څه دې راوړي؟

ژباړه: بریال حبیبي

5
څه دې راوړي؟
لیکنه: استاد الحاق جوادي
موږ ډېر کله فکر کوو، چې زموږ ترسره شوي کارونه لکه سهار او ماښام یوازې راغلل او ولاړل؛
وغږېدو، ومو کړل او نور هرڅه خلاص؛ خو که د قرآنکریم لارښوونو ته ورشو، نو زموږ دا فکر به بالکل بدل کړي:
(عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا أَحْضَرَتْ) (تکویر/۱۴)
یعني:
هر څوک ډېر ښه پوهېږي، چې له ځان سره یې څه راوړي!
قرآنکریم ونه ویل چې:
څه شی یې وکړل؟ او یا یې:
څه شی ترلاسه کړل؟، بلکې ویې ویل:
څه شی یې راوړل؟ یعني:
کارونه دې هغه توښه ده، چې تا را ټوله کړې او اوس یې باید له ځانه سره یوسې.
د پورتني آیت یو هېښوونکی ټکی دادی:
چې د تکویر سورت کې لمر نغښتل کېږي، ستوري خورېږي، غرونه خوځېږي، سمندرونه خوټېږي او…؛ خو یو شی پاتې وي او دا هغه څه وي، چې تا راوړي یعني:
کارونه دې، تر غرونو پایېدونکي او تر ستورو هم ثابته دي.
دلته د ((نَفْسٌ)) کلیمه هم نکره راغلې؛ یعني:
نه ډله ارزښت لري او نه ټولۍ او نه دا چې:
((ټول دغسې وو یا ټولو کول!))؛
ته پاتې کېږې او هغه پنډ چې درسره راوړی دې دی.
تمرین:
له هر کار نه وړاندې یوازې او یوازې یو سوال پوښته:
آیا خوښېږي مې، چې دا پنډ له ځان سره یوسم؟
که یې چېرې ځواب (هو) وو، دوام ورکړه او که چېرته (نه) وو، نو همدا یوه ثانیه فکر درته خلاصون درکوي؛ یعني:
ته نو یوازې عادت نه پر ځای کوې، بلکې د سفر د توښې د چمتو کولو درشل کې هم یې!
https://af.dawatmedia24.com/?p=190090

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320