کابل ته د ترکیې او د قطر امنیتي مشرانو سفر، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاو څخه د ډکو اړیکو په درشل کې، د یوه عادي دیپلوماتیک تعامل په توګه نه کتل کېږي. د ترکیې رسنیو لخوا د خپرو شويو معلوماتو له مخې، کالین کندهار ته هم تللی او هلته یې له افغان چارواکو سره د امنیتي او استخباراتي همکاریو، ترهګري، قاچاق او سیمهییزو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي. ترکیې او قطر تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو او اوربند د هڅو په برخه کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.
د دغه سفر تر ټولو مهم اړخ یقیناً د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي، سوداګريز او د ډيورنډ کرښې په دروازو باندي د مديريت کړکېچ دی. ترکیه او قطر پخوا هم هڅه کړې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره لاره هواره کړي. اوس کابل ته د دواړو هېوادونو د لوړپوړو امنیتي چارواکو راتګ ښيي چې موضوع ښايي یوازې د سیاسي اختلافاتو تر کچې محدوده نه وي، بلکې د استخباراتي معلوماتو شریکولو، ترهګري، د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو، د ډیورنډ کرښې د دوه اړخیز تعامل او د دواړو هېوادونو د متقابلو امنیتي اندېښنو تر کچې رسېدلې وي.
دا چې د ترکیې او قطر امنیتي چارواکي په نږدې یو وخت کابل ته راغلي، په خپله د سفر ځانګړی اهمیت څرګندوي. کله چې بحث د ترهګري، وسلهوالو ډلو، قاچاق او امنیتي ګواښونو په اړه د استخباراتي معلوماتو شریکولو وي، یوازې سیاسي او دیپلوماتیک تګ راتګ بسنه نه کوي. استخباراتي ادارې کولای شي هغه معلومات په مستقیم ډول له اړوندو ادارو سره شریک او وارزوي چې د عادي سیاسي خبرو له لارې یې ارزونه ستونزمنه وي. له همدې امله، دغه سفر د دوه اړخيزو ستونځو د مدیریت لپاره د مستقیمو او مسلکي اړیکو د پیاوړتیا هڅه هم بلل کېدای شي.
قطر له طالبانو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په برخه کې ځانګړی شالید او تجربه لري، په داسې حال کې چې ترکیه د افغانستان له مسئلې سره پراخ سیاسي، امنیتي او سیمهییز تعامل لري. افغانستان ته د دواړو هېوادونو د لوړپوړو امنیتي چارواکو حضور دا احتمال پیاوړی کوي چې دوحه او انقره غواړي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د خپلو معلوماتو او دریزونو په تړاو همغږي رامنځته کړي او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د راتلونکو خبرو لپاره د تفاهم زمینه برابره کړي.
د پاکستان لپاره هم دغه سفر مهم دی. د افغانستان دننه د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په اړه پراخ غبرګونونه، او په یو اړخیز ډول د ډیورنډ کرښې د دروازو تړل، د کابل او اسلاماباد ترمنځ بېباوري لا زیاته کړې ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې اوس یوازې د کابل او اسلاماباد دوه اړخیزه موضوع نه پاتې کېږي، بلکې د سیمې د نورو هېوادونو امنیتي او اقتصادي ګټې هم ورسره تړلې دي. که ترکیه او قطر د منځګړیتوب رول ته دوام ورکوي، د دواړو هېوادونو امنیتي اندېښنې باید د خبرو مهمه برخه وي. د افغانستان پر خاوره پوځي اقدامات، په يواړخيز ډول د ډیورنډ کرښې د دروازو تړل، د سوداګري او ترانزیټ محدودول او نورې متقابلې ستونځې باید د حل د یوې پراخې اجنډا په توګه وڅېړل شي.
هيله کيږي چې دغه ډول ليده کاته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنى تقابل په تعامل او تفاهم بدل کړي، خو دلته یوه مهمه پوښتنه مطرح کېږي: ایا دا خبرې به د دواړو خواوو متقابلې اندېښنې په پام کې ونيسي، که به افغانستان یوازې د پاکستان د امنیتي غوښتنو د ځواب ویلو په دریز کې پاتې شي؟ د پاکستان هڅه دا ده چې د ستونځو اصلي بار پر افغانستان واړوي او افغانستان په دغو خبرو کې مطلقاً دفاعي دریز وړاندې کولو ته محدود کړي. د افغانستان لپاره مهمه ده چې د داسې اجنډا له رامنځته کېدو ډډه وکړي چې پکې یوازې دا پوښتنه مطرح وي چې «افغانستان باید څه وکړي؟» بلکې باید دا هم روښانه شي چې پاکستان د خپلو امنیتي اندېښنو د حل لپاره کوم مسئولیتونه مني او د افغانستان اندېښنې اندېښنو په وړاندي کوم دريز خپلوي.
