یا هم نور پوهنتون درسونو ته يي ادامه ورنکړه، دغو کلنو کي د اکثره محصلینو هڅه دا وه چي د صنعتي او مدني ساختمانو دیپارتمنت څخه فارغ شي تر څو موسسات یا انجوګانو کي دنده پیدا کړي،ځکه خو دغه رشته کي نږدي 70 کسه محصلین ووچي نظر نور دیپارتمنتو ته دا تر ټولو زیاد تعداد وو، ورپسي دویمه رشته مهندسي وه چي هلته هم نسبتا زیاد تعداد محصلین ورته جذب شول، زه سره د نورو 4 همصنفیانو تصمیم مو ونیوه چي همدا د هایدروتخنيکی ساختمانو رشته کي به خپل د زده کړي دوره بشپړکوو. هغه وخت کي د هایدروتخنیک د یپارتمنت آمر داکتر محمد آصف وو چي همدی رشته کي د شوروي څخه يی دوکتورا تر کچي لوړي زده کړي درلودي. مګر د پولي تخنیک اکثر مسلکي دییارتمنتونه داسي هم وي چي یا یو دوه کسه یا هم هیڅ محصل يي نه درلوده او دي دوره کي د فارغینو تعداد يی صفر وو.
د طالبانو د امارت چي څومره پښي ټینګیدلي او د جنګ په ډګر کي خپل سیاسي او نظامي مخالفین يي ځپه هماغه اندازه به يی د افغانستان د عامو خلکو سره يی چلند سختیده او د خلکو د کنترول دپاره يي لا سخت مقررات وضع کوه. د ملا عمر تر مشري د طالبانو امارت اصول سخت ګیرانه او له تشدد څخه ډک وو، د سرک او بازار نه علاوه د امر بالمعروف محتسبین د پوهنتون په لیلیه او تدریسي کي د ځوانانو دوامداره څآر او پلټنه کوله، په معمولي بهانه (خوله دي نشته، ږیره دې کمه ده، ویښتان دي په سنت طریقه نه دي، پتلون دي ولي اغوستي، کمیس دي لنډ دی، د کمیس یخن کي دې ولي ګلدوزي کړي، چرمي جمبر دي ولی اغوستي) به يی ځوان محصلین تحقیر او یا زندان ته يي اچوه. د لیليي مدیریت د ډوډی د ویش کارت خو به يي محصل ته صادر کړ مګر ډير وخت به داسي وشو چي د لیليی ډوډی ورکول په جومات کي د لمونځ کولو پوري به وتړل شو، میاشت کي دوه ځلي یا یو ځل به حتمي په ناڅاپی ډول د پوهنتون طالب مسولین او یا د امربالمعروف محتسبین به د پولي تخنیک پوهنتون جومات ته راغلل هلته به د محصلینو په کارتونو کي يي نښه وکړه بیا به بیرته طعام خانه کي دلیليي مدیر ته يي دنده سپآرله چي که د کوم محصل د ډوډی کارت نښه شوی نه وي معنا يي داده چي لمانځه کي نه وو بنا ډوډی مه ورته توضیع کوي، بله موضوع دا وه چي امر بالمعروف محتسبین او د لیليی مسولین په ګډه لیلیه کي د صلوت کمیټه د محصلینو د منځه جوړه کړه، ددي کار بدي دا شوه چي ځیني محصلین خپل منځ کي سره رقیبان شول هغه کسان چي د صلوت کیمټي یا ټول امارت څخه ناراضه وو همدا دکمیټي غړي يی متهم کول چي دوي ورته ستونځي جوړوي.
که څه هم د ملا عمر په ټوله واکمني کي د امر بالمعروف محتسبینو د خوا زه زندانی شوی نه وم او نه يی زما ویښته قیچي کړه، خو ددوي له خوا څو ځلي د تحقیر آمیزه او لفظي بد رد ویلو سره مخ شوی وم. چي دا ډول برخورد زما په روحیاتو ډیر بد اثر پریښي دی.
