د بلخ ولایت د رسنیو دفتر ویلي، د افغانستان-اوزبیکستان په ګډ بازار کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون چې د اوزبیکستان او افغانستان کورني تولیدات او لاسي صنایع په کې نندارې ته وړاندې شوي، پرون سهشنبه پرانیستل شو.
د بلخ د والي د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه نندارتون کې کرنیز محصولات، قیمتي ډبرې، کورني تولیدات، لاسي صنایع او غالۍ نندارې ته وړاندې شوي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، د دغه نندارتون په څنډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ سوداګریزې ناستې هم ترسره شوي.
په دغو ناستو کې د ګډو فابریکو د جوړولو، پانګونې، صادراتو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
#سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320