پتمنه مور

غلام حضرت احساس

41
پتمنه مور :
ځینې نومونه یوازې د غږ او تلفظ لپاره نه ، بلکې د تاریخ ، غیرت ، قربانۍ او حماسو ژوندی انځور وي .
“” پتمنه “” هم همداسې یو نوم دی ، داسې نوم چې د افغان میرمنې د عزت ، مېړانې او مورني احساس بشپړ تفسیر پکې نغښتی دی . میرمن پتمنه امین نه یوازې د یوې کورنۍ مور وه ، بلکې د یو ملت د ویاړ ، صبر او مقاومت مور هم وه .
هغې د ژوند په هر پړاو کې د افغان میرمنې هغه رښتینی انځور وړاندې کړ کوم چې د ژوندانه سختیو او کړاونو یې اراده نه یوازې کمزورې نه کړه ، بلکې اراده یې لا هم پیاوړې او غښتلې کړه .
کله چې د پخواني شوروي اتحاد یرغلګرو پوځیانو زمونږ پر خاورې یرغل وکړ ، پتمنې مور د خپل خاوند د هیواد پخواني ولسمشر حفیظ الله امین او مشر زوی عبدالرحمن امین ترڅنګ د وطن د دفاع په سنګر کې ودریده او هغو ته یې خپله لمنه کې د ټوپکو مرمۍ لیږدولې . دا یوازې یوه عادي ښځه او میرمن نه وه ، دا د غیرت او وفادارۍ یو ژوندی باب و چې د وطن د عزت ساتنه یې عبادت ګاڼه .
د ولسمشر حفیظ الله امین او د هغه د زوی تر شهادت وروسته میرمن پتمنه امین د شوروي پوځیانو او د هغو د لاسپوڅو لخوا له خپلو بچو سره زنداني شوه چې څه د پاسه اته کاله یې د څرخي پله زندان کې سختیو ، روحي شکنجو او کړاونو