لمړی برخه :
د واخان دهلېز او د چین–پاکستان
اقتصادي دهلېز (CPEC) پرتلیزه جیوپولیټیکي او جیواکونومیکي ارزونه :
د چین د «کمربند او لارې» نوښت (BRI) په چوکاټ کې یوه ستراتیژیکه شننه
سريزه
په اوسنۍ زمانه کې ترانزيټي دهلېزونه نور يوازې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لارې نه دي؛ بلکې د سترو قدرتونو لپاره د سياسي ، اقتصادي ، امنيتي او جيوپوليټيکي نفوذ د پراختيا مهمې وسيلې ګرځېدلې دي . د همدې بدلون په رڼا کې ، د چين ولسي جمهوريت د «کمربند او لارې» (Belt and Road Initiative – BRI) نوښت له لارې هڅه کوي چې د ځمکنيو او سمندري دهلېزونو داسې پراخه شبکه رامنځته کړي چې هم د اکمالاتي ځنځيرونو او انرژۍ د لېږد امنيت تضمين کړي او هم د اوراسيا په کچه د چين اقتصادي برلاسی لا ټينګ کړي .
په دې ستراتيژيک چوکاټ کې ، د چين–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د چين د سوېل لوېديځې ستراتيژۍ د اساسي ستنې په توګه پېژندل کېږي ؛ خو ترڅنګ يې د واخان دهلېز هم په تدريجي ډول د بيجينګ په ستراتيژيکو محاسبو کې ځانګړی ځای خپل کړی دی .
سره له دې چې واخان لا هم د زېربناوو له پلوه له ګڼو محدوديتونو سره مخ دی، خو د چين، افغانستان، منځنۍ اسيا او لوېديځې اسيا د نښلېدو په څلورلارې کې د هغه بېسارې جغرافيايي موقعيت ، دې لارې ته د پام وړ جيوپوليټيکي او جيواکونوميکي ظرفيتونه وربښلي دي . د دغه دهلېز اصلي ارزښت هغه مهال لا روښانه کېږي ، کله چې د راتلونکو سناريوګانو په چوکاټ کې ، په ځانګړي ډول د افغانستان له لارې د ايران د ترانسپورټي شبکې او د چابهار او بندرعباس له ستراتيژيکو بندرونو سره د هغه د نښلېدو امکان وارزول شي .
په داسې حالت کې ، واخان کولای شي
له يوه محدود سرحدي تګلوري څخه د اوراسيا د پراخې ترانسپورټي شبکې په مهمه برخه بدل شي او د چين–پاکستان اقتصادي دهلېز د ځينو دندو لپاره د بشپړوونکي ، او په ځانګړو شرايطو کې د محدود بديل رول ولوبوي .
له همدې امله ، د واخان دهلېز او د چين–پاکستان اقتصادي دهلېز پرتليزه ارزونه بايد يوازې د اوسني وضعيت پر بنسټ ترسره نه شي ، بلکې اړينه ده چې د دواړو دهلېزونو بالقوه وړتياوې ، امنيتي ملاحظات ، جيوپوليټيکي اغېزې ، جيواکونوميکي اړتياوې او د چين اوږدمهاله ستراتيژيک اهداف هم په پام کې ونيول شي .
دا ليکنه د جيوپوليټيک ، جيواکونومي
او ملي امنيت له نظريو څخه په ګټې اخيستنې سره هڅه کوي چې د چين په ستراتيژۍ کې د دواړو دهلېزونو ځای او رول وڅېړي ، او همدارنګه د واخان دهلېز د پراختيا فرصتونه ، محدوديتونه او احتمالي پايلې د چين ، افغانستان او د سيمې د جيوپوليټيکي نظم لپاره تحليل کړي .
