په کابل کې د فایبر نوري وای‌فای انټرنېټ د پرې کېدو احتمال

33

طالبان غواړي په کابل کې د فایبر نوري وای‌فای انټرنېټ پرې کړي
په کابل کې د فایبر نوري انټرنېټي شرکتونو د یو شمېر مسؤلانو د معلوماتو له مخې، طالبانو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له لارې امر کړی چې په کابل کې د فایبر نوري وای‌فای انټرنېټ پرې کړل شي.
د دغو شرکتونو ځینو مسؤلانو د دوشنبې په ورځ، د غویي/ثور ۲۱مه، رسنیو ته ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د انټرنېټ پر نویو محدودیتونو غونډه کړې ده.
د هغوی په وینا، د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په امر، د عامو خلکو انټرنېټ ته لاسرسی محدودېږي او په استوګنیزو سیمو کې به د فایبر نوري وای‌فای انټرنېټ پرې کړل شي.
د دغو شرکتونو مسؤلانو ویلي، که دا پرېکړه عملي شي، له یوې خوا به په استوګنیزو سیمو کې وای‌فای انټرنېټ بند شي او له بلې خوا به سلګونه کارکوونکي بې‌کاره او شرکتونه له درنو مالي زیانونو سره مخ شي.
طالبانو تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي، خو باخبره سرچینو ویلي چې د ملا هبت‌الله اخوندزاده له خوا د ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او ټکنالوژۍ د نوي وزیر په توګه ټاکلو هدف په هېواد کې پر انټرنېټ د محدودیتونو زیاتول دي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د فایبر نوري انټرنېټ د پرې کولو یا محدودولو موضوع مطرح کوي؛ تېر کال هم دغې ډلې په ټول هېواد کې فایبر نوري انټرنېټ او مخابراتي شبکې پرې کړې وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.