په يارانو شاد سليم

عابد لويال

474
ډېر که يم ستړی خو دمه نه کوم
زما منزل ته په مزل يقين دی
هو، دا د ډېر ستړې، او د اوږده، مزل لاروی شاعر، د خپلې زندګۍ، سفر تېر کال خپل منزل ته ورساوه.
د دوه زره پينځه ویشتم کال، اوله ورځ به، د سلیم ناشاد د مرګ يو کال پوره شي.
خدای شته، چې په دې يوه کال کې، ما څو_ څو واره موبايل په دې نيت له جېب څخه را ايستلی دی، چې زه به هغه ته ټيلفون کوم، خو هر وار مې په زړه او ذهن، دا په زوره منلې ده، چې هغه خو نور په دې نړۍ کې نشته، د هغه د موبايل دری واړه شمېرې لا اوس هم زما په موبايل کې خوندي دي، اوس هم کله_ کله دا وايم چې هغه به نه به وي مړ خو حقیقت دا دی چې نور په دې نړۍ کې…..
سليم ناشاد په خپل شخصيت کې ډېرې ځانګړتياوې لرلې، تر ټولو غټه ځانګړنه يې دا وه، چې هغه ملګرئ ته تر حد زيات قايل وو.
زما او د هغه، او يا د هغه او زما، تعلق هم د موبايل د لارې پيدا شوی وو.
هغه وخت لا فېسبوک دومره عام نه وو، اکثره به مو په ميسجونه او ټيلفونونو، يو د بل حال اخیستلو، او بيا دغه ملګرتيا دومره پخه شوه، چې د هغه تر مړينې څو ورځې مخکې مو هم لا حال احوال سره واخيست.
له سليم ناشاد سره چې د چا هم لږ ډېر تعلق وو، هغه به زما د دې خبرې ګواه وي، چې ده به په اونۍ کې خامخا په خپلو ملګرو حال احوال اخيست، او بيا د ناشاد اوږده اوږده ټيلفونونه وو، چې په هغې کې به غزلې هم ويل کېدلې، په حالات حاضره به هم ژغېدلو، او په سياست هم.
مخکې ما وليکل، چې هغه په ملګرتيا تر حد زيات باور درلود، او خپله هم بې حده مخلصه وو، د دې اندازه د هغه چاپ شعري ټولګې نه هم کېدای شي، چې د څلور پنځو ملګرو يې ليکونه يې په خپله شعري ټولګې کې، د سريزو پر ځای چاپ کړې دي، او له دې سره د هغه په چاپ او ناچاپ شاعري کې ډېر زيات داسې شعرونه هم شته چې هغه خپل ملګرې په کې ياد کړې دي.
دټالسټائي د درېدلې کورنۍ يو
منجور دی که عارف د ناشاد ورور دی
چې ناشاد پرې دنګه څوکه د ايلم ده
د سحر عظمت ښکاره شه په موسم کې
د دوران څپو زپلی
که ناشاد دی که فقير دی
(منجور خان، ډاکټر عبدالروف عارف، سحربونيری، ګلزار موسم او فقيرشاه فقير  يې ملګرې دي)
 د پښتو اکثرو مزدورو شاعرانو، په څېر، هغه هم، د روزګار په غم کې، ډیرې منډې ترړې وکړې، مزدوري يې وکړې، دياړي به يې کولې، کار به يې هم تر نورو زيات کولو، خو د خپل ټيټ قد له وجې به، ورته پيسې هم لږ ورکول کېدلې، په دې هم دی نه خفه کېدو، بلکې لګيا به وو،  د خېټې د دوزخ له پاره.