د چين په ستره ستراتيژۍ کې د واخان دهلېز جيوپوليټيکي او جيواکونوميکي ارزښت :
د چين ولسي جمهوريت په ستراتيژيکو محاسبو کې د واخان دهلېز يوازې د افغانستان او چين ترمنځ يو سرحدي تګلوری نه دی ، بلکې په اوراسيا کې د چين د سترې جيوپوليټيکې او جيواکونوميکې معمارۍ يوه مهمه برخه ګڼل کېږي . د دې دهلېز ارزښت يوازې د افغانستان او چين د دوه اړخيزې سوداګرۍ په چوکاټ کې نه شي تشريح کېدای ، بلکې بايد د بيجينګ د ستراتيژيکو موخو ، د «کمربند او لارې» نوښت ، د شينجيانګ( سینکیانگ) د امنيت ، د چين–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د راتلونکې او د اسيا په زړه کې د سترو قدرتونو د سيالۍ له منظره وارزول شي .
د واخان دهلېز د پراختيا تاريخي بهير او د چين ستراتيژيک ليدلوری :
د واخان له لارې د افغانستان او چين ترمنځ د مستقيمې ځمکنۍ لارې د جوړولو مفکوره نوې نه ده . په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي ، چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال ، د چين له ولسمشر هو جينتاو سره په کتنه کې د واخان له دهلېز څخه د يوې نښلوونکې لارې د جوړولو وړانديز وکړ . د دې وړانديز موخه دا وه چې د افغانستان او چين ترمنځ مستقيمه ځمکنۍ اړيکه رامنځته شي ، دوه اړخيزه سوداګري پراخه شي او افغانستان د ګاونډيو هېوادونو پر ترانزيټي لارو خپله تاريخي تکيه راکمه کړي .
سره له دې چې دغه وړانديز ستراتيژيک ارزښت درلود ، چين په هغه وخت کې د دې پروژې عملي کولو ته لېوالتيا ونه ښوده . بيجينګ استدلال کاوه چې د واخان سخت طبيعي چاپېريال ، له پنځو زرو مترو څخه لوړې غرنۍ سيمې ، سخت اقليمي شرايط ، د ودانولو لوړې مالي لګښتونه او د اقتصادي توجيه نشتوالی د دې پروژې عملي کول له جدي ستونزو سره مخ کوي .
په حقيقت کې ، د چين پاليسي په هغه پړاو کې د افغانستان د اقتصادي زېربناوو پر پراختيا نه ، بلکې د خپلو لوېديځو سرحدونو د امنيت پر خوندي کولو متمرکزه وه . د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره د چين مالي مرستې تر ډېره د بيارغونې او پرمختيايي پروژو په بڼه وې او د دغه هېواد مستقيمې پانګونې لا هم محدودې پاتې شوې .
خو دا وضعيت په ۲۰۱۳ کال کې د چين د ولسمشر شي جينپينګ له خوا د «کمربند او لارې» (BRI) د نوښت له رسمي اعلان وروسته بدلون وموند . دغه نوښت ، چې د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو ستره اقتصادي نښلونې پروژه ګڼل کېږي، افغانستان ته هم د چين په جيواکونوميکو محاسبو کې ځانګړی اهميت ورکړ ؛ ځکه افغانستان کولای شي ختيځه اسيا له منځنۍ اسيا ، لوېديځې اسيا او آن اروپا سره ونښلوي .
د همدې ستراتيژۍ په چوکاټ کې چين په منځنۍ اسيا او پاکستان کې پراخې پانګونې پيل کړې او د چين–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د بيجينګ د سيمهييزې ستراتيژۍ له مهمو ستنو څخه وګرځېد . له دې سره سم ، افغانستان ته د چين مالي مرستې هم زياتې شوې او بيجينګ په تدريجي ډول افغانستان د «کمربند او لارې» د راتلونکې شبکې د يوې مهمې حلقې په توګه وکوت .
