……په تیر پسي
1371-1376 کلونو ترمنځ په هیواد کي هغه فقر چي د تنظیمونو په حاکمیت کي رامنځته شوی وو دطالبانو په لمړې ځل واک ته رسیدو سره لا پراخ او سراسري شوه ځکه خو ډیر شمیر خلکو مهاجرت ته مخه کړه، پآکستان کي د افغان مهاجرینو شمیره دوه چنده شول، بي شمیره افغان زلمکي او ځوانان په ډلییز ډول د کار موندني دپاره ایران او پاکستان کي شاقه کارونو(خښتي اچول، لوړو ودانیو ته په سر کي ساختماني مواد جګول، د کورنو تر شاه چوکیداري کول) ته مخه کړه، د پاکستان او ایران دولتونه د مهاجرینو د مجبوریتونو څخه اعظمي ګټه اخیستنه پیل کړی وو په لږ مزد شاقه کار، زیادتر مواردوکي کاریګر ته د اجوري نه پرداخت، مهاجرینو ته د قانوني اسنادو نه صادرول هغه څه وو چي ګاوڼد دولتونه او د هغوي ځيني شتمن اتباع ترسره کول. د ملاعمر امارت وتوانیده چي د کابل څخه سربیره نږدي 27 ولایتونو کي تنظمي جهادي وسله والي ډلي په شا کړي، مګر ټول هیواد کي د خلکو د سراسري فزیکي، اقتصادي او رواني امنیت په ټینګښت کي پاتي راغئ او جګړي شدت د پلازمینه کابل څخه شمال شرقي (تخار، بدخشان، کندز ) او مرکزي ولایتونو ته لکه پنچشیر او دایکندي ته انتقال شو. جلال آباد کي هم ټوله مشرقي شورا ونه ځپل شوه بلکه د حاجي حضرت علي سرګروپان فعاله پاتي شول او د ننګرهار د دره نور څخه به يی وخت په وخت نږدي ولسوالیو امنیت يي تهدیدوه.
د دغو ناخوالو د تاثیراتو څخه زمونږه کورنی هم بج پاتي نشوه، اکثر خپلوان او نږدي دوستان مو یا پاکستان ته وتښتیدل یا دننه د فقر او بی کاری سره لاس او ګریوان شول. خالد واحدي زما پسي دویم ورور مي هم د کلي د یو شمیر ځوانانو سره پیښور ته د کار پسي ولاړ او هلته د قالین اوبدلو دستګاه کی په کار بوخت شو، یو تره مو محمد قاسم واحدي هم دوبی ته کار دپآره ولاړ او تر دری کلنو هملته پاتي شو، داسي لسګونه ځوانان مو پیژنده چي پڼجاب ته د خښتو بټیو کي کار دپآره مهاجر او مسافر شوي وو.
کاکا مو وکولي شو چي کور دننه ګذاره وکړي او ټوله کورنی مهاجرت ته اړ نشي.ما هم د د ښوونځي تر څنګ د درملو د عمده پلورنځیو سره څه نا څه کار کوه، د سیل میني پیسي دومره نه کیدلي چي د کور په لګښتونو کي برخه واخلم یواځي دومره وو چي خپل جیب خرڅ (قرطاسیه باب، کورسونو فیسونه، جامي او بوټان) مصارف مي کیده، کاکا پدی هم راضي وو چي زه تري جیب خرڅ ونه غواړم او د مکتب د درسونو د ادامي دپآره حد اقل په ځان متکي واوسم.
ددي تولو ناخوالو سره سره بالاخره یولسم ټولګي مو پآیته ورسوله، خو نتیجه هماغه د لسم صنف غوندي ډیر ښه وه خو ډیره عالی نه وه. د یوولسم ټولګي د درسونو نه بعد چي کله د اوړي رخصتي راورسیده کاکا جلال آباد ښار د یخ جوړولو په یوه فابریکه کي شامل کړم تر څو هلته کار وکړم، دوه میاشتي مي هلته کار وکړ او یو څه اندازه تنخوا مي واخیسته مګر د ژمي د رارسیدو سره روماتیزم تکلیف ځکه راته پیدا شو چي د یخ جوړولو فابریکه ډیره مرطوبه وي، او اکثر تري د مفصلونو درد پیدا کیږي، بنا د اخیستل شوي تنخوا څخه زیاد لګښت زما په تداوي وشو، ځکه نو ددویم ځل دپآره هم ما کاکا ته د ګټی په ځاي تاوان راوړ.
