بختـوره

محمد صفر خواریکښ

36

«د مور ناپایه مینه» له ټولګې نه

بختـوره

بختوره همدا شېبه له هديرې کور ته رارسېدلې وه. ښکلې شهلا سترګې یې چې لا له ډېرې ژړا نمجنې وې، داسې ښکارېدې لکه د رڼو اوبو په چينه کې نرګس. د پېکي ماشوم(۱) زوي شمشاد ته؜ يې له شکرۍ د سوړ سوکړک يو ټوک ورکړ او د سوال شړومبې یې ورته په جام کې واچولې. د تې ماشومه لور ډیوه يې خپل په اوښکو لوند ټټر ته ورنيږدې کړه، تی؜ يې ورکړ خو د ماشومې خوله ته د مور له وچې سینې په وسو وسو يو يو څاڅکی رسيده. په شکرۍ کې نور دومره څه نه وو چې خپله؜ يې پرې شخوند وهلی وی.
ستړې وړې؜ يې په کوټه کې ستن ته تکيه ووهله. د بې‌کسۍ او بې ؜وسۍ اوښکو؜ يې گرېوان وچېدو ته نه پرېښود. زوي؜ يې له موره گرد تاوېده خپله لمن؜ يې په تنکيو لاسونو نيوله او د مور اوښکې؜ يې وچولې، د سوکړک د ټوک يوه څنډه؜ يې د مور خولې ته ونيوله. بختورې ته خپل خاوند انځرګل نېغ په نېغـه سترگو ته ودريد چې کله د شمشاد د زېږد په مهال سخته ناروغه او له خپلو لاسو ولېدلې وه، انځرګل ورته په خوله کې خواړه ورکول. ديوې شېبې لپاره؜ يې پر وچو شونډو ترخه موسکا تېره شوه. زوي؜ يې په ټنډه او سترگو ښکل کړ او ويې ويل: د پلار په شان سړی شې خو د هغه غوندې لنډ عمر دې خدای (ج) نه درکوي.
بختوره چې د خپلو ماشومانو د ناڅرګند راتلونکي برخلیک په اړوند چورتونو کې ډوبه وه، د کور په غولي کې؜ يې د پښو ښکالو تر غوږه شوه.
کور چې د پنډغالي د نورو بېوزلو کډوالو د کورونو په څېر کومه لرګينه دروازه نه درلوده، د پناهي لپاره؜ يې د دروازې پر ځای د زړو بوجيو جوړه کړې پرده پرته وه. بختورې له کوټې نه غولي ته وکتل. که څه هم د ماښام خړه خپره شوی وه، خو سړی؜ يې وپېژند چې د پنډغالي د جومات مُلا دی.
دا مُلا د بختورې د کوچنۍ لور د زېږېدو وروسته د ماشومې په غوږ کې د اذان کولو لپاره انځرګل له ځان سره کور ته راوستی و. خو ملا چې کله خونې ته د ماشوم غوږ کې د اذان لپاره ننوت سترګې یې په بختورې کې ښخې کړې. بختوره د ښکلا له اړخه د الماسو هغه غمي ته ورته وه چې په کنډواله کې پروت وي. لکه د هوسۍ ښکلې سترګې، ګلاب ګلاب اننګي، ګرده مرده زنه چې شنو خالونو یې په بېوزلې کې هم ښکلا ته د لسو ضریب ورکړی و، د پنډغالي پدې خټین کور کې لکه د لمر ځلېدله.
ملا له هوس په ډکو سترګو وار وار د انځرګل له سترګو پټ په غلچکي نظر بختورې ته کتل. کله چې بختورې خپله نوې زېږېدلې لور له خپلې غېږ نه انځرګل ته ورکوله، له سر نه پړونې وښوید. ملا چې د بختورې په ټټر او سپېنې غاړې سترګې ولګېدی؛ لکه پیشو چې مستې وګوري، خپلې شونډې یې وڅټلې.
د ملا ایمان دومره سست او فکر؜ يې ګډوډ شو؛ چې د اذان ویلو په مهال یې دوه ځل په اذان کې تېروتنه وکړه. له همدغې شېبې وروسته ملا د انځرګل لپاره د خپل ککړ ذهن په ګنده کرونده کې د بختورې د ترلاسه کولو په موخه د انځرګل د له منځه وړلو تخمونه کرل او رېبل.
