جرمني ۴۸۸ افغانان د ایستلو لپاره فدرالي پولیسو ته ورپېژندلي

33

د جرمني رسنیو د شنبې په ورځ، د تلې پر ۴مه، راپور ورکړی چې د دغه هېواد فدرالي حکومت ۴۸۸ افغان وګړي د هغو کسانو په توګه فدرالي پولیسو ته ورپېژندلي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو وړ بلل شوي دي.

دا معلومات د جرمني د کورنیو چارو وزارت د هغه لیکلي ځواب پر بنسټ خپاره شوي چې د دغه هېواد په پارلمان کې د چپ ګوند استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې وړاندې شوی دی.

د دغه ځواب له مخې، له ۴۸۸ ورپېژندل شویو افغان وګړو څخه ۲۶۷ یې هېڅ ډول جنایي محکومیت نه لري. دغه کسان د جرمني د بېلابېلو ایالتونو له ادارو څخه د ایستلو د بهیر د تعقیب لپاره فدرالي پولیسو ته ورپېژندل شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې د دغو کسانو معلومات د چنګاښ له ۱۷مې تر وږي ۲۷مې پورې د جرمني فدرالي پولیسو ته استول شوي دي.

د جرمني فدرالي کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې موده کې، د بریمن او مکلنبورګ-فورپومرن ایالتونو پرته، د دغه هېواد نورو ټولو ایالتونو د هغو افغان وګړو نوملړونه فدرالي پولیسو ته استولي چې د ایستلو په بهیر کې شامل دي.

همداراز، اووه نور افغان وګړي د ایستلو له مخه په توقیف کې دي.

جرمني په وروستیو کلونو کې د ځینو افغان وګړو د ایستلو بهیر تعقیب کړی، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په اړه چې د دغه هېواد چارواکي یې د امنیتي ګواښ یا جرمي سابقې لرونکي بولي. افغانستان ته د افغان وګړو د بېرته ستنولو موضوع، د دغه هېواد د امنیتي وضعیت او بشري حقونو د شرایطو له امله، لا هم د جرمني د کډوالۍ په سیاست کې له بحث‌پارونکو موضوعاتو څخه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320