۱. سرطان څه مانا؟
سرطان هغه حالت دی چې د بدن حجرې له کنټرول پرته په غیر نارمل ډول وده کوي او د بدن روغ انساج له منځه وړي.
۲. کله تشخیص شو؟
لومړنۍ نښې یې شاوخوا ۵۰۰۰ کاله پخوا په لرغوني مصر کې ثبت شوې دي، خو “سرطان” نوم ورته ۲۴۰۰ کاله پخوا یوناني حکیم بقراط ورکړ.
۳. ارقام او حقایق:
• هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۲۰ میلیونه نوي کسان په سرطان اخته کېږي.
• هر کال نږدې ۱۰ میلیونه کسان د دې ناروغۍ له امله مړه کېږي.
• دا پدې مانا ده چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۷ زره کسان مړه کېږي.
۴. لوی ډولونه:
د سږو، سېنې، وینې (لوکیمیا)، پروستات، کولمو او د ماغزو سرطانونه تر ټولو مشهور ډولونه دي.
۵. ایا د پخوا په پرتله ډېر شوی؟
هو، د انسانانو د عمر زیاتوالي، ناسم عصري ژوند او پرمختللي تشخیص له امله دا ناروغي اوس تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
۶. ولې پیدا کېږي؟
• سګرټ، تمباکو او الکول.
• ناسم خوراک (فاسټ فوډ) او چاغوالی.
• د چاپیریال ککړتیا او زهري کیمیاوي مواد.
• ارثي (جنیټیکي) عوامل.
۷. ایا درملنه یې شونې ده؟
هو! که په لومړي سټېج (مرحله) کې تشخیص شي، د ډېرو ډولونو درملنه تر ۹۰٪ پورې ممکنه ده. وختي تشخیص ژوند ژغوري.
۸. کومو هېوادونو کې ډېر دی؟
د ارقامو له مخې استرالیا، نیو زیلنډ، ایرلنډ او هنګري په نړۍ کې د سرطان تر ټولو لوړې کچې لري.
۹. څنګه یې مخنیوی وکړو؟
• له تمباکو او هر ډول نشې لرې پاتې شئ.
• تازه مېوې او سبزي وخورئ.
• منظم ورزش وکړئ او خپل وزن کنټرول کړئ.
• په بدن کې د هر ډول غیر نارمل بدلون په صورت کې ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.