بختورې دا ملا دوه ځله لیدلی و. لومړی ځل یې د لور له زېـږېدو وروسته ماشوم ته په غوږ کې د اذان په مهال. دویم ځل د انځرګل له شهادت نه يوه مياشت مخکې له هغه سره يوځای دلته راغلی و، هغه مهال؜ يې د بختورې خاوند ته د”جهاد” ثوابونه بيانول.
مُلا به هم لکه مغرور خانان او ملکان چې بېوزله خلکو ته خپل پوره نوم نه اخلي، له کبره انځرګل، انځری باله ويل به يې: «انځريه! شتمن خو به د خداي (ج) په لار کې د مال په لگښت هم جنتونه وگټي خو، ته د الله (ج) په لار کې د صدقې او خېر خیرات لپاره هيڅ هم نلرې، په مزدورۍ کې دومره اخته؜ يې چې د لمانځه وخت هم درته په سخته ميلاوېـږي. که پدې حال پاتې شې، ستا خو به قبر د مارانو او لړمانو ډک وي. ته او جنت خو ناشونې خبره ده. ته يوازې په”جهاد” سره کولای شې چې په هغه دنيا کې له شتمنو هم لوړې مرتبې او د جنت ماڼۍ وگټې. لاړ شه د يو تنظيم نه ټوپک واخله او د الله (ج) په لار کې”جهاد” ته ملا وتړه!»
انځرګل خپلو ماشومانو ته وکتل ويې ويل: « مُلا صېب زه که يوه ورځ مزدوري ونکړم ماشومان مې له لوږې مري.»
مُلا چې د هوس شیطانان؜ يې پر اوږو ناست وو، غاړه تازه کړه ویې ویل: «خدای(ج) چې دا خولې راکړي، خواړه؜ يې هم راکوي. بل دا چې د تنظيم امیر هم خپل”مجاهدين” تش لاس نه پرېږدي. هسې چې ”جهاد” ته دې ملا ماته ده پلمې مه جوړوه.»
له دغو خبرو وروسته انځرګل ته يوه ځورونکې اندېښنه په زړه کې ولوېده، بيا؜ يې چا په شونډو موسکا ونه ليده. مُلا چې بله ورځ کله بيا ورسره مخامخ شو ورته ويل يې:«د کمپ خلک وايي: انځری بې؜لماځه دې جومات ته نه راځي، که ”جهاد” ته هم لاړ نشې، دا خلک به دې يوه ورځ د بې؜لماځه په نامه له کمپ نه وشړي.»
انځرګل به چې هره ځل له مُلا سره مخامخېده مُلا به ورته تل همدا د ”جهاد” سرینده غږوله. نو دی به بیا لکه د سودایانو له ځان سره بوګنېده او د بې؜لماځه له نوم او د جنت له نعمتونو د محرومېدو ډار یې خوب تښتولی او خواړه پیکه کړي وو.
يوه ورځ چې د ماښام خړه لگېدلې وه، انځرګل له ټوپک سره کور ته راغی. کوچنۍ لور؜ ډيوه يې له مور نه واخیسته خپله غېږ کې یې ونیوله او شمشاد یې هم ټټر پورې په پلارنۍ مينې کلک ونیوه، دواړه یې په وار وار؜ ښکل کړل. مېرمن؜ يې چې انځرګل سره ټوپک ولید وارخطا شوه، پوښتنې ته؜ يې خوله جوړوله چې هغه ورته وويل: «بخت بي؜ بي جانې يو څه راوړه چې وږی يم.» ده به له مينې بختوره، بخت بي؜ بي جانه بلله.
بختورې چې سترګې له انځرګل بلخوا نه اړولې په دیګچي کې له غرمې پاتې سابه یې په نغري تاوده کړل او له سوکړک سره یې د انځرګل مخ ته په کاسه کې راوړل.
خو د خوراک په مهال؜ يې مړۍ له ستوني په ډېره سختۍ تېرېده، مېرمن او دواړو بچو ته؜ يې په ځير ځير کتل. ستونی؜ يې ډک او سترگې؜ يې نمجنې وې. بختورې ته؜ يې په غريو نیولي غږ وويل: «حق دې راوبښه!»