په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان او چين د «کمربند او لارې» د نوښت په چوکاټ کې د همکارۍ يادداشت لاسليک کړ . دغه هوکړه د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو مهم بدلون بلل کېږي . د چين هغه وخت سفير ياو جينګ په کابل کې وويل :
«له افغانستان سره د نښلونې پرته ، د نړۍ له نورو برخو سره د چين بشپړه نښلونه ناشونې ده . »
دا څرګندونه ښيي چې بيجينګ افغانستان يوازې يو ګاونډی هېواد نه ، بلکې د اوراسيا د راتلونکې ترانزيټي شبکې يوه ضروري کړۍ ګڼي .
له دې هوکړې وروسته د چين–پاکستان اقتصادي دهلېز د افغانستان تر خاورې د غځولو په اړه ګڼې خبرې اترې پيل شوې . په ۲۰۱۷ کال کې چين د افغانستان د شمال ختيځ د بنسټونو د پراختيا لپاره شاوخوا ۹۰ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي کړل ، چې په هغو کې د فايبر نوري شبکې پراختيا او د واخان د سړک د يوې برخې جوړول هم شامل وو .
سره له دې ، د افغانستان د هغه وخت جمهوري حکومت ، چې د متحده ايالاتو له سياسي ملاتړ څخه برخمن و ، د واشنګټن د احتمالي منفي غبرګون له امله په عملي توګه د «کمربند او لارې» له نوښت سره له يوځای کېدو ډډه وکړه ، او ډېری وړانديز شوې پروژې د پلان جوړونې له پړاو څخه وړاندې ولاړې نه شوې .
د ۲۰۲۱ کال په مې مياشت کې ، کابل او بيجينګ يو ځل بيا د واخان د نښلوونکې لارې د جوړولو په اړه خبرې پيل کړې . د دې طرحې له مخې ، ټاکل شوې وه چې چين د واخان د کوچني پامير په سيمه کې د شاوخوا پنځوس کيلومتره سړک په جوړولو کې برخه واخلي ، چې د پروژې لګښت نږدې ۵٫۷ ميليونه امريکايي ډالر اټکل شوی و . خو د همدې کال په اګست کې د افغانستان د امنيتي وضعيت خرابېدو او د جمهوري نظام له سقوط سره دغه پروژه هم ودرېده .
د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د افغانستان په اړه د چين تګلاره هم نوي پړاو ته داخله شوه . بيجينګ د خپل اقتصادي نفوذ د ساتلو او له نوي حکومت سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه ، د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د شينجيانګ(سینکیانگ) د کاشغر ښار او د افغانستان د حيرتان بندر ترمنځ د قزاقستان او ازبکستان له لارې د اورګاډي ترانزيټي کرښه فعاله کړه . دې اقدام وښودله چې چين ، حتی د واخان له بشپړې فعالېدو پرته هم ، افغانستان د اوراسيا له ترانسپورټي شبکې سره د نښلولو لپاره د بديلو لارو په لټه کې دی .
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د واخان دهلېز پرمختګ او د چین امنیتي ـ اقتصادي محاسبات :
په همدې موده کې د ایران اسلامي جمهوریت هم د ایران ، افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمې ریلپټلۍ د جوړولو وړاندیز وکړ . د جیواکونومیک له نظره دغه طرحه د «کمربند او لارې» نوښت بشپړوونکې ګڼل کېده ؛ ځکه کولای یې شول افغانستان د ختیځې او لوېدیځې اسیا له ریلپټلۍ شبکو سره ونښلوي . دا وړاندیز په ډاګه کوي چې د سیمې د ترانزیټي لارو پر سر سیالي او همکاري دواړه نوې پړاو ته داخلې شوې دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ، د افغانستان د کانونو په سکتور کې د چین پانګونه هم د پام وړ زیاته شوه . د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د بدخشان له سیمې څخه د چین تر پولې پورې د پنځوس کیلومتره سړک د بیارغونې چارې یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي بودجه پیل کړې دي . په همدې وخت کې په بیجینګ کې د طالبانو استازي له چینایي چارواکو سره د واخان له لارې د مستقیمې سوداګرۍ د پیل په اړه پراخې خبرې وکړې او دغه دهلېز یې د افغانستان د اقتصادي سیاست له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله .
د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې د یاد سړک ډېره برخه بشپړه شوې او ډېر ژر به د هغه د قیر کولو چارې هم پیل شي . د طالبانو له نظره ، د دې لارې فعالېدل به افغانستان ته دا زمینه برابره کړي چې د منځنۍ اسیا او پاکستان له لارې پرته له چین سره مستقیمه سوداګري وکړي . خو د طالبانو د حکومت محدودې مالي سرچینې لا هم د دې دهلېز د سړکونو ، پلونو ، سرحدي تاسیساتو او لوژستیکي زیربناوو د بشپړېدو تر ټولو ستر خنډ ګڼل کېږي . له همدې امله کابل څو ځله له بیجینګ څخه غوښتي چې د دې ستراتیژیکې پروژې په تمویل کې ونډه واخلي .
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر
ژاو شینګ سره په لیدنه کې یو ځل بیا د واخان دهلېز پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ . په دې کتنه کې دواړو لورو د دې لارې د ترانزیټي ، اقتصادي او امنیتي ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او دا یې د دواړو هېوادونو د راتلونکې همکارۍ له مهمو محورونو څخه وباله .
سره له دې اقتصادي ظرفیتونو ، د چین لیدلوری د واخان په اړه یوازې اقتصادي نه دی . د بیجینګ له نظره ، که دغه دهلېز بشپړ او فعال شي ، نو د چین ، منځنۍ اسیا ، افغانستان ، ایران او لوېدیځې اسیا ترمنځ به د سوداګرۍ ، انرژۍ او پانګې د لېږد واټن راکم کړي او د هغو سمندري لارو پر وړاندې به د چین اتکا کمه کړي چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ډېرې زیانمنې دي. همدارنګه، دغه دهلېز کولای شي د لېږد رالېږد لګښتونه راکم کړي، د چین د انرژۍ امنیت پیاوړی کړي او په ټوله اوراسیا کې د دغه هېواد اقتصادي او سیاسي نفوذ پراخ کړي .
سره له دې ، امنیتي ملاحظات لا هم د چین په محاسباتو کې تر اقتصادي ګټو زیات وزن لري . د چین مشران باور لري چې د واخان دهلېز بشپړ پرانیستل ، سره له دې چې ستر اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي ، ښایي د افراطي ډلو ، د قاچاقي شبکو او بېلتونپالو عناصرو لپاره هم د شینجیانګ سیمې ته د نفوذ زمینه برابره کړي. له همدې امله ، د طالبانو د حکومت برعکس چې د دې دهلېز چټکه پراختیا یوه اقتصادي او جیوپولیټیکي اړتیا ګڼي، بیجینګ لا هم له احتیاط څخه کار اخلي او د دې پروژې عملي کول یې د افغانستان د امنیتي وضعیت له ښه کېدو او د سیمهییزو کړکېچونو له کمېدو سره تړلي دي .
له همدې امله ، د چین په ستره ستراتیژۍ کې د واخان دهلېز دوه هممهاله او کله ناکله متضادې دندې ترسره کوي . له یوې خوا ، دا دهلېز کولای شي د «کمربند او لارې» د نوښت یوه مهمه کړۍ او په اوراسیا کې د چین د جیواکونومیک نفوذ د پراختیا وسیله شي ؛ خو له بلې خوا ، همدغه لاره ښایي د امنیتي ګواښونو د لېږد په دهلېز بدله شي او د چین تر ټولو حساسه کورنۍ سیمه ، یعنې شینجیانګ ، له نوو خطرونو سره مخامخ کړي .
