د اقلیمي بدلونونو او د هندوکش ـ همالیا د یخچالونو د شاتګ اغېزې

سیف قاضی زاده

51

د اقلیمي بدلونونو او د هندوکش ـ همالیا د یخچالونو د شاتګ اغېزې پر اوبو سرچینو او د افغانستان د اوبو پر امنیت

یوه علمي ارزونه

لنډیز ؛

هندوکش–همالیا غرنیز کمربند د آسیا له مهمو طبیعي اوبیزو زېرمو څخه دی او د دې سیمې یخچالونه ، واوره او غرني ایکوسیستمونه د میلیاردونو ( دوو – میلیاردو ) انسانانو د ژوند ، کرنې ، انرژۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره حیاتي اهمیت لري . د اقلیمي بدلون او د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي له امله د دغې سیمې یخچالونه په چټکۍ سره خپل حجم له لاسه ورکوي، چې اغېزې یې یوازې غرنیو سیمو پورې محدودې نه دي ؛ بلکې د سیندونو د جریان ، د اوبو د موسمي وېش ، کرنې ، هایدروبرېښنا ، سېلابونو ، وچکالیو او د اوبو د سیمه‌ییزې جیوپولیټیکې معادلې پر راتلونکي مستقیم اغېز لري .

د ۲۰۲۵ کال یوې نړیوالې څېړنې خبرداری ورکړی چې که د نړۍ د تودوخې زیاتوالی د صنعتي انقلاب له مخه د کچې په پرتله دوه درجې سانتي‌ګراد ته ورسېږي ، د هندوکش–همالیا د یخچالونو تر ۷۵ سلنې پورې یخ ښايي د دې پېړۍ تر پایه له منځه ولاړ شي . برعکس ، که نړیواله ټولنه وکولای شي د تودوخې زیاتوالی تر ۱.۵ درجې سانتي‌ګراد پورې محدود کړي ، د یخچالي یخونو د پام وړ برخه د ساتنې وړ پاتې کېدای شي .

افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د دې بدلونونو په وړاندې ځانګړی اهمیت لري ، ځکه د هېواد ګڼې سیندیزې حوزې د هندوکش له واورو او یخچالونو سره تړاو لري . په دې مقاله کې استدلال کېږي چې د هندوکش د یخچالونو بدلون باید یوازې د چاپېریالي مسئلې په توګه ونه کتل شي ، بلکې د اوبو ، خوړو، انرژۍ، اقتصادي ثبات، بشري امنیت او سیمه‌ییزې جیوپولیټیکې اړیکو له یو بل سره تړلې موضوع ده . مقاله همدارنګه د ریموټ سنسنګ، جغرافیایي معلوماتي سیستمونو (GIS) او د Copernicus Sentinel-2 په څېر سپوږمکۍ‌يي سیستمونو رول د یخچالونو او غرنیو ایکوسیستمونو په دوامدارې څارنې کې ارزوي .

کلیدي کلمې : هندوکش، همالیا، یخچالونه، اقلیمي بدلون ، افغانستان ، د اوبو امنیت ، Remote Sensing، GIS، Sentinel-2، Peak Water ، کرنه ، هایدروبرېښنا ، سېلابونه ، وچکالي ، جیوپولیټیک .

۱. سریزه

اقلیمي بدلون په ۲۱مه پېړۍ کې د بشري ټولنو پر وړاندې له مهمو نړیوالو ننګونو څخه دی . د نړۍ د تودوخې تدریجي زیاتوالی نه یوازې د هوا او اقلیمي نظامونو په بدلون کې څرګندېږي، بلکې د غرنیو سیمو د واورو ، یخچالونو ، دایمي کنګل شوې ځمکې او طبیعي اوبیزو زېرمو پر جوړښت او فعالیت هم ژور اغېز کوي . په ځانګړې توګه هندوکش–همالیا سیمه د اقلیمي بدلون له امله د چټکو بدلونونو شاهد ده .

