ټیټ پوړي مامور/ پنځمه برخه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

53

…..په تیر پسي

هغه کلونو کي د انجو ګانو مالکین هم اکثر داسي کسان وو چي خپله یا د کورني بعضي غړي يي جهادي سابقه، او ورسره ترڅنګ يي تر یوه حده نسبي سواد  او انګلیسي ژبي سره  بلدتیا هم درلوده. دا ډول بي بند و باره حالت کي د انجوګانو مالکین هم اړ وول چي د ترلاسه شوو پروژو یوه فیصدي د هري سیمي محلي واکمن قمندان ته ورکړي، خپله د موسسات او انجوګانو اکثر کارمندان هم په مالي، اداری او اخلاقي فساد کي غرق وول، دوي د بشر دوستانه مرستو د پروګرامونو دلاري میلیونونه ډالر ترلاسه کولي خو داخل کي بیا په داسي برنامو نه لګول کیدلي چي د خلکو ستونځي په منځ مهال یا اوږد مهال کي حل کړي، د موسساتو او انجو ګانو د کارمندانو لوړ معاشات، د دفترونو لوړي کرايي، لوکس موټرو مصارف هغه څه وو چي د ترلاسه شوو مرستو ډیره برخه په همدي  برخه کي مصرفیدله. ددي لاري به یواځي د انجو ګانو مشران شتمن کیدل او بس، بنا عام ولس له هري خوا ځپل کیده خو مافیايي کړی ورځ تر بلي غښتلي کیدل.

په کابل کي د تنظیمي ډلو ترمنځ د جګړي راپورونه به مو د بي بي سي، امریکا غږ راډیو نه اوریده، یا د هغو خپلوانو نه مو کیسي اوریدلي چي کابل کي میشت وو او د جنګونو له وجهي خپلي میني پریښي وي او جلال آباد ته کډه شوي وو، ریښتیا هم هغه کیسي چي خپلوانو مو کولي ډیر زړه بونګونکي او دلخراشه وي.

له بلي خوا جلال آباد هم چندان امن نه وو، پاټک سالاري، زورګويی، د مجاهدینو د ګروپونو ترمنځ وخت نا وخت خپل منځی نښتي، دولتي ادارو کي منفي بیروکراسي هغه څه وو چي دلته هم د خلکو ژوند يي تریخ کړی وو.

1372 کال  په اغلب ګمان د کب  میاشت وو چي مونږ جلال آباد ښآر مخابراتو چوک، د ریاض په نامه د انګلیسي ژبي د زدکړي د کورس صنف کي ناست وو چي نا څاپي ډزي پیل شوي،  د کورس خلک ټول وترهیدل او په وتلو شول، د کورس نه بهر ښار کي ګډوډي جوړه شوه ما هم د خپل یو ټولګیوال سره یو ځآي په منډه منډه کورته ځان راورسوه، کورته په رسیدو پوه شوم چي د مشرقي شورا د قمندانانو ترمنځ نښته شوي او د حاجي شمالي په نامه د حزب اسلامي یو قمندان د قمندان حضرت علی د کسانو د خوا ترور شوي دی.

1372 څخه تر 1376  کلونه زمونږ په ژوند کي تر ټولو سخت او ځورونکي کلونه وو، 1373 کال وو  زما یو کشر ورور چي نږدي دوه کلن وو د میننجت د مرض په وجه وفات شو د فقر، ناداري، بیکاري او بی کوري تر څنګ زما د مور پلار دپاره د اولاد مرګ د  دوي د ژوند حالات لا سخت او تریخ کړ.