یوه ورځ زه د یو بل ملګري سره چي رشید شریف نومیده خوشحال خان کي يي کور وو بیا تر فراغت وروسته معارف وزارت انجنیري برخه کي دنده ترلاسه کړه ماښام وخت ته نږدي د لیليی صحن کي مو سره ولیده سلام کلام نه بعد رشید ماته وویلي: که د لیليی نه بیرون ځي راځه دواړه به ولاړ شو زه هم کورته ځم لاره کي به یو څو قدمه چکر ووهو ماښآم لمونځ باغ بالا جومات کي وکړو ته بیا راځه زه کورته ځم ،زه چي اوبو پسي راښکته شوی وم د صبر کولو مي وویلي تر څو نورو ملګرو ته اوبه ورسوم بالاخره په توافق دواړه د باغ بالا طرف ته قدم وهلو ته راووتلو، دا لحظه لاره کي دوه کسه ببر سري، لنګي په سر او یو کس چي په تمانچه مسلح او یوه قیچي يی لاس کي وه، مونږ دواړو ته د ودریدو وویلي او راته نږدي شول، رشید شریف د کابل دری ژبی وو، دي دوه طالبانو نوموړي ته يی په پښتو ژبه لګیا شول چي ستا ویښتان په سنت نه دي برابر باید قیچي شي مونږ يي قیچي کوو، ددوي دا خیره زه په غصه کړم، ما ورته وویلي چي تاسي په کوم واک دا کار کوئ، زه خو اجازه نه ورکوم چي زما د ملګري یو تار ویښته ته څوک بي ځآیه کړي، ته يي د قیچي خبره کوي، طالب ګؤټۍ ماته وویلي: دي کي ستا کار نشته، زه د رشید مخته ودریدم ما طالب ته وویلي ته څوک يي په کوم صلاحیت او واک خلک لاره کي دروي، لمړي کارت مو ماته وښآیاست چي تاسي دا صلاحیت چا درکړي چي سرک په سر د خلکو ویښته قیچي کړی، دي وخت کي مسلح طالب ماته وویلي ته کار مه لره زه کارت هم لرم او صلاحیت هم، خو ما مخالفت او مزاحمت وکړ، له دوي نه وسله وال کس کارت راوښوده خو کارت يی د داخلی وزارت اړوند د کوم قراول د دروازي وو، ، ما ځواب ورکړ ته داخلي وزارت مربوط يي د امربالمعروف محتسب نه يي، د سر او ګیري کنترول او اصلاح د محتسینیو کار دی بنا زه به په هیڅ صورت دا اجازه ورنکړم چي ته زما د ملګري ویښته زما مخ کي قبیچي کړي او بله خبره دا چي ته د امارت دښمن يی ځکه ته غواړي امارت بد نامه کړي، زما دغه لفظي کمشمکش کي یو شمیر خلک په مونږ راټول شول، یوه لاروي چي سن و سال کي محسن سړی وو ماته يي مخ واړوه په دري ژبه يي راته وویل: با اینها درګیر نشو مردمهای خوب نیستند( دوي سره جنجال مه کوه دا سم خلک نه دي)، ما هلته په جګ غږ وویلي که دا خلک مربوطه ارګانو ته ونه سپارو دوي به نور غلط کارونه وکړي دا کیداي شي غله واوسي زه غواړم مسولین خبر کړم خو که له دي ځآیه ځم دوي تښتي او چي نور کسان نه وي راسره یواځي ځان دا بیولي نشم، بنا معطل یم چی نور ملګري راورسیږي تر څو دا اړونده ادارو ته وسپآرو، اوس نو زه تیز طالب وسله وال سست راغلل، طالب له ما پوښتنه وکړه ته څوک یي څه کاره يي چي دومره تیز تیر کیږي، ما ځواب ورکړ زه د ملا اخند نفر یم، اصلا د ملا اخند په نامه ما څوک نه پیژنده دا خبره مي د دوي د ډارولو دپاره وکړه، بالاخره د لاروي خلکو د منځګړتوب په وجه دوي د ویښتو تر قیچي کولو تیر شول او هر څوک په خپل کار پسي روان شولو، لاره کي رشید شریف ماته وویلي: که ته نه وي راسره دا خلک به زما ویښته ښه په اسانه قیچي کولی شوه.