همدغه دوهګونی واقعیت سبب شوی چې د واخان په اړه د بیجینګ تګلاره تل د «اقتصادي فرصت» او «امنیتي ملاحظې» ترمنځ په توازن کې وي . له همدې امله ، چین د طالبانو د حکومت پر خلاف ، تر اوسه په دې دهلېز کې له پراخې او پرېکنده پانګونې څخه ډډه کړې ده .
دلته یو مهم علمي ټکی دا دی چې د واخان دهلېز باید د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) مستقیم سیال ونه ګڼل شي ؛ بلکې باید هغه د یوه بشپړوونکي (Complementary Corridor) او یا هم په ځینو ځانګړو سناریوګانو کې د یوه محدود بدیل (Limited Alternative Corridor) په توګه وارزول شي . د دې موضوع تحلیل د جیوپولیټیک ، جیواکونومي او ملي امنیت د معاصرو نظریو له مخې تر سره کېدای شي .
د واخان کوریدور او د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) پرتلیزه جیوپولیټیکي او جیواکونومیکي ارزونه :
په وروستیو لسیزو کې ، چین د «کمربند او لارې» (BRI) د نوښت له لارې په ټوله اوراسیا کې د اقتصادي ، ترانزیټي او انرژۍ دهلېزونو پراخه شبکه رامنځته کړې ده . د دغو دهلېزونو په منځ کې ، د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د چین تر ټولو مهمه ستراتیژیکه پروژه ګڼل کېږي ، ځکه چې د شینجیانګ(سینکیانگ) ایالت په مستقیم ډول د پاکستان له ګوادر بندر سره ، چې د عرب سمندر پر غاړه موقعیت لري ، نښلوي .
په مقابل کې ، د واخان دهلېز لا هم د بالقوه ظرفیت په پړاو کې دی ؛ خو له جیوپولیټیکي پلوه یې وړتیا تر یوې عادي سرحدي لارې خورا لوړه ده او د سیمې د ستراتیژیکو معادلو د بدلون وړتیا لري .
۱– جغرافیایي پرتله
د واخان دهلېز نږدې ۳۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري ، په داسې حال کې چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز شاوخوا ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد دی او چین د پاکستان له لارې د عرب سمندر له اوبو سره نښلوي .
په لومړي نظر کې ، CPEC د بنسټونو له پلوه څرګند برلاسی لري ؛ ځکه چې آزادو اوبو ته مستقیم لاسرسی لري او په هغه کې د لسګونو میلیارډونو ډالرو پانګونه شوې ده . خو دا پرتله د حقیقت یوازې یوه برخه څرګندوي ، ځکه د دهلېزونو ستراتیژیک ارزښت یوازې د هغوی په اوږدوالي او زېربناوو پورې نه محدودېږي .
۲– جیوپولیټیکي ارزښت
له جیوپولیټیکي نظره ، د واخان دهلېز اهمیت په ځینو برخو کې آن د CPEC له ارزښت څخه هم لوړ ګڼل کېدای شي .
الف ـ له افغانستان سره د چین مستقیمه نښلونه
واخان د چین او افغانستان ترمنځ یوازینۍ مستقیمه ګډه پوله ده . دا ځانګړنه چین ته دا فرصت برابروي چې افغانستان ته له پاکستان پرته مستقیم لاسرسی ومومي .
برخلاف ، CPEC د افغانستان په تړاو د چین ستراتیژیکه اتکا پر پاکستان ساتي .
ب ـ پر پاکستان د ستراتیژیکې اتکا کمېدل
که د واخان دهلېز بشپړ او فعال شي ، چین به نور افغانستان ته د رسېدو لپاره د پاکستان د ترانزیټي شبکې ، د تورخم او چمن د پولو یا نورو پاکستاني لارو کارولو ته اړ نه وي .
دا بدلون ، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ، ستراتیژیک اهمیت لري ؛ ځکه چې د پاکستان پر ترانزیټي لارو تاریخي اتکا به راکمه کړي .