همدي کلونو کي وو چي کاکا مو جلال اباد ښار  یو درملتون کي د دواساز په حیث دنده ترلاسه کړه سره له دي چي د درملتون تنخوا ډیره کمه وه خو د معاش سره په څنګ کي به مي پلار خلکو ته ابتدايي او اولیه صحي خدمات وړاندي او له دي لاري یوه اندازه ګټه ترلاسه کوله، د کور د ګروي په پیسو کاکا مي سره رود د شمسه پور کلي کي یوه اندازه د کرکیلي وړ (زراعتي )ځمکه ګرو کړه چي د غنمو د ناحيي نه څه نا څه په ځان متکي شولو، ددغو ناچیزو تحولاتو سره سم د کاکا تصمیم دا شو چي باید یو کوچني کور په کرایه کړو ځکه کوم حویلي کي چي اوسیدو ددي د کور مالک هم ځواب کړلو او زمونږ ځآي هم ډير زیق او د ژوند شرایط پکي ښه نه وو ځکه نو د جلال آباد ښآر مجبور آباد سیمي ته کډه شولو.

دي کال کي ما هم د مکتب متوسطه دوره بشپړه کړه او باید لیسي دوري درسونه مي شروع کړي واي، دا چي تجربوي مکتب هغه وخت متوسطه وو بنا زه هم باید کومي لیسي ته تللی واي، لمړی سر کي خو تصمیم دا وو چي چکنوري لیسی کي ثبت نام وکړم مګر د نوي کرايی کور موقیعت ته په کتو  کاکا راته وویل ننګرهار لیسه کي نوم لیکنه وکړه او مدیر ته ووایه چی ستا اسناد ننګرهار لیسي ته ولیږي د کاکا د هدایت مطابق ما هم همدا کار وکړ خو د اسنادو د لیږلو وخت کي ښوونځي اداري مامور یوه داسي قلمي اشبتاه کړي وو چي وروسته زما دپآره غټ سرخوږی شو او ډیر وځوریدم د مامور تیروتنه دا وه چي هغه اسنادو کي  د عبدالسمیع په عوض زما نوم واسع لیکل شوي وو، او دا خبره تر لسم ټولګي وروسته یوولسم ټولګي کي رابرسیره شوه چي زه يی ډیرو ستونځو سره مخ کړم.

ما چي د خپل کور ستونځي او د کاکا  سرګرداني او هلي ځلی لیدلي غوښتل مي چي د مکتب سره څنګ کي بیرون هم څه کار وکړم تر څو د کور مشکلات کم شي، کاکا مي راته ویل چي اوس اکثره با تجربه او په کار پوه خلک وزګار دي او د کار زمینه ورته نشته ته به ماته څه ګټه راوړلی شي چي هیڅ نوع تجربه نلري او لا زلمکی یعني بي تجربي یی، مګر سره ددي هم ما یو ځلي یوه څلور ټایره لاسی کراچي کرایه کړه او لاړم د جلال آباد ډنډ غاړه کي مي د تازه ترکاري کار شروع کړ،  یوه هفته کار کي ما  کاکا ته د ګټی په ځاي تاوان راوړ او راکړل شوي پانګه مي هم ورکه کړه، په دا رقم چي لاسي څلور ټايره کراچي می ودروه او سهار وختي د ترکارۍ مارکیت نه بامیه راوړه، اما بامیه هماغه ورځ خرڅ نشو، د ترکاري خو دا خاصیت دی چي وخت پري تیریږي وزن يي کمیږي، بنا که ډیر وخت پری تیر شی د اخیستل شوي وزن نیمايي هم نه پوره کوي په ما هم همدا کار وشو د اخیستل شوي ترکاري نمايي هم پوره نشوي، ځکه نو کاکا راته وویل نور تري تیر شه او خپلو درسونو ته توجه وکړه کوم کورس کي ځان شامل کړه.

د مجبور آباد په کور کي هم زمونږ د ژوند شرایط ښه نه وو، خامه کوټي، بي برقي، د پاکو اوبو او د بهداشت سیستمونو نشتون د هغه محل د باشنده ګانو عام ستونځي وي چي اکثره خلک ورسره لاس و ګریوان وو. یو څه چي هلته ماته ښه شو دا وو چي د مجبور آباد کور کي مونږ د سکنی خاله سره په مشترکه حویلي کي اوسیدلو، زما خاله چي خپله باسواده ده او د لیسي تر دوري پوري زده کړي درلودي، زمونږ د خاله خاوند چي محمد اکبر نومیده هم د کابل پوهنتون د زارعت پوهنځي نه فارغ وو نوموړي سره ما د ریاضي مضمون لوسته اهل د مطالعي انسان وو، دوي کره ځیني عمومي معلوماتو یا د کیسو کتابونه وو چي ځینی وخت ما هم مطالعه کوه او ماسره د عمومي معلوماتو زیاتیدو وخت کي ډیره مرسته وکړه.

