غواړم لوی شم/ لنډه کيسه

ستاره ويسا

36

واورې چې شوې، شپه ډېره راباندې اوږده شي. چې راويښ شمه بیا خوب نه راځي. تيارې مې زړه راتنګوي. غواړم له کړکۍ دباندې وګورم او پوه شم چې هر څه ولې تور شوي يا ورک شوي. خو هر ځل مور راخبريږي. دا مې تر څنګ ويده وي. په زور مې څملوي او په سينه مې ټکوي او بیا چې څو رڼا کيږي خدای خبر څو زره ساعته وخت تيريږي. نه پوهېږم ساعت لا بیا څه شی ده.

خبر نه یم چې څومره وخت کيږي دلته راغلی یم، خو څو ورځې وړاندې مې د مور له خولې واوريدل چې د څنګ د کور سرې چاغې ښځې ته یې ويل چې اوس ايله د لسو مياشتو ده. نه پوهېږم دوی مياشت څومره وخت بولي.

مور جانه څنګه ښه ويده ده. نه ده خبره چې راويښ یمه، خو که لږ وښورم، دا دستي پوهېږي، دستي راويښه شي. زما خوارکۍ مورکه. دا بیخي ښه خواړه نه شي پخولی. سمه ده چې ټول یې په ډېر خوند خوري، پلار یې تر ټولو په اشتها خوري، خو تر ټولو ډېر جنجال هم دی کوي. تل د خوړو مالګه او غوړي ډېر يا کم بولي. نه پوهېږم مور جانه ولې دا شيان خوړو ته په اندازه نه ور اچوي، ښه پوهېږي چې پلار بیا جنجال کوي.

اه، نن بیا خوب نه راځي. لږ پاته ده چې زړه مې تنګ شي او چيغي کړمه. تل، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې مې زړه ډېر غواړي چې د کور شيان وګورم. دلته هرڅه راته نوي دي. غواړم لویشت په لويشت انګړ وپلټم، د څنګ د ګاونډيانو کور وګورم او پوه شمه چې دروازه د خلاصيدو پر وخت ولې غنجا کوي. زړه مې دا هم غواړي چې د ډېوې خور او شمشاد ورور غوندې پخپلو پښو وګرځمه، تيزې منډې ووهم. د دوی غوندې پخپلو غاښونو مڼه وخورم او غواړم د دوی غوندې ډېر غاښونه ولرم.

خبرې هم نشم کولی. غږیدلی شمه، خو دوی نه پرې پوهېږي. مور لا ښه ده، څه چې وايم راخبريږي. مګر بیا هم کله کله، هم خپل ځان تیر باسي او هم ما. شمشاد او ډېوه خور چې د باندې وځي، له ما پټ ځي‌. زه که خبر شمه، زړه مې درد کوي، چيغي رانه وهل کيږي. په همدې وخت کې مې مور په لوی لاس تير باسي. ښه پوهېږي چې ولې ژاړم، خو دا د ساعتيرۍ شيان راته راخلي يا د خوړلو لپاره کوم څه راکوي. کله کله خو مې رښتيا هم دوی هير شي، خو په دې وروستيو کې مې پام ژر نه بدليږي. مخې ته چې مې هر څه پراته وي له ډېرې غوسې یې سره وپاشمه.

مور لا هم ويده ده. دې ته د ورځې هم ژر خوب ورځي. کله چې غواړي ما د ورځې په زور ويده کړي او ماته خوب نه راځي، نو دا دواړو ته ډېره سخته تماميږي. په داسې وختونو کې د مور د آللو زمزمه ډېره ورو او ورپسې غلې شي او زه چې ور وګورمه د دې سترګې پټې شوې وي.

نن له کړکۍ تته رڼا غوندې رالويدلې. کله کله همداسې وي او په داسې شپو کې کولی شمه د خونې په لوړې المارۍ کې ايښي سپين واړه او ګلداره شيان ووينمه. زه يوازې سپينې کاشوغې پکې پېژنم. زړه مې تل غواړي وپوهېږم چې دا څه شی دي. خو زما تر قد ډېر لوړ دی ان شمشاد ورور لا يوه ورځ په بالښت نشوای ورته رسيدلی. مور رانه د کور د ټولو المارۍ ګانو دروازې قلفوي. ټول شيان رانه ټولوي، کړکۍ بندوي او ما په خونه کې يوازې د ساعتيرۍ له هغو بې خونده شيانو سره پريږدي چې له ډېره وخته مې زړه ترې تور ده او نه پوهېږم چې د څه مرض دوا دي.

