رښتینی صبر!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
کله نا کله فکر کوې، چې باید صبر وکړم؛ یعني:
پر زړه ډبره کښېږدې او یوازې زغم ولرې؛ خو قرآنکریم یو بل څه وایي:
((وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ)) (نحل/ ۱۲۷)
یعني:
صبر وکړه، خو پر دې پوه شه چې:
کوم صبر رښتیا هم تا ساتي، د څښتن تعالی له لوري دی.
دغه آیت داسې دی، لکه څښتن تعالی چې ووایي:
ته یوازې میدان کې نه یې، زه هم درسره یم.
دیني علماء وایي:
آن که کوم څوک له ماشومتوبه صابر وي، خو چې تر کله یې صبر د څښتن تعالی لپاره او د څښتن تعالی په مرسته نه وي، صبر یې له ځمکني صبر نه ګڼلی کېږي، نه هاغه صبر چې تر شا یې رڼا ده؛ سفیان ثوري (رحمة الله علبه) ویلي، چې د صبر ځینې ډولونه دادی:
بنیادم هر چا ته د خپل درد په اړه ونه غږېږي؛
ځان بې مانا لوړ ونه ښایي؛ او
خپل ټپونه په ننداره بدل نه کړي.
دا، یعني صبر؛
صبر، تظاهر نه؛ بلکې یو دروني حالت دی.
قرآنکریم کې فرمایلي شوي چې:
ستا صبر یوازې له خدای سره دی؛ په دې مانا چې:
همهغه خدای دی، چې زړه دې ساتي؛ که نه نو، یوازې زړه خو ډېر ژر ستړی کېږي؛
د بلخ مولانا دې موضوع ته خورا ښکلې نغوته کړې:
صبر را با حق قرین کرد ای فلان
آخرِ «والعصـــــــر» را آگه بخوان
صد هزاران کیمیا حــــــــق آفرید
کیمیایی همچــــــو صبر آدم ندید
صبر لکه یوه پټه خزانه داسې دی؛ هاغه خزانه چې، د خدای له مرستې پرته خپله دروازه نه خلاصوي.
تمرین:
کله چې یو داسې حالت سره مخ شې، چې سېک دې کاږي او فشار در باندې راولي؛ نو تر غبرګون وړاندې یوازې دا ووایه چې:
خدایه، زما صبر ستا په لاس کې دی؛ مرسته را سره وکړه!
همدا یوه جمله دې زړه له یوازیتوب نه رابېل او د څښتن تعالی مرسته ورسره یو ځای کوي؛
دا یو ځای کېدنه زړه داسې آراموي، چې انسان یې یوازې پخپل درون کې حسولای شي.
د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ ۱۶مه برخه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320