یونیسف: په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

37

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د وږي/سنبله په ۲۶مه، په اېکس کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع شوې دي.

یونیسف له طالبانو غوښتي چې د زده‌کړو اړوند محدودیتونه لغوه کړي او ټولو نجونو او ښځو ته په بېړني ډول ښوونځیو او پوهنتونونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د نجونو له زده‌کړو محرومول به د ماشومانو، کورنیو او د افغانستان د راتلونکي لپاره پراخې او اوږدمهالې پایلې ولري.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې دي؛ دې پرېکړې پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.

په تېرو پنځو کلونو کې ملګرو ملتونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې دغه بندیز لغوه کړي، خو طالبانو تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320