مالجات او معنا ئې

انجنیر داؤد اڅک

29

 ځني ښاغلي مالجات په محله جات او ځني یې په محل نجات لیکي چي دا یوه املایي، معنایي او تاریخي تېروتنه ده، که تکرار نسي ښه به وي. ځکه مالجات یوه لرغونې پښتو کلمه ده چي د پارتي/ پهلوي ژبي ورستاړی/ پسوند (جات) ئې د ځان کړیدی.

پدې معنا چي مال لرغونې پښتو کلمه ده او پخوانۍ بڼه ئې ماله/ مالي Māla / Māle وه چي د باغ، ابي مځکه او زرعتي شتمني په معنا وه. د مال دغه پخوانۍ پښتو بڼه د علامه عبدالحي حبیبي پر لوی پښتو قاموس/ حبیبي قاموس او د مولوي عبدالرشید روښان پر پښتو اوردو ډیکشنري سربېره  د هنري جورج راورټي په ډکشنري ( A Dictionary of the Pukhto or Pushto ) کي هم د باغ، اوبه سوې مځکه یا ابي ډاګ په معنا داسي راغلې ده:

::Irrigated land; garden land; watered field Māla / Māle

 کله چي د ماله یا مالي سره جات ملګری سو نو مالجات سو. هغه داسي چي په عربي ژبه کي د شیانو جمع په ات کیږي لکه حالات، مقامات او نور. خو په پارتي ژبه کي چي د میراث یوه برخه ئې فارسي ته رسېدلې ده ات په جات اوښتی دی. لکه دانه جات، میوه جات، علاقه جات، کارخانه جات او نور. جات د صفویانو، قاجاریانو، غزنویانو، غوریانو… په اداري ژبه کي ډېر لیدل سویدی مثلآ:

– سایر عرایض را … به دفترخانه عریضجات خواهد برد. دستخط نصرالدین شاه قاجار

– املاک جات موقوفه را بر وجه شرعی تقسیم نمودند. اسناد ملکی دوره صفوی

– وهمچنین نسخجات دیوان… و تعلیقات مناصب جز و کل. تذکرة الملوک

مالجات د احمد شاه بابا په وخت کي هم مروج وو او لیکل کېدی.

پایله دا چي مالجات = مال + جات. یعني باغونه، ابي مځکي او شنه ډاګونه.

(د پښتو او دري ژبو د لیکلار سمون او یووالی) سم عنوان ندی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320