هندوکش–همالیا د غرونو یو پراخ سیستم دی چې له افغانستان څخه تر میانمار پورې غځېدلی او ګڼ غرني کمربندونه په ځان کې رانغاړي . دغه سیمه نه یوازې د آسیا د مهمو سیندونو د سرچینو په توګه اهمیت لري ، بلکې د نړۍ له مهمو غرنیو ایکوسیستمونو ، ژوي ، نباتي تنوع او طبیعي منظرو څخه هم شمېرل کېږي .

د ۲۰۲۵ کال نړیوالې څېړنې د هندوکش–همالیا د یخچالونو د راتلونکي په اړه جدي خبرداری ورکړی دی . د څېړنې له مخې ، که د نړۍ تودوخه دوه درجې سانتي‌ګراد لوړه شي ، د دې سیمې تر ۷۵ سلنې پورې یخچالي یخونه ښايي د دې پېړۍ تر پایه له منځه ولاړ شي . که د تودوخې زیاتوالی تر ۱.۵ درجې سانتي‌ګراد پورې محدود شي ، د یخچالي یخونو د پام وړ برخه د ساتنې وړ پاتې کېدای شي .

د دې وضعیت اهمیت د افغانستان لپاره ځکه ځانګړی دی چې ، هندوکش د افغانستان په مرکزي برخه کې موقعیت لري . د افغانستان د ګڼو سیندیزو حوزو د اوبو نظامونه له غرنیو واورو ، یخچالونو او موسمي ورښتونو سره تړاو لري . له همدې امله د هندوکش د کریوسفیر ((Cryospher) کریوسفیر د ځمکې هغه برخه ده چې اوبه پکې د واورې، یخ، یخچالونو، بحري یخ او کنګل شوې ځمکې په بڼه شتون لري ) .هر بدلون د افغانستان د اوبو پر مقدار ، کیفیت ، وخت او موسمي وېش اغېز کولی شي .

۲. هندوکش–همالیا ؛ د اوبو او ایکوسیستم ستره طبیعي زېرمه :

یخچالونه د طبیعي اوبو د اوږدمهاله ذخیرې په توګه عمل کوي . واوره او یخ په سړو موسمونو کې په لوړو ارتفاعاتو کې ذخیره کېږي او د تودوخې د زیاتوالي پر مهال په تدریجي ډول ویلې کېږي . دغه طبیعي بهیر د سیندونو د جریان د موسمي تنظیم سبب ګرځي او په ځانګړې توګه د وچ موسم پر مهال د اوبو په برابرولو کې مهم رول لري .

خو د هندوکش–همالیا اهمیت یوازې د اوبو تر سرچینو محدود نه دی . دغه غرنیز کمربند د زړو طبیعي ځنګلونو ، ګڼو یخچالي جهیلونو ، بېلابېلو ژویو او نباتاتو او ځانګړو غرنیو ایکوسیستمونو کوربه دی . له همدې امله د یخچالونو کمېدل د اوبو د سرچینو تر څنګ د ژویو او نباتاتو د تنوع ، طبیعي استوګنځایونو او ایکولوژیکي توازن لپاره هم خطر رامنځته کوي .

د دې سیمې د طبیعي ارزښت د اهمیت یوه بېلګه د زیمو (Zemu) یخچال دی چې شاوخوا ۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري. دغه یخچال د کنچنجونګا د غرني توده‌کې ، چې د نړۍ له لوړو غرنیو سیمو څخه ده ، په څېر یوه ځانګړې طبیعي منظره کې موقعیت لري او د هند او نیپال پر پوله د کنچنجونګا په خوندي ملي پارک کې شامل دی . د سیمې پراخې طبیعي ځنګلونه ، یخچالي جهیلونه او ځانګړی ژوي او نباتي تنوع د دې غرني سیستم لوړ ایکولوژیک ارزښت څرګندوي .

