د حج فلسفه په غزل کې

انجنیر داؤد اڅک

27

له رسنیو مي واورېدل چي سږ کال تقریبآ ۸ ملیارډه افغانۍ د حاجیانو لګښت راغلي دی. زه فکر یووړم چي دا خو بېخي ډیري پيسې دي، حتا یو ولایت په ابادیږي. نو مي د حج په فلسفه پسي څرک واخیست، څو لومړئ مي په المعجم الکبیر کي ۷۵۰ حدیث شریف ولیدۍ چي محمد (ص) داسي هدایت کوي:

قالَ رسولُ اللّه ﷺ: (ما آمَنَ بی مَن باتَ شَبْعانَ و جارُهُ جائعٌ).

معنا: هغه شخص پر ما ایمان ندی راوړی چي خپله موړ بدیږي او ګاونډئ ئې وږی بیده وي، یعني ایمان ئې ناقیص دی. زه (لیکوال) چي د سوسیالیزم (ټولنیزه همکاري او عدالت) سخت پلوي یم ومي لیدل چي په اسلام کي ۱۴۰۰ کاله مخکي سوسیالیزم وو. نو مي هغه کسانو ته ښراوي وکړې چي د کور، کالي او ډوډۍ په شعار ئې افغانستان دغه حالت ته ورساوه ځکه چي هغوۍ هم په خپله فلسفه عمل ونکړ. خیر، د حج په اړه مي څېړني ته دلچسپي نوره هم ډېره سوه. څو چي د سنن بیهقي د څلرم جلد په ۳۲۶ مه پاڼه کي مي دغه حدیث مبارک ولیدۍ چي وایي: (الحجُّ مرّةٌ، فما زاد فهو تطوّع).

معنا: حج صرف یو وار واجب دی، اضافه ئې مستحب دي.

ما ته ډېره جالبه سوه او فکر مي وکړ چی دا خو د محمد (ص) ارشادات دي باید د الله (ج) هدایات هم د همدې موضوع په هکله پیدا کړم او ځان په پوه کړم. نو مي قرآن مجید خلاص کړ. او څو سورې چي مي ولوستې د طعام المسکین فلسفه په مخه راغله چي خدای تعالی په بیلو ایاتو کي حکم او هدایت کړیدی چي د یتیمانو او مسکینانو سره کومک وکړۍ.

خدای تعالی په زاریات سوره او ۱۹ ایۀ کي داسي حکم کوي:

وفِی أموالِهم حقُ لِلسائل والٔمحرومِ.

تفصیل: د نیکو او بډایو خلګو په شتمنیو کي د مسکینانو او غریبانو غذایي حق پروت دی چي باید ورکړل سي.

په سوره بقره ۱۷۷ ایۀ کي داسي فرمایي:

وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ.

تفصیل: نېک او ښه خلګ هغه دي چي د خپلي خوښي شیان یتیمانو او فقیرانو ته هم ورکړي.

دې ته ورته د سوره توبه په زکات ایۀ کي، سوره بلد، سوره ماعون، سوره انسان، سوره حشر، سوره لیل او نورو کي الله (ج) هدایت کړیدی چي د مسکینانو او یتیمانو سره باید مرسته وسي.

ما چي د خدای تعالی او رسول الله هدایات ولوستل حیران پاته سوم چي دا ځني مسلمانان ولي په ایت او حدیث عمل نکوي، د غریبانو لاس نه نیسي او په وارو وارو حج ته ځي. نو مي خپل همیشني انډیوال (قلم) ته ږغ کړچي راځه، هغه حاجي صاحبان څو ټینګ چکوشان ووهو کوم چي څو واره حج یا عمرې ته ځي. او پوښتنه ځني وکړو چي تاسي له ډیرو حج کولو څخه غواړۍ:

                             څه؟

په تلوار ډېرو پیسو درومې کعبې ته

شېخه څه غواړې د دې توري کړکۍ څه

پر ناحقه دېوال مه وله په کاڼو

شیطان وباسه د خپلي ککرۍ څه

تقوا او فضیلت هلته حساب دي

چي عشق پرېږدې مادیاتو او چوکۍ څه

پاک مؤمین د الله دوست دی هغه څوک

 چي الله ئې وي محبوب ټولي نړۍ څه

د نامه لپاره ځغلې چي حاجي سې

خدای خو زړه کي دی، ته پوه له دې پوهۍ څه؟

ستا ګاونډ کي یتمان وږي بیدېږي

حج دي نسي که عطا نکړې سدرۍ څه

که ځوان زوی او ځوانه لور لرې په کور کي

اول ځان خلاص کړه د دواړو له ښادۍ څه

په نېستي کي هر سړئ شیخ الازهر دی

 مؤمین لیري وي هستي کي له بدۍ څه

الله نسې تېر ایستلای هوابازه

لاس دي واخله له تذویر ریا کارۍ څه

۶ – ۵ – ۲۰۲۶ا

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.