ج ـ د آسیا زړه ته لاسرسی
واخان ، چین په مستقیم ډول هغې سیمې ته رسوي چې برتانوي جیوپولیټیسن هالفورډ مکېنډر د «ځمکنۍ زړه » (Heartland) په نوم یاده کړې ده .
برخلاف ، CPEC تر ډېره د هند سمندر ته د چین د لاسرسي یوه ستراتیژیکه لار ده.
د ـ په منځنۍ اسیا او لوېدیځه اسیا کې د نفوذ پراختیا
د واخان دهلېز ، د افغانستان له لارې، چین له تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان ، ایران ، عربي هېوادونو ، ترکیې او د ایران د سمندري بندرونو له لارې له عرب سمندر سره نښلولی شي .
د دې سناریو په تحقق سره به چین په منځنۍ اسیا او لوېدیځه اسیا کې د پام وړ پراخ سیاسي او اقتصادي نفوذ ترلاسه کړي .
۳– جیواکونومیک ارزښت
په اوسنیو شرایطو کې ، CPEC له اقتصادي پلوه د واخان په پرتله لوړ ارزښت لري ؛ ځکه چې :
له ګوادر بندر سره مستقیمه نښلونه لري ؛
پرمختللې ترانسپورټي زېربناوې لري؛
د اورګاډي کرښې ، د برېښنا لېږد شبکې ، د ګازو نللیکې او ځانګړې اقتصادي سیمې پکې جوړې شوې دي .
برخلاف ، د واخان دهلېز لا هم د معیاري سړکونو ، رېلپټلۍ ، ګمرکي تأسیساتو او لوجستیکي مرکزونو له نشتوالي سره مخ دی .
خو د دې دهلېز راتلونکی ظرفیت د پام وړ دی .
که دغه دهلېز بشپړ شي ، افغانستان به وکولای شي :
د ترانزیټ له لارې د پام وړ عواید ترلاسه کړي ؛
خپل صادرات په مستقیم ډول چین ته ولېږدوي ؛
خپل کاني زیرمې د پاکستان له خاورې پرته نړیوالو بازارونو ته صادرې کړي ؛
او د منځنۍ اسیا له بازارونو سره مستقیمه اړیکه ټینګه کړي .
۴– د افغانستان لپاره اهمیت
د افغانستان له لیدلوري ، د واخان دهلېز ارزښت د CPEC په پرتله ډېر لوړ دی ؛ ځکه چې :
د پاکستان پر بندرونو تاریخي اتکا کموي ؛
له چین سره د مستقیمې سوداګرۍ زمینه برابروي ؛
افغانستان په یوه سیمهییز ترانزیټي څلورلارې بدلوي ؛
د ګمرکي او ترانزیټي عوایدو د زیاتوالي لامل ګرځي ؛
او د افغانستان جیوپولیټیکي موقعیت په سیمهییزو معادلو کې لا پیاوړی کوي .
۵– د چین لپاره اهمیت
د چین له نظره موضوع یو څه توپیر لري .
بیجینګ لا هم CPEC د خپلې لوېدیځې ستراتیژۍ اصلي ستن ګڼي ، ځکه چې دغه دهلېز :
د هند سمندر ته مستقیم لاسرسی برابروي ؛
د نفتو او انرژۍ د لېږد واټن لنډوي ؛
د مالاکا تنګي پر وړاندې د چین اتکا راکموي ؛
د چین د سمندري سوداګرۍ امنیت پیاوړی کوي ؛
او په هغه کې له شپېتو میلیارډو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده .
له همدې امله ، د اقتصادي او لوجستیکي اړخونو له مخې ، CPEC لا هم د چین تر ټولو مهمه ځمکنۍ ستراتیژیکه پروژه ده .
