د انسان د بدن، شعور، احساساتو او معنوي سفر دوام

د محمد ابراهیم شینواري لیکنه

58

د انسان د بدن، شعور، احساساتو او معنوي سفر دوام

سریزه: د بدلېدونکي بدن او دوامدار “زه” معما

انسان په لومړي نظر خپل ځان یو ثابت موجود ګڼي، خو د علم له نظره زموږ بدن په دوامداره توګه بدلېږي. له همدې امله د فلسفې او ارواپوهنې له نظره یوه ژوره پوښتنه پیدا کېږي:

که زموږ فزیکي جوړښت تل بدلېږي، نو هغه څه شی دی چې زموږ د هویت، شخصیت او “زه” احساس دوام تضمینوي؟

ایا انسان یوازې هغه مادي بدن دی چې هره ورځ بدلېږي؟ که انسان تر دې ژور حقیقت لري چې په حافظه، شعور، فکر، احساساتو، ارزښتونو او معنوي شخصیت کې څرګندېږي؟
همدا موضوع موږ د انسان د وجود څو اړخونو ته متوجه کوي:

  1. د بدن مادي بدلون.
  2. د حافظې، احساساتو او شخصیت دوام.
  3. د اعمالو او وجدان اخروي نتیجې.
  4. د انسان د راتلونکي احساساتي او معنوي ژوند جوړول.

لومړۍ برخه: د انسان د بدن مادي بدلون

د انسان بدن د ۳۰ او ۴۰ ټریلیونو ترمنځ (په منځني ډول شاوخوا ۳۷ ټریلیونه) انساني حجرې لري، او ورسره د انسان په بدن کې نږدې همدومره مایکروارګانیزمونه، په ځانګړي ډول باکتریاوې، ژوند کوي. د بدن ډېری حجرې په دوامداره توګه زړېږي، مري او نوې حجرې یې ځای نیسي.

له همدې امله، د انسان فزیکي بدن د وخت په تېرېدو سره په تدریجي ډول نوی کېږي. البته دا بدلون په ټولو حجرو کې یو شان نه دی. ځینې حجرې، لکه د دماغ ډېری عصبي حجرې (Neurons)، ټول عمر پاتې کېږي، خو د هغوی اړیکې او فعالیتونه په دوامداره توګه بدلېږي.

د بدن د بېلابېلو حجرو د نوي کېدو موده تقریباً داسې ده:

  • د معدې او کولمو د پوښ حجرې: له ۲ تر ۵ ورځو پورې.
  • د وینې سپینې حجرې: د ډول له مخې له څو ورځو تر څو اونیو پورې.
  • د پوستکي حجرې: له ۲ تر ۴ اونيو پورې.
  • د وینې سرې حجرې: شاوخوا ۱۲۰ ورځې.
  • د ځیګر زیاتره حجرې: له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې.
  • د عضلو حجرې: له څو میاشتو تر څو کلونو پورې.
  • د هډوکو د نسج پوره نوی کېدل: په تدریجي ډول له ۷ تر ۱۰ کلونوپورې.

له بلې خوا، د دماغ د عصبي حجرو ترمنځ اړیکې، چې ساینپسونه (Synapses) بلل کېږي، په دوامداره توګه بدلېږي. زده کړه، تجربه او حافظه د همدې اړیکو په پیاوړتیا او کمزورۍ کې مهم رول لري. دې وړتیا ته عصبي انعطاف (Neuroplasticity) ویل کېږي.

له دې معلوماتو څخه څرګنده شوه چې زموږ د بدن ډېره مادي برخه د وخت په تېرېدو سره بدلېږي. خو بیا یوه بنسټیزه پوښتنه پاتې کېږي:

که بدن بدلېږي، نو زموږ د هویت، حافظې، شخصیت او “زه” احساس ولې پاتې کېږي او څنګه دوام کوي؟

د انسان د ژوند د سفر دوام

دوهمه برخه: د خاطرو او احساساتو دوام

د انسان بدن د ژوند یوه مهمه وسیله ده؛ خو د تجربو، خاطرو، احساساتو، باورونو او افکارو مجموعه هغه معنا جوړوي چې انسان پرې خپل ژوند تجربه کوي، او ده ته هویت او شخصیت ورکوي. همدې حقیقت ته په اشاره مولانا جلال الدین محمد بلخي یو ښکلی بیت لري:

ای برادر، تو همان اندیشه‌ای
ما بقی، تو استخوان و ریشه‌ای

یعنې د انسان حقیقت یوازې په ظاهري بدن کې نه دی، بلکې په فکر، شعور، احساساتو، باورونو او باطني شخصیت کې هم نغښتی دی.