لا د خېټې غم کښې په لړزان يمه
تاته لا وزګار نه يم په ځان يمه
زه چې بادار نه يم ښاغلی او هوښيار څنګه شم
مزدور خو نوم سره صېب نه لري جناب نه لري
د دوران څپو وژلی
په ارمان د ژوندانه يم
وران وطن د پښتنو يم
که ناشاد مين په زړه يم
د ځان وژنې بانې به خود لټوي
چې مايوسي تر انتها لاړه شي
ناشاده کله به دي ښاد ووينم
کله به زړه نه مې سودا لاړه شي
د غربت نخښه مې تندې نه په مرګ هم نه لاړه
د ازل نه وه ځکه ورانه په اجل نه شوله
مونږ د ګېډي غم لا ژوند ته پريښي نه يو
محبت خو د وزګارو خلقو کار دی
خو بيا به هم دې ته مجبورېده، چې دلته د تسلۍ هيڅوک هم نشته، نو خپله به يې خپل زړه ته دا ډاډ ورکاوه
زړه دي شنه ګټه کړه ناشاده دې تودو سړو ته
ګوره دا ژوند لکه حباب په درياب هم نه کېږي
چې د ژوند په سنګر غم له ماتې ورکړم
زه په داسې زورورو  پسې لاړم
 د دې ټولو ناهيليو باوجود هم، هغه یوه هيله، او يو اميد، په زړه کې لرلو، او د دې هيلې، او اميد په خاطر، دې ته منتظره وو چې
د قطب ستورې خو یارانو لا په بام شته دی
راځي به خامخا سحر دلته ماښام شته دی
زاهده ولې په ځوانۍ کښې  مې له تندې وژنې
لا‌ خو ساقي شته ميخانه شته دی او جام شته دی
جانان ويل راته ناشاده یم خوشحاله په دې
چې يې زلمی او شاعرۍ کښې دي پيغام شته دی
سليم ناشاد، په دې ورستيو کې، خپله د رزق وسيله کمپوزينګ جوړه کړې وه، کنې تر دې له مخه يې هره مزدوري وکړله، له کمپوزينګ سره يې خپل تنظيم(مزدور ادبي سنګر) هم ډېر فعال ساتلی وو، د پښتنو ليکوالانو کتابونه به يې کمپوزول، او په دې روزګار کې يې له ځينو ليکوالانو ښې خاطرې هم نه درلودلې.
هر چا له مينه او خلوص ورکوي
زړه خدای وهلې کښې مې دا فرق دی
تا کښې نفرت او ما کښې مينه ډېره
په ما او تا کښې د دنيا فرق دی
په پيغورنو رسوايۍ به سترګې څنګ پټوم
خو د دې ښکليو له يارۍ به سترګې څنګ پټوم
د ستمګر جانان که هره ادا زړه کښې ساتم
نو د مين په بې وسۍ به سترګې څنګ پټوم
 کارل مارکس واقیعاً هم چې يو ډېر عظيم شخصيت خدای د مځکې پر سر پيدا کړی وو، هغه  سرمايه دارنه نظام تر ډېر سخت نقد لاندې را وستی وو،  د خواريکښو او بې وزلو انسانانو له پاره هغه يوه داسې فارموله دنيا ته وړاندې کړه، چې په هغې کې د ټولې نړۍ انسانانو ته د برابرۍ يو داسې سسټم په پام کې نيولی شوی وو، چې که عملي شوای وای ډېرې ناخوالي او دربدرۍ به ورکې شوې وای، هو همدغه کارل مارکس ته علامه اقبال لاهوري هم يو  شعر ليکلی وو.
وہ مسيح بے صليب وہ کليم بے تجلي
نيست پيغمبر و ليکن در بغل دارد کتاب
سليم ناشاد، هم د کارل مارکس د فلسفې او نظريې مننونکی وو، بلکې هغه ډېره شاعري، په همدې فکر ونظر کړې ده، له کارل مارکس او لېنن وروسته، چې هغه په شخصياتو کې ډېر متاثره وو، هغه صنوبر حسین کاکاجي وو.
نيت يې تړلی په کارل مارکس او په لېنن پسې دی
ناشاد هيڅ ويره د ګناه او د ثواب نه لري
لاس کښې مې قلم او په اوږه کوتک
زه د کاکاجي په لار روان يمه
لکه څنګه چې، په دغو دوو شعرونو کې، هغه د زړه خبره ډېره واضحه کړې ده، تر دې واضحه کيسه يې بیا په “صمد” نظم کې کړې ده، خدای شته، چې کله هغه د کتاب تر چاپولو له مخه، خپله مسوده ماته د لوستلو له پاره را واستوله، ما د ځينو وجوهاتو له کبله د صمد نظم د نه چاپ کولو ورته وويل، خو څه وخت وروسته بيا زه په خپله خبره پیښمانه ووم، او کله چې د هغه لومړۍ شعري ټولګه “کنجې” په دوه زره اتلس کې چاپ شوه، صمد نظم هم په کې چاپ وو، په زړه کې ډېر خوشاله شوم چې ښه وشو دا نظم زايه نه شو.
