کومې د وخت مدیریت تګلارې ستاسو لپاره تر ټولو اغېزمنې دي؟

چمتو کوونکی او نچوړ: نصيراحمد څپاند"

3

کومې د وخت مدیریت تګلارې ستاسو لپاره تر ټولو اغېزمنې دي؟
درنو لوستونکو دغه مهمه مقاله ولولي او خپل د وخت مدیریت طریقه له دغو نظریو سره برابره کړئ.

لیکواله: Catherine J. Mutti-Driscoll
چمتو کوونکی او نچوړ:نصيراحمد”څپاند”
خپرندویه: Psychology Today
د خپرېدو نېټه: ۱۴ مې ۲۰۲۶

مهم ټکي:
د وخت مدیریت د دماغ له اجرائیوي فعالیتونو څخه دی.
د وخت مدیریت ستونزې د ADHD(د پاملرنې کمښت او زیات فعالیت اختلال) لرونکو کسانو ترمنځ ډېرې عامې دي، حتی که هغوی په ځینو برخو کې ښه مهارتونه هم ولري.
د وخت مدیریت د بېلابېلو تګلارو یو “مېنو” ساتل ګټور دي، ځکه کله ناکله یوه طریقه خپل اغېز له لاسه ورکوي.
د Dawson او Guare د Smart But Scattered کتاب له مخې، د وخت مدیریت معنا دا ده چې:
پوه شئ څومره وخت لرئ،
پرېکړه وکړئ چې وخت په کومو کارونو ولګوئ،
او د ټاکلي وخت په چوکاټ کې کارونه بشپړ کړئ ترڅو نېټې او مهلتونه پوره شي.
که تاسو د وخت په مدیریت کې ستونزه لرئ، نو پوه شئ چې دا یوازې ستاسو شخصي کمزوري نه ده. د وخت مدیریت د دماغ له اجرائیوي فعالیتونو څخه ګڼل کېږي. د دې حقیقت درک کول د ډېرو خلکو لپاره ذهني آرامتیا رامنځته کوي.
د دماغ او وخت مدیریت اړیکه
د هغو کسانو لپاره چې عصبي توپیرونه (Neurodivergent) لري، د وخت مدیریت یا یو لوی قوت وي او یا هم جدي ننګونه. دا موضوع د اجرائیوي فعالیتونو په ډېرو برخو کې لیدل کېږي.
له بده مرغه، ډېر خلک نه پوهېږي چې د وخت مدیریت یوه دماغي وړتیا ده، نو ځکه کله ناکله پر خلکو ناسم قضاوت کېږي.
که غواړئ خپل مهارتونه ښه کړئ، نو له ځان سره مهرباني او زغم ولرئ. څېړنې ښيي چې هرڅومره انسان له ځان سره د شفقت چلند ولري، هماغومره د بدلون او پرمختګ توان پیدا کوي.
یو واقعي لیدلوری
که د وخت مدیریت ستاسو لپاره لویه ستونزه وي، ښايي هېڅکله بشپړ نه شي؛ خو پرمختګ کول حتمي ممکن دي، په ځانګړي ډول که هغه لارې وکاروئ چې ستاسو له ذهني جوړښت سره برابرې وي.
ځینې خلک په دفتر او رسمي چاپېریال کې ډېر منظم وي، خو په کور کې ستونزې لري، ځکه هلته منظم چوکاټ او نظارت کم وي. کله چې رسمي جوړښت له منځه ولاړ شي، انسان ممکن د وخت احساس له لاسه ورکړي.
عامې ستونزې
حتی که تاسو د وخت مدیریت ځینې قوتونه هم لرئ، ښايي لاندې ستونزې تجربه کړئ:
له خپلې وسې ډېر کارونه پر غاړه اخیستل
یوازې د وخت تنظیمولو کې ستونزه لرل
ناوخته رسېدل یا د دوو کارونو وخت یو ځای ټاکل
ځان ته د وخت نه ځانګړی کول
د وخت د تېرېدو احساس نه کول (Time Blindness)
ډېر خلک د نورو له خوا ټاکل شوي مهلتونه ښه پوره کوي، خو هغه مهلتونه چې خپله ځان ته ټاکي، ورته ستونزمن وي. له همدې امله، دا مهمه ده چې انسان د بېلابېلو تګلارو یوه مجموعه ولري.
د وخت مدیریت ګټورې تګلارې
۱- پټ وختونه هم حساب کړئ
موږ اکثره د کارونو وخت غلط اټکل کوو، په ځانګړي ډول د پېچلو کارونو.
ډېر خلک لاندې وختونه له پامه غورځوي:
له یوه کاره بل ته د ذهني انتقال وخت
د تګ راتګ یا د کار د تیارۍ وخت
د پاککارۍ او منظمولو وخت
د “Buffer Zone” یا اضافي وخت ټاکل مرسته کوي. خپل مهالویش ډېر کلک مه جوړوئ. د ۵ یا ۱۰ دقیقو مخکیني یادونې هم ګټورې دي.
۲- لږ ژمنې وکړئ
د “نه” ویلو تمرین وکړئ.
یوازې هغه کارونه لومړیتوب ورکړئ چې ډېر مهم وي. کله چې انسان لږ کارونه ومني، نو د مهمو دندو د بشپړولو فرصت زیاتېږي.
۳- کوچني مهلتونه جوړ کړئ
د ADHD لرونکي ذهنونه اکثره د “اوس یا هېڅکله نه” پر اصل کار کوي. که یو مهلت ډېر لیرې وي، نو د کار پیلول ستونزمن کېږي.
د حل لارې:
لوی کارونه په کوچنیو مهلتونو ووېشئ.
الارمونه او د کیلنډر یادونې وکاروئ.
د حساب ورکولو سیستم جوړ کړئ؛ مثلاً له یو ملګري سره ژمنه وکړئ چې ستاسو پرمختګ به تعقیبوي.
۴- کارونه په لوبه بدل کړئ
کار ته د لوبې بڼه ورکول د هڅونې سبب کېږي.
بېلګې:
“په پنځو دقیقو کې څومره لیکلی شم؟”
“که لس دقیقې لوښي ووینځم، لس دقیقې استراحت کوم.”
دا طریقه انسان ته د بیړني حرکت احساس او انعام دواړه ورکوي.
څنګه پوه شو چې کومه طریقه راته اغېزمنه ده؟
کله چې کومه تګلاره ازمویئ، له ځانه دا پوښتنې وکړئ:
ایا ما مخکې دا طریقه کارولې؟
ایا ګټه یې کړې وه؟
د دې طریقې ګټې او زیانونه څه دي؟
ایا غواړم دوام ورکړم، بدلون پکې راوړم، که وروسته یې وکاروم؟
کله چې انسان دا ډول ارزونه کوي، ورو ورو یوه روښانه نقشه ورته جوړېږي.
لیکواله سپارښتنه کوي چې تل د وخت مدیریت د څو مختلفو تګلارو یو “مېنو” ولرئ، ترڅو که یوه طریقه بې‌اغېزې شي، بله وکاروئ.
نوت:ADHD مانا او لنډيز ( د پاملرنې کمښت او زیات فعالیت اختلال)Attention Deficit Hyperactivity Disorder
یا په ساده عبارت:
هغه ذهني حالت چې انسان پکې د تمرکز، ارام پاتې کېدو او د توجه د تنظیم ستونزې لري.
اخذونه :
Dawson, P., & Guare, R. — The Smart But Scattered Guide to Success
Tuckman, A. — *Understand Your Brain, Get More

ولې ښې اړیکې د وخت په تېرېدو سره سړېږي؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.