سوېډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره نږدې درې میلیون ډالر مرسته کړې

37

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې سوېډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲۸ میلیونه سوېډني کرون چې نږدې ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالرو سره برابرېږي، مرسته کړې ده.

اوچا نن یک‌شنبه، جون ۱۴مه، په خپله اېکس‌پاڼه کې د دغې نوې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا مالي ملاتړ به په افغانستان کې د لومړۍ کرښې د مرستندویه بنسټونو وړتیا پیاوړې کړي، څو د ناڅاپي بشري بحرانونو او بېړنیو حالاتو پر مهال چټک غبرګون وښيي.

د یاد بنسټ په وینا، د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې چمتو کېدونکې مرستې د زیانمنو او اړمنو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو خدمتونو په رسولو او د بېړنیو بشري اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.

اوچا ټینګار کړی چې دغه ډول مرستې د بشري فعالیتونو د دوام او د میلیونونو اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره حیاتي ارزښت لري.

سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.