يو وخت يې يوه تنزيه هايکو د مردان په شاعرانو کې ډېره مشهوره شوله
تاته به خلک سلامونه کوي
خو ته زما تصوير په جېب کښې ساته
دغه وصيت راته جناح کړی وو
خو په کتاب کې يې، يوه بله هايکو هم چاپ ده، چې په هغه کې هم د جناح ذکر څه داسې راغلی دی.
د يار نظر که زړه کښې لار وباسي
خو د جناح شان زورور هم نه دی
چې يې تصوير په غره کښې لار وباسي
“ته راځې او که نه؟”  نظم يې د انقلاب سپرلي ته ليکلی دی،  بېخي د کمال نظم دی، د دې نظم پيل هم په ډېر ښکلې انداز شوی دی.
لکه په بټ کښې چې نينه له ډېره تاوه وچوي
لکه ښيښه چې د دروند کاڼې له ګذاره وچوي
لکه غوټۍ چې د ګلاب شي پاڼي پاڼي ګل شي
داسې مې زړه په تا پسې دی ته راځې او که نه
نه خپل تهذيب نه ثقافت نه روايت نه خبر
نه خو د قام او نه د ژبې اهميت نه خبر
يه انقلابه د نن دور دا بې حسه پښتون
يتيم يسير دی بې اسرې دی ته راځې او که نه
او همداسې تر پايه دا خواږه لري، چې په لوستونکې ځان ووايي.
تر نثر د شعر لمن ډېره تنګه ده، او دا ډېر ستونځمن کار دی، چې يو څوک خپل اند او فکر د شعر په دومره نازکو او باريکو لفظونو کې نغاړي، او تر لوستونکو يې رسوي، ناشاد په دې حواله څومره په تول پوره ختلی تاسو خپله د ده څو شعرونه ولولئ
دا غرېو نيولی غريب ځکه څه ويلی نه شي
د کلي خان ورته په شان د سړي خور ولاړ دی
که دلته مې ونه کرل نو هلته به څه رېبم
دا شيخ مې داسې ولې د دنيا نه لرې بیايي
د خان نواب او جاګېردار په در کښې ساه اخلو
مونږه لا اوس هم په وحشي دور کښې ساه اخلو
زه په خوبونو عقيده نه لرمه
زما د ويښې په عمل يقين دی
نزار قباني وايي: مهرباني تر مينې زياته موثره ده، هغه وړاندې پسې ليکې، که څوک ماته دا حق راکړي، چې په خواخوږي او مينه پال انسان کې يو انتخاب کړم، نو زه به هغه خواخوږی څوک خوښ کړم، چې په انسانانو يې زړه دړدېږي، د هغوی غم خپل غم، او د هغوی خوشالي خپله خوشالي بولي.
سليم ناشاد، هم يو له هغو کسانو څخه وو، چې له داسې يوې نظريې سره يې تعلق لرلو، چې د انسانانو،  په بېوزله ورځ يې، نه يواځي ژاړا کوله، بلکې ملهم او پټۍ يې هم ور لګولې، د ده په ډېرو شعرونو کې موږ هغه څه ويلی او ليدلی شو.