د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې د طبیعت د ساتنې نړیوالې اتحادیې (IUCN) په یوه ارزونه کې هندوکش–همالیا ، چې له افغانستان څخه تر میانمار پورې ۱۲ غرني کمربندونه رانغاړي ، د نړیوال میراث د بالقوه ارزښت لرونکې سیمې په توګه مطرح کړې وه . دا موضوع څرګندوي چې د هندوکش–همالیا ساتنه یوازې د اوبو د منابعو د ساتنې مسئله نه ده ؛ بلکې د نړیوال طبیعي میراث او حیاتي تنوع د ساتنې مسئله هم ده .

۳. د Remote Sensing او Sentinel-2 په وسیله د یخچالونو څارنه :

د یخچالونو د بدلون د دقیقې ارزونې لپاره یوازې ساحوي مشاهدې کافي نه دي، ځکه د هندوکش–همالیا پراخه غرنیه جغرافیه ، لوړې ارتفاعات ، سخت اقلیمي شرایط او محدود لاسرسی د ساحوي معلوماتو راټولول ستونزمن کوي . له همدې امله په معاصر جغرافیایي او چاپېریالي علومو کې د Remote Sensing یا لرې‌سنجونې ټکنالوژي د یخچالونو د څارنې لپاره ځانګړی اهمیت پیدا کړی دی .

د اروپا د کوپرنیکوس (Copernicus) پروګرام د Sentinel-2 سپوږمکیو لوړ تفکیک لرونکي معلومات د غرنیو سیستمونو د څارنې لپاره مهمه وسیله برابروي . د Sentinel-2 معلومات په څو طیفي بانډونو کې شاوخوا ۱۰ متره مکاني تفکیک لري ، چې د یخچالونو د سرحدونو، واورین پوښ ، یخچالي جهیلونو او د غرنیو ایکوسیستمونو د بدلون د څارنې لپاره مناسب دي .

د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۵مه د Sentinel-2 یوې سپوږمکۍ اخیستل شوي انځور کې د زیمو یخچال او د هغې شاوخوا غرنیز چاپېریال په څرګند ډول ثبت شوی و . دا ډول سپوږمکۍ‌يي انځورونه یوازې د طبیعي منظرو د ثبت لپاره نه کارېږي ؛ بلکې د وخت په تېرېدو سره د یخچال د مساحت د بدلون ، شاتګ، د یخچالي جهیلونو پراختیا او د چاپېریالي بدلونونو د اندازه کولو لپاره هم علمي بنسټ برابروي .

د Remote Sensing او GIS ګډ استعمال کولی شي د افغانستان لپاره هم د یخچالونو د ملي څارنې یو اغېزمن سیستم رامنځته کړي . د بېلابېلو کلونو سپوږمکۍ‌يي انځورونو د مقایسې له لارې د یخچالونو د شاتګ سرعت ، د واورې د پوښ بدلون او د یخچالي جهیلونو پراختیا محاسبه کېدای شي . دغه معلومات بیا له هایدرولوژیکي معلوماتو سره یوځای کېدای شي ، څو څرګنده شي چې د یخچالونو بدلون د سیندونو پر جریان څه اغېز لري .

په دې توګه Remote Sensing یوازې د انځور اخیستلو وسیله نه ده ؛ بلکې د اقلیمي بدلون د اندازه کولو ، تحلیل ، ماډل‌سازۍ او راتلونکي اټکل یوه مهمه علمي وسیله ده .

۴. د یخچالونو ویلې کېدل او د افغانستان د اوبو امنیت :

افغانستان یو وچ او نیمه‌وچ هېواد دی او د اوبو د موسمي نابرابرۍ له جدي ستونزې سره مخ دی . د هېواد په ډېرو سیمو کې د اوبو لویه برخه د واورې او موسمي ورښتونو له لارې په محدودو میاشتو کې رامنځته کېږي ، په داسې حال کې چې د اوبو اړتیا د کال په اوږدو کې دوام لري .