هغه وخت د مکتب نه بهر د خصوصي تعلیمي مراکزو (کورسونو) وضیعت هم ښه نه وو، مونږ به چي د انکلیسي ژبي یا ریاضیاتو کوم مضمون دپآره کورس کي داخله وکړه، د میاشتي تر پایه نارسیده به صنف سقوط سره مخ کیده، دلیل به يی دا وو چي د صنف یو شمیر زده کوونکي به کورنیو سره مهاجر شول، یا به د کورس فیس يي نشوه پرداخت کولي صنف به يي ترک کړ، یا به استاد تر ډیره دوام نشوه ورکولي ځکه نو کلاس تر پیلیدو یواځي څو شپی وروسته بیرته به سقوط شو، د کورس اداره به متعلمینو ته ویل چي ستاسي د تعداد د کمښت یا د استاد د نشتون له وجي باید د بل نوي صنف پیل ته انتظار وباسئ، په دي ډول به بیا هفتي یا میاشتي وخت پکار وو چي بله دوره بیا پیل شي. ځکه خو کورسونه هم د شاګردانو د سويي په لوړولو کي کوم خاص رول نشوه لوبولی. اکثره وخت کورسونه هم د خپلو اداري لګښتونو د نه پوره کولو په وجه سقوط سره مواجه کیده، هغه وخت د جلال آباد ښآر کي د ریاض او ارشاد په نامه هغه خصوصی تعلیمي مرکزونه چي ما پیژندل تر پیل لږ وروسته بیرته دروازي وتړل شوي. ځیني خصوصي تعلیمي مراکز چي نسبي ثبات يي درلوده یا خو دسترسي ورته سخته وه ځکه هره سیمه کي نه وو یواځي خاص ځآیونو کي به وو بل فیسونه يي دي حد کي وو چي هر څوک يي د پرداخت توان نه درلوده.
د طالبانو د امارت په ټینګښت سره د افغانستان د معارف وضیعت لا بد تر او خرابیدو خواته روان شو، د تعلیمي نصاب نه ، تر د درسي موادو د کمبود پوري، او د مکتبونو د ودانیو تر استهلاکه پوري ټول هغه موارد وو چي د افغانستان ښوونیزه برخه يی د سقوط د خطر سره مواجه کړی وو. شاګردان د میز او چوکۍ په عوض هغه پلاستیکي درۍ ( ټغر) باندي کیناستل چي کومه خیریه موسسه په مرستو کي ښوونځي ته ورکړي وه، تباشیر او تخته پاک به هم متعلمینو په خپله اخیسته، دي حالت ښي راتلونکي ته د ځوانانو هیلي وژلي وي، اکثریت ځوان قشر ّ ډلیز ډول بهرنیو هیوادنو کي مهاجرت او پناه غوښتني ته اړ کړی وو.
زمونږ د دولسم ټولګي کلني ازمویني شپی ورځي وي چي د افغانستان بلخ ولایت کي د طالبانو د کلکي ماتي او هلته د لیلې دښته کي د زرګونو طالب وسله والو د ډلیزي وژني خبر مو له صوتي او چاپي رسنیو نه واوریده، ریښتیا هم هیښونکي پیښه شوي وه. په همدي خاطر زمونږ د تاریخ د مضمون امتحان وو چي د ازمویني صحنه کي سرمعلم او یو تن بل طالب فکر کوم د معارف وزارت نه راغلی وو د امتحان صحني ته چي یو لوي میدان وو داخل شول، متعلمینو ته د مزار د نیولو یا دده په اصطلاح د فتحي په هکله يي عمومي معلومات ورکړ او د مزار د فتحي يي وویلي له متعلمینو نه یي خواست وکړ که څوک د جهاد سنګرونو ته علاقه لري باید نوم لیکنه وکړي، اکثریت متعلمین لاسونه پورته کړ، طالب غوښتل د ازمویني صحنه کي نوم لیکنه پیل کړي خو استاد او د مکتب سرمعلم عتیق الله خان مخالفت اوممانعت وکړ چي صحنه نه باید مختل شي، طالب باید وروسته تر ازموینی خپل کار وکړي، مګر د امتحان تر اختتام وروسته زمونږ ټولګیوالو کي څوک نوم لیکني ته حاضر نشو. اصلا هلته د فتتحي موضوع نه بلکه د شکست موضوع وه چي طالب غوښتل د متعلمینو په لیږلو سره لښکر بیا ځلي سنبال کړي.
زه چي چهار چاپیره څومره همزولي دوستان او خپلوان پیژنم ډیر کم داسي کسان مي ذهن ته راځي چي حد اقل د لیسي دوره يی تکمیله کړی وي، یعني زما همزولو کي هغه خلک چي هیواد دننه پاتي وو لږ شمیر يی با سواده ډير شمیر بي سواده پاتي شول.