مجبور آباد کي کوم کور کي چي مونږ اوسیدلو د دي کور مالک د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ د ګندمک دکلي اصلي اوسیدونکي وو د دوي له کورنو څځه په لنډه فاصله کي د یو کوچني تپي (غونډۍ) په سر یوه پوسته وه چي د حزب اسلامي شنه بیرغونه پري رپیدل، ویل کیده چي دا د ننگرهار  دقول اردو اړوند یو پوسته ده، زمونږ د کور مالک د دي پوستي ډلګی مشر(قمندان) وو چي محمد کبیر  نومیده، د ټانکونواو نظامي وسایطو کباړ یا  اره کول چي په برقي وسایلو ترسره کیدل ، د شپی له خوايي غږ زمونږ تر کوره رسیده او مونږ به اوریدله، دغه پري او ټوټي ټوټي شوي اوسپني به بیا په نورو بار وړونکو موټرو کي باریدل  او بیا ګاوندي ملک (پاکستان) ته  انتقالیدل د محلي اکثره خلک به ددغي صحني شاهدان وو، همدي پوسته کي ترسره کیدل. زه هغه وخت لا په قضیه سم نه پوهیدم، کوم کسان چي پوهیدل ددي حالت نه ځوریدل او د دغه پوستي په وسله والو پوري، پسي شا بد رد ویلي ځکه مخامخ خبره چا ورته نشوه کولي. مونږ1373  کال د سنبله د میاشتي په اوله نیټه مجبورآباد ته کډه انتقال کړه او د سنبلي په 15 د لیسي درسونه پیل شول، زه به هره ورځ د مجبورآباد د کلي نه چي بیس اکمالاتي ته نږدي واقع شوی وو ننګرهار لیسي ته راتللم، تر ما کشران ورونه مي چي باید ښوونځي ته تللي وايی د نصرت متوسطه کي شامل شول، ننګرهار لیسه کي د نویو استادانو او زیاد شمیر نوي ټولګیوالو سره اشنا او بلد شوم. که څه هم د لیسي اجتماعي او فرهنګي  فضا تر متوسطي دوري متفاوت نه وو اما درسي ماحول يي یو څه توپیر درلود، هغه وخت د ننګرهار د لیسي مدیر عبدالبصیر خان او معاون يي وفیع الله خان نومیدل، زمونږ په سهارني دوره کي بیا عتیق الله خان په نامه یو تن سر معلم وو.

