لنډه کيسه / بنده دروازه

عابد لويال

28
ليکوال: سيد صداقت حسين کراچۍ
ژباړه
عابد لويال دوتاڼی
باران دی چې د درېدلو نوم نه اخلي، د هوا څپو د ورسۍ«کړکۍ» شيشې دا رنګه وهلې لکه بې ګناه بندي چې  ازادي غواړي.
د کوڅې خامې«کچه» لارې له اوبو ډکې شوې وې، په خټو کې  د هر ګام له ښخېدو سره داسې کيسه وليکل شي، چې هيڅ څوک يې هم لوستل نه خوښوي.
 د شپې وروستۍ حصه ده، پر بام انکړ او کوڅه کې لا د بارانه د شړپا شور دی، د مولوي احسان کور د کوڅې په پای کې دی. له همدې ځايه، له کلې تر بازاره، خامه نرۍ لار، تر لارۍ اډې پورې تللې ده.
مولوي احسان چې را ويښ شو، داسې ورته مالومه شوه، لکه څوک چې د دروازې د ماتولو هڅه کوي.
ټک ټک نه و، په سوکونو وهل کېده، له هر سوک سره د يوې ښځې، د سلګيو او د يوه سړي د ښکنځاوو انګازه مله وه.
مولوي احسان د څراغ ورو رڼا تېزه کړله.
مولوي صاحب!
وه مولوي صاحب! دخدای له پاره دروازه خلاصه کړه، وژني مې.
مولوي احسان ځان په پټو کې ونغښت، او په حيرانۍ د دروازې خوا ته ورغی.
چې څنګه يې ځنځير خلاص کړلی، د باران وړومبی څاڅکی د هغه پر مخ داسې را ولوېد، لکه اسمان چې خپله کومه پرېکړه ورته اورولې وي.
مولوي احسان ته مخامخ څنګلوري منصوره ولاړه وله،
په بارانه لوند خيشت بدن يې د برېښنا په رڼا کې داسې ښکارېده،  لکه د مولوي په بدن چې تندر را وغورځوي.
د هغې له تورو اوږدو زلفو نه اوبه څڅېدلې
شونډې يې رژدېدلې
او پر مټه يې يو شين تازه د زخم نښان ښکارېدو
د هغې په سترګو کې يوه داسې ويره پرته وه، چې يواځي هغه ښځې پرې پوهېدلای شي د چا چې په خپل کور کې هم پناه نه وي
د ننه راشه
مولوي احسان په ږغ کې نرمښت راغی
خو په زړه کې يوه نامالومه ويره وه
منصوره چې د ننه راغله نو لړزېدله
مولوي دروازه بنده نه کړه، او هغسې يې خلاصه پرېښوده.
د يوه ملا ضمير، د يوه ګاونډي فرض، او ديوه سړي حيا  ټول د هغې خلاصې دروازې بهر په يخ کې ولاړ وو
د برېښنا پړک به تر دروازه ننوتلی، ټول کور به يې رڼا کړ، چې په هغه کې به د منصورې بدن کله لڅ ښکارېدو، او کله به په تياره کې پټ شو.
کښېنه زه ملهم را وړم
مولوي احسان ولاړ شو، او د المارۍ خواته ورغی
منصوره پر کټ ناسته وه،  مټې ته يې وکتل، زخم ژور وو، خو تر دې ژوره، هغه چوپتيا وه، چې د دې پر شونډو کنګل پرته وه.
مولوي احسان له المارۍ نه ملهم را واخيستل، په پمبه يې ولګول او بیا يې د دې پر مټ کښېښودل. خو د منصورې ساه د يوې لحضې له پاره ودرېده.
درد کوي؟
مولوي وپوښتل
نه اوس يې نه کوي، منصورې سر د منفي په اشاره وخوځاوه.
مولوي احسان پخلنځي ته ولاړی چای يې پخاوه، دچايجوشې اواز، او د باران شړپا، په ګډه داسې موسيقي جوړه کړې وه، چې نه د کور وه او نه د بهر.
منصورې د چايو پياله په دواړو لاسونو کې ونيوله، لکه دا چې د دې وروستۍ هيله وي.
هغه دي هره ورځ وهي؟
منصورې د چايو غوړپ تېر کړ، هره ورځ! خو نن يې څه زياته ووهلم،  هغه بیا پسې شروع شوه، د شرابو بوی، د ماتو لوښو کيسه، د ښکنځلو باران، او بیا هغه شپه، چې د ده د دوامداره غير فطري عمل له وجې، د نيمې بې هوشۍ په حالت کې مې په کوټه کې په ځان پسې دروازه بنده کړه.
مولوي احسان چې دا واورېدل لړزه پر راغله
دروازه اوس هم خلاصه وه د باندې سړځګي د ننه له ګرمي سره په جنګ اخته وه…
