د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری

56

سریزه

 د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته دا وښوده چې یوازې د دموکراسۍ شعارونه، تش په نامه انتخابات، پارلمان او ظاهري سیاسي جوړښتونه نهشي کولای یو ملت د ثبات، عدالت او پرمختګ پر لور رهبري کړي. هغه نظامونه چې د ولس له ارادې، سیاسي شعور او ملي واقعیتونو څخه جلا وي، که هر څومره د ولسواکۍ ادعا وکړي، بیا هم د خلکو باور نه شي ترلاسه کولای.

په تیرو دوو لسیزو کې د دموکراسۍ د ناکامۍ مسئولیت یوازې د استبدادي، مافیایي او بهرنیو لاسوهنو پر غاړه نه دی؛ بلکې د هغو سیاسي او فکري جریانونو نیمګړتیاوې هم رول لري چې ځانونه یې د دموکراسۍ او پرمختګ مدعیان او استازي بلل.

په دې لیکنه کې هڅه شوې چې په لنډه توګه د دموکراسۍ د تېرو تجربو مهم درسونه وڅېړل شي او دا روښانه شي چې دموکرات ځواکونه باید په راتلونکې کې کومو اصولو او واقعیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د دموکراتو ځواکونو نیمګړتیاوې

۱–  له ولس څخه واټن

په تېر تحمیلي اسلامي جمهوریت کې د دموکراتو او مترقي جریانونو یوه مهمه کمزوري دا وه چې د خلکو له واقعي ژوند او ورځنیو ستونزو څخه لیرې پاتې شول. د دوی ډېر سیاسي فعالیتونه تر ډېره په لویو ښارونو، محدودو سیاسي مجلسونو، رسنیزو بحثونو او د خپلو تنظيمي او فکري حلقو ترمنځ راڅرخېدل، خو له کلیو، عادي خلکو، بزګرانو، کارګرانو، بې‌وزلو قشرونو او حتی ډېرو ځوانانو سره یې ژور او دوامدار تماس کم و.

په داسې حالت کې ډېر وخت سیاست یوازې د نخبه‌ګانو او محدودو سیاسي څېرو ترمنځ بحث پاتې شو، نه د عام ولس د عملي ژوند برخه. د خلکو اصلي ستونزې لکه بې‌کاري، فقر، ناامني، تعلیم، روغتیا او ټولنیزې اړتیاوې یا کافي نه اورېدل کېدې او یا هم په عملي او دوامدار ډول ورباندې کار نه کېده. په دې خاطر ډېرو خلکو دا جریانونه خپل استازي او د خپلو دردونو غږ نه باله.

۲–  د دموکراسۍ د اصولو نه عملي کول

ډېرو هغو سازمانونو او اشخاصو چې د دموکراسۍ شعارونه ورکول، د دموکراسۍ له عملي تجربو بې برخې او یا خپلو نظریاتو ته وفادار نه وو. په خپل داخلي جوړښت کې یې د نظر ازادي، حساب‌ورکونه، شفافیت او سالم انتقاد نه زغمه. په ډېرو مواردو کې فردي تصمیمونه، پر ټول ګوند باندې د خپل فریکشن د پریکړو تحمیل، شخصي سلیقې او تنظيمي انحصار د دموکراتیکو اصولو ځای نیولی و.

د دموکراسۍ په اړه یوازې شعار ورکول بسنه نه کوي؛ اصلي خبره دا ده چې د دموکراسۍ اصول په عمل کې هم مراعات شي. په تېر وخت کې د دموکراتو او مترقي جریانونو یوه مهمه ستونزه دا وه چې که څه هم دوی د آزادۍ، عدالت او دموکراسۍ خبرې کولې، خو په خپلو داخلي جوړښتونو او سیاسي چلند کې یې هماغه اصول نه عملي کول.