د نورو ټولو اقتصادي، ټولنیز مشکلاتو سره په څنګ کي مونږ د طالبانو د حکومت د خوا د ډيرو رواني او روحي فشارونو تر اثر او بار لاندي د دولسم ټولګي درسونه تکمیل کړه او د ښونځي دوره مو پایته ورسوله، ما باید کانکور آزمویني ته آماده ګي نیولي واي، هغه وخت همدي خاطر جلال آباد کي یو استاد وو عزیزالرحمان نومیده او د آماده ګی یو صنف يي پیل کړی وو زه هغه کورس ته ورغلم تر دوه میاشتي پوري مي د هغه درسي پروګرامونه تعقیب کړ اما د کورس د موقیعت په بدلیدو بیا ورنغلم، همدي وخت کي چون فضا داسي وه چي عمومي ذهنیت درس او د زده کړو ادامي ته جوړه نه وه زه هم د دارنګه حالاتو تر ژور اغیز لاندي ووم خو کاکا (پلار) مي تشویقولم چي نه شرایط ښه کیږي زدکړی باید ونه دروي.
دي وخت کي زما د مکتب د دوري یو ټولګیوال چي فضل الرحیم نومیده، زما ښه ملګري او یو کار وباري ځوان وو چي د ایسکریم او جوس پلورنځي دکان کي چي دده خپله قبله ګاه ورته جوړه کړي وه بوخت وو او د ښوونځي تر څنګ يی دکانداری کي هم د پلار مرسته کوله، فضل الرحیم یو ښه ورزشکار او د ننګرهار په ولایتي ټیم کي وتلی فوتبالر وو، نوموړي ماته د یو څه پیسو د ور کړي وعده راکړه، وویلي:
که کوم تجارت یا دکان کولي شي، شراکت به وکړو. د هغه وینا وه چي زه یوه اندازه نقدي پیسي لرم تاته به يی درکړم، فضل الرحیم سره په دې توافق وشو چي نغدي پیسي به دهغه وي او کار به زه کوم، د ګټي او تاوان حساب به هم ورکوم او د ابتدايی پانګي خیال به هم ساتم چي زیان ونه رسیږي او د یو بل په مشوره به کار وکړو، کله مي چي کور کي د کاکا (پلار) سره مي د هغه د نظر اخیستلو په خاطر پلان شریکه کړه هغه موافقه ونکړه. او دلیل يی دا وویلي چي نظر زمونږ اوسني اقتصاد ته دا پیسي ډيري دي او که ته تاوان وکړي یا دا پیسي درنه بی ځايه شي زیان به له کوم مدرکه جبران او ستا د ملګري قرض به څنګه بیا پرداخت کړو.
ما د کاکا له رضایت او توافق پرته فضل الرحیم نه پیسي واخیستلي.
بله ورځ د مخکنی وعدي سره سم فضل الرحیم لیدو ته امیر شهید باغ ته ورغلم او ورته مي وویلي:
دا چي نقدي پیسو مقدار دومره نه دی چي لوي کار وبار پیل کړو یا دکان پري جوړ کړو، او د غټ کار وبار تجربه هم نلرو مګر زه د ادویه جاتو تجارت کي بلدتیا لرم او اکثر د ښار درملتونونه پیژنم، بنا زه به د کابل او جلال آباد ترمنځ د دوایانو کار وبار پیل کړم، زه به تاته شفاف حساب درکړم او د ګټي او زیان د معلومولو سیستم به زه جوړ او تا سره شریک کړم.
فضل الرحیم ماسره موافقه وکړه او د پیسو خلته چي هغه وخت د برهان الدین رباني د حکومت بانک نوټونه وو شل میلیونه افغانۍ ماته راکړي،(هغه وخت کي شل میلیونه افغاني نظر نورو بهرنیو اسعارو ته ډیر کم ارزښته پیسي وي)، ددي د خاطره چي ملګری مي کم جرئته او زړه نا زړه نشي د کاکا د مخالفت موضوع مي ورنه پټه کړه او ورسره مي شریکه نه کړه. پیسي مي کورته راوړي او د دوشکي په سر د بالښت لاندي کیښودلي او خپله مي د پیسو په خلته سر کیښوده او پریوتلم، کاکا چي کله د کار نه کورته راغئ ورغلم سلام کلام نه بعد د ډوډي وخت کي مي ورته وویلي ما خو د فضل الرحیم نه پیسي واخیستلي او زه د دوا کار و بار پیلوم، تر څنګ يی که کانکور کي خپل د خوښي پوهنځي ته کامیابه شوم ورځم او که نه شوم کامیابه تیار به کار وبار لرم بیکاره او بي برخلیکه به نه ګرځم. لمړی سر کي کاکا عصباني شو خو وروسته بیا په دي وجه چي مور مي زما له پریکړي دفاع وکړه د هغه روان عادي حالت ته راغی، پلار ماته وویلي:
خیر ته صبر وکړه چي زه درته ترتیب برابر کړم، د دوا لست به درکړم چي کومي دواګاني راوړي، ادرسونه به هم درته واخلم چي له کوم ځایه يی خریداري کړي هلته کابل کي شپه څنګه او چرته تیره کړي او بیرته بازار کي دوا څرنګه خرڅه کړي ددغو کارونو د ترتیب او د انجام دپاره ماته دوه ورځي وخت راکړه پیسي درسره کور کي وساته!
