د امام ابو یوسف (رح) اقتصادي نظریات

ژباړه: صلاح الدين حمید 

29

د امام ابو یوسف (رح) اقتصادي نظریات

– (اسلامي اقتصاد / د اسلامي اقتصادي نظریاتو تاریخ)
ـ پيژندنه
امام ابو یوسف (731–798م) مسلمان فقیه او د لومړنیو اقتصادي مفکرینو له ډلې څخه و چې په اسلامي اقتصاد کې یې د عامه مالیې، مالیاتو او د دولت اقتصادي پالیسۍ په برخه کې مهمه ونډه لرله.
هغه له لومړنیو علماوو څخه و چې دا یې تشریح کړه چې حکومت باید اقتصاد، مالیات او عامه هوساینه څنګه اداره کړي.
د هغه مشهور کتاب «کتاب الخراج» واکمنانو ته د عادلانه مالیاتو او اقتصادي عدالت په اړه لارښوونې کوي. هغه همدارنګه د عباسي خلافت په دوره کې د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کړې وه او نه يوازې یې نظریه ورکړې بلکې ورسره هغه خپلو نظریاتو ت عملي بڼه هم ورکړه.
د هغه نظریات د اسلامي اصولو لکه عدالت، برابري او عامه هوساینې پر بنسټ ولاړ دي.
هغه وايي چې اقتصاد باید د عدالت (عدل)، هوساینې (مصلحت) او د واکمنانو حساب ورکونې ته وده ورکړي.
ـ د امام ابو يوسف د اقتصادي نظریاتو مهمې برخې:
1. عامه مالیه (د مالیاتو سیستم)
عامه مالیه د حکومت د عوایدو راټولولو او د لګښتونو مدیریت ته ویل کېږي. امام ابو یوسف پر عادلانه مالیاتو، د ظلم مخینوي او د خلکو د توان په اساس له هغوی د مالیې اخیستلو باندې ټینګار کاوه.
په ورته وخت کې هغه واکمنانو ته خبرداری ورکړی و چې پر مالیه ورکوونکو زیات بار مه اچوئ، ځکه دا په اوږدمهال کې تولید او عواید کموي.
په اسلامی اقتصادی نظام کې د مالیاتو ډولونه عبارت دي له: خراج (د ځمکې مالیه)، زکات او جزیه څخه
2. په اقتصادي ژوند کې عدالت
اقتصادي عدالت د شتمنۍ عادلانه وېش او په اقتصادي فعالیتونو کې مساوي چلند ته ویل کېږي.
شتمني باید د لږو کسانو په لاس کې متمرکزه نه شي او حکومت باید عدالت تضمین کړي.
دا د «د شتمنۍ د دوران» اصل څرګندوي تر څو نابرابري کمه شي.
3. د دولت رول
دولت د اقتصاد د مدیریت او عامه هوساینې مسؤل دی. امام ابو یوسف د فعال دولت ملاتړ کاوه او د دولت دندې یې په لاندې ډول بیان کړي: د عدالت ټینګول، د عامه خدمات برابرول او د بازار تنظیم.
4. د بازار تنظیم
د بازار تنظیم د حکومت هغه مداخله ده چې د عدالت د تضمین لپاره ترسره کېږي. بازار باید آزاد وي خو تر څار لاندې او له درغلی، احتکار او د بیا له لاسوهنو څخه دې مخنیوی وشي.
5. د هوساینې اقتصاد (عامه ګټه)
د هوساینې اقتصاد د ټولنیزې هوساینې اعظمي کولو باندې تمرکز کوي. حکومت باید د عامه ګټې (مصلحت) لپاره کار وکړي. د خلکو اساسي اړتياوې پوره کړي، فقر دې راکم کړي او ټولنیز خوندیتوب دې تضمين کړي.
6. د بیو کنټرول
د بیو کنټرول د حکومت یو ډول مداخله ده چې بیې تنظیم یا اغېزمنې کړي. امام ابو یوسف د سختو دولتي بیو ټاکلو مخالف و او باور يې درلوده چې بیې باید د عرضې او تقاضا له مخې وټاکل شي او ورسره حکومت دې یوازې د ظلم پر مهال مداخله وکړي. دا نظر د بازار تعادل او موثریت لومړنی درک ښيي.
7. کرنیز اقتصاد
کرنيز اقتصاد د ځمکې اړوند کارونه، کرنه او د هغې مالیات تر بحث لاندې نیسي. امام ابو يوسف په مناسبه خراج، د کرنې هڅول او پر بزګرانو د مالیاتو کمولو باندې ټینګار کاوه. او د اوبو لګولو او ځمکې پراختیا ملاتړ یې کاوه.
په پای کې د هغه په نظریاتو کې کرنه د اقتصاد بنسټ ګڼل شوی.
8. حساب ورکونه او ښه حکومتولي
حساب ورکونه دا ده چې مشران د خپلو پرېکړو مسؤل وي او وخت په وخت خلکو ته د خپلو کړنو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړي. هغه وايي چې واکمنان باید عادل او صادق وي، له فساده ځان وساتي او د خلکو خدمت وکړي.
همدارنګه حکومتولي باید پر اخلاقو ولاړه وي، نه یوازې پر اقتصادي اهدافو. ترڅنګ یې ښه حکومتولي د اقتصادي پرمختګ اساس دی.
– پایله
د امام ابو یوسف اقتصادي فکر د عامه مالیې او هوساینې اقتصاد لپاره قوي بنسټ برابروي. د هغه نظریات پر عدالت، انصاف او مسؤل حکومتولۍ ټینګار کوي او تر نن ورځې پورې ارزښت لري.
د عادلانه مالیاتو، د بازار تنظیم او ټولنیزې هوساینې له لارې د هغه نظریات د عادلانه او دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره مهم لارښود برابروي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=187527

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.