د بخښنې نړیوال سازمان؛  درې نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې شي

36

د بخښنې نړیوال سازمان؛  درې نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې شي
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو له خوا د درېیو افغان خبریالانو «خپل‌سري» نیول او نادرکه کېدل د اندېښنې وړ بللي دي.
د دې سازمان د دوشنبې، د غویي/ثور ۲۱مه خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دغو خبریالانو کې د طلوع نیوز خبریالان منصور نیازی او عمران دانش، او د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ مسؤل مدیر جاوید نیازی شامل دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه خبریالان په خپل‌سرې توګه نیول شوي او باید سمدستي له بنده آزاد کړل شي.
د بخښنې نړیوال سازمان دغه کړنې په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ګواښ او فشار د پراخ بهیر برخه بللې، او ویلي یې دي چې دا کار د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.
د اعلامیې له مخې، «جبري نادرکه کول او له آزادۍ محرومول» د نیول شویو کسانو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړوي او د ناوړه چلند او شکنجې خطر زیاتوي.
دغه سازمان ویلي چې له طالبانو غواړي د دغو خبریالانو د ساتنې ځای ژر تر ژره څرګند کړي او هغوی ته له کورنیو، وکیلانو او حقوقي خدمتونو سره د اړیکې زمینه برابره کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، که معتبر تورونه موجود وي، نو باید دغه کسان د نړیوالو معیارونو سره سم په عادلانه محکمه کې محاکمه شي، که نه نو باید سمدستي خوشې کړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.