 ډیر ځله به مهمې پرېکړې د ګډو مشورو او دموکراتیکو پروسو پر ځای د څو محدودو اشخاصو له خوا نیول کېدې. یعنې د سازمانونو دننه فردي تصمیمونه، شخصي سلیقې او د قدرت انحصار غالب و. د رهبرۍ د بدلون او تناوب په وړاندې حساسیتونه ډیر و. په عموم کې د حساب‌ورکونې کمزورتیا (په تیره بیا د مالي چارو روښانتیا) هم یوه بله ستونزه وه. داسې ګوندونه او سازمانونه به ډیر کم وي چې مشرانو یې خپلو صفوفو ته د ګوند د مالی چارو روښانه حساب ورکړی وي. په رښتینې دموکراسۍ کې مشران او مسئولین باید د خپلو کړنو، پرېکړو او ناکامیو وضاحت ورکړي او که نه، نو د اصلاح او پرمختګ لاره محدودېږي.

دموکراسي یوازې سیاسي نظام نه دی، بلکې یو فرهنګ او طرز فکر هم دی. که یو سازمان په خپل داخل کې شفافیت، مشوره، د نظر احترام او حساب‌ورکونه ونه لري، نو په عملي ډول د دموکراتیکې ټولنې د جوړولو ادعا هم کمزورې کېږي.

۳–  شخصي او تنظيمي رقابتونه

د ملي اجماع او ګډې مبارزې پر ځای، شخصي اختلافونو، فرکسیوني میلانونو، تنظيمي رقابتونو او کوچنیو ګټو د دموکراتو ځواکونو ترمنځ بې‌باوري زیاته کړه. هرې ډلې ځان محور ګاڼه او د ګډ ملي هدف پر ځای یې خپل محدود سیاسي موجودیت ته لومړیتوب ورکاوه. د ګوندونو او سازمانونو په سر کې اکثراً داسې کسانو ځای نیولی و چې شخصي ګټې یې له عامو ټولنیزو هغو څخه لوړې ګڼلې. د دې پر ځای چې مختلف سیاسي او فکري جریانونه د هېواد د لویو ستونزو د حل لپاره ګډ کار وکړي، هره ډله تر ډېره د خپل نفوذ، نوم، تشکیلاتو او محدودو ګټو په ساتلو بوخته وه. کله چې سیاسي مشرتابه شخصي حسابونه او محدودې ګټې تر ملي او ټولنیزو اهدافو لوړې وبولي، نو سیاسي مبارزه خپله اصلي معنا له لاسه ورکوي.

په ډېرو مواردو کې کوچني اختلافونه دومره لوی کېدل چې د ګډ کار او اعتماد فضا یې له منځه وړله. کله ناکله شخصي رقابتونه او د رهبرۍ پر سر شخړې  تر اصولي او ملي مسایلو مهمې بلل کېدې. هرې ډلې هڅه کوله چې ځان اصلي او برحقه وښيي او نور کمزوري یا بې‌اهمیته ثابت کړي. دا حالت د دې سبب شو چې د دموکراتو او مترقي ځواکونو ترمنځ یووالی او ګډ دریځ رامنځته نه شي.

فرکسیوني او تنظيمي ذهنیت ستونزه لا نوره ژوره کړې وه. د دې پر ځای چې اختلافات د سالم بحث او دموکراتیک تعامل له لارې حل شي، ډېر وخت سیاسي ډلې په کوچنیو حلقو ووېشل شوې او هرې حلقې یوازې د خپلو کسانو، خپلو اړیکو او خپل نفوذ د پراخېدو هڅه کوله. همدا بېلتونونه د خلکو په منځ کې هم د بې‌باورۍ سبب ګرځېدل.

په اصل کې، هر سیاسي حرکت هغه وخت اغېزمن کېدای شي چې ګډ هدف، متقابل اعتماد او د همکارۍ فرهنګ پکې موجود وي. که شخصي او تنظيمي رقابتونه تر ملي ګټو مهم شي، نو سیاسي ځواکونه ټوټې کېږي او نه شي کولای د ټولنې په کچه اغېزمن بدلون رامنځته کړي.