په دې شرایطو کې یخچالونه او د واورې طبیعي ذخیرې د اوبو د موسمي تنظیم کوونکي رول ترسره کوي . کله چې د دغو طبیعي زېرمو حجم کمېږي ، د سیندونو د اوبو د جریان وخت او اندازه هم بدلېږي.

د افغانستان لپاره مهمه خبره دا ده چې د یخچالونو ویلې کېدل په لومړیو پړاوونو کې حتمي نه ده چې د اوبو د کمښت معنا ولري . د تودوخې زیاتوالی د یخ د ویلې کېدو سرعت زیاتوي او په ځینو حوزو کې د سیندونو جریان موقتي زیاتولی شي . خو دغه حالت دایمي نه وي . کله چې د یخچال حجم په کافي اندازه لږ شي ، د ویلې کېدو لپاره موجوده ذخیره هم راکمېږي او په پایله کې د وچ موسم د اوبو جریان کمېږي .

همدغه پدیده د «Peak Water» په نوم پېژندل کېږي او د افغانستان د اوږدمهاله اوبو امنیت لپاره خورا مهم مفهوم دی .

۵. د «Peak Water» او د اوبو د موسمي وېش بدلون :

د یخچالونو د ویلې کېدو بهیر باید یوازې د « زیاتو اوبو » یا «کمو اوبو» په توګه ونه تحلیل شي؛ اصلي مسئله د اوبو د مقدار ، وخت او موسمي وېش بدلون دی .

په لومړیو لسیزو کې د یخچالونو چټک ذوب ممکن د سیندونو جریان زیات کړي ، خو وروسته د یخچالي ذخیرې د کمېدو له امله د اوبو دغه جریان کمېږي . په دې معنا ، هغه حوزه چې نن د یخچالي ذوب له امله د اوبو له زیاتوالي سره مخ ده ، ښايي څو لسیزې وروسته د همدې یخچال د کمېدو له امله د وچ موسم د اوبو له کمښت سره مخ شي .

د افغانستان د سیندیزو حوزو ترمنځ د یخچالي اوبو ونډه هم یو شان نه ده . په ځینو لوړو غرنیو حوزو کې د یخچالي اوبو رول ډېر مهم دی ، په داسې حال کې چې په نورو کې باران ، واوره او ځمکنۍ اوبه د سیند د جریان مهمې سرچینې جوړوي . له همدې امله د افغانستان لپاره باید د هرې سیندیزې حوزې جلا هایدرولوژیکي ارزونه ترسره شي .

۶. پر کرنې او غذایي امنیت اغېزې :

د اوبو د موسمي وېش بدلون به د افغانستان پر کرنه مستقیم اغېز وکړي . د اوبو لګولو کرنه په ځانګړې توګه د سیندونو او ځمکنیو اوبو پر موجودیت متکي ده . که د وچ موسم د سیندونو جریان کم شي ، د کرنې د اوبو اړتیا او د اوبو د موجودیت ترمنځ واټن به پراخ شي .

د اوبو کمښت کولی شي د کرنیزو حاصلاتو د کمېدو ، د کرنیزو ځمکو د پرېښودلو ، د مالدارۍ د ستونزو او د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سبب شي . که بزګران د کمېدونکو سطحي اوبو د جبران لپاره پر ځمکنیو اوبو زیات تکیه وکړي ، د اوبو د زیرمو د کمېدو او د ځمکنیو اوبو د کچې د ښکته کېدو خطر هم زیاتېږي .

له همدې امله د هندوکش د یخچالونو بدلون د افغانستان د غذایي امنیت له مسئلې سره مستقیم تړاو لري .

۷. سېلابونه ، یخچالي جهیلونه او د طبیعي افتونو خطر :

د یخچالونو ویلې کېدل یوازې د اوږدمهاله وچکالۍ خطر نه زیاتوي ؛ بلکې په لنډه او منځنۍ موده کې د سېلابونو او نورو غرنیو طبیعي افتونو خطر هم زیاتولی شي .