کله چې موږ خپلې خوږې خاطرې رایادو، د خوښۍ، ارامتیا، مینې او رضایت احساس کوو. دا خاطرې کېدای شي له بېلابېلو لارو زموږ په حافظه کې ثبت شوي وي:

  • زموږ د خپلو (مستقیمو یا غیرمستقیمو؛ او ارادي یا غیر ارادي) ښو کړنو، وینا، نیت او ارادې نتیجه وي.
  • زموږ سره د نورو د مهربانۍ، ملاتړ او مینې ډکو اعمالو او وینا له امله رامنځته شوې وي.
  • د نورو انسانانو له خوښیو، بریاوو او نیکمرغۍ څخه خوشاله شوي او ښه یادونه یې راپاتې شوي وي.

همدارنګه، بدې خاطرې د خپګان، حسرت، شرمندګۍ، پښېمانۍ یا درد سبب کېږي، چې دا هم کېدای شي:

  • زموږ د خپلو تېروتنو (کړنو، ویناوو او نیتونو) له امله وي.
  • د هغو زیانونو له امله وي چې د نورو کړنو او خبرو موږ ته رسولي وي. البته موږ د نورو د نیتونو په اړه بشپړه پوهه نه لرو؛ یوازې د هغوی عملونه، خبرې او نتیجې یې وینو، او دا هغه څه دي چې زموږ پر احساساتو او تجربو اغېز کوي.
  • او یا به له نورو سره د همدردۍ له امله موږ ته منفي یا مثبت احساسات پیدا شوي وي. له دې څخه یو بل مهم حقیقت هم څرګندېږي: انسان یوازې د خپلو تجربو احساس نه کوي؛ بلکې د نورو د حالتونو له امله هم اغېزمن کېږي.

همدا خوږې او یا برعکس ترخې خاطرې، یادونه، افکار، باورونه او احساسات زموږ سره د ژوند تر پایه پاتې کېږي. البته زموږ د خاطرو معنا تل یوه شان نه پاتې کېږي، او د وخت، زده کړې، تجربې او فکري ودې له امله مو برداشتونه، باورونه او ارزونې بدلېدای شي. له همدې امله یوه پخوانۍ پېښه ممکن وروسته بل ډول معنا پیدا کړي او زموږ احساسات هم ورسره بدل شي.

موږ معمولاً د بدن د بدلون دوامدار بدلون نه درکوو، ځکه هغه د اتوماتو پروسو له لارې تر سره کېږي او کنټرولېږي، خو کولی شو خپل شخصي شعوري سفر تعقیب کړو او پوه شوو چې له کوم حالت څخه کوم حالت ته رسېدلی دی.

د انسان شخصیت یوازې پېښې نه تجربه کوي؛ بلکې د انتخاب او مسؤلیت وړتیا هم لري. له بلې خوا انسان یوازې خاطرې او احساسات نه لري، بلکې د خپلو فکرونو، نیتونو، ویناوو او کړنو له لارې خپل راتلونکی شخصیت په جوړولو کې ارادي برخه هم اخستلای شي. له همدې امله هغه د خپل وجدان، د ټولنې د ارزښتونو او قانوني نظامونو پر وړاندې مسؤلیت احساسوي. او همدا هویت، شخصیت او خاطرې مو پر هره شیبه ژوند مثبت یا منفي/ خوښونکی یا ځورونکی اغیز لري.

