رنګ/ لنډه کيسه

ستاره ويسا

34

د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شيبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې وکتل، لکه يو ناڅاپه چې راويښه شوې وي، دا مې څه وخت او ولې داسې وکړل؟
څيره یې نوره هم نيولې شوه. ډنډر یې په ارامه په ځمکه کيښود، ښه شيبه یې ورته کتل، بیرته یې ور واخست. خپل مخ ته یې ور نږدې کړ، غلې یې وويل، زه درته پړه يمه. له بده مرغه، ځینې وخت چې څو زموږ پام کيږي، ډېر ښه ښه شيان مو پخپلو لاسونو له منځه وړي وي.
دا ځل یې ډنډر په دومره ارامۍ په ځمکه کیښوده لکه ټول درد چې یې په دې تيريده.
په غلې غږ یې وويل، عجيبه ده، کله چې يو څه زموږ په فکر کې وي نو په هر څه کې له همغه څه سره مخ کیږو. که ما د بدۍ نښه او دا ګل د ښه والې نښه وبولو نو ما د خپل بدوالې له امله هغه له ژونده محروم کړ، مګر په دې هر څه سربیره هغه د خپل ښه والې له مخې زما ديته پام کړل چې داسې بد بیا بايد تکرار نه شي.
هر رنګ په بل رنګ اغيز لري. همدا موضوع خو مې دا څو ورځې په ذهن کې راشنه ده. موږ چې له هرڅه سره مخ کیږو، په يو ډول مو د ځان غوندې کوي. که مهرباني ووينو، يو ناڅاپه نرميږو. که څوک په غوسه وي، موږ ته هم غوسه راځي.
دا څه وخت مې پام شوی چې له هر چا سره مخ کیږم بې اختیاره يوه ځانګړې بڼه خپلوم. يو توپير راکې راځي، له هر چا سره په يوه متفاوته زه اوړم. نه پوهیږم د دې لامل به د دوی انرژي وي، که له دوی سره تير کړي وختونه يا…
تيره ورځ چې واده ته تللې ومه هم دا فکر راسره مل وو. لمړی له زرغونې سره مخ شوم. هغه ډېره شوخه او له انرژي ډکه انجلۍ ده، زما مې د خپل غږ ټون ته پام وو، تر معمول ډېر له انرژۍ ډک وو.
له هغه څه شيبه وروسته چې مې کله له خپلې پخوانۍ او مهربانې ملګرې سره مخ شوم نو يو ناڅاپه په يوې ارامې او خواخوږی انجلۍ بدله شوم. هغه په ورو او ارامه غږیدله او زما غږ هم د هغې په څیر شوی وو.
بیا چې کور ته راتلو، له ليمې سره مخ شوم. هغه بیا د خپل طبیعت له مخې تل بې خونده او د پيغور خبرې کوي، تل له خپل ژونده او نورو سرټکوي. ما په پيل کې څه و نه ويل، مګر وروسته چې مې پام شول، ډېر څه مې ويلي وو. ان د هغې کليمې مې هم کارولې وې.
عجيبه ده، موږ څنګه دومره ډیرې بڼې لرلی شو؟ څنګه پر يو بل دومره ډېر اغیز کوو، مګر بیا هم لکه هيڅ اغیز چې نه لري؟
موږ له هر چا سره په يوه بيله بڼه مخکې ځو او دا ښایې له دې امله چې انسانان پخپله هرڅه لري، نورو ته یې هم ورکوي.
د فکر وړ ده…

يو ځل بیا یې په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته وکتل، بیرته یې مخ واړاوه، په مړو سترګو یې وويل، نه پوهیږم ما به هغوی ټولو ته څه ورکړي وي…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.