د تودوخې زیاتوالی د یخچالي جهیلونو د پراختیا، د یخچالونو د بې‌ثباتۍ او د غرنیو سیمو د ښوېدنو احتمال زیاتوي . په ځانګړې توګه د GLOF یا د یخچالي جهیلونو د ناڅاپي ماتېدو سېلابونه کولی شي په لنډ وخت کې لوی حجم اوبه د سیندونو پر لور خوشې کړي .

د افغانستان په غرنیو سیمو کې د داسې خطرونو د دقیقې ارزونې لپاره د Sentinel-2 او نورو سپوږمکۍ‌يي معلوماتو کارول ډېر مهم دي . د یخچالي جهیلونو د مساحت بدلون ، د اوبو د سطحې پراختیا او د شاوخوا غرونو د جغرافیایي بې‌ثباتۍ څارنه کولی شي د خطر د لومړني خبرداري سیستمونو لپاره بنسټیز معلومات برابر کړي .

په دې توګه افغانستان باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې یوازې د اوبو د کمښت لپاره نه ، بلکې د زیاتو او ناڅاپي اوبو لپاره هم چمتووالی ولري .

۸. د هایدروبرېښنا پر راتلونکي اغېزې :

د افغانستان د هایدروبرېښنا ظرفیت د سیندونو له جریان سره مستقیم تړاو لري. د یخچالونو د ویلې کېدو په لومړیو پړاوونو کې د اوبو زیات جریان ښايي په ځینو حوزو کې د برېښنا د تولید لنډمهاله فرصتونه زیات کړي ، خو د اوږدمهاله یخچالي کمښت له امله د وچ موسم د سیندونو جریان کمېدای شي .

له همدې امله د افغانستان د راتلونکو بندونو او هایدروبرېښنا پروژو طرحه باید یوازې د اوسنیو اوبو پر جریان ولاړه نه وي . د اقلیمي بدلون احتمالي سناریوګانې باید د پروژو په تخنیکي ، اقتصادي او چاپېریالي ارزونو کې شاملې شي .

۹. د اوبو–خوړو–انرژۍ ګډه معادله :

د افغانستان د راتلونکي لپاره د Water–Food–Energy Nexus مفهوم ځانګړی اهمیت لري . اوبه د کرنې لپاره ضروري دي ، کرنه د خوړو د تولید بنسټ جوړوي او اوبه د هایدروبرېښنا لپاره هم اړینې دي . کله چې د اوبو سرچینې د اقلیمي بدلون له امله بې‌ثباته شي ، دغه درې واړه سکتورونه په یو وخت کې تر فشار لاندې راځي .

د اوبو د کمښت له امله د کرنې تولید کمېدای شي ، د اوبو د ذخیرې لپاره د بندونو اړتیا زیاتېدای شي او د هایدروبرېښنا تولید له موسمي بې‌ثباتۍ سره مخ کېدای شي . له همدې امله د اوبو مدیریت باید د هر سکتور په جلا توګه پر ځای د یوه مدغم او حوزه‌محور مدیریت پر بنسټ ترسره شي .

۱۰. د هندوکش د ایکوسیستمونو او حیاتي تنوع راتلونکی :

د یخچالونو کمېدل د اوبو له امنیت سره تر څنګ د غرنیو ایکوسیستمونو پر راتلونکي هم اغېز کوي . د یخچالي سیمو شاوخوا ځنګلونه ، جهیلونه ، نباتات او ژوي د ځانګړو اقلیمي شرایطو سره عیار شوي دي . کله چې د تودوخې ، واورې او اوبو نظام بدل شي ، د دغو ایکوسیستمونو د جغرافیایي پراختیا او د ژویو د استوګنځایونو وضعیت هم بدلېږي .

د زیمو یخچال او د کنچنجونګا سیمه د دې طبیعي تنوع یوه څرګنده بېلګه ده . د دغې سیمې طبیعي ځنګلونه ، یخچالي جهیلونه او ځانګړي ژوي او نباتات ښيي چې یخچالونه یوازې د اوبو زیرمې نه دي ؛ بلکې د پراخو ایکولوژیکي سیستمونو یوه مهمه برخه هم ده .