کاشکې دوی پوهېدای شوای چې زه د هر څه کتلو ته څومره ليواله یم. نو څه که خاورې يو ځل په خپل لاس کې وګورم چې څه شی دي. دوی مې هيڅ څه ته هم نه پريږدي. ان که د مور ويښتان په ګوتو کې ګورم هم نو رټي مې. اه، له هر څه مې را ګرځوي او زه هيڅ هم نه شم کولی. په داسې وختونو کې مې خپلې مخې ته پرتو پښو ته ژړا راځي چې نشم پرې ګرځيدلی. خپلې ژبې ته مې زړه ډک وي چې خبرې نشي کولی.

اوف، چې نن دا شپه بیا څومره اوږده شوه. دوی ټول ويده دي. له کړکۍ خپه رڼا رالويدلې. زړه مې نور تنګ دی، که لږه شيبه نوره هم مور را ويښه نه شي، نو چيغي کومه. ښه خو دا ده چې پخپل کور کې مې بیا هم ډېر زړه نه تنګيږي. ههه، دلته چې ميلمانه راشي، هر يو غواړي پخپله غېږه کې مې کېنوي، خو ماته د دوی نابلده څېرې ژړا راولي. نه پوهېږم ولې ژړا راځي. په دې وروستيو کې مې څو ځله هوډ وکړ چې د مور او پلار سره به نه ټيټوم، مګر کله چې ميلمانه ووايې چې ته نور زموږ یې او له ځان سره دې کور ته وړو، نو رانه وژړل شي.

زه ښه يمه، چې وژاړم بیرته خندلی هم شمه. باک نه پرې راځي. خو ډېوه او شمشاد ورور داسې نه دي. دوی چې ژړلي وي، بیا په اسانه نه خاندي. مور او پلار چې په داسې وخت کې د خندا خبره ورته کوي هم دوی نه خاندي. خو خاندي، ما څو ځله ليدلي. ګومان کوم شرميږي به. اه، د اسمانونو رب دې ما له دغسې بدبختۍ وساتي چې په ژړا کې به خندلی نشم او په خندا کې به ژړا نه راځي. زه نه غواړم د دوی غوندې شمه. غواړم چې هر وخت مې زړه وي چکچکې وکړم، وژاړم يا وخاندم او و نه شرميږم. خو ويريږم چې داسې به پاته نه شم. څه موده مخکې په هيڅ هم نه شرمېدم، خو اوس که ولاړ شم او د قدم پورته کولو پر وخت بېرته ولوېږم او شمشاد يا ډېوه خور راپورې وخاندي، نو شرميږم. زه نه غواړم د دوی غوندې شمه، د لويانو غوندې. نه مې خوښيږي چې د غټانو غوندې بې خونده جامې واغوندم. خو دا مې هم نه خوښيږي چې تر پايه همدا درې غاښه ولرم.

غواړم لوی شم. ټول کور وګورم. پخپلو پښو وګرځم. د دوی خبرې وکړم. په اوبو کې لاس ووهم. په زوره ويده نه شمه او د المارۍ سپين ګلداره شيان ټول وګورم.

خو زه چې لوی شم هم زړه مې ده چې د سړيو غوندې به نه کېږم. يوه ورځ مې غوښتل په ځمکه د ډیوې پروت بنګړی په لاس کړم، خو شمشاد ورور لرې رانه واچاوه. ويل یې هلکان بنګړي نه په لاس کوي. خو ما غوښتل هغه ښکلی بنګړی په لاس کړم. مور یې هم په لاس کوي. ده يوه ورځ دا هم راته ويلي وو چې سړيان نه ژاړي. که نه ژاړي نو زما زړه ولې کله کله غواړي وژاړي؟
نه غواړم د سړيانو غوندې شم. غواړم بنګړي په لاس کړم او وژاړم.

نه پوهېږم مور جانه ولې نه راويښيږي. زړه مې تنګ دی. غواړم جګ شم او له کړکۍ د باندې وګورم، يا هم چيغي کړم چې مور راويښه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.