لنډه ارزونه :
د واخان دهلېز او د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) پرتلیزه څېړنه څرګندوي چې دواړه مسیرونه د چین د «کمربند او لارې» نوښت په ستراتیژۍ کې ځانګړي ، خو متفاوت رولونه لري . CPEC په اوسني وضعیت کې د چین لپاره تر ټولو مهم اقتصادي او ترانزیټي دهلېز دی ، ځکه چې له ګوادر بندر سره مستقیم اتصال ، پراخې پانګونې او نسبي پرمختللې زېربناوې لري . له همدې امله ، په لنډمهاله او منځمهاله موده کې د چین د سمندري او انرژۍ ستراتیژۍ لپاره CPEC اساسي اهمیت لري .
خو د واخان دهلېز ارزښت باید یوازې د اوسنیو زېربناوو له زاویې ونه ارزول شي. د دې دهلېز اصلي اهمیت د هغه په جیوپولیټیکي موقعیت کې دی ؛ ځکه چې دا د چین او افغانستان یوازینۍ مستقیمه ځمکنۍ اړیکه ده او چین ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له لارې پرته د افغانستان او د منځنۍ اسیا له جغرافیایي فضا سره اړیکې پراخې کړي . که واخان د افغانستان له لارې د ایران له ترانسپورټي شبکې ، چابهار او بندرعباس بندرونو سره ونښلول شي ، نو دا به له یوه محدود سرحدي مسیر څخه په یوه پراخ سیمهییز او بینالمللي ترانزیټي دهلېز بدل شي .
له جیواکونومیک نظره ، واخان په اوسني حالت کې د CPEC بدیل نه شي کېدای ؛ ځکه چې د زېربناوو ، پانګونې او عملیاتي ظرفیت له پلوه لا ډېر وروسته پاتې دی . خو له جیوستراتیژیک نظره ، واخان هغه ځانګړتیا لري چې CPEC یې نه لري : د مسیرونو تنوع او د یوه واحد شریک پر وړاندې د چین د اتکا کمول . د سترو قدرتونو په ستراتیژیکو محاسبو کې د بدیلو لارو شتون د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره مهم ارزښت لري .
د افغانستان لپاره ، د واخان دهلېز فعالېدل کولی شي د هېواد جیوپولیټیکي موقعیت لوړ کړي او افغانستان له یوه محصور هېواد څخه په یوه سیمهییز ترانزیټي مرکز بدل کړي . خو د دې هدف ترلاسه کول د سیاسي ثبات، امنیت، سیمهییزې همکارۍ او پراخو زیربنايي پانګونو غوښتنه کوي .
په ټوله کې ، تر ټولو مناسب تحلیل دا دی چې CPEC د چین د جیواکونومیک ځواک وسیله ده ، په داسې حال کې چې واخان د چین د جیوپولیټیکي انعطاف او ستراتیژیک تنوع یوه بالقوه وسیله ده . له همدې امله ، راتلونکی به ښايي دا دواړه مسیرونه د یو بل د سیالانو پر ځای د چین د اوراسیايي ستراتیژۍ د دوو بشپړوونکو ستنو په توګه مطرح کړي .
پایله (نتیجهګیري) :
د واخان دهلېز او د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) پرتلیزه ارزونه ښيي چې ، که څه هم دواړه دهلېزونه د چین د «کمربند او لارې» (BRI) نوښت په چوکاټ کې د ګډو ستراتیژیکو موخو د تحقق لپاره طرحه شوي ، خو د خپلو دندو، ستراتیژیک موقعیت او جیوپولیټیکي ارزښت له پلوه له یو بل څخه څرګند توپیر لري. په اوسنیو شرایطو کې، د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) لا هم په جنوبي اسیا کې د چین تر ټولو مهم ځمکنی دهلېز ګڼل کېږي ؛ ځکه چې پرمختللې نسبي زېربناوې ، سترې پانګونې ، د ګوادر بندر ته مستقیم لاسرسی ، او د بیجینګ په سمندري او انرژۍ ستراتیژۍ کې محوري رول لري . په مقابل کې ، د واخان دهلېز لا هم د بالقوه ظرفیت په پړاو کې دی او د هغه عملي پراختیا د افغانستان له سیاسي ثبات ، امنیتي وضعیت ، د بنسټیزو زېربناوو له جوړېدو او سیمهییزو همکاریو سره نېغ تړاو لري .