خو د انسان د عدالت او معنا غوښتنه تر دې هم پراخه ښکاري؛ او زیاترو انسانانو ته دا تر ټولو ژوره پوښتنه ده چې ایا د ژوند ټولې نېکۍ او بدۍ یوازې په همدې محدوده دنیا کې پای مومي، که د یو اوږدمهاله ژوند او نهایي عدالت لپاره هم تیاری ضرور دی؟

درېیمه برخه: زموږ د شعوري اعمالو د اخروي پایلو روښانتیا

په دوهمه برخه کې مو ولیدل چې انسان یوازې د پېښو تجربه کوونکی نه دی؛ بلکې د خپلو فکرونو، نیتونو، انتخابونو او کړنو له لارې خپل شخصیت او باطني حالت هم جوړوي. همدارنګه، انسان د وجدان، ټولنیزو ارزښتونو او قانون پر وړاندې د مسؤلیت احساس لري. له همدې ځایه یوه ډېره ژوره پوښتنه راولاړېږي: که انسان عدالت خوښونکی، مسؤل او معنا غوښتونکی موجود وي، نو آیا د هغه د ژوند ټولې نېکۍ او بدۍ یوازې په همدې لنډه دنیا کې پای مومي، که د یو بل، اوږدمهاله ژوند او نهایي عدالت محاسبې هم هیله شته؟

که د انسان اوسنی منځنی ۷۰ کلن عمر د کایناتو له شاوخوا ۱۳.۸ میلیارده کلن تېر شوي عمر سره پرتله کړو، نو د انسان ژوند پکې د یوې ډېرې وړې شېبې په څېر ښکاري. له همدې امله، د ژوند د معنا، د نېکۍ د ارزښت، د بدۍ د نتیجو او د نهایي عدالت پوښتنه یوازې یوه فلسفي پوښتنه نه ده؛ بلکې د انسان له ژورو اخلاقي او معنوي تجربو سره تړاو لري.

قرآن دې پوښتنې ته روښانه ځواب ورکوي: انسان له مرګ سره له منځه نه ځي، بلکې د برزخ یو موقتي پړاو ته ځي (المؤمنون: ۹۹–۱۰۰)، تر هغه وروسته د قیامت په ورځ په الهي امر راپاڅول کېږي، او د اعمالو د حساب او بشپړې محاسبې پړاو یې پیلېږي (الزمر: ۶۸–۷۰).

دا حساب د مطلق عدالت له مخې دی. د انسان هېڅ عمل له حسابه نه پاتې کېږي؛ هر چاته داسې کتاب وړاندې کېږي چې خپل تر سره کړي ټول عملونه به پکې حاضر ومومي (الکهف: ۴۹). دا حساب دومره دقیق وي، چې د تر سره کړو ښو یا بدو کړنو ذره ذره به ویني (الزلزلة: ۷–۸). هیله بښونکې دا ده چې الله تعالی پر هېڅ چا د ذرې/ مثقال، نقیر او فتیل په اندازه ظلم نه کوي (النساء: ۴۰، ۴۹، ۵۳). که بدانو ته د دوی د بدو اعمالو بالمثل سزا ورکوي، د نیکانو اجر د دوی نیت او عمل ته په کتو دوه چنده، اویا چنده، ۷۰۰ چنده او که الله وغواړي د هغه مضاعف هم ورکوي (بقره: ۲۶۱). د بدانو سزا د هغوی د بدۍ سره سمه ده خو د نیکانو اجر (یوازې) پر الله دی (شوری: ۴۰). پدې برخه کې دا آیتونه هم وګورئ: (الأنعام: ۱۶۰)، (الزمر: ۱۰).

آخرت یوازې د اوسني ژوند اوږدېدل نه دي؛ بلکې د وجود یو بل پړاو دی چې د دنیا له محدودیته د ابدیت پراختیا ته ورلېږدي. زموږ اوسنی ژوند د بدن، دماغ، حواسو، زمان، مکان او نورو مادي محدودیتونو تر اغېز لاندې دی؛ له همدې امله زموږ خوښي، درد، ویره، مینه، ارامتیا او پښېماني په محدود چوکاټ کې تجربه کېږي. خو په آخرت کې به انسان د خپلو اعمالو، نیتونو او انتخابونو له نتیجو سره په بشپړ ډول مخامخ شي او د خپل ژوند حقیقت به ورته لا روښانه شي.