۴–  د نوي نسل کمزورې روزنه

په تېرو کلونو کې د ځوان نسل سیاسي او فکري روزنې ته هومره پاملرنه ونه شوه لکه څنګه چې د یوې سالمې او پرمختللې ټولنې لپاره اړینه وه. ډېری ځوانان یا له منظمې فکري روزنې بې‌برخې پاتې شول او یا هم داسې چاپېریال ته ور ولوېدل چې پکې احساساتي، تقلیدي او تعصبي فکر تر آزاد او انتقادي فکر پیاوړی و.

په شل کلن اسلامي جمهوریت کې د ځوانانو یوه برخه د داسې مادي او مصرفي ذهنیتونو تر اغېز لاندې راغله چې پکې شتمني، شخصي ګټې او اقتصادي امتیازات تر فکري او ټولنیزو ارزښتونو مهم بلل کېدل. یوې برخې نورو بیا د سیاسي او مدنی فعالیتونو خواته میلان وموند. سالمه سیاسي روزنه یوازې دا نه ده چې یو ځوان سیاست ته داخل شي؛ بلکې دا هم اړینه ده چې هغه د تحلیل، پوښتنې، انتقاد، زغم، ملي فکر او ټولنیز مسئولیت په داسې روحیه وروزل شي چې هره موضوع په دلیل او فکر وارزوي، نه دا چې یوازې د اشخاصو، شعارونو یا احساساتو تر اغېزې لاندې پرېکړې وکړي. په عملي ډګر کې ډېری سیاسي او فکري جریانونه ونه توانېدل چې داسې بافکره، مستقل او مسئول ځوانان وروزي چې د راتلونکي سالم مشرتابه بنسټ جوړ کړاي شيپه دې خاطر سیاسي ډګر تر ډېره د تیرو سیالیو، زړو څېرو او پخوانیو فکرونو تر اغېز لاندې پاتې شو. نوې نظریې، نوې انرژي او عصري سیاسي لیدلوري کمزوري وو او ځوان نسل ته د رهبرۍ او عملي تجربې زمینه کمه برابره شوه.

یوه بله مهمه نیمګړتیا دا وه چې ځوانانو ته د سازماني او عملي تجربو د زده کړې لپاره لازم فرصتونه کم وو. په ډېرو سیاسي او مدني جریانونو کې ځوانان یوازې د ملاتړ کوونکو او عملي اجراکوونکو په توګه کارول کېدل، خو د تصمیم نیولو، مدیریت، بحث، مذاکراتو، د اختلاف د حل، عامه اړیکو او سازمان جوړونې په برخو کې ورته د پخو روزونکو له لوري د منظم کوچینګ او روزنې شرایط برابر نه و.

رهبرۍ یوازې د شعارونو او احساساتو له لارې په ناڅاپي ډول نه رامنځته کېږي؛ بلکې سالم مشران تدریجي روزنې، دوامدارې تجربې او عملي کار ته اړتیا لري. ځوانان باید د فکري زده کړو تر څنګ په عملي سیاسي، مدني او سازماني فعالیتونو کې هم وروزل شي، څو وکولای شي چې د ټیم او سازمان د مدیریت وړتیا پیدا کړي؛ د ستونزو د حل او تصمیم نیولو تجربه ترلاسه کړي؛ د خلکو سره د ارتباط او اعتماد جوړولو مهارتونه زده کړي او د سالمې رهبرۍ مسئولیت په تدریجي ډول پر غاړه واخلي.

کله چې یوه ټولنه یا سیاسي جریان د ځوانانو د روزنې، کوچینګ (Coaching او عملي تجربو لپاره دوامدار پروګرام ونه لري، نو د رهبرۍ تشه رامنځته کېږي. په داسې حالت کې یا هماغه زاړه اشخاص د زړو فکرونو سره تل په صحنه پاتې کېږي، او یا هم بې تجربه او احساساتي کسان ناڅاپه د رهبرۍ مقام ته رسېږي چې د لویو مسئولیتونو د سم مدیریت لازم ظرفیت نه لري.