د پرولتار په مينه چېرته چې اشراف پايي
هلته به خامخا کارونه په وړو کېږي
د انسان قدر به يارانو هلته څومره وشي
چې تويېدل چېرته د وينې په اوبو کېږي
چېرته چې هرڅوک هر يو کار کوي د خدای د پاره
زه هغه ځای کښې هم انسان د پاره منډې وهم
د خدای بنديانو ته نعمت چې د خدای ورسېږي
بس دې اميد او دې ارمان د پاره منډې وهم
د بې وزله پښتون ورور په درد مې زړه چوي
که کابل دی که مردان راباندې ګران دی
اسمان ته وخوت وروي اوس بارودنه په مونږ
زړه ته مې ګوره د ادم په دې کمال خفه دی
محترم سليم راز صيب، يې په حواله ليکلې دي “سليم ناشاد د خپلې معاشرې په معاشي جوړښت خبر دے او د خپل چاپېرچل د خلقو په انفرادي او سماجي نفسياتو پوھ دے”
فيض الوهاب فيض صاحب، د پښتو ژبې نقاد ليکوال او شاعر دی هغه که سليم ناشاد جانبداره شاعر بولي، خو يو بله د پام وړ خبره هم کوي چې “د ناشاد په شاعري کښې د سکون او سکوت په ځای حرکت او مزاحمت زيات څرګند دی” فیض صاحب بلکل صحي وايي بلکې زه به په کې دا هم ور زيات کړم، چې  هغه له شاعرۍ سره، خپل ژوند هم په حرکت او مزاحمت کې تېر کړ، د هغه ناسته پاسته، د هغه د ملګرو دا دومره لويه ټولۍ، پوره يو کال مزدور جدوجهد (پښتو) رساله چلول، او بيا څو ګڼې (مبارزه) چاپول د مزدورانو په حق کې سيمنار اوجلسې را ايستل، دا ټوله مبارزه هغه د ځان له پاره نه، بلکې د داسې وګړو له پاره کوله، چې د وينې په رشته خو د هغه هيڅ هم نه کېدل، ولې د انسانيت په رشته يې خپل ټبر ګڼلو.
چې د نړۍ ټول خواروزار راته خپل وروڼه ښکاري
څومره واړه يو څومره لوی ټبر کښې ساه اخلو
ملنګ کاروان صاحب په يوه مرکه کې ويلې وو، چې “په هنرې پنځونو کې کرکه هم بايد په ښايست بدله شي” ناشاد هم د محترم پيرمحمد کاروان صاحب په څېر، په خپله شاعري کې، د رقيب له پاره د کرکې پر ځای د مينې او محبت تورې کارولې دي، خو د دې برعکس ډېرو شاعرانو  رقيب ډېر زيات غندلی دی د مروتو د سيمې، ځينې شاعرانو، خو لا په سپي هم مخاطب کړی دی او ځينو نورو  شاعرانو څنګه غندلی دی، راځئ چې ويې لولو
په خپل اه مې باور شته اثر به وکا
رقیبانو به اور لړوني د تنور کړم
خوشال خان خټک
د رقیب کينه مې خوا کهوي هسې
لکه مچ په اب خور کې شي د چا ګډ
لکه شوم چې په خوړونکې سپي نازېږي
هسې ښه اېسي د ترکو رقیبان شوخ
حميد بابا
نه د ښکلا دعوه کوم نه تر هنداره ښه يم
زه لکه کاڼی د رقيب د سر له پاره ښه يم
رقیب له ما سره هيڅ وخت سیالي کولای نه شوه
دا ستا په وجه سړی جوړ شو د لرګي نه اخر
زړه د يار وساته خو سر د رقیب مه پرېږده روغ
ډبري دوې دي اې دروېشه ته يوه ماته کړه
دروېش درانی
غريو مې ونيسي الفاظ راسره نه وي
زه رقيب ته په کنځلو کې خراب شم
خيبر اپريدی
رقيبه تا سره دي خاندې جانان
په تا ګومان مې د سړي نه راځي
رحمت الله درد
زه خاطر دي نور خاطر کولی نه شم
اې رقیبه که پوهېږې نور سړی شه
خاطر اپريدی