د هغه د اعمالو او انتخابونو دا نتیجې به یوازې د بهرنۍ محاسبې په توګه نه؛ بلکې د ژورو رواني او روحي تجربو په توګه هم درک کېږي. په دې معنا، هغه شخصیت، وجدان او باطني حالت چې انسان یې د خپلو نیتونو، عادتونو، انتخابونو او کړنو له لارې په دنیا کې جوړوي، په اخروي حساب به په ناپایه وسعت راڅرګند شي.

قرآن کریم جنت د داسې پراخ او تلپاتې نعمت په توګه بیانوي چې پراخوالی یې د اسمانونو او ځمکې له پراخوالي سره تشبیه شوی دی (الحدید: ۲۱). له همدې امله، جنت یوازې د مادي نعمتونو مجموعه نه ده؛ بلکې د الله تعالی د رضا، رحمت او قرب، امنیت، پاکۍ، مینې، سولې او بشپړې خوښۍ یو لوړ حالت هم دی. د انسان هغه نېک شخصیت چې د ایمان، اخلاص، عبادت او ښو اعمالو له لارې یې په دنیا کې جوړ کړی وي، په آخرت کې به د الهي رحمت او جزا په رڼا کې د خپل بشپړ ظهور فرصت ومومي.

همدارنګه، جهنم یوازې د بهرني اور او عذاب په معنا نه محدودېږي، بلکې انسان به هلته د خپلو بدو اعمالو، ظلم، حق‌تلفۍ، کرکې، ځانغوښتنې او ناسمو انتخابونو حقیقت او نتیجې په ژوره توګه درک کړي. د فرصتونو د له لاسه ورکولو حسرت، پښېماني او د خپلو اعمالو د نتیجو درد به د دې عذاب له ژورو اړخونو څخه وي. قرآن کریم د جهنم اور داسې یادوي چې زړونو ته رسېږي، یا له زړونه رااوچتیږي، (الهمزة: ۶–۷)، چې د روحي او بدني عذاب د ژور او ټولشموله حالت یو ډېر پیاوړی قرآني تعبیر دی.

په دې معنا، د آخرت سزا او جزا یوازې بهرنی واقعیت نه دی؛ بلکې د الهي عدالت، د اعمالو د حقیقي نتیجو او د انسان د جوړ شوي شخصیت د بشپړ ظهور مجموعه ده. دا چې انسان پدې دنیا کې یوازې عمل نه کوي؛ بلکې د خپلو نیتونو، انتخابونو، عادتونو او کړنو له لارې ورو ورو خپل شخصیت او باطني حالت جوړوي او د خپل اخروي ژوند تخم کري. دا جوړ شوی وجود او کرل شوی تخم به په آخرت کې د الهي عدالت په وړاندې د بشپړ او دایمي ثمر او حاصل په ډول وویني او تجربه کړي.

دلته یو وروستی او ډېر باریک ټکی هم د یادولو وړ دی: د انسان پر راتلونکي ژوند باور یوازې یو فکري تصور نه دی؛ بلکې دایمي ژوند د ډول د مسیر په ټاکلو کې بنسټیزه برخه لري. انسان عموماً هغه لوري ته حرکت کوي چې په خپل ذهن او وجدان کې یې د خپل ژوند د مقصد په توګه منلی وي؛ که څوک د یوه ځای د تګ نیت او اراده ونه لري، هلته یې د رسېدو احتمال کمېږي. همدارنګه، که انسان د اخروي ژوند، حساب او نهایي عدالت تصور او هیله په خپل ژوند کې جدي ونه ګڼي، د هغه د اخلاقي انتخابونو او اوږدمهاله مسؤلیت احساس هم کمزوری کېدای شي. قرآن کریم د دې حقیقت یو ژوره معنوي انځور وړاندې کوي، چې د بېلګې په توګه د (طه: ۱۲۴–۱۲۶)،او (الإسراء: ۹۷) له مخې دا ژور مفهوم تر لاسه کیدلای شي چېانسان یوازې خپل راتلونکی ته انتظار نه کوي؛ بلکې تر یوه حده یې د خپل اوسني فکر، باور، نیت، انتخابونو، عادتونو او اعمالو له لارې جوړوي (کسبوي). هغه څوک چې د حق نښې ویني، اوري او د هغو پر بنسټ خپل شخصیت اصلاح کوي، خپل باطني وجود د اوږدمهاله او اخروي ژوند لپاره چمتو کوي؛ او څوک چې په قصدي ډول له حق څخه مخ اړوي، پخپله د خپل ادراک او وجدان د محدودېدو زمینه برابروي.

