فرښته که شیطان؟
مېلټن فریډمن باور درلود چې باید «د پیسو کنټرول» وشي
مېلټن فریډمن
مېلټن فریډمن په ۱۹۱۲ کال کې د نیویارک په بروکلین کې نړۍ ته راغی. په ۱۹۳۲ کال کې یې د راتګرز له پوهنتون څخه په ریاضیاتو او اقتصاد کې فارغ شو او په همدې وخت کې د اقتصادي نظریو تر اغېز لاندې راغی. د آرتور برنز او هومر جونز په څېر اقتصادپوهانو د مطالعه کولو په پایله کې دې ته ورسېد چې له ماډرن اقتصاد سره د «لوی رکود» په څېر اقتصادي ستونزې حل کېدای شي. په ۱۹۳۳ کال کې یې د شیکاګو له پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او وروسته یې د دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره خپله لاره د کولمبیا پوهنتون ته بدله کړه او د احصایې پر علم یې تمرکز وکړ. په ۱۹۷۶ کال کې د نوبل جایزې ګټونکی شو او په ۲۰۰۶ کال کې هغه مهال چې ۹۴ کلن و، په سانفرانسیسکو کې ومړ.
«انفلاسيون تل او په هر ځای کې یوه پولي پدیده ده.» دا د هغه د مهم کتاب «د متحده ایالاتو د پیسو تاریخ، ۱۹۶۰–۱۸۶۷» یوه تر ټولو مشهوره جمله ده چې مېلټن فریډمن او آنا شوارتز په ۱۹۶۳ کال کې لیکلې وه. دا جمله یوازې یوه ساده خبره نه ده، بلکې د سړې جګړې په کلونو کې د لویدیځ بلوک د سترې اقتصادي شخړې په اوج کې رامنځته شوې ده. هغه شخړه چې یوه خوا کې یې د کینز اقتصاد د «پانګهوالۍ زرين دوران» لیده او په بلې خوا کې یې د پیسو جریان د جوړېدو لامل بل څه ګڼل کېده چې هغه ته یې «پولګرایي» ویل. پولګرایي یوه اقتصادي نظریه ده چې پر اقتصادي فعالیتونو د پیسو د عرضې او مرکزي بانکدارۍ تمرکز ښایي. دا نظریه چې د مېلټن فریډمن له خوا په رسمي ډول مطرح شوه، ادعا کوي چې د پیسو له حده زیات انبساط تر یوه حده د پیسو د سرچینې د زیاتوالي له امله د انفلاسیون لامل کېږي. له دې نظریې څخه د تجویزي برخې پایله دې ته رسېږي چې پولي نهادونه باید یوازې پر ثابتې کچې د قیمتونو تمرکز وکړي.
د دې نظریې ریښه په دوه متضاد فکري جريانونه کې قرار لري. پولي سیاستونه چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د دې جريان غالب فکر وه، او د جان مینارد کینز پولي نظریات چې جګړې پر مهال یې د تقاضا پر بنسټ د پولي سیاست لپاره وړاندیز کړي وه.
د کینز او فریډمن توپیر په دې څه کې وه؟ په داسې حال کې چې کینز د اسعارو پر ارزښت ټينګار کاوه، فریډمن خپله نظریه د بیو پر ثبات متمرکزه کړه.
د اسعارو ارزښت د تمرکز په صورت کې، که اقتصادي ګډوډۍ او نارامی رامنځته شي چې لامل یې د پیسو د عرضې ناکافيوالی وي، نو اړ کېږو چې له بدیل اسعارو څخه استفاده وکړو، او دا موضوع هم په خپل وار سره د پولي نظام د ړنګېدو لامل کېږي. همدا هغه نیوکه وه چې فریډمن پرې ټینګار کړی.
په دې برخه کې د فریډمن د تاریخي څېړنو پایلې په لنډ ډول په هماغه کتاب کې راغلې دي چې مخکې مو یادونه ترې وکړه. دا کتاب انفلاسیون له حده زیاته هغې پولي عرضې سره اړوند باله چې د مرکزي بانک له خوا تولیدېدې. له بلې خوا، که موږ له انفلاسیون سره معکوس حالت، یعنې د بیو د ټیټېدو سره مخ شوي وای، اصلي لامل به یې بیا هم د پیسو د عرضې په تامینولو کې د مرکزي بانک پاتېراتګ وه، نه بل څه.
د دې ستونزې د حل لپاره د فریډمن لومړنی وړاندیز یوه ثابته «پولي قاعده» وه.
دې قاعدې ته د «فریډمن د K سلنې قاعده» نوم ورکړل شو او د هغې له مخې به د پیسو عرضه هر کال په اتومات ډول په یوه ټاکلې سلنې سره زیاتېده. د دې قاعدې له مخې، د مرکزي بانک لپاره هېڅ ډول د تېښتې یا بدلون لاره نه وه، ځکه د پیسو د عرضې زیاتوالی د یوه «کمپیوټر» له لارې ترسره کېده او په دې توګه بېلابېلو کاروبارونو کولای شول چې د پیسو په عرضه کې د رامنځته کېدونکو ټولو بدلونونو وړاندوینه وکړي.
