د کنړ غمیزي ته مرثیه

انجنیر داؤد اڅک

109

                                    ۷ – ۹ – ۲۰۲۵

 

              د کنړ غمیزي ته مرثیه

                  زما زخمي کنړه

دښمن دي ورک سه زما زخمي کنړه

د ښکلا کوره د هستي کنړه

ستا پیغلي توري سترګي سره لاسونه

مرګي حمله کړلې هسکي کنړه

ستا شاه زلمو کړې ځواني هیلي ښخي

یاد بې ساتو زموږ بانډاري کنړه

ستا د سپین ږیرو مبارکي ږیري

خاورو کړې لاندي میر زماني کنړه

ستا د پتمندو میندو ښکلو ګلو

ګلشن ونه لید غرني کنړه

ستا د دریاب څپو هم رنګ واخیسته

د وینو څاڅکو له سرخي کنړه

د خپلو غرو په شان سرلوړی اوسې

د جګو څوکو نشتري کنړه

هره شېله کي ستا کیسې پټي دي

ته یې زموږ ویاړ اې تاریخي کنړه

ستا پاکه غېږ کي د سید خالپوڅي

ویاړ د جهان یې جمالي کنړه

ستا دا غمیزه سوله نقش پر تاریخ

نور مه ورانېږي هوسي کنړه

سلام د اوښکو په کاروان درلېږم

داؤد د لیري پردېسي کنړه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.