بختوره چې انځرګل سره؜ يې د مُلا خبرې اورېدلې وې، هک‌پک پاتې شوه، ژر؜ يې ټوپک ته، بيا خپل خاوند او ماشومانو ته وکتل. په ژړا؜ يې وويل: «د خدای دپاره زما پدې ټوله دنيا کې څوک دي؟ ما په پردي وطن او د دې ښامارانو منځ کې چاته پرېږدې؟ زه به په يو سر له ماشومانو سره کور او سارا څنگه سمبال کړم.؟»
د انځرګل سترګې لمدې شوې، سوړ اوسېلی یې وکړ او د خپل پیوندي واسکټ نه یې دوه زره کلدارې راويستې،د بختورې مخ ته؜ يې کېښودې. د هغې نمجنو سترگو ته؜ يې د وروستي ځل لپاره له کتلو وروسته، خوارځواکي ماشومان بیا غبرگ په غېږ کې ونيول. په دواړو خواو؜ يې وار وار ښکل کړل او د ماښام تياره کې له کوره ووت د تنظیم دوتر ته لاړ.
***
اوس انځرګل د کلي په هديره کې تر تورو خاورو لاندې پروت دی او د کمپ د جومات مُلا د هغه له کونډې سره د هغه په کور کې ولاړ دی.
بختورې ته وايي: مېړه دې د خدای په لار کې شهيد شو خدای (ج) دې؜ شهادت قبول کړي. ځوانه، جانه؜ تورسرې يې د کمپ خلک درپسې سل رنگه خبرې کوي. «د خلکو خولې د خدای پاک نغارې دي»، سبا به؜ يې داسې بدنامه کړې؜ يې چې خلک به دې په کاڼو ولي.
ځوانې ښځې ته د هر چا سترګې وراوړي، په یوازې ځان پردي وطن کې د ماشومانو نفقه پیداکول سخت کار دی. له ما سره نکاح وتړه د بچو نفقه به دې هم درکوم او له بدنامۍ نه به هم خلاصه شې.
بختورې په شېطان لعنت ووایه او د مُلا په مخ؜ يې لاړې تو کړې.
مُلا پخپلې سپینې لونګۍ له خپل مخ نه د بختورې تو کړې لاړې پاکې کړې او د داړونکي لېوه غوندې یې پر بختوره بريد وکړ، له لاس؜ يې ونيوله په کښولو کښولو؜ يې کوټې ته دننه کړه. بختورې که هرڅومره نارې سورې وکړې، ډېرو ژړاګانو یې غږ کېنولی و، آواز یې له خپلو ماشومانو پرته بهر چا نه اورېده.
سبا څاښت مهال د شمشاد د لوبو ملګري ماشومان له زړو ټوټو نه جوړ شوي پنډوس سره، په شمشاد پسې راغلل چې یوځای د کورونو مخته شاړه ځمکه کې لوبه وکړي. شمشاد ته یې څو غږونه وکړل، چا ځواب ورنکړ کوټې ته ورننوتل خو په چيغو او نارو بیرته په منډو راووتل، د پنډغالي خلک؜ يې خبر کړل.
خلک راغلل ګوري چې بختوره بې‌حجابه مړه پرته وه. هغه لکه د شیدو سپین او نازک مخ او ګلابي اننګي او سپینه غاړه اوس داسې مالومیده لکه د رنګريز له نیلي خوم چې یې رنګ اخیستی وي.ګاونډي سپین‌ږيري پرې ژر ټيکرې واچوه او په پرده؜ يې کړه. د بختورې په مخ د وهلو او په غاړه د زندۍ نښې ښکارېدي، د شمشاد پر سر هم وینه سړه شوې وه او د جسد څنگ ته؜ يې په وينو ککړه ډبره پرته وه، خو کوچنۍ نتکۍ لا ساه اخیستله.
د کمپ کډوالو د قبر او کفن غم وخوړ چې د جنازې د لمانځه لپاره؜ يې جومات ته کس ولېږه، جومات کې طالبانو وويل: مُلا صېب، د ماښام او ماخوستن په لمانځه کې هم نه و. له پرون ماښام راهیسې جومات ته ندی راغلی.

پای

۱- د پيکې ماشوم؜: ړومبی ماشوم، زموږ د هيواد په ځينو سيمو کې به پېغلو نجونو له واده وروسته هم تر هغه وخته پېکی نه بيلاوه چې ماشوم به ؜يې نه و زېږېدلی. نو لومړي ماشوم به؜ يې د پيکي ماشوم باله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320