که له افغانستان څخه د کوم هېواد پر ضد د وسلهوالو فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه کېږي، افغانستان هم حق لري د پاکستان له خاورې څخه دغه هېواد ته متوجه امنیتي اندېښنې مطرح کړي. د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درنښت، د ډیورنډ کرښې د دروازو د پرانیستلو او تړلو موضوع، د سوداګري او ترانزیټ د نه سیاسي کولو اړتیا او د خلکو د تګ راتګ دوام باید د همدغه متقابل امنیتي بحث برخه وي. موخه باید د تورونو تبادله نه، بلکې د ستونځو متقابل تعریف او د حل لپاره د عملي میکانیزم رامنځته کول وي.
په دې برخه کې افغانستان باید نه د تقابل دریز غوره کړي او نه ځان یوازې دفاعي دریز نيولو ته محدود کړي. دفاعي دريز هغه وخت د مذاکراتي دریز ځای نیسي چې یو لوری یوازې د بل لوري غوښتنو ته ځواب وایي؛ خو فعال او متوازن مذاکراتي دریز داده چې هر لوری خپلې اندېښنې او غوښتنې په روښانه ډول مطرح کړي. افغانستان کولای شي په واضح ډول ووایي چې د خپلې خاورې څخه د بل هېواد پر ضد د وسلهوالو فعالیت د مخنیوي اصل ته ژمن دی، خو دغه ژمنه باید د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او متقابلو امنیتي ژمنو په چوکاټ کې وي.
د ترکیې او قطر رول هم هغه مهال اغېزمن کېدای شي چې خبرې یوازې د یوې خوا د غوښتنو د انتقال وسیله نه وي، بلکې د دواړو خواوو د اندېښنو د اورېدو او د باور جوړونې لپاره لاره هوارول وى. د درېیمګړو هېوادونو اساسي ونډه باید د فشار زیاتول نه، بلکې د خبرو د دوام، د متقابلو ژمنو د وضاحت او د هغو عملي میکانیزمونو په جوړولو کې وي چې د بیا بیا رامنځته کېدونکو بحرانونو مخه ونیسي. د امنیتي ستونځو لپاره د اړیکو یو اوږدمهاله میکانیزم، چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې پکې شتون ولري، کولای شي د ناڅاپي بحرانونو د پراخېدو مخه ونیسي.
له دې سره، د افغانستان د امنیت مسئله باید یوازې په استخباراتي او پوځي همکاریو محدوده نه شي. د افغانستان اقتصادي اتصال له مرکزي آسیا، ایران، پاکستان، خلیجي هېوادونو، ترکیې او نورو بازارونو سره د سیمهییز امنیت یوه برخه هم ده. هر څومره چې افغانستان په مشروع سوداګرۍ، انرژي، ترانزیټ، پانګونې او سیمهییزو اقتصادي شبکو کې ونښلول شي، همغومره به د افغانستان ثبات د ګاونډیو او نورو سیمهییزو هېوادونو لپاره ګډ اقتصادي ارزښت پیدا کړي. اقتصادي انزوا، بېکاري او د مشروع اقتصادي فرصتونو کمښت هغه شرایط دي چې غیرقانوني اقتصادونه او افراطي شبکې ترې ګټه اخیستلای شي. له همدې امله، سیمهییز اقتصادي اتصال باید یوازې د سوداګري فرصت ونه ګڼل شي؛ دا د اوږدمهاله امنیت د جوړولو یوه برخه هم ده.
د ترهګري ستونځه یوازې په امنیتي فشار نه حل کېږي؛ اوږدو تجربو ښودلې چې اوږدمهاله ثبات له سیاسي تفاهم، اقتصادي فرصتونو او سیمهییز اتصال سره تړاو لري. له همدې امله، د ترکیې او قطر د چارواکو اوسنی سفر هغه مهال اغېزمن کېدای شي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور جوړونې، مستقیمو خبرو او متقابلو امنیتي اندېښنو د حل لپاره تلپاتي میکانیزم رامنځته کړي. د سولې هدف باید یوازې د یوه لوري د امنیتي غوښتنو پوره کول نه وي، بلکې د دواړو لورو حاکمیت، امنیت، اقتصادي اړیکې او متقابل مسؤلیتونه پکې شامل وي؛ ځکه اقتصادي نښلول او ګډې ګټې کولای شي د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګډ امنیتي او اقتصادي ارزښت بدل کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