هر څو که، ښاغلې رحمت شاه سایل صاحب، هم رقیب ته په خپله شاعري کې لږ ډېر احترام لری دی، او د هغه په غم يې ځان غمجن کړی، او خپل پښتون زره يې ستايلي دی، چې په خپل رقيب يې ژړلې دي، خو سليم ناشاد چې کوم ترحم او عاطفه د بل انسان له پاره لري، هغه رحم او مينه د خپل رقيب له پاره هم په زړه کې لري او کوښښ يې کړی چې د شعر په پسته ژبه کې د رقيب په حواله کو ځيږه خبره ونه کړي، او د سايل د شعر برعکس چې د ده پښتون زره په رقيب ژړا کوي خو ناشاد وايي چې رقيب مې په دغه ټکې هم خوښ دی چې پښتون دی
ځار د پښتانه زړه چې په خپل رقیب يې وژړل
څوک دي چې په مرګ به د دښمن سندرې نه وايي
سايل
چې زما په شانې ستا په غم ژړېږي
رقيب هم لکه د ځان راباندې ګران دی
محبت د امن داسې پرستار کړم
اوس والله که په رقیب د ګل کذار کړم
دا رقیب مې بس په دغه ټکي خوښ دی
که دښمن زما د سر دی خو پښتون دی
رقيبان مې د رامبیل چامبیل ګلونه
زه ګلاب يمه په ټولو سربالا یم
 ګل محمد بېتاب صيب وايي: چې ما له ناشاد صيب نه يو ځل تپوس وکړو:  چې تا څنګه د ترقي پسندۍ نظريه خپله کړه؟ نو راته يې ووې
“ډېرې وجې يې وې، يوه خو دا چې زموږ غوندې خواران دې، معاشره کښې څو غټانو او مالدارو خلقو ته ګوري، نو خامخا به ورله دا فکر ورځي، چې دا موږ ولې دومره خوار يو، او دا خلق ولې دومره مالداره دي نو دا سوچ خو مې د وړاندې نه وو البته کومې واقعې چې زه ډېر بې کوره کړی وم، نو هغه دا وه چې يوه جينۍ مې خوښه وه خو محض په دې وجه مو ورسره رشته وه نه شوه چې ما د هغوی مطالبې د نېستۍ د لاسه نه شوې پوره کولی، نو دې خبرې ډېر ګډوډ کړم”
له دې هرڅه باوجود هم ناشاد ډېر زيات د مينې او محبت  شعرونه ليکلې دي هغه به ضرور ډېر دردمن شوی وي خو مايوسه شوی نه دی  زړه يې بيا هم له مينې ډک وو، بلکې محبت ته يې د عبادت په سترګه کتلو، او ولې به نه وي هغه د پښتو متل دی چې داسې ونه به نه وي چې باد نه وي ښورولې
ناشاد هم د دې معاشعرې وګړی وو مينه يې کړې وه دا بېله خبره وه چې هغه مکمله نه شوه
زه به لا څنګ محبت نه کومه
مونځ خو په هر يو مسلمان فرض دی
هغه خبر دی چې د اور سوې په اور رغېږي
د هر پرهر ټکور مې ځکه په اورونو کوي
ډېرې ښکلاګانې که ځنګل کښې د فطرت ښکاري
زه دغه سراب پسې له خپله ښاره تلی نه شم
يو ناڅاپه چې مې ستا د کوڅې خيال شي
په مانځه کښې اکثر مخ په نمر خاته کړم
جانانه اور پسې دي شي رنګينې لوپټې
تور سرو سره خوند کوي دا سپينې لوپټې
نور به يې ځان په اشارو او کنايو پوهوم
نور به محفل کښې د آشنا نه څه پوښتنه کوم
سپوږمۍ ته ځکه په کتو کتو کې شپه روڼه کړم
چې مې سود د يوه پۍ مخې د ليدو کېږي
بې د ښکليو مې د زړه سود په څه نه شي
ستورې غېږه کښې رانغاړمه اسمان یم
دافغان په ننګ مې توره ده راخستې
مقلد د پير روښان او خوشحال خان يم
چې بادونه د خزان کله الوتي
د ګلونو د محلت راسره غم دے
مونږ دي هسې هم په مينه کې بدنام يو
د اغيارو د عزت راسره غم دے
تا چې په بڼو را کنستلے وه
هغه يو پرهر لا هم اوبه کوي
