د افغانسان او روسیې ترمینځ نظامياو تخنیکي تړون
(دویمه او وروستۍ برخه)
دافغانستان جیوپولیټیک، جیوستراتیژیک موقیعیت او جیو اقتصادي اهمیت تل د نړیوالو زبرځواکو قدرتونو پاملرنه دې لور ته را اړولې ده، تر مقدوني سکندر نه را نیولې بیا تر امریکا پورې له خپل هر ډول زور او طاقت نه کار واخیست تر څو د اسیا په زړه کې دغه کوچنی اما د غرور، حماسو او افغاني غیرت نه ډک پیاوړي هېواد په دغه حساس موقیعیت کې د خپلو ستراتیژیک موخو د عملي کولو له پاره د دایمي مستعمرې په توګه وساتي، خو باتورو افغانانو د سترو قربانیو او سرښندنو له لارې دغو متجاوزو استعمارګرو ته تل غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او په ډېره بې شرمۍ یې له هېواده تیښتې ته اړویستي دي.
پخواني شوروي اتحاد هم څه د پاسه لس کاله خپل استعماري طاقت و ازمایه، چې په نتیجه کې نه یوازې دا چې خپلو بې شرمانه موخو ته ورسید، بلکې دړې وړې شو او یوازې اوسنۍ روسیه ورپاتې شوه، غواړم د هېواد په تېرو حوادثو لنډه تبصره وکړم.
په ۱۹۷۰مو کلونو کې په افغانستان کې شاهي نظام ړنګ د سردار محمد داود تر مشرۍ جمهوري نظام او بیا ترې را وروسته په ۱۳۵۷ کال کې د ثور د نظامي پاڅون له لارې خلقي نظام رامنځته شو، ولیدل شول چې د یو لنډې مودې وروسته شوروي اتحاد د خپل یو ګوډاګي نظام د راوستلو په خاطر پر افغانستان یرغل وکړ، چې په نتیجه کې سیاسي کړکېچ مخ پر زیاتیدو شو. کورني اختلافات زیات شول. همدغه وضعیت د بهرنیو قدرتونو له پاره په خاص ډول امریکا ته د لاسوهنې زمینه برابره کړه.
د ۱۹۷۹ کال په ډسمبر کې د شوروي اتحاد د مداخلې موخه دا وه چې، د خپل د خوښې له ګوډاکي حکومت نه ملاتړوکړي او افغانستان د تل له پاره د خپل د نفوذ د ساحې په توګه وساتي، او هم یې غوښتل چې د امریکا اغېز په دغه سیمه کې محدود کړي.
لکه چې د مخه هم ورته اشاره وشوه د شوروي د ماتې وروسته پر افغانستانن یو ستر بحران حاکم شو، تنظیمي غوبل پر هېواد تور جال وغوړاوه، د دغه غوبل مشرانو په خاص ډول شورای نظار، بحران الدین رباني، احمد شاه مسعود د هېواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه له خاورو سره خاورې کړل، د هېواد هغه پیاوړي اردو چې د امیر شیرعلی خان له وخت جوړه شوي او په سیمه کې یې ساری نه درلود له مینځنه ویوړه او هر څه یې له پاکستان سره د یوه بې شرمانه قرارداد په امضا کولو سره تالا والا کړل او هېواد د یو ستر بحران قرباني شو.
په همدې بحراني حالت کې طالبان راڅرګند شول. هغوی په ځینو سیمو کې امنیت ټینګ کړ، خپل حکومت یې جوړ کړ او سخت قوانین یې نافذ کړل، داسې چارې یې تر سره کړي چې امریکا ته یې د بربنډ تجاوز پلمه پر لاس ورکړه.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې پېښې وروسته، امریکا پر افغانستان برید وکړ. د دې جګړې اعلان شوې موخه، د ښې حکمتولۍ ټینګول، ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د القاعدې او طالبانو له منځه وړل وو. چې په دغه جګړه کې له امریکا سره بریتانیا، جرمني، فرانسه او نورد ناټو غړوهېوادونه هم شریک وو. دوي هوايي بریدونه وکړل، ځمکني ځواکونه یې ولېږل او د نوي حکومت د جوړولو هڅه یې وکړه.
دا جګړه نږدې شل کاله روانه وه. په دې موده کې د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې، زرګونه کسان ووژل شول او هېواد له اوږدې بېثباتۍ سره مخ شو.
یوه خبره چې لکه لمر روښانه ده، هغه دا ده ،چې امریکایانو هیڅکله و نه غوښتل چې د افغانستان په اردو یا مسلحو قوواو کې هوایې ځواک جوړ او پیاوړي کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکا ماته او خپل پوځونه یې له افغانستانه وویستل، چې د وتلو سره سم یې پر یوه ستر جنایت لاس پورې کړ، هغه دا چې ټول نظامي او هوایې سیستمونه یې د رادار په شمول له مینځه یوړل. چې د امریکایانو له وتلو وروسته طالبانو یو ځل بیا د افغانستان واکمني په داسې یوه وضعیت کې تر لاسه کړه.چې نه نظام، نه اردو او نه مالي او اقتصادي سیستم وجود درلود.