البته دا باید داسې ونه ګڼل شي چې ګواکې څېړنه، پوښتنه یا انتقادي تفکر انسان د آخرت له خیر څخه محروموي؛ قرآن د تفکر، پوښتنې، تدبر، تحقیق، تعقل او لټون هڅونه کړې ده، چې دا ټول د حقیقت د میندنې لپاره زمینه برابروي. د ستونزې اصلي ټکی هغه حالت دی چې انسان حقیقت ته له رسېدو وروسته په قصدي ډول هغه رد کړي، له نښو مخ واړوي او د وجدان او عقل غږ خاموش کړي. په دې معنا، ایمان یوازې د یوې عقیدې منل نه دي؛ بلکې د انسان د ټول شعوري او اخلاقي ژوند یوه داسې لار ده چې د هغه د اوسني شخصیت او راتلونکي ژوند لپاره د چمتووالي زمینه جوړوي. دا ټول بحث په لاندې ډول رالنډیدای شي:

بدن←حافظه او احساسات ← شعور او شخصیت ← انتخاب او مسؤلیت← اخروي پایله ← د راتلونکي وجود جوړول.

څلورمه برخه: د خپل احساسي او معنوي ژوند د ښه کولو لارې

د تېرو بحثونو له مخې، که زموږ احساسات، خاطرې او رواني تجربې زموږ له اعمالو، نیتونو، انتخابونو او شخصیت سره ژوره اړیکه ولري، نو مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه داسې ژوند وکړو چې هم زموږ اوسنی ژوند له سکون، معنا او رضایت څخه برخمن وي او هم زموږ د آخرت لپاره د خیر او فلاح بنسټ جوړ کړي.

د اسلام له نظره د انسان د ښه ژوند هدف یوازې مادي هوساینه او لنډمهاله خوښي نه دی؛ بلکې د الله تعالی رضا، د زړه سکون، سالم اخلاق، د خلکو خیر او د آخرت فلاح هم پکې شامل دي. قرآن د زړه د حقیقي سکون سرچینه د الله په یاد کې بیانوي (الرعد: ۲۸). همدارنګه د ایمان او صالح عمل په پایله کې د «پاک او ښه ژوند» یادونه کوي (النحل: ۹۷).

ښې خاطرې او سالمې تجربې جوړول

انسان باید په شعوري ډول داسې تجربې زیاتې کړي چې د هغه په حافظه، احساساتو او شخصیت کې مثبتې اغېزې پرېږدي. له کورنۍ او نورو خلکو سره مینه او ښې اړیکې، زده کړه، خدمت، مرسته، د طبیعت او ښکلا مشاهده، تفکر او د نعمتونو شکر د داسې تجربو مهمې بېلګې دي.

یوازې د ځان لپاره د ژوند کولو بلنه کافي نه ده؛ بلکې د خیر، تعاون او احسان روحیه باید پیاوړې شي. له همدې امله، هره ښه اړیکه، هره مرسته او هر صادقانه خدمت کولی شي د انسان د اوسني رواني ژوند ترڅنګ د هغه د شخصیت په جوړولو کې هم برخه واخلي.

د سالم شخصیت جوړول

تر ټولو مهمه خبره یوازې دا نه ده چې انسان کله ناکله ښه کار وکړي، بلکې دا ده چې په تدریج سره ښه انسان جوړ شي. تکرار شوي اعمال په عادتونو بدلیږي، عادتونه د شخصیت په جوړښت کې برخه اخلي او شخصیت بیا د انسان پر راتلونکو انتخابونو او سرنوشت اغېز کوي.