څومره لېونۍ څومره نادانه ده
جونو ته قیصې په تناره کوي
ستا ديدن به څنګ قضا کړمه
زه پابند چې د مانځه يم
وران وطن د پښتنو يم
که ناشاد د مئين زړه يم
د شهيد ارمان مزار له ئې راوړمه
د ګودر لار ته ټيکرو پسې لاړم
چې مې مين زړګي ته ياد د ستمګرې راځي
ناوياته اوښکې مې لېمو ته ملغلرې راځي
چېرته چې څوک د ارمانونو په لاس ساندې وايي
زما په داسې ځای کې هم خلې له سندرې راځي
سليم ناشاد سره په څنګ کښې جانان داسې ښکاري
لکه د لمر سره سپوږمۍ چې وي ملګرې راځي
فطرت په چپه خله تېرېږي وړاندې
که ورپسې د خلقو خلې ډېرې دي
زه اقرار انکار د ښکليو
لکه دوه ژبې قلم يم
هر ځل ښکلې قايل کړی
د دروغو په قسم يم
څوک به په لونده ژبه اعتبار وکړي
پښې خو هم خوئېږي په لونده زمکه
زه يم چې محفل ته د رقيبو ځم
زه يم چې ودرېږم په تاوه زمکه
لنډی او اباسين زما له اوښکو جوړ سيندونه دي
جانان ترې خپلې غاړې له هارونه را وباسي
ناشاد زړو لفظونو کې خبرې نوې وکړې
ناشاد پښتو کښې نوي ترکيبونه را وباسي
زه د جانان ارماني يم جانان زما ارماني
مونږ د يو بل د ديدن يو بل نه سيوا ارماني
په وسائلو چې د ژوند په کښې اختيار مو وي خپل
ناشاده مونږ يو د داسې پښتونخوا ارماني
لا خبر د حقيقت له رازه نه يې
شېخه ځکه د دنيا نه لرې ګرځې
څه خواږه به خامخا وي ښکلیو کېې
هسې د چا غم څوک په سر نه اخلي
راز چې د محنت ناشاد سندره کړه
څنګ به ترې ملګرې اثر نه اخلي
د حالاتو شپه که هر څومره اوږده ده
بله کړې ما د خپل فکر ډيوه ده
په يو حال د محبت نه صبر نه شه
ازمايلې مې په زړه هره ټوټکه ده
که ناشاد يم خواروزار يمه په خپله
زما فن د ملتونو سرمايه ده
کومې ماڼۍ ته سپوږمۍ ستوري را کوز شوي نه دي
کومه جونګړه کښې سيلۍ بله ډيوه پرېښې ده
سليم خان، چې د پښتو شعر او ادب، دنياګۍ ته راتلو، نو هغه له خپل نوم سره ناشاد هم وليکل، او تر مرګه له سليم سره ناشاد ملګری پاتې شو. ناشاد د ژوند تر پايه، ډېره هڅه او کوښښ وکړو، چې په لاسونو د سليم ژوند، او په قلم د قام او وطن برخليک، وربدل کړي، په دې کې ناشاد څومره بريالی شوی دی، پر دې خبره نه کوو، بلکې پردې به خبره وکړو چې هغه په خپل کلک هوډ او عزم د ژوند تر پایه پاتې شو، د هغه په لېونۍ جذبه کې هيڅ فرق هم نه راغلو.
د وختونو جبر دلته کومې ناپيړتې نه وکړې، او په چا يې نه دي کړې، هر څوک ترې متاثره شوې دي، خو د يوه حساس زړه څښتن، ښکاره خبر ده، چې ډېر زر ترې متاثره کېږي، او هم يې زړه ټوټې ټوټې کېږي، او بيا په دې ټولنه کې ژړا ځان ته يو عيب دې، خو شکر چې ناشاد هم دا هنر زده کړی وو، چې خپله ژړا به يې په ډېره ترخه خندا کې په يو عجبه هنر کې پټه کړه.
هغه چې، د خپل فکر، په ټوله دنيا کې، سوچ وواهه، نو خپل ډېر، محبوب کس ته يې هم، اخر دا وويل.
اوس خو راته مور مې هم ناشاد وايي
تا چې د ناشاد په نوم بللی یم
https://af.dawatmedia24.com/?p=171040

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.