له همدې امله د یخچالونو ساتنه باید د اوبو د مدیریت ، اقلیمي مقاومت او د حیاتي تنوع د ساتنې په ګډ چوکاټ کې ترسره شي .

۱۱. د افغانستان د سیندیزو حوزو جغرافیایي توپیر :

د افغانستان ټولې سیندیزې حوزې د یخچالي اوبو له پلوه یو شان نه دي . د کابل ، کونړ ، آمو ، هلمند او هریرود –مرغاب حوزې د ارتفاع ، اقلیم ، واورې ، باران او یخچالي پوښ له مخې له یو بل سره توپیر لري .

له همدې امله دا علمي نه ده چې ووایو د یخچالونو کمېدل به په ټول افغانستان کې په یوه اندازه د اوبو کمښت رامنځته کړي . دقیق تحلیل باید د هرې حوزې د اوبو د سرچینو ، موسمي جریان او اقلیمي حساسیت پر بنسټ ترسره شي .

په همدې اساس باید د افغانستان لپاره د حوزه‌محور اقلیمي–هایدرولوژیکي ماډل‌سازۍ یو ملي پروګرام رامنځته شي .

۱۲. د Remote Sensing او GIS پر بنسټ د افغانستان لپاره د څارنې ملي سیستم :

د افغانستان د یخچالونو د راتلونکي د علمي ارزونې لپاره د Remote Sensing او GIS ټکنالوژي باید د څېړنې اساسي وسیله وګرځي . د Sentinel-2 تر څنګ د نورو سپوږمکۍ‌يي سرچینو، ارتفاعي ډیټا، هواشناسي معلوماتو او ساحوي مشاهداتو ګډ استعمال کولی شي د یخچالونو د بدلون جامع تصویر وړاندې کړي .

د یوه ملي سیستم له لارې باید لاندې شاخصونه په دوامداره توګه ثبت او تحلیل شي :

۱. د یخچالونو مساحت او د هغې کلنی بدلون ؛

۲. د یخچالونو د شاتګ سرعت ؛

۳. د واورې د پوښ اندازه او موسمي بدلون؛

۴. د یخچالي جهیلونو شمېر او مساحت ؛

۵. د سیندونو د جریان موسمي بدلون ؛

۶. د یخچالي اوبو ونډه په هره سیندیزه حوزه کې ؛

۷. د سېلابونو او GLOF احتمالي خطر سیمې ؛

۸. د ۲۰۳۰، ۲۰۵۰ او ۲۱۰۰ لپاره د اقلیمي سناریوګانو احتمالي اغېزې .

د دغو معلوماتو پر بنسټ به افغانستان وکولای شي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خپل اوبو مدیریت له اټکلي سیاست څخه د شواهدو پر بنسټ مدیریت ته انتقال وکړي .

۱۳. د اوبو امنیت او سیمه‌ییز جیوپولیټیک :

د هندوکش د یخچالونو بدلون یوازې د افغانستان داخلي مسئله نه ده . افغانستان د څو مهمو فرامرزي سیندیزو حوزو په سرچینو کې موقعیت لري او د هېواد د اوبو هر ستر بدلون کولی شي پر لاندې هېوادونو هم اغېز وکړي .

له یوې خوا ، د اوبو کمښت کولی شي د افغانستان دننه د اوبو پر سر سیالي زیاته کړي؛ له بلې خوا ، د بندونو ، اوبو ذخیرې او اوبو لګولو د پروژو پراختیا ممکن له لاندې هېوادونو سره د اوبو پر سر سیاسي حساسیتونه زیات کړي .

په دې توګه اقلیمي بدلون کولی شي د افغانستان د اوبو مسئله له یوې داخلي چاپېریالي او اقتصادي موضوع څخه په یوه سیمه‌ییزه جیوپولیټیکي موضوع بدله کړي .