سره له دې ، جیوپولیټیکي تحلیل څرګندوي چې د واخان دهلېز ستراتیژیک ارزښت د هغه له اوسني وضعیت څخه خورا پراخ دی . دا دهلېز د چین او افغانستان ترمنځ یوازینۍ مستقیمه پوله ده او که د افغانستان له لارې د ایران د ترانسپورټي شبکې او ستراتیژیکو بندرونو سره ونښلول شي ، نو ختیځه اسیا به د افغانستان له لارې له فارس خلیج، د عمان له سمندر ، ترکیې ، قفقاز او اروپا سره ونښلوي . دا ډول بدلون نه یوازې د پاکستان پر ترانزیټي لارو د چین ستراتیژیکه اتکا راکموي ، بلکې د ترانزیټي دهلېزونو د تنوع له لارې د چین جیوپولیټیکي انعطاف ، اقتصادي تابآوري او ستراتیژیک خوندیتوب هم زیاتوي . دغه لیدلوری د جیواکونومۍ او د ستراتیژیک خطر د مدیریت له معاصرو نظریو سره بشپړ سمون لري ، ځکه ستر قدرتونه تل هڅه کوي خپلې سوداګریزې او انرژۍ لارې متنوع کړي ، څو د یوه مسیر د سیاسي یا امنیتي بحران په صورت کې د هغوی د اکمالاتو او سوداګرۍ بهیر له جدي خنډ سره مخ نه شي .
د افغانستان له لیدلوري ، د واخان دهلېز فعالېدل کولای شي هېواد له یوه په وچه کې راګیر دولت څخه د چین ، منځنۍ اسیا ، ایران او لوېدیځې اسیا ترمنځ په یوه مهم ترانزیټي څلورلارې بدل کړي . دا بدلون به نه یوازې د افغانستان ترانزیټي او ګمرکي عواید ډیر کړي ، بلکې د هېواد جیوپولیټیکي موقعیت به هم پیاوړی کړي او د سوداګرۍ ، پانګونې ، سیمهییز اتصال او د طبیعي زیرمو د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره به نوې زمینې برابرې کړي.
په پای کې ویلای شو چې د واخان دهلېز او د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز باید د یو بل سیال ونه ګڼل شي ، بلکې دواړه د چین د سترې سیمهییزې ستراتیژۍ په چوکاټ کې یو بل بشپړوي . خو که د واخان دهلېز د افغانستان له لارې د ایران د ترانسپورټي شبکې او د چابهار او بندرعباس له ستراتیژیکو بندرونو سره ونښلول شي ، نو دا به له یوه محدود سرحدي مسیر څخه د ختیځې او لوېدیځې اسیا ترمنځ په یوه مهمه ستراتیژیکه نښلوونکې کړۍ بدل شي . په داسې سناریو کې به واخان نه یوازې د افغانستان جیوپولیټیکي اهمیت لوړ کړي ، بلکې چین ته به دا فرصت هم برابر کړي چې د یوه واحد ترانزیټي شریک پر ځای د متنوع ، انعطافمنونکې او خوندي ترانسپورټي شبکې له لارې د «کمربند او لارې» د نوښت اوږدمهاله ستراتیژیک اهداف تعقیب کړي . دا تحول به په راتلونکو لسیزو کې د اوراسیا د جیوپولیټیکي او جیواکونومیکي توازن پر بڼه او مسیر ژور اغېز ولري .
په درناوی
بازپسگیری هرات توسط امیر دوستمحمد خان: یک تحلیل جیوپولیتیکی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.