لیدل کېږي چې طالبانو څه د پاسه پنځه کاله له ګڼو ستونزو سره سره پر افغانستان د خپل حکومت د ټینګولو او هیوادوالو ته د خدمتونو د برابرولو په چارو بوخت دي، چې تر څنګ یې له بیلا بیلو کورنیو او بهرنیو ننګونو سره لاس او ګریوان هم دي.
په داسې یوه بحراني وضعیت کې وار وار، د امریکا جمهور رئیس ټرامپ له امریکا نه د پاتې شوو وسلو د استرداد او د بګرام د هوایې اډې د بیرته تر لاسه کولو وړاندیز او ګوت څنډنې وکړي، چې د طالبانو د منفي ځواب سره مخ شوي. ولی بیا هم لیدل کېږي چې پاکستان د امریکا په لمسون د ټې ټې پي د وسلوالو شتون په افغانستان کې د یوې بهانې په توګه مګر په اصل کې د امریکا په لمسون څو واره زموږ د ګران هېواد افغانستان هوایې حریم نقض کړ او د هېواد پر ځینو ولایاتونو یې د کابل په شمول هوایې بریدونه تر سره کړل، چې په دغو بریدونو کې په سلګونه ملکي بیګناه انسانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، که چېرې هېواد هوایې ځواک، رادار سیستمونه درلوداي پاکستان هیڅکله دا جرئت نه شو کولای چې د هېواد هوایې حریم نقض کړي.
پورتنیو لاملونو طالبان دې ته اړویستل چې د وسلوال ځواک د پیاوړتیا، هوایې سیستمونو، رادار او نورو اړینوبرخو ته د لاس رسي په خاطر له روسیې سره نظامي، تخنیکي، امنیتی تړون لاسلیک کړي.په دې کې شک نه شته چې د دغه قرارداد له امله به د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو ته اندیښنې په برخه شي، نو ځکه په دغه رابطه د طالبانو د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد اعلان وکړ، چې د دې ډلې او روسیې ترمنځ وروستۍ هوکړهلیک د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو سند دی او دفاعي یا امنیتي اړخ نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې د پوځي چارو پوهان پر دې موضوع ښه پوهېږي او هېڅ لوری باید په دې اړه اندېښنه ونه لري، ځکه دا هوکړهلیک یوازې د افغانستان په ګټه دی. نوموړي دا څرګندونې له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته او د کابل او کرملین ترمنځ د نویو پوځي اړیکو د څرنګوالي په اړه د پراخو اټکلونو په تعقیب کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزیر افغانستان د پوځي بنسټیزو جوړښتونو د بیارغونې جدي اړتیا ته په اشارې سره، زیاته کړه چې په هېواد کې د روسیې او پخواني شوروي اتحاد د جوړو شویو پراخو پوځي تجهیزاتو شتون د دې هوکړې اصلي لامل دی.
د هغه په وینا، بېلابېل ډوله چورلکې، جنګي او ترانسپورتي الوتکې، ډول ډول وسلې او هغه تجهیزات چې ترمیم، ساتنې او پراختیا ته اړتیا لري، د روسیې تولیدات دي. هغه څرګنده کړه چې د دې پوځي ماشین د فعال ساتلو له پاره له تولیدوونکي هېواد سره هوکړه اړینه وه او له همدې امله د طالبانو ادارې خپله لومړنۍ هوکړه لیک له روسیې سره لاسلیک کړ.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوځي وسلو لویه برخه روسي وسلې جوړوي، چې د شوروي اتحاد د جګړې له دورې، د پخواني ملي اردو له زېرمو او د وسلو له قاچاق څخه پاتې دي.
په دغو تجهیزاتو کې سپکې وسلې لکه کلاشینکوف اوټوپکونه، د پلي ځواکونو درنې وسلې، آرپيجي–۷ راکټ توغندي، د ډي–۳۰ ډوله ۱۲۲ مليمتري صحرايي توپونه او د لېږد وړ هوايي دفاعي سیستمونه شامل دي. همدارنګه بياېمپي–۱ او بياېمپي–۲زغرهوال موټر، ټي–۵۵ او ټي–۶۲ ټانکونه، د ایمای–۸ او ایماي–۱۷ترانسپورتي چورلکو ترڅنګ د ایمای–۲۴جنګي چورلکې، په افغانستان کې له مهمو روسي تجهیزاتو څخه دي چې اوس پرزو او تخنیکي ترمیم ته اړتیا لري.
د طالبانو او روسیې ترمنځ د دې پوځي او تخنیکي هوکړهلیک لاسلیک په داسې حال کې ترسره کېږي چې مسکو په وروستیو میاشتو کې په سیمهییزه ډیپلوماسۍ کې لا فعال رول خپل کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزیر له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته ادعا وکړه چې په راتلونکو ورځو کې د دې هوکړهلیک د عملي چارو له پیل سره به ګاونډي هېوادونه نور د افغانستان د خاورې پر ضد د پوځي اقدام جرئت ونه کړي. دغه هوکړهلیک، چې په مسکو کې د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي په حضور کې وروستی شو، په مرکزي اسیا او افغانستان کې د خپل نفوذ د پیاوړتیا لپاره د کرملین د هڅو په اړه ګڼ اټکلونه راپارولي دي.
پای
د افغانسان او روسیې ترمینځ نظامياو تخنیکي تړون- (لومړۍ برخه)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.