فکري مکتب؛ د مفهوم او حقیقت ترمنځ توپیر

نصيراحمد څپاند

53

فکري مکتب هغه منظم فکري، فلسفي یا علمي لیدلوری دی چې یوه ډله، پوهان یا متفکران پرې ګډ باور ولري او د انسان، ټولنې، سیاست، اقتصاد، دین او نورو موضوعاتو په اړه د فکر کولو ځانګړې لاره وړاندې کړي.
په ساده ژبه، فکري مکتب د فکر، لیدلوري او نظریاتو یوه منظم او مشخصه لاره ده.
د بېلګې په توګه، افلاطوني مکتب د افلاطون له نظریاتو سرچینه اخلي، ارسطویي مکتب د ارسطو پر فلسفي افکارو ولاړ دی او مارکسیستي مکتب د کارل مارکس له اقتصادي او ټولنیزو نظریاتو څخه سرچینه اخلي. په مدیریت او بشري سرچینو کې هم د دودیز مدیریت، انساني اړیکو، ستراتیژیک مدیریت او معاصر سازماني چلند په څېر بېلابېل فکري او نظریاتي لیدلوري شته.
خو زموږ په هېواد کې کله ناکله د «فکري مکتب» مفهوم په داسې بڼه کارول کېږي چې له اصلي علمي او فلسفي معنا سره یې هېڅ تړاو نه لري. عجیبه دا ده چې نن سبا کله یو جنایتکار یا د درنو جرمونو مرتکب کس وژل کېږي یا له منځه ځي، د هغه ځینې پلویان یې د «فکري مکتب»، «ارمانونو» او «لارې» د دوام خبرې کوي، نوموړی د اتل په توګه معرفي کوي او په ټولنیزو رسنیو کې یې ستاینه کوي.
دلته یوه مهمه پوښتنه پیدا کېږي: ایا د یوه کس هر ډول فکر، عمل او کړنې یوازې د دې لپاره چې هغه یې په نوم او شعار کې بیان کړي، فکري مکتب بلل کېدای شي؟
فکري مکتب باید له شخص‌پرستۍ، احساساتي وفادارۍ او د یوه فرد له تقدس جوړولو سره ګډ نه شي. که یو څوک د خپل عمل په پایله کې پر خلکو ظلم، وژنې، ویجاړۍ او نور جنایتونه کړي وي، د هغه د کړنو باید له شعارونو او ادعاوو څخه جلا ارزونه وشي. د یوه کس له مړینې وروسته د هغه هر عمل سپېڅلی کول، جنایت ته قهرمانانه رنګ ورکول او د هغه د لارې د دوام اعلانول د «فکري مکتب» له علمي مفهوم سره توپیر لري.
فکري مکتب د اصولو، نظریاتو او ارزښتونو منظم نظام دی؛ نه د یوه فرد د نوم، شخصیت او کړنو ړوند تقدس.
له همدې امله، زموږ په ټولنه کې اړتیا ده چې د «فکري مکتب»، «ارمان»، «اتلولي»، «شخصیت‌پرستۍ» او «جنایت» ترمنځ روښانه توپیر وکړو. د هر انسان د ژوند او مړینې په اړه باید د احساساتو پر ځای د هغه د افکارو، کړنو، پایلو او تاریخي مسؤلیتونو پر بنسټ قضاوت وشي.

د اداري اخلاقو په چوکاټ کې د ټوکو حدود

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.