فریډمن په دې باور و چې د پیسو په عرضه کې لاسوهنه یا د هغې د ودې کچه بدلول، په ډېر احتمال سره د اقتصادي ثبات پر ځای د اقتصادي بېثباتۍ لامل کېږي.
«لاسوهنه منع ده»
د «اکونومیست» مجلې فریډمن د شلمې پېړۍ د دویمې نیمایي «تر ټولو اغېزناک اقتصادپوه» بللی دی او که د «دویمې نیمایي» پر ځای ټوله شلمه پېړۍ د ارزونې لپاره په پام کې ونیسو، ښايي یوازې یو کس داسې وي چې له هغه سره اوږه په اوږه سیالي وکړای شي، یعنې د هغه اصلي سیال جان مینارد کینز.
د فریډمن د دې کچې اغېزمنتیا لپاره دوه اصلي عوامل دا دي: یو یې هغه اقتصادي نظریات دي چې له د نوموړي له عمده نظریو څخه یې دي، یعنې «پولګرایي» چې مخکې مو یادونه وکړه او بل یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼو سیاستوالو ته مشورې ورکول دي.
د فریډمن سیاسي فعالیت په دوو څانګو وېشل کېږي، یوه یې د هغه له شاګردانو سره د «شیکاګو مکتب» پورې تړاو لري، او بل یې د رونالډ ریګن او مارګرېټ تاچر په څېر شخصیتونو ته د هغه مستقیمې مشورې وې.
د فریډمن سیاسي فلسفه تر ډېره د آزاد بازار د ټولو مدافعانو له فلسفې سره ورته ده. هغه په ۱۹۶۲ کال کې د «سرمایهداري او آزادي» په نوم یو کتاب ولیکه.
دا کتاب له یوې مقدمې، ۱۲ اصلي فصلونو او دیارلسم فصل څخه جوړ دی چې د پایلې حکم لري، بنسټیزې نظريې او تاریخي جزئیات مطرح کوي.
دویم او درېیم فصل په ترتیب سره د «په یوه آزاده ټولنه کې د حکومت رول» او «د پیسو کنټرول» په اړه دي، او په دې توګه هغه حس هم رامنځته کوي چې د کتاب پایله په اقتصاد کې د دولت د مداخلې اغیزو په اړه متمرکزه ده. فریډمن په دویم فصل کې ادعا کوي چې حکومت په یوه لیبرال ټولنه کې باید قانون، نظم او د مالکیت حقوق پلي کړي او د اقتصادي چارو په برخه کې هم بايد یوازې د انحصار له واقعیت سره د مقابلې لپاره فني اقدامات ترسره کړي. په دې فصل کې جالب ټکی دا دی چې د فریډمن په باور تر هغه وخته پورې چې ټولنه او اساسي قانون حکومت د پيسو کنټرول کوونکی ګڼي، دا رول باید د حکومت لخوا ترسره شي
له هغه حکومت څخه مو یادونه وکړه چې پیسې کنټرولوي، خو دا کنټرول باید څه ډول ترسره شي؟
فریډمن په درېیم فصل کې د دې پوښتنې د ځواب لپاره د آمریکا د تاریخ یوه مشهوره بېلګه وړاندې کوي. د هغه په نظر په آمریکا کې د پيسو د تکامل پړاو د فدرال ریزرو د ۱۹۱۳ کال په لایحه کې تر ټولو لوړې نقطې یا اوج ته ورسېده. د هغه په ادعا فډرال ریزرنه یوازې په ثبات راوستلو کې بریالی نشو بلکې د د دې دندې په اجراء کې څو ځله ناکام شو. فریډمن وړاندیز وکړ چې فدرال ریزرو یوازې باید یوه دنده ولري: د پیسو عرضه په کال کې له ۳ تر ۵ سلنې پورې.
د دې کتاب پایلهاخيستنه له دې امله ډېره مهمه ده چې ښايي نن ورځ په ډېرو هېوادونو کې د نړۍ په ښکاره فرضيې بدل شوی یا لږ تر لږه د سياسي اقتصاد په نظري لیدلورې کې اوچت لاس لري. یوه مهمه نکته دا ده چې د دې کتاب د خپرېدو پر مهال په پرمختللو هېوادونو کې د نړۍ د رفاه دولت ماډل او د کینزي اقتصاد روحیه حاکمه وه، چې د سرمایهداري نظام له تر ټولو سترو مداخله ګرو نظامونو څخه حسابېدل او د فریډمن نظر د نورو هغو کسانو تر څنګ چې ده سره همغږي وه په هغه وخت کې ډیر نوي ول.
فریډمن دې پایلې ته ورسېد چې په اقتصاد کې د دولت مداخله عموماً د هغه هدف خلاف پایله ورکوي چې دولتونه یې په نظر کې لري. په آمریکا او نړی کې ډیری هغه ښه توکي د آزاد بازار پایله ده نه حکومت. حکومتونه هر څومره هم چې ښه نیت ولري، باید په داسې چارو کې داخل نه شي چې ورپورې اړه نه لري.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()