…. په تیر پسي
1377-1380 منځ کلونو کي چي زه او همزولي مي لا ځوانان وو د طالبانو د امارت په ملاتړ دلته میشت یا پټ شوي بهرني جنګیالیو برخورد زمونږ غوندي خلکو سره ډیر متکبرانه او ناوړه وو، دوي، دغه اورپکي دا انګیزه اخیستي وه چي د افغانستان او حتا د ټولی سیمي راتلونکي د دوي دی او همدوي به په ټوله سیمه واک چلوي.
یوه ورځ زه او زما یو ملګري انجنیر میرویس سنجر(1) چي د هغه کور کندز کي وه او ماسره یوځآی دوامداره لیلیه کي اوسیده، دواړه قدم وهلو ته وتلی وو او سینما بهارستان مخکي د شیریخ پلورنځي دکان دننه څلور نفري میز کي ایسکریم خوړلو ته ناست وو چي پنځه یا شپږ کسه بهرني اتباع راننوتل چون هلته د بل خالی لوي میز ځآی نه وو دوي مونږ ته وویلي تاسي جګ شئ او دا ځآي مونږ ته پریږدئ زه چي ددوي په ژبه نه پوهیدم یواځی په اشاره پوه شوم چي غوښټنه يي څه ده، ما هم ورته اشاره وکړه چي هلته بل میز ایښي تاسي هلته کیني خو یو کس پکي عصباني شو په ما يي چغي ووهلي ما له ځایه ټکان ونه خوړ، مخکی له دې چي دوي ما سره فزیکي برخورد وکړي د دوکان مسول مداخله وکړه له ما نه يي هیله وکړه چي دا بهرني میلمانه دي باید سپکاوی ونکړو، ما بیا هم ورته اشاره وکړه ما ویل هلته میز خالي دی هملته يي رهنمايی کړه، زه ورته نه جګیږم، دا اجنبیان(بیګانه) دي، زما د خبری په اوریدو دکاندار وضیعت هم تغیر او رنګ يي سور شو، دکاندار په انګلیسي دوي ته څّه وویلي او خلک يي بل میز ته ویوړه زه پوه نشوم چي د دوکان مسول څنګه دوي ته قناعت ورکړ خو دا ماته جالبه شوه چي د دکاندار د لنډو جملو په اوریدو دوي خپل فکر او تصمیم بدل کړ. د دخل په سر د پیسو د پرداخت وخت کي دکاندار ماته په غصه ناک انداز کي وویل:
افغاني فرهنګ باید هیر نکړو دا خلک میلمانه دي تا ډیره تیزه خبره وکړه، ما نه غوښټل زما دکان کي جنجال جوړشي، ځکه ستا خبره مي ورته ترجمه نکړه بل دا خلک قوي او امارت هم ددوي په پلوي دی که جنجال جوړ شي ستا غږ څوک نه اوري او ته هیڅ هم نشي کولي، دوام یی ورکړ: مونږ هم ددوي ملکونو کي مهاجر لرو زما کورنی کي زما ورونه اکثر بهر اوسیږي دوي څنګه خپلو هیوادنو کي افغانان تحمل کوي.
زه دکاندار ته مسک شوم په خندا مي ورته وویلي:
زمونږ خلک هلته مهاجر دي د مهاجر په شکل اوسیږي دوي دلته مونږ ته جنګونه راوړي او په مونږه د باداري خوبونه ویني، ته نه يي تري خبر! خبري اخر کولو سره غوښتل مي موضوع بدل کړم ما ورته خندا کي وویل:
ټوکه مي وکړه ایسګریم مي لاس کي وو که جګ شوی وای چپه کیده ځکه جګ نشولم. دکاندار د انجینر میرویس سنجر باقی پیسي ورکړي بل مشتری سره بوخت شو مونږ تري راووتو. لاره کي میرویس ماته وویلی:
غټ جرئت دي وکړ، ناحقه ورسره ښکیل شوي ځآن وباسه چي ګیرم نکړي، شپږ نفره غټ غټ دي زور يي هم نلرو، مونږه دواړه ټوکه ټکاله کي لیلیي ته ځآن راورسوه.
دا یواځي د کابل بهارستان سیمه نه وه چي بهرني جنګیالي پکي میشت وو بلکي زما د سترګو لیدلي حال په اساس د کابل شهر نو، وزیر اکبرخان او د ننګرهار قول اردو فامیلي او جلال آباد ښار حضرتانو کوڅه کي هم اکثره بهرني اتباع چي نړیوالو تندلارو ډلو سره يي اړیکي یا ددغو ډلو غړیتوب یی درلوده میشت شوي وو. البته د هیواد په نورو سیمو کي هم اوسیدل خو دا دوه ولایتونو کي ما عملا لیدل.
