په ادارو کې د کارکوونکو ښکېلتیا لپاره نوی فکر

نصيراحمد څپاند

60

نننۍ ادارې باید خپل تمرکز یوازې د کارکوونکو د زغم، مقاومت او د فشارونو د مدیریت پر روزنه محدود نه کړي، بلکې د هغو اصلي لاملونو د له منځه وړلو او کمولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي چې د فشار، ستړیا او کاري کمزورۍ سبب ګرځي.
فشارونه یوازې د کار ځای پورې محدود نه دي
نن ورځ ډېری کارکوونکي یوازې د خپلو دندو او کاري چاپېريالونو له فشارونو سره نه، بلکې د ژوند له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره هم مخ دي. ځینې د خپلو ناروغو والدینو پالنه کوي، ځینې د ماشومانو د روزنې او ساتنې ستونزې لري، ځینې له مالي مشکلاتو او پورونو سره لاس او ګرېوان دي، او ځینې نور له روغتیايي، کورنیو او ټولنیزو ننګونو سره مبارزه کوي.
کله چې یو کارکوونکی خپل کاري ځای ته راځي، دا ستونزې هم ورسره مل وي. همدغه ستونزې د هغه پر ذهني تمرکز، کاري انرژۍ، نوښت، انګېزې او عمومي فعالیت مستقیم اغېز کوي. له همدې امله، د کارکوونکو د فعالیت د ښه والي لپاره یوازې د هغوی هڅول او روزل بسنه نه کوي، بلکې د هغوی د ستونزو د درک او حل لپاره هم جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
ادارې څه باید وکړي؟
د کارکوونکو د هوساینې او اغېزمنتیا لپاره ادارې باید:
د کارکوونکو د ورځنیو او عملي ستونزو لپاره مناسبې او دوامدارې حللارې ولټوي.
د کار او شخصي ژوند ترمنځ د سالم توازن د رامنځته کولو لپاره اغېزمن تدابیر ونیسي.
داسې پالیسۍ، طرزالعملونه او سیستمونه رامنځته کړي چې غیر ضروري اداري او کاري فشارونه راکم کړي.
د کارکوونکو ملاتړ یوازې په شعارونو او ژمنو محدود نه کړي، بلکې په عملي اقداماتو او واقعي مرستو یې ثابت کړي.
داسې کاري چاپېریال برابر کړي چې د کارکوونکو هوساینه، روغتیا، خوندیتوب او مسلکي وده پکې خوندي وي.
پخوا کاري چاپېریالونه تر ډېره د ثبات، وړاندوینې او محدودو بدلونونو پر بنسټ ولاړ وو، خو نننۍ نړۍ د چټکو بدلونونو، نوو ننګونو او پرله‌پسې تحولاتو نړۍ ده. په داسې شرایطو کې کارکوونکي نه یوازې د خپلو دندو له فشارونو سره مخ دي، بلکې د شخصي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو بار هم پر اوږو وړي.
له همدې امله، د راتلونکې بریالۍ اداره هغه نه ده چې یوازې له خپلو کارکوونکو څخه د زغم، انعطاف او مقاومت تمه ولري؛ بلکې هغه اداره بریالۍ ګڼل کېږي چې د خپلو کارکوونکو لپاره اغېزمن ملاتړي سیستمونه، عادلانه پالیسۍ او سالم کاري چاپېریال رامنځته کړي، څو د هغوی بار سپک، روحي هوساینه خوندي او د اغېزمن کار کولو وړتیا یې پیاوړې شي.
په لنډه توګه، د کارکوونکو د ښکېلتیا، رضایت او لوړ فعالیت راز یوازې په هڅونې او تشویق کې نه دی نغښتی، بلکې په دې کې دی چې ادارې د هغو خنډونو، ستونزو او فشارونو د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي چې د کارکوونکو د اغېزمن او دوامدار فعالیت مخه نیسي. بریالۍ ادارې لومړی ستونزې حلوي، بیا له خپلو کارکوونکو څخه د غوره پایلو تمه لري.

کومې د وخت مدیریت تګلارې ستاسو لپاره تر ټولو اغېزمنې دي؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.