ګداګري

ژباړه: عابد لويال

2
ليکوال: نجيب محفوظ
ژباړه: عابد لويال
د خپل عادت له مخې يې له ځانه وپوښتل:
امونې! اوس به کوم پلان جوړوې؟
هغې د خپلې کمې تجربې په رڼا کې ډېر غور او فکر وکړ او اخر يې د ګداګري پرېکړه وکړه. هغې خپله دغه پرېکړه له خپلې يواځينۍ لور څخه هم پټه نه کړه.
ځواني لور چې يې دا واورېدل و وېرېدله ، خو له هغې سره د ويلو هيڅ هم نه وو.
ځکه چې بنيادي ستونزه د هغې د څلورو اولادونو وه، چې پلار يې بې وخته له دې نړۍ سترګې پټې کړې وې.
او خپله ښځه او بچيان يې بې تکيې (بې اسرې) پرې ايښي وو.
لور يې په ډېر خفګان سره وويل: د دوی پلار رسمي نوکري لرله، د هغه اميد وو چې اولادونه يې هم د ده په لاره ولاړ شي، د کوڅه ډبو هلکانو غوندي په کوڅو کې بې کاره او خواروزار ونه ګرځي.
له دې خبرې سره يې انا (نيا) امونې د پاخه عمر برعکس په پوره باور سره وويل: اولادونه به په هغه لاره درومي چې د کوم څه يې اميدونه ترې درلودل
، هغې خپله وروستۍ پرېکړه وکړه.
بیا به چې کله هم تياره خوره شوه، هغه به په يوه تور ټيکري کې ځان پټ کړ د محلت تر ليري ليري ځايو به تلله، په خپل خوار صورت او وچ کلک مخ به يې نقاب خور کړو خيرات به يې غوښتل.
بيا چې څه وخت وروسته يوه سوداګر دې ځوانې کونډې ته د واده پيغام را ولېږه، نو مور يې  لور ته د ډاډ له پاره وويل: ته تر اوسه لا ځوانه يې، تاته د سړي ضرورت دی
چې لور يې د مېړه کور ته ولاړه، انا همدلته د اولادونو د ساتنې او روزنې له پاره پاتي شوه، د خير غوښتلو دنده يې کوله، او دغسې يې د ضرورت وړ مال جمعه کړی وو.
خو حالات همېشه د يو چا د خواهشاتو مطابق نه وي روان، په يوه مېله کې دغه پټ راز ښکاره شو، او شر خوښو هر هر ځای ته دغه خبر ورساوه.
خلکو هغه تر حد زياته بدنامه کړه، او ځینو نورو بيا ملنډې پر وهلې، خندل يې ورباندې،  د خندا او ټوکو يوه وسيله يې وګرځوله.
د اولادونو د مور، نوي کور د دې خبرې تاب نه درلودلو، او خاوند يې سم د واره هغې ته طلاق ورکړو
هغه په مات زړه په ژړا او چيغو خپلې مور ته بيرته راغله، تر دې چې مور يې چيغه پر وکړه، له تاسره له ژړا بغير نوره چاره هم نشته او رښتيا ما چې څه هم کړې دي هغه مې ستا د زويانو د ساتنې او روزنې له پاره  کړې دي؟
زړې ښځې يو وار بیا د خپلې کمې تجربې په دنياګۍ کې نظر واچولو او بيا يې يوې داسې سيمې ته د تګ فیصله وکړه، چې هلته دوی هيڅوک هم نه پېژني،
او دوی خپل مرام تر سره کړي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=190006

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320