رښتینولي، عدالت، امانت، صبر، تواضع، مهرباني، رحم، مسؤلیت‌پذیري او د نورو د حقونو رعایت د سالم شخصیت مهم عناصر دي. قرآن د مؤمنانو په اخلاقو کې صبر، غوسې کنټرولولو، عفوې او احسان ته ځانګړی مقام ورکوي (آل عمران: ۱۳۴).

پدې لیدلوري کې، شخصیت جوړونه یوازې رواني پرمختګ نه دی؛ بلکې اخلاقي او ایماني مسؤلیت هم دی. انسان باید هڅه وکړي چې د هغه داخلي شخصیت او ظاهري عملونه یو له بل سره همغږي وي.

له تېرو تېروتنو او بدو خاطرو سره سالم چلند

بده خاطره تل یوازې په هېرولو نه اصلاح کېږي. انسان باید له خپلې تېرې تجربې څخه زده کړه وکړي، د هغې اخلاقي معنا درک کړي او که اړتیا وي، د اصلاح لپاره عملي ګام واخلي.

که انسان تېروتنه کړې وي، د اسلام لومړی لارښود توبه ده: د تېروتنې منل، پښېماني، له الله تعالی څخه بښنه غوښتل او د بیا نه تکرار هوډ. قرآن د رښتینې توبې امر کوي (التحریم: ۸) او د الله له رحمت څخه د ناامېدۍ مخه نیسي (الزمر: ۵۳).

که د انسان د تېروتنې له امله بل څوک زیانمن شوی وي، یوازې داخلي پښېماني کافي نه ده. د امکان تر حده باید بخښنه ترې وغوښتل شي، حق ادا او زیان جبران شي. په دې توګه، تېروتنه د انسان د شخصیت د تخریب پر ځای د اصلاح او ودې سرچینه کېدای شي.

تر دې هم لوړ پړاو دا دی چې انسان خپله تېروتنه د نورو د ساتنې لپاره په یوه مثبت درس بدله کړي؛ یعنې هغه تجربه د دې سبب شي چې نور خلک له ورته زیان څخه وژغورل شي.

بخښنه او د زړه پاکوالی

کله چې له موږ سره ظلم یا بد چلند شوی وي، د هغې خاطره کېدای شي اوږد مهال زموږ احساساتي ژوند اغېزمن او زیانمن کړي. که انسان کینه او غوسه په دوامداره توګه له ځان سره وساتي، نو په یو ډول تېر وخت په خپل اوسني ژوند باروي.

اسلام د ظلم منل نه غواړي؛ او عدالت خپل ځای لري. خو له عدالت سره یوځای عفوې او اصلاح ته ترجیح ورکوي، (النور: ۲۲؛ الشورى: ۴۰).

نو بخښنه د ظلم تایید نه دی؛ بلکې په مناسبو شرایطو کې د کینې له رواني بار څخه د ځان خلاصول، د زړه پاکول او د اصلاح لپاره د پراخ راتلونکي پر لور حرکت کول دي.

له خپل وجدان سره حساب

انسان د خپلو اعمالو مسؤل دی. له همدې امله، هره ورځ له ځان سره حساب کول د شخصیت د اصلاح مهمه وسیله ده. انسان کولای شي له ځان څخه وپوښتي:

  • ایا نن مې د خیر او تعاون کوم کار وکړ؟
  • ایا کوم بل انسان ته خو مې زیان ونه رسوه؟
  • که مې زیان رسولی وي، ایا د اصلاح هڅه مې کړې ده؟
  • ایا زما نیتونه او اعمال زما له ارزښتونو او ایماني اصولو سره برابر وو؟
  • که نن زما د ژوند وروستۍ ورځ وای، ایا د خپلو مهمو انتخابونو څخه به راضي وم؟
  • د آخرت لپاره مې څه وړاندې کړي دي؟

قرآن انسان ته د ځان‌محاسبې دا اصل وړاندې کوي چې هر نفس دې وګوري چې د سبا لپاره یې څه وړاندې کړي دي (الحشر: ۱۸). دا «سبا» په انسان کې د دنیوي او آخروي مسؤلیت احساس پیاوړی کوي.