یوه ورځ پس کاکا راته ټول ترتیبات او تنظیمات برابر او راته يی د تګ د پآره د آمادګۍ وویلي ما خپله آمادګی وښودله او په لمړي ځل د کور څخه ځآنته او یواځي په مسافرت راووتلم.
زما سودا ګري او کوچني کار و بار کامیابه شوه، دغه کامیابي زما ژوند بدل کړ، اوس نو د خپل لګښتونو سره په څنګ کي د کورنۍ په لګښتونو کي مي هم برخه اخیسته او کاکا ته د یو بل عاید مدرک هم پیدا شو یعني ځوي يي نور ګټه راوړلي شوه، زما ددی کوچني تجارت نه زما مور هم خوشحاله شوه او زمونږ په ژوند کي مثبت بدلونونه معلومیدل، د کور د ضروریاتو په برخه کي ځینی هغه شیان چي تر دي مخکي اخیستل يي مونږ ته یو ارمان او هیله معلومیده اوس نو په واقیعت بدل شوی وو. فضل الرحیم ما سره تر نږدي 18 میاشتي شراکت وروسته خپله لاره بیله کړه او یوه ورځ راته يی وویل:
زه خپله پانګه غواړم وباسم، ځکه پلار مي کوم نوی کار پیلوي ددي په خاطر چي په تا فشار رانشي ماته مي پیسي دوه قستونو کي راکړه، اول قسط راتلونکي اوونی راکړه او دویم قسط به یو میاشت بعد راکړي.
ما ورته وویلي چی دا پیل شوي کوچنی تجارت خو ستا له برکته دی، پیسي به درکړم خو جلا کیږو نه، هغه تر مننی وروسته ځواب دا راکړ پیسي چي درنه ویسم نو دلته به زما څه پاتي شی زه خو د دوا په دي مسلک نه پوهیږم او نه بلد یم هر څه چي دی تا سره دی زما یواځي دلته یو مقدار پیسي وي ما په ټینکار ورته وویلي خیر ضرورت دي رفع کړه آينده ته به چاره وکړو، هغه مننه وکړه او بیا د وعدي مطابق ما تر حساب ورکولو وروسته د هغه خپله اصلي پانګه او کوم مقدار ګټه چي د هغي برخه کیدله وروسپاره. خو دي یو نیم کال کي زه دومره شوی وم چي ددغه کار په رابطه مي بازار کي پیژندګلوي زیاته شوي وه او د خلکو باور مي ترلاسه کړی وو، ځکه نو دغه کوچني تجارت ته بیا ما د پولي تخنیک د پوهنتون څخه تر فراغته پوري دوام ورکړ خو ورسته بیا د ډیرو نورو بوختیاو په وجه مي یند کړ.
1376 کال جوزا میاشتي په 31 د ښوونځي امتحانونه بشپړ شول هغه وخت معمول دا وو چي معمولا ژمي موسم او سړو سیمو کي د ښوونځیو د کلني ازمویني د اختتام سره سم کانکور پروسه پیلیده. زمونږ د ددولسم ټولګي څخه د فراغت دوره کي د طبي علومو د رشتو علاقمندان زښت زیاد او نور ټولنیز علومو د رشتي اکثره دیپارتمنتونو کی محصلین نه وو یا د محصلینو د نشتون په وجه به ټول دیپارتمنت تړل شوي وو، ددي علت دا وو چي اکثریت محصلین فکر کوه چي د طب څخه د فراغت نه بعد به دوي ته که دولتي یا رسمي موسساتي دنده نه پیدا کیږي نو لا اقل بازار کي شخصي کتنځآي جوړولي شي، یا طبي خدماتو برخه کي دنده ترسره کولي شي، د طبی علومو نه بعد د انجینري رشتي هم په دي خاطره د اکثر زده کوونکو د توجه وړ وو چي که تر فراغت بعد کومه خارجي موسسه یا کومه انجو کي دنده ترلاسه کړي، خو د انجینري په اکثر مسلکي دیپارتمنتونو کي چي انجوګانو د فعالیتونو سره يی مستقمه اړیکه نه درلوده داسي برخي وي چي فلج یا اقلیت په سطحه کي محصلین ورته جلبیدل، دا چي د ټولنیزو علومو برخه کي هم دولت او هم آزاد بازار کي د کار موندني چانس کم وو نو ځکه اکثره زده کونکي دغه برخه نه انتخابوله او نه يی غوښتل پکي شامل شي……..
ادامه لري
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.