د لیسي مدیرعبدالبصیر خان یو فعال او هڅاند انسان وو، که څه هم د هغه د لوړو زدکړو په رابطه یا هم د هغه ژوند معاشري په رابطه چي نوموړي د اولاد نفقه څنګه تامینوله زه معلومات نلرم، اما مونږ لیده  چي یو فصیح او با تجربه شخصت يي درلوده، په یاد مي دي چي  په ساینسي مضامینو کي فوق العاده وو او ورسره دیني مضامین يی هم تدریس کولی شو، هغه وخت سره له ډيرو ستونزو چي په لیسه یا ټوله کي د هغه وخت د معارف په سیستم کي موجود وو مدیر صیب خپل مورال نه وو بایللی او نه زړه نا زړه کیده، په یاد مي دي چي د طالبانو د امارت لمړي دوري په اولو میاشتو کي  داسي وخت هم راغي چي د لیسي مدیریتي برخه د استادانو  کمښت سره مخ شو او دا ستونځه دومره جدي شوه چي نږدي وو د مکتب دروازي بندي شي، اما عبدالبصیر خان استاد د یوي دوري مثلا د لسم ټولګي د دوري ټول زده کوونکي چي الف نه تر ي شپږ صنف یا کلاسه وو په یوه خونه کي راټول او خپله ورته د هندسي او ریاضي تدریس پیل کړ نږدي یوي میاشتي  پوري همدا کار کوه، دي د هري دوري شاګردانو ته په یواځي ځآن یو نیم ساعت متداوم 90 دقیقي لکچر ورکوه، لمړی به يي د دولسم ټولګي ټولي دوري ته چي هغه وخت څلور صنفه وو یعني د (الف) نه (دال) پوري، دویم ساعت به يی لسم ټولګي شاګردان او دریم ساعت کي به د یوولسم ټولګۍ ټول شاګردانو ته په یواخي ځآن ولاړ او تدریس يي کوه. دده دا ایستادګي د شاګردانو شوق درس ته او هم د ستونځو په وړاندي د مقاومت روحیه پکي تر یو حده پیاوړي کیده. که ووایو د مدیر عبدالبصیر خان د هڅو نتیجه وه چي هغه وخت د ننګرهار عالي لیسه فعاله پاتي شوه او لکه د افغانستان د نورو اکثره ولایتونو غوندي د معارف دروازه د هغي دوري د ټولو شاګردانو به مخ بنده نه شوه نو مبالغه به مي نه وي کړي.

ټوله کي د ننګرهار د لیسي اکثریت برجسته او مطرح خاص بیا د اسلامي ثقافت د برخي استادان د حزب اسلامي د ګوند سابقه ي درلوده، دوي کي ځیني داسي کسان وو چي کابل کي د مجاهدینو د خپل منځي جنګونو  سره د اختلاف له امله ګوندي فعالیتونه يي ترک کړي وو خو ځیني نور بیا لا هم فعاله وو.

 مولوي معتصم باالله، مولوي سید عمر، مولوي نور آغا د اسلامي ثقافت د مضامینو، استاد صدیق الله خان، صادق خان استاد، سردار محمد خان، او خان آغا استاد د ساینسي مضامینو، استاد یار محمد کوچي د پښتو ژبي او بریالي خان د عربي ژبي  هغه وخت کي د ننګرهار د لیسي هغه کدرونه او مدرسین وو چي ځیني خاطرات او درسونه يي زما ذهن کي اوس هم شته که د ژوند په حیات کي وي روغ صحت او که وفات وي جنت فردوس ورته غواړم.

د طالبانو د تحریک د راڅرګندیدو سره مولوي معتصم بالله او مولوي نور آغا طالبانو سره یو ځای شول چي مولوي نور آغا د ملاعمر په مشري امارت کي د ننګرهار د ولایت د دره نور والسوالۍ ولسوال مقرر شو او بیا د داکتر اشرف غني په حکومت کي د صفري قطعاتو په یو چاپه (شپني عملیاتو) کي دداعش سره د همکارۍ په تور،  د خپل دوه زلمي زامنو سره یو ځاي ووژل شوو.مولوي معتصم باالله چي د تفسیر مضمون تدریس يي کوه د قرآن کریم د تفسیر وخت کي د یو آیات د ترجمي نه پس به يی نور ټول 40 دقیقي درسي وخت يي اولو کلنو کي د حکمتیار وروسته بیا د طالبانو په توصیف او د دوي د مخالفو وسله والو ډلو په تخریب تیروه.