۱۴. د ملي امنیت پر مفهوم اغېزې :

د افغانستان په شرایطو کې د اوبو امنیت او ملي امنیت له یو بل څخه جلا نه شي ګڼل کېدای . د اوبو اوږدمهاله کمښت کولی شي د کرنې ، خوړو ، کاري فرصتونو او کلیوالي اقتصاد پر وضعیت منفي اغېز وکړي . اقتصادي فشارونه بیا د بې‌ځایه کېدو، مهاجرت او د محدودو طبیعي سرچینو پر سر د سیالۍ زمینه پراخولی شي .

له همدې امله اقلیمي بدلون باید د یوه غیرسنتي امنیتي ګواښ په توګه د افغانستان د ملي امنیت په مطالعاتو کې ځای ولري. په دې چوکاټ کې د اوبو امنیت د بشري امنیت ، اقتصادي امنیت او په اوږده مهال کې د دولت د ثبات له مسئلې سره مستقیم تړاو پیدا کوي .

۱۵. د افغانستان لپاره ستراتیژیکې سپارښتنې :

افغانستان د دې احتمالي بحران د مدیریت لپاره څو اساسي اقداماتو ته اړتیا لري. لومړی ، باید د هېواد د ټولو یخچالونو جامع ملي اطلس جوړ شي او د Remote Sensing ، GIS او ساحوي څېړنو له لارې په دوامداره توګه تازه شي.

دوهم ، د ټولو مهمو سیندیزو حوزو لپاره باید د اقلیمي او هایدرولوژیکي ماډلونو پر بنسټ د ۲۰۳۰، ۲۰۵۰ او ۲۱۰۰ سناریوګانې جوړې شي .

درېیم ، د یخچالي جهیلونو او ناڅاپي سېلابونو لپاره باید د لومړني خبرداري سیستمونه جوړ شي او د سپوږمکۍ‌يي معلومات ، هواشناسي او سیندیزې څارنې شبکې په یوه ګډ سیستم کې مدغمې شي .

څلورم ، افغانستان باید د اوبو د ذخیرې ظرفیت لوړ کړي . د لویو بندونو ترڅنګ کوچنۍ زېرمې ، د باراني اوبو راټولول، د ځمکنیو اوبو مصنوعي تغذیه او د اوبو د ضایعاتو کمول باید د اوبو د مدیریت برخه وګرځي .

پنځم ، د کرنې د اوبو موثریت باید لوړ شي او د اوبو سپمونکو تخنیکونو ، وچکالۍ‌زغمو نباتاتو او د اوبو د مؤثر استعمال لپاره عصري طریقې پراخې شي .

شپږم ، د افغانستان د اوبو ډیپلوماسي باید د اقلیمي بدلون له واقعیتونو سره عیار شي . د فرامرزي سیندونو په اړه د معلوماتو شریکول ، ګډې علمي څېړنې، د سیلابونو د خبرداري ګډ سیستمونه او د اوبو د اوږدمهاله مدیریت سیمه‌ییز میکانیزمونه کولی شي د راتلونکو شخړو احتمال راکم کړي .

پایله :

د هندوکش–همالیا د یخچالونو ویلې کېدل د ۲۱مې پېړۍ له هغو اقلیمي بدلونونو څخه دي چې اغېزې یې له غرنیو سیمو څخه ډېرې پراخې دي. د نړۍ د تودوخې دوامدار زیاتوالی د یخچالونو حجم کموي، د سیندونو موسمي جریانونه بدلوي او په اوږده مهال کې د اوبو د طبیعي ذخیرې ظرفیت کمزوری کوي.

د هندوکش–همالیا طبیعي اهمیت یوازې د اوبو په برابرولو کې نه خلاصه کېږي؛ بلکې دا سیمه د حیاتي تنوع، طبیعي ځنګلونو، یخچالي جهیلونو او ځانګړو غرنیو ایکوسیستمونو لپاره هم حیاتي ارزښت لري. د Copernicus Sentinel-2 په څېر سپوږمکۍ‌يي سیستمونه اوس د دې امکان برابروي چې د دغو بدلونونو اندازه په دقیق، منظم او تکراري ډول ترسره شي. له همدې امله Remote Sensing او GIS باید د افغانستان د اقلیمي او اوبیزو مطالعاتو له مهمو علمي بنسټونو څخه وګرځي.

افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د هندوکش د بدلونونو په وړاندې ځانګړی زیان‌من حالت لري. هندوکش د افغانستان لپاره یوازې غرنی سیستم نه دی؛ بلکې د اوبو، کرنې، انرژۍ او ایکولوژیکي ثبات طبیعي بنسټ دی. د یخچالونو کمېدل باید د افغانستان د اوبو د امنیت په پراخ چوکاټ کې تحلیل شي.

د دې بهیر تر ټولو مهمه ځانګړتیا دا ده چې اغېزې یې تدریجي او څو پړاویز دي . په لومړیو پړاوونو کې د یخ د چټک ویلې کېدو له امله د ځینو حوزو د اوبو جریان زیاتېدای شي ، خو وروسته د «Peak Water» له پړاو څخه په تېرېدو سره د یخچالي ذخیرې د کمېدو له امله د وچ موسم د اوبو جریان کمېږي. هممهاله د یخچالي جهیلونو، ناڅاپي سېلابونو او غرنیو ښوېدنو خطر هم په ځینو سیمو کې زیاتېدای شي .

له همدې امله افغانستان له یوه دوه‌ګوني اقلیمي خطر سره مخ دی: لنډمهاله د زیاتو او ناڅاپي اوبو خطر او اوږدمهاله د اوبو د کمښت خطر. که دا وضعیت د نفوس زیاتوالي، د ځمکنیو اوبو د زیات استخراج، د کرنې د اوبو لوړ مصرف ، کمزوري مدیریت او دوامدارې وچکالۍ سره یوځای شي، د اوبو–خوړو–انرژۍ ترمنځ فشار به نور هم زیات شي .

په جیوپولیټیکه کچه ، د اقلیمي بدلون له امله د اوبو د سرچینو بدلېدونکی وضعیت کولی شي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر راتلونکي هم اغېز وکړي . افغانستان د څو مهمو فرامرزي سیندونو د سرچینو په سیمه کې موقعیت لري؛ نو د اوبو مدیریت به په راتلونکو لسیزو کې یوازې اقتصادي او چاپېریالي مسئله نه وي ، بلکې د ملي امنیت ، سیمه‌ییزې همکارۍ او جیوپولیټیکې سیالۍ یوه مهمه موضوع به هم وي .

په پای کې ، د افغانستان لپاره اساسي اړتیا دا ده چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې له واکنشي سیاست څخه مخکیني، علمي او ستراتیژیک مدیریت ته انتقال وکړي . د یخچالونو دوامداره سپوږمکۍ‌يي څارنه، د سیندیزو حوزو دقیق هایدرولوژیکي ماډل‌سازي، د اوبو ذخیره کولو ظرفیت لوړول، د کرنې د اوبو موثریت ، د سېلابونو د لومړني خبرداري سیستمونه او د فرامرزي اوبو فعاله ډیپلوماسي هغه اقدامات دي چې کولی شي د افغانستان د راتلونکي اوبو بحران شدت راکم کړي .

په حقیقت کې ، د هندوکش د یخچالونو راتلونکی د افغانستان د اوبو له راتلونکي سره تړلی دی ؛ د افغانستان د اوبو راتلونکی بیا د هېواد د کرنیز، اقتصادي، چاپېریالي ، بشري او جیوپولیټیک ثبات له راتلونکي سره نه شلېدونکې اړیکه لري . له همدې امله د هندوکش د یخچالونو ساتنه ، علمي څارنه او د اقلیمي بدلون سره عیارېدل باید د افغانستان د اوږدمهاله ملي پراختیا ، اوبو مدیریت او امنیتي ستراتیژۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه وګرځي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320