طالب جنګیالي دا ډول چلند یواځي د محصلینو سره نه کوه بلکه د ټولني د هر قشر او هر طبقي خلکو سره هم همدا ډول خشن او بي ادبانه چلند کیده، په همدي علت وو چي هغه وخت کي زیادتره مسلکي او کار فهمه خلکو دندي پریښي وي اودولتي دندو ته نه حاضریدل یا هم د طالبانو د ډلي د ناوړه چلند له امله حتا ګاونډي هیوادونو ته مهاجر شوي وو.
2000 زیږدیز کال کي چي زمونږ د دوري محصلین د عمومیاتو څخه تخصصي اومسلکي مضامینو ته باید ګرځیدلي واي ځکه د پوهنتون دریم صنف کي معمولا عمومي مضامین مسلکي برخي تخصصي مضامینو ته بشپړ ځاي خالی کوي، متاسفانه زمونږه دوره یو بل طرف ته سوق کړلی شو، دي کال کي د پوهنتون نصاب کي اساسی بدلونونه عملي شول په دې کي د اسلامي ثقافت مضامینو ساعتونه تر مسلکي ساعتونو دوه چنده شول، یعني مونږ به په ټول 18 اونیزه سمستر کي مجموعا 16 مضمونه لوسته پدي کي به 5 یا 6 مضمونه مسلکي 10- 11 مضمونه اسلامي ثقافت او دیني مضامین شامل وو، درسي ساعت هم د 90 دقیقو نه 60 او 45 دقیقي ته تغیر شو، مګر د ثقافت دیپارتمنت کي د استادانو د کمښت په وجه چي لا مقرر شوی نه وو یا مقرر وو دندي ته نه حاضریدل اکثره درسي ساعتونه به خالي وو، د طالبانو د لمړی دوري تر سقوط او د جمهوریت تر راتګه همدا سیستم دوام درلوده.
د محصلي په دوران کي دا چي زما کور لیري ولایت کي وو او هغه وخت لوي لاري هم د تګ راتګ دپاره مناسبي نه وي ځکه نو زه دوامداره لیلیه کي پاتي کیدم مګر د نږدي ولایتونو لکه میدان شهر، لوګر، پروان یا د کابل د ولسوالیو محصلین اکثره پنچشنبي ورځ کورته تلل، بنا د جمعي ورځ یا کله د پنچشنبي ورځ به زه د چکر یا تفریح په خاطر ښار کي یو تفریحي ځآی ته تلم، دي ځایونو کي تر ټولو نږدي او هغه وخت د تفریح مناسب ځاي مونږ ته د سینما بهارستان سیمه وه، بهارستان کي یواځي د آیسکریم او ژاله پلورنځي څو دوکانه وو او همدغه دکانو ته مخامخ یو د لوبو میدان وو چي اکثره به د سیمي ځوانان پکي د والیبال لوبه کوله مونږ به هم کله کله دي ځآی ته تللو، دلته نو مونږ ځیني وخت د هغو کسانو سره مخ کیدلو چي افغانستان اتباع نه وو، دوي کي اکثره عرب، چیچن، تاجک، ازبک یا د نورو هیوادونو هغه بهرني جنیګالي وو چي د کابل په دي سیمه کي میشت شوي وو یا يي کورني وي یا هم څو نارینه یو ځاي اوسیدل، دغه خلکو ژبه، ، قیافه او لباس د افغانانو یا حتا همدغه افغان طالبانو سره خاص توپیر درلوده، موږ به د نړیوالو رسنیو نه اوریده چي ځیني دولتونه لکه د امریکي متحده ایالات مدعي وو چي افغانستان کي د نړیوالو تروریستي سازمانو غړي شتون لري، مګر طالبانو ددي خبري څخه په رسمي شکل انکار کوله، او دلته میشت وسله وال يي میلمانه او قانوني مهاجر باله، خو هغه وخت ددي ډول اشخاصو په لیدو سره د طالبانو د امارت دریځ درواغ او د نړیوالي ټولني ادعا مونږ ته ریښتیا معلومیده…….نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.