کله چې د احساساتو د پارېدو له امله شخړه یا لفظي لانجه رامنځته شي، ځینې کسان د ځان د دفاع یا د مقابل لوري د کنټرول لپاره چوپتیا غوره کوي. خو دا چوپتیا چې کله ناکله څو ورځې، څو اوونۍ یا حتی څو میاشتې دوام کوي، نه یوازې اړیکې خړې پړې کوي، بلکې د هر چا پر ذهن او احساساتو هم ناوړه اغېز کوي.
کله چې له کورنۍ یا ملګرو سره له شخړې وروسته فضا ارامه شي، ایا لا هم ستاسو په ذهن کې د خپګان، کرکې یا د غچ اخیستنې احساسات پاتې وي؟ ایا له یو بل سره خبرې بندوئ، په دې ګومان چې چوپتیا به ستونزه حل کړي؟ په حقیقت کې، دا ډول چوپتیا ذهن له منفي او زهرجنو فکرونو ډکوي، زاړه ټپونه تازه کوي، درد زیاتوي او د یو بل په وړاندې د رد او لرېوالي احساس پیاوړی کوي. دا ډول منفي فضا د ټولو د ذهني او جسمي روغتیا لپاره زیانمنه ده.
راځئ چې ستونزه او خپل غرور لږ شاته پرېږدو او بېرته خپلو عادي فکرونو، خبرو او چلند ته راوګرځو.
موږ باید هغه څوک واوسو چې لومړی ګام پورته کوي او له مقابل لوري سره داسې خبرې پیل کړي، لکه هېڅ ناخوښه پېښه چې نه وي شوې. ځکه هغوی زموږ خپلوان، دوستان او خیر غوښتونکي دي. د هغوی هوساینه زموږ لپاره مهمه ده او زموږ هوساینه هم د هغوی لپاره ارزښت لري. د اړیکو د ژغورلو تر ټولو اسانه لاره دا ده چې خبرې بېرته پیل کړو. دا کار د دواړو خواوو خوښي، روغتیا او د کور یا کاري چاپېریال سالمه فضا ساتي.
تل په یاد ولرئ چې تاسو یو مهربان انسان یاست. د خپلې کورنۍ او ملګرو د خوښۍ او روغتیا خیال وساتئ. کله ناکله هغوی داسې نظر لري چې ستاسو له نظر سره توپیر لري. خپل نظر په ارامۍ او ثبات سره څرګند کړئ، خو که ورسره موافق نه هم یاست، بیا هم ورته درناوی وکړئ.
هغه څه چې ویل غواړئ، په ارامۍ او متانت یې ووایئ.
له شخړې وروسته سمدستي خپل ذهن پاک کړئ، د فضا انرژي مثبته کړئ او اختلاف په سالمه توګه حل کړئ. هېڅکله مه پرېږدئ چې د منفي چوپتیا اوږده موده رامنځته شي. بېرته خپل عادي، ارام او متوازن حالت ته راستانه شئ. خپله له مقابل لوري سره خبرې پیل کړئ او مه انتظار کوئ چې هغه لومړی خبرې وکړي. داسې چلند وکړئ، لکه ناخوښه پېښه چې ستاسو ترمنځ هېڅکله نه وي شوې. ستاسو بېقید او شرطه مینه او درناوی د زړونو د رغېدو، د اړیکو د پیاوړتیا او د سولې او همغږۍ د بېرته راګرځېدو لامل کېږي.
نو له نن څخه راځئ چې له هر اختلاف وروسته چوپتیا نه، بلکې خبرې اترې غوره کړو. یوه ارامه او له درناوي ډکه خبره کولای شي زړونه ورغوي او اړیکې لا پیاوړې کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.