نتیجه: د انسان حقیقي دوام په څه کې دی؟

انسان یو پیچلی موجود دی، چېه بدن یې د ژوند په اوږدو کې په دوامداره توګه بدلېږي؛ حجرې له منځه ځي، نوې حجرې جوړېږي او د بدن بېلابېلې برخې په بېلابېلو سرعتونو سره نوي کېږي. خو له دې فزیکي بدلونونو سره سره، انسان د خپل ځان د نسبتاً دوامدار «زه» احساس لري؛ خپل تېر یادوي، تجربې سره نښلوي، راتلونکی تصوروي، ارزښتونه جوړوي او د خپلو انتخابونو مسؤلیت احساسوي.

له همدې امله، د انسان د دنیوي دوام بحث یوازې د بدن د مادي اجزاوو د پاتې کېدو بحث نه دی. حافظه، شعور، احساسات، اړیکې، ارزښتونه، عادتونه، نیتونه، انتخابونه او اخلاقي شخصیت د انسان د شخصي هویت په دوام کې مهم رول لري.

خو له اسلامي نظره باید دلته یو مهم توپیر وساتل شي: د شخصیت او حافظې دوام په خپله د آخرت د بقا علمي ثبوت نه بلکې یو مثال دی. د انسان اخروي بقا د حجرو په فزیکي پاتې کېدو نه، بلکې د الله تعالی په قدرت، وحی او د قیامت په الهي وعده ولاړه ده. قرآن په څرګنده توګه د انسان د بیا راژوندي کېدو امکان او حقیقت بیانوي (القیامة: ۳–۴؛ یس: ۷۸–۷۹).

له همدې امله، د انسان د دنیوي او اخروي ژوند ترمنځ اړیکه باید داسې وپېژندل شي: انسان په دنیا کې د خپل شعور، نیت، انتخابونو او اعمالو له لارې خپل شخصیت جوړوي؛ دغه اعمال د هغه د اخلاقي هویت برخه کېږي؛ او په آخرت کې به انسان د خپلو اعمالو نتیجه ویني (الزلزلة: ۷–۸).

نو انسان باید داسې ژوند وکړي چې خپلې ښې تجربې او خاطرې زیاتې کړي، له تېروتنو زده کړه وکړي، صادقانه توبه وکړي، د نورو حقوق ادا او زیانونه جبران کړي، خپل وجدان ژوندی وساتي، له کینې او ظلم څخه ځان وساتي او د مینې، خیر، عدالت، تعاون، رحم او خدمت له لارې خپل شخصیت لوړ کړي.

په دې ډول، د انسان حقیقي دوام دوه بېلابېلې، خو سره تړلې سطحې لري: په دنیا کې د شعور، حافظې، اړیکو او شخصیت نسبي دوام؛ او تر مرګ وروسته د شخصي وجود اخروي دوام. لومړی د انسان د رواني او اخلاقي هویت مسئله ده، خو دوهمه د الله تعالی د قدرت، قیامت او آخرت د وحیاني حقیقت موضوع ده.

نو د بدلېدونکي بدن تر شا انسان یوازې یو فزیکي موجود نه دی؛ بلکې یو با شعوره، اخلاقي او مسؤل شخص دی چې په دنیا کې خپل شخصیت جوړوي او په آخرت کې د خپل ژوند او اعمالو له نتیجو سره مخامخ کېږي، او همدغه نتیجې یې د نهایي سرنوشت په تعین کې مهم رول لري. دا ټول بحث په دې ډول رالنډولای شوو:

بدن بدلېږي شعور تجربه کوي حافظه او احساس جوړېږي نیت او انتخاب رامنځته کېږي عمل او عادت شکل نیسي شخصیت او اخلاق جوړېږي دنیوي مسؤلیت او حساب رامنځته کېږي د مرګ او برزخ مرحلې راځي انسان بیا راژوندي کېږي د آخرت عادلانه محاسبه کېږي ابدي سرنوشت ټاکل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.