کله چې یو نسل سالم فکري بنسټ او تدریجي عملي تجربې ونه لري، نو معمولاً دوه حالتونه رامنځته کېږي، یا په تقلیدي ډول د زړو او ناکامو سیاسي دودونو پیروي کوي او یا هم ژر د افراطي، احساساتي او تندلارو شعارونو تر اغېز لاندې راځي. بې‌روزنې او بې‌سیاسي شعوره ځوانان ډېر وخت د ژورو تحلیلونو پر ځای د احساساتو، تبلیغاتو او جذابو شعارونو له مخې متأثر کېږي. همدا تشه افراطي ډلو او عوامفریبو جریانونو ته زمینه برابروي چې د ځوانانو احساسات د خپلو موخو لپاره وکاروي.

د دې کمزورې روزنې بله پایله دا وه چې سیاست له فکري او عملي پرمختګ څخه وروسته پاتې شو. نه د نوې رهبرۍ قوي نسل رامنځته شو، نه سالم سیاسي بدیلونه جوړ شول، او نه هم داسې مشران وروزل شول چې هم پوهه، هم ملي احساس او هم د مسئولیت ظرفیت ولري.

په اصل کې، هره ټولنه چې د خپل ځوان نسل پر فکري، تعلیمي، سازماني او سیاسي روزنه پانګونه ونه کړي، د راتلونکي له بحران سره مخ کېږي. ځکه د ټولنې دوام، بدلون او سالم مشرتابه د همدغو ځوانانو له فکر، تجربې او ظرفیت سره تړلی وي.

پایله:

په ټوله کې دا لیکنه موږ ته دا مهم درس راکوي چې د دموکراسۍ ناکامي یوازې د بهرنیو لاسوهنو یا استبدادي جوړښتونو نتیجه نه وه، بلکې د دموکراتو او مترقي جریانونو داخلي کمزورتیاوې هم پکې اساسي رول درلود.

له ولس څخه واټن، د دموکراتیکو اصولو نه عملي کول، د شخصي او تنظيمي رقابتونو پراخېدل، او د نوي نسل کمزورې فکري او سازماني روزنه هغه بنسټیز عوامل وو چې د دې جریانونو اغېزمنتیا یې محدوده کړه. په ځانګړي ډول د ځوان نسل د سالمې روزنې او عملي تجربې نشتوالی د دې سبب شو چې نه قوي بدیل رهبري رامنځته شي او نه هم د دموکراسۍ فرهنګ په ټولنه کې ژور شي.

دا تجربه ښيي چې رښتینې دموکراسي یوازې په شعارونو، جوړښتونو او انتخاباتو ولاړه نه وي، بلکې د ولسي اړیکو، داخلي دموکراسۍ، ملي یووالي او د نسلونو د منظمې روزنې پر بنسټ جوړېږي. که دا عناصر موجود نه وي، نو د دموکراسۍ ظاهري چوکاټ هم دوامداره ثبات او مشروعیت نه شي رامنځته کولای.

په لنډ ډول، د راتلونکي لپاره اساسي اړتیا دا ده چې سیاسي جریانونه له ولس سره ژور ارتباط، د داخلي دموکراسۍ عملي کول، د شخصي رقابتونو کمول، او د ځوان نسل منظمه فکري او عملي روزنه خپل لومړیتوب وګرځوي؛ ځکه همدا عناصر کولای شي د یوې سالمې، ملي او پایدارې دموکراسۍ ریښتینی بنسټ رامنځته کړي.

نور محمد غفوری

۱۸/ می/۲۰۲۶م

د تحمیلي جمهوریت تقلبی دموکراسي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.