د قطر مخکېنی امر ـ شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د جون په ۱۲مه نېټه د ۷۴ کلنۍ په عمر ومړ؛ نوموړی د ۱۹۵۲ زېږدیز کال په جنوري کې په دوحه کې زېږېدلی او چې کله یې د برېتانیا په سندهرست سلطنتي نظامي آکاډمي کې زده کړې پای ته ورسولې، د هېواد په اردو او د پلان جوړونې عالي شورا کې یې دنده پیل کړه؛
دی د ۱۹۹۵ زېږدیز کال د جون په ۲۷مه د واک پر ګدۍ کښېناست؛ له هماغه ۱۹۹۵ زېږدیز نه تر ۲۰۱۳ زېږدیز کاله پورې د نوموړي د واکمنۍ ۱۸ کلنه دوره هغه تاریخي پړاو بللی کېږي، چې د فارس د خلیج یو وړوکی او بې نوم و نښانه هېواد یې د انرژۍ او نړیوالې دیپلوماسۍ پر اساس په یوه ماډرن، بډای او ځواکمن لوبغاړي بدل کړ.
کله چې په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې له یاد هېواد نه د طبیعي ګازو استخراج او صادرات پیل شول، د داخلي ناخالص تولید کچه یې ۲۴ او د سړي سر عاید کچه یې ۶ برابره لوړه شوه او بیا دوې لسیزې وروسته یعنی په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې قطر د ګازو د لویو صادرونکو هېوادونو د لېست په سر کې راغی؛ خو:
په یو مخیز ډول په طبیعي ګازو پورې د قطر تړل کېدل، د شیخ حمد له لوري په مناسب وخت کې درک شول او له همدې امله یې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د قطر د اقتصادي چارو او پانګونې عالي شورا تاسیس کړه، تر څو د داخلي او خارجي پانګه اچونو ترمېنځ د تنوع او انډول په رامېنځته کولو سره د هېواد د راتلونکي نسل لپاره پایداره پشتوانه ایجاد کړي؛ د نوموړي دا هڅه وروسته نوره هم پراخه شوه او دمګړۍ د ((قطر ملي لرلید ۲۰۳۰)) نومېږي.
له پورتنیو اقتصادي بدلونونو سره پتلیز سیاسي او اجتماعي جوړښتونه هم په دموکراتیک ډول بیاځلې تعریف او په ټولو کې ګڼ اصلاحات رامېنځته شول؛ په دې برخه کې د نوموړي د حکومتولۍ له لاسته راوړنو نه یوه تر ټولو لویه لاسته راوړنه په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې د یاد هېواد د لومړني اساسي قانون توشیح ده، چې په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د یوې تاریخي ټولپوښتنې پر بنسټ تصویب او پر نورو موضوعاتو سربېره پکښې د قواوو د تفکیک اصل، د فردي آزادیو تضمین او په لویو تصمیم نیونو کې عامه مشارکت ته پام شوی وو.
په کلتوري او رسنیزه برخه کې شیخ حمد، قدرت ته له رسېدلو سره سم د لوړو زده کړو لپاره د قطر د زده کړو او توسعې بنسټ ډبره کښېښوده؛ پر دې سربېره نوموړي په هماغو لومړیو میاشتو کې د مطبوعاتو سانسور لغوه او د بیان د آزادۍ لپاره یې په یو بې مخینې اقدام کې د وخت د اطلاعاتو وزارت په بشپړه ډول منحل کړ؛ د نوموړي د حکومتولۍ د دورې رسنیز شاهکار په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې د الجزیره نړیوالې رسنۍ بنسټ اېښودنه بلل کېږي چې په تأسیسېدلو سره یې نه یوازې د عربي نړۍ رسنیز لرلید بدلون وکړ، بلکې د سیمه ایزو عنعنوي هژمونیو د ننګولو لپاره د نرم ځواک په یوه ځواکمنه وسیله واوښته؛ د قطر همدا رسنیز او اقتصادي قدرت ددې سبب وګرځېده، چې په نړیواله کچه فعاله دیپلوماسي راخپله او په بېلابېلو سیمه ایزو او نړیوالو کې مسائلو کې د منځګړتوب رول ولوبوي؛
دغه مهال قطر د نړیوالو کنفرانسونو د دایرېدلو په مرکز بدل شو او د سوډان، لبنان او فلسطین د بحرانونو په کابو کولو سربېره یې آن د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمېنځ د مذاکراتو لپاره بستر چمتو کړ؛ خو چې کله عرب پسرلی راپیل شو، د شیخ حمد دولت په ښکاره ډول د مصر، سوریې او لیبیا د ولسي پاڅونونو د ملاتړ ټټر وواهه.
د ۲۰۱۰ زېږدیز کال په ډيسمبر کې د شیخ حمد یوې بلې هڅې هم پایله ورکړه؛ قطر په یوه پراخ او سخت رقابت کې وکولای شو، د لومړني عربي او اسلامي هېواد په توګه د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال د نړیوال جام د کوربه توب حق ترلاسه کړي.
شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني ته په نړیړالو اړیکو کې د خورا اغېزمنو هڅو له امله د نړۍ ګڼو دولتونو مډالونه ورکړي؛ نوموړي د ۲۰۱۳ زېږدیز کال د جون په ۱۳مه د منځني خیتځ په سیاسي ادبیاتو کې یو بل داسې نادره او ستایل کېدونکی اقدام هم واخیست، چې کله یې هم فکر نه کېده:
ده د قدرت واګې پخپله خوښه او سوله ایز ډول خپل زوی ـ شیخ تمیم ته پرېښودلې او خپله د امیر د پلار په مقام کې د عمر تر پایه په سیمه کې د حکومتولۍ ددغې نوې الګو د یوه ناظر په حیث پاتې شو.
د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ دویمه برخه لیکنه: استاد الحاق جوادي
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.