د منصورې په ږغ کې يو عجب ښايستوالی راغی، د هغې لانده وېښتان وچ شوې وو، د سر ټوکر يې ښويېدلې او پر اوږو پروت وو.  مولوي احسان يو ځل بيا هغې ته ور وکتل، بيرته يې نظر ترې واړاوه، بیا يې ور وکتل، هغه ښکلې وه، د پاسته او ملايم پوستکې، د څښتنې د جند بوی په کوټه خور شوی وو.
هغه دا رنګه ماته شوې وه، لکه د شيشې ګلدانۍ چې چا په کاوړ له دېواله ويشتلې وي، خو بيا هم پر خپل ځای ولاړه وي، او مولوي احسان دې ټوټې شوې حسن په خپل کشش د ځان خواته ته ورڅکاوه«کښاوه»
منصورې په ژړغونې غوندې ژغ کې وويل: مولوي صاحب! تاته دي خدای خير درکړي چې ماته پناه راکړه
دا خو زما فرض وو
“فرض…” منصورې وخندل نن سبا څوک فرض پوره کوي
د هغې په خندا کې يو داسې سوال و، چې د هغه جواب له مولوي صاحب سره نه وو، هغه غلی شو
د ساعت ستنه روانه وه، باران د درېدلو نوم هم نه اخيست منصورې د چايو تشه پياله کښېښوله، او زخم ته يې کتلو، مولوي احسان هغې ته وکتل، بيا دواړو يو بل ته سره وکتلو، خو خبرو سر خوړلی وو، او  يا لکه يوه هېره شېبه چې ور ياده شوې وي
يوه شېبه
دوه شېبې
درې شېبې
او بیا هغه لحظه هم راغله چې چوپتيا خپله روژه ماته کړه
منصورې خپل ټوکر سم کړ، مولوي کوز وکتل خو دواړه وپوهېدلو، چې څه وشول
يو داسې څه، چې نه يې ويلای او نه هېرولای شوای
مولوي صاحب!
“د منصورې په ږغ کې، يو بل رنګه لړزه وه ” زه… زه….. اوس څه وکړم؟
“ته دلته اوسه چې ګهيځ شي بیا”
بيا؟
مولوي غلی شو، له هغه سره هيڅ ځواب نه وو
وخت روان وو، شپه هم ډېره وتلې وه، او باران ورېدلو، د دواړو تر مينځ تر حده زياته ويره  زياتېدله، خو بيا منصورې ته د کورکمنو د تودو شودو پيالې، يو غرق خوب ور ووست، او مولوي احسان لکه په دنده د لګول شوې عسکر غوندې د کور څارنه «پيره»  کوله
بيا منصوره ور ولاړه شوه، او مولوي صاحب ته نږدې ورغله، د هغې په سترګو کې هغه يو سوال وو، چې له پېړيو يې ښځې پوښتي، خو جواب يې تر ننه نه دی موندل شوی.
تا دروازه ولې خلاصه پرېښودله؟ باوجود د دې چې، زما شرابي خاوند، ستا کور ته را ننوتلی شو.
مولوي احسان د هغې په لور ور وکتل، له يوې اوږدې لمحې وروسته يې ورته وويل:
“چې بیا څوک دا ونه وايي، چې ده دروازه بنده کړې وه”
منصورې وخندل، او داسې خندا چې تر زخمو ژوره وه.
او اوس؟
اوس؟ مولوي  ګړۍ ته وکتل، پنځه بجې کېدونکې دي، اوس نو سهار کېږي.
منصورې تر ورسۍ د باندې وکتل، په اسمان کې يو څه سوروالی خورېده، په کوڅه کې چا اذان ووايه.
مولوي احسان خپل څادر سم کړو، او  دروازې ته ور روان شو.
منصورې و پوهېده، چې هغه د لمانځه له پاره درومي، خپل وېښتان او ټيکری يې سم کړل.
مولوي احسان په دروازه لاس کښېښولای، او بیا يې  سوکه د ننه له خوا ځنځير بند کړلی.
د کړپ له اواز سره
د منصورې سترګې روڼې شوې
مولوي احسان بغیر له بيرته ګرځېدلو او شاته کتلو دغه يو جمله وويله
“اوس هيڅوک هم نه راځي”
باران درېدلی وو، خو په کور کې د ننه يو بل باران پيل شوی وو، يو داسې باران، چې هيڅ موسم نه لري، او هيڅ درک يې نه لګېږي، د ساتنې له پاره هيڅ دروازه نه لري.
ګهيځ چې د لمر وړومبنۍ وړانګې کوټی ته را ورسېدلې، نو دروازه بنده وه
او د ننه د ننه، يو مولوي صاحب، يوه څنګلورې، او يوه داسې چوپتيا وه، چې د ځنځير تر بندولو وروسته راځي.
پای

 

څلوريځې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320