عام ښاري افغانان نه یواځي د طالبانو د امارت د سختګیرانه مقررات او ددوي د جنګیالیو د ناوړه چلند څخه په تنګ وو بلکه د بهرنیو تندلاروجنګیالیو شتون یوه بله سر خوږي ځکه وه چي دغه بهرني جنګیالي اکثره زمونږ د خلکو د عغنات او کلتور سره نابلده او د مخامخ کیدو وخت کي ډير بي باکه انداز کي برخورد کوه. د طالبانو د وسله والو یا د امربالمعروف محتسبینو سره خو زه هر ورځ مخ کیدلم مګر د بهرنیو تندلارو ډلو سره ځیني وخت په خاص ځایونو کي مخ کیدلو، یو ځلي زه د سمستر په منځ کي ننګرهار ته تللی ووم د بیرته راستنیدو په وخت کي د کابل جلال آباد لویه لاره وریښمنو تنګي کي یو هوتل وو چي د قلم او چمن(2) د هوتل په نامه مشهور وو زه په یو فلاینکوچ ډوله موتر کي ناست ووم چي همدي سیمي ته په رارسیدو ډریور موټر د هوتل مخیته ودراوه او غږ يي کړ چي د ډوډی او لمانځه وخت دي همدلته جومات هم شته او د اوداسه ځایونه هم لري، لاس خوځوئ چي ناوخته نشي، زه هم لکه د نور سورلي موټر نه ښکته شولم، اودس او لمونځ به بعد ډوډي ځآی ته ورغلم، د هوټل د دخل په سر چي کوم کس ناست وو ماسره يي سلام کلام پدي پیدا او بلد شوی وو چي د دوا د کار وبار وخت کي به اکثر ما همدي هوټل کي ډوډي خوړله، تر روغبړ پس د دود سره سم دهوټل مدیر ماته وویلي: میلمه شه! ما مننه وکړه او خپل د ډوډي پیسي می ورکړي چي راووتلم د هوټل څنګ ته یو د خوراکي توکو پلورنځي وو هلته ورغلم ما فکر وکړ تر څو نوره سورلي اماده کیږي زه به دلته دمه جوړه کړم، همدي خاطر هلته په یو محلي کټ چي دکان مخي ته ایښی وو کیناستم، دې وخت کي متوجه شوم چي د هوتل مخیته زمونږ د سورلی د فلنکوچ نه علاوه څلور عراده نور فلاینکوچونه هم ولاړ دي او ګورم چي طالبانو قیافو ته ورته لسګونه خلک د دکان مخکي او یا دننه هوتل ګرځي راګرځي ما په پیل کي فکر وکړ چي افغان طالبان دي خو ددوي د خبري د لهجي نه چي خپل منځي کي سره خبري کولي پوه شوم چي دا افغانان نه بلکي د پاکستان اتباع دي ځکه دوي پښتو، اردو او انګلیسي سره ګډه وډه کړي وه او خبري کولي، یو کس خو بیخي پښتو نه پوهیده او اردو خبري کولي دا نور چي پښتانه وو بیا دې سره په اردو غږیدل، دوي چي دوه کسه يي زما څنګ ته او دري نور يي ماته مخامخ کټ کي ناست وو ما نه يي پوښتنه وکړه چي کابله پوري څو ګینټي لاره پاتي ده ما ورته وویل که لاره خلاصه وي 3 ساعته یو پکي وویل ډیره لاره پاتي، همدا وخت ما هم تري پوښتنه وکړه لکه چي اول ځل مو دی چي کابل ته ځئ؟ ماته مخاخ کټ کي ناست یو کس وویل:
هو ځو چي د کابل منظره وکړو.
زه:
سیل او چکر ته راغلي یاست که بل کوم کار هم لرئ؟
ماته يي ځواب راکړ:
کابل هم ګورو او شمال خواته پلان لرو چي ولاړ شو.
دي وخت کي ما وویلي: شمال ته مه ځئ! چي جنګونه دي، زما څنګ ته ناست کس ځواب راکړ:
مونږه هم ځو چي جهاد کي برخه واخلو د مسعود او ګلم جم سره زور معلوم کړو ما په خندا ورته وویل:
ښه آفرین ولا، کله مخکي هم جنګ ته تللي ياست که اول ځل مو دی؟ جنګ سره بلد يي که مستقیم راخوشي يي؟ دوي کي یو وویل: هو مجاهدین یاستو ضرور به جنګونو کي بلد یو، اوس نو لحظه په لحظه زما روحیات خرابیږي او احساسات نشم کنترول کولي خو بل خوا بیا زړه کي تري ډاریږم هم چي دا خو وسله وال دي کوم زیان راونه رسوي، دي وخت کي نور مي خوله کنترول نشوه کړلي ورته مي مخامخ وویلي:
پاکستان کي چرته د جهاد سنګر نشته چي دلته راغلي یاست؟ د پاکستان دولت خو هم چپه کول غواړي کنه غلطه وایم، یو چی له ما هم تیز وو راته يی وویل اول به د ګلم جم سره تصفیه کوو بیا د پاکستان چاره اسانه ده، ما ورته وویل:
اوس افغانستان کي 90 فیصده شرعیت تطبیق دی، تاسي پاکستان کي هم تر دي نیمايي اسلام تطبیق کړئ بیا دلته راشئ،!
