(د پښتو او دري ژبو د لیکلار سمون او یووالی) سم عنوان ندی

انجنیر داؤد اڅک

53
(د پښتو او دري ژبو د لیکلار سمون او یووالی) سم عنوان ندی
٢٣ – ٨ – ٢٢٠٢٦ یکشنبه د اطلاعاتو او ښکارهنګ (کلتور) وزارت لخوا په کابل موزیم کي (د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یووالي) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ پیل سو چي لیکوالانو، ژبپوهانو، شاعرانو، څېړنکو، استاذانو۔۔۔ ګډون پکښي کړیدی څو د پښتو او دري ژبو د معیاري لیکدود پر چمتو کولو باندي کار وکړي۔
زما (لیکوال) په اند دا ښه او نېک کار دی خو د پنځو ورځو کار ندی۔ بلکه د کلمو او لهجو د سمون او معیاري کېدو لپاره باید په حوصله او پرله پسې توګه ګډ کار وسي۔ یعني په دقت سره تاریخي او لرغونو اسنادو او لیکنو ته مراجعه وسي، د کلمو او لهجو تاریخي ریښه پیدا سي او هم د پښتو او دري ژبو خویندو او میندو ژبو کي څېړنه وسي لکه سانسګریت، اویستا، پارتي۔۔۔ څو د کلمې او لهجې اصلي بڼه معلومه او د ټولو لخوا ومنل سي۔ دا کار به په اوسني کمپیوتري عصر کي د پښتو او دري ژبو لپاره نړۍ والي اسانتیاوي رامنځته کړي او په دیجیتالي سیستم کي به اشنا ژبي سي۔
دا چي پورته عنوان سم ندی او د ژبپوهني پر اصولو برابر ندی لیکل سوی دلیل مي دا چي لیکلار Orthography مفرد اسم یا اصطلاح ده چي په جمله کي پر خپل حال نه پاتېږي، یعني اضافت اخلي۔ او د اضافت د قاعدې پر بنسټ په مفرد اضافت کي (ی) اخلي که جمع اضافت وي (و) اخلي۔
په مفرد اضافت کي باید ولیکل سي چي:
د پښتو ژبي د لیکلاري سمون او یووالی۔
که چیري لیکلار د پورته عنوان په شان جمع اضافت اخلي نو باید ولیکل سي چي:
د پښتو او دري ژبو د لیکلارو سمون او یووالی۔
پایله دا چي موږ باید اول لیک سم کړو بیا لار۔ که موږ موټر لار فکر کړو نو لومړٸ باید ښه لوکس او نامي موټر ولرو وروسته ٸې د لاري د سمون په فکر کي سو۔ ځکه چي نامي او نوی ماډل موټر پر کږو، لوړو او ژورو لارو هم تللای سي۔
یاده ونه: د ورکشاپ ښاغلو ګډونوالو لطفأ په دقت، حوصله او بېله هر ډول تبعیض څخه د خپلو ملي ژبو د اسانتیا او غنا لپاره په ملي روحیه مخته ولاړ سۍ۔
انجنیر داؤد اڅک

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.