د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ ۱۳مه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

65
مسجد؛ د خدای کور او ستا کور
لیکنه: استاد الحاق جوادي
ځینې ځوانان فکر کوي، چې مسجد د دوی ځای نه دی؛ د دوی په باور یاد ځای یا یوازې د سپین ږیرو او یا یوازې د لمانځه د اداینې د یوه ټاکلي ساعت لپاره جوړ شوی؛
خو دا ناسم پوهاوی دی.
قرآنکریم چې کله د مسجد خبره کوي، نو د یوې چوپې او بې غږه ودانۍ په اړه نه غږېږي؛ بلکې له یوه داسې ژوندي ځای نه خبره کوي، چې انسانان پکښې راټول شوي وي، له یو بل سره اړیکه لري او هالته یې وده او رشد کېږي:
((إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ)) (توبه/۱۸)
یعني:
مسجد هغه خلک آبادوي، چې یوازې لمونځ کوونکي نه دي؛ ایمان یې راوړی وي، مسؤلیت مني، بخشش کوي او د خلکو له خبرو نه نه ډارېږي؛ قرآنکریم نه دي ویلي چې:
((يبنون)):
جوړوي یې؛ بلکې وایي:
((یَعْمُرُ)) یعني:
مسجد باید جریان ولري،
انسانان پکښې وده کوي،
زړونه یې ځله نږدې کېږي او
د کلي درد ته دوا وموندلی شي.
ژوندی مسجد یعني هغه ځای چې:
نوی ځوانان پکښې د پردیتوب احساس ونه کړي؛
یوازې لمونځ نه وي، بلکې روزنه، زده کړه او… هم ولري؛
اختلافات د ډېرېدلو او پراخېدلو پر ځای پکښې حل کړلي شي؛
انسان له مسجد نه وروسته داسې احساس وکړي، چې آیا تر دې هم ښه ژوند کول امکان لرلی شي؟
څو ساده بېلګې:
د یو ګټور کار لپاره د کلي د ماشومانو راټولېدنه،
د قرآنکریم یا د ژوند د مهارتونو یا مباحثې او یا… ټولګی،
د یوه ناسم پوهاوي له مېنځه وړل او یا له یوه ګاونډي سره مرسته او دې ته ورته نور کارونه ـ ټول حاشیوي نه، بلکې د مسجد په عمران پورې اړه لري.
تمرین:
دغه اوونۍ مسجد یوازې د سپین ږیرو د لمانځه ځای مه بوله او له لاندنیو کارونو نه یو ترسره کړه:
له یوه ملګري سره مسجد ته ولاړ شه او فکر وکړئ، چې د مسجد اړوند چارې لا نورې څومره ښه کېدای شي؛ که دا نه وي، نو:
د مسجد په یوه ډېر کوشني کار کې له خلکو سره مرسته وکړه؛ دا یعني:
ته یوازې د مسجد مېلمه نه، بلکې د هغه یوه برخه یې او که چېرې مسجد په نویو ځوانانو را ژوندی نه شي، هیڅکله په رښتینې مانا آبادېږي هم نه!
https://af.dawatmedia24.com/?p=188922

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.