زما دي خبري سره نوره فضا کړکیچنه شوه یو طالبګوټۍ دومره پکي احساساتي شو چي ماته یی وویل:
د چا په رګو کي چي د روس وینه وي همدا تا غوندي خبري کوي مونږ کي د اسلام وینه ده، دي خبري سره نور زه له کټه (چپرکټه) په ځآي ودریدم او ورته مي وویلي:
د چا په هډوکي کي چی د پرنګي (انګلیس) نطفه ګډه وي همداسي وي خپل ځان او کلی نه ویني زما په کور کي لانجي جوړولو ته راځی. (هغه وخت د پرنګي لفظ ما د ډیري غوصي نه کارولي وه د خبري په ریښه لا نه وم پوه، مګر وروسته بیا پوه شوم چي ما خو لفظ په سم ځآی او سم وخت کي کارولي وه).
دي وخت کي نو د هوټل مدیر چي پیپسي اخیستلو پسی دکان ته راوتلی وو زما ددي مباحثي منځ کي رارسیدلي وو، ماته په ډيره غصه ناکه لهجه وویلي، دلته څه کوي؟
په آمرانه لهجه :
ننوځه هوټل ته! چابک ننوځه! تا سره مي کار دی.
لاس نه يي کش کړم هوتل کی د ډریورانو د ډوډی خونی ته بوتلم، پرده يي راپسی کش کړه ویل يي زه درځم ته دلته کینه، زه څو دقیقي ناست ووم چي هوتل مدیر راغئ ما ته يي وویل:
د سر ماغزه دي خراب دي په ځآن يي، کنه يي؟ هر چا سره څه کار لري؟ زه ورته غلی ووم، ځواب مي نه ورکوه، هغه چي خبري خلاصي کړي ما ورته وویلی: ډریور او سورلي به ما لټوي باید ووځم، مدیر ځواب راکړ کینه څو دقی، کوم فلاینګوچ کي یي؟ ما وویل:
سپین فلاینکوچ کي, د مدیر غصه لا نه وه سړه کوم سپین کي؟ دوه دري هلته سپین دي، ما وویلي:
هغه وچکي ډریور سره، ویل يي کینه زه يی ګورم دي شیبه کي ډریوار راننوته غږ يي کړ چي ماسره ناست سورلی دي راووځي چي خلک وارخطا دي، پردي شا نه مي وکته همدا مونږ پوري اړوند ډریور وو ما مدیر ته وویلی همدغه دی ما لټوي، مدیر ډریور ته غږ وکړ راځه دلته راشه ډریور چي ننوته په ما يي سترګي ولګیدي ماته يي وکته او ګویا شو: ته خو به ماسره نه يي؟ ځواب مي ورکړ: یم تاسره یم، ویل يي تا خو ځآنته هم لانجه کتلي وه او ماته هم، استاذ (هدف يي د هوتل مدیر وو) دي خیر ویسي چي لانجه يي غوڅه کړه، اوس باید حرکت وکړو د هوتل د دخل مسول ورته وویل: لږ صبر چي دوي (طالبان) تر تاسي مخکي لاړ شي د سورلي غوصه وزغمه څنګه چل کوي اوس تنګي کي درته کومه لانجه جوړه نشي دا پاکستاني د سړي زامن نه دي، ډریور څو شیبي نور هم معطل شو نور يي د هوتل د مدیر نه یی اجازه واخسته، هوتل مسول ډریوته وویلي:
په ځآن او په دی هلک پام کوه دا خوشي لیونی دی.
ماته يي وویلي: ورځه لانجي مه جوړوه، په ځان رحم وکړه.
اوس نو د موتر سورلي هم ټول ښه په قهر دي خاص زما د څنګ هملاري، چرته تللي وي؟ څه دي کول؟ چکر ته خو نه يی راوتی، دي لاري ته ګوره ستا کار ته ګوره! زه نو د هیچا ځواب نه ورکوم، ډریور غږ وکړ:
ماما د خداي نه خیر غواړئ، خداي دي پکي خیر واچوي انسان په خپل خیر او شر نه پوهیږي، یو دعا د خیر او نور مو حرکت وکړ، زه نو د ډیره قهره خبري نکوم او خپل چرت او فکر کي ډوب یم، شپه مي لیلی ته ورسوه د اطاق ملګرو نه انجینر جلیل احمدزي او انجنیر میرویس سنجر ته مي خپله کیسه وکړه دواړو راته مسک وو او خندل يي جلیل خو راته وویلي ډیر مه غږیږه څمله چی ستړی يي، داسي مي احساس کړ چي زما دا دومره کشمکش او زما دا جذبات زما ملګري هم نشي درک کولي یا نه غواړي زما احساسات درک کړي بنا نا امیده ویده شوم او ځان سره مي ویل دا خلک ولي زما احساسات نشي درک کولي. حتا زما خپل د دستر خوان دري کلن ملګري مي هم نه غواړي زما په روحیاتو پوه شي. همدي فکر کی ویده شوی وم سهار انجنیر جلیل احمدزي لمانځه ته پاڅولم…… نور بیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.