په عمومي صورت هغه وخت د افغانستان د معارف وضعیت ښه نه وو او د معارف حالت ورځ تر بلي خرابیده، د معلمینو د معاشاتو کموالۍ چي ددوي د نفقي تکافو پری نکیده، د معاشونو په وخت او زمان نه پرداخت کول هغه عوامل وو چي له امله يي اکثره معلمین مجبوره کیدل چي ازاد بازار کي کار وکړي او په دي ترتیب زیادتره استادان یا دندي پري ایښي وي یا هم په وخت او زمان خپلو وظیفو ته نه حاضریدل. په دي ترتیب هیواد کي اکثره لیسي فلج وي د زده کوونکو حالت هم ښه نه وو، د معلمینو او درسي موادو کمښت او نشتون، کورني جنګونو بد اثرات، سیاسي بي ثباتي هغه عوامل وو چي زلمیانو کي د آینده دپآره د ښي راتلونکي هیلي مړاوي کړي وي او متعلمین او محصلین درسونو سره علاقه نه ښودله، مګر جلال آباد ښآر کي نظر د مشرقي سیمي نورو ولایتونو ته حالت یو څه متفاوت او ښه وو.

د درسي موادو په برخه کي هغه کتابونه چي مهاجر کورنیو دپآره پیښور کي د آي ار سي موسسي چاپ کړي وي د څو کلونو په تیریدو کتابونه زاړه یا د کاره لویدلي وو، نوي کتابونه چاپ شوي نه وو او نه چاپیدل، د کابل واکداران د چوکي او سیاسي واک په سر یو بل سره ښکر په ښکر وو او معارف تري هیر وو. شاید  همدا د کتابونو د کمبود په خاطر وو چی زیادتر معلمینو به نوټ راکوه. په دي ترتیب د درسي ساعت ډیر وخت د نوټ په اخیستلو تیریده او د کال تر پایه  تعلیمي پروګرام نه بشپړیده او مونږ به په ټول کال کي  د اړوند کتاب یوازي یوه برخه لوسته، نور کتاب پاتي کیده.

مونږ د لسم ټولګي درسونه د ټولو ستونځو په تحمل کولو تیره کړه او کلني ازمویني مو هم سپري شوي، زما د اخیستل شوو نمرو فیصدي ډيره ښه وه خو ډيره عالي نه وه خاص د څلورنیم میاشتني ازمویني نتیجه عالي نه وه که څه هم ټولو مضامینو کي کامیابه وم خو ایله مي د کامیابي نمري اخیستي وي. دیني او اجتماعي مضامینو کي مي نمري عالي وي خو ساینسي مضامینو کي بیا  ښه وم خو عالي نه.

د اوړي د موسم په رسیدو چي زمونږ ښوونځي هم رخصت شول کاکا پریکړه وکړه چي اوړی باید کابل کي تیر کړو، کاکا وویل یو خو به مو اوړی ښه تیر شي ځکه دلته هیڅ ډول امکانات نشته او د ګرمۍ او میاشو له امله به ډير په تکلیف شئ، دویم کابل کي چي زمونږه کوم کور وو احوال يي رسیدلی وو مجاهدینو هغه کور ځیني کوټي نړولی، کړکۍ ،دروازي او دستکي يي تري وړي وي او باقي پاتي کوټي هم که ترمیم شوي نه واي له منځه تللي بنا کاکا مي ویل د کور ترمیم او ساتنه هم وکړئ او جلال آباد دګرمۍ نه به هم بچ شئ. ځکه خو دا کال مونږه د اوړي دونیم میاشتي په کابل ارزان قیمت کي تیري کړي، ارزان قیمت کي هم د ژوند شرایط ښه نه وو، دجهادي تنظیمونو یو شمیر کسان چي ارزان قیمت کي مرکزونه وو د اکثره هغو کورنو چي مالکین يي د جنګونو په وجه میني پریښي وي د چت دستک، کړکی، دروازي، حتا د برق وایرینګ سیستمونه يي کباړ کي خرڅي کړي وي او کورونه په کنډوالو تبدیل وو،   خو د کابل نور اکثره نقاط د بمبارد چي جمیعت اسلامي ترسره کوه یا د ګلبدالدین حکمتیار په مشري د حرب اسلامي د راکټي بریدونو په وجه کنډواله او په خرابه تبدیل شوي وو، او د کابل څو میلیوني نفوس درلودونکي ښآرکي، په دي کلونو کي د لکونو په تعداد خلک اوسیدل….

نوربیا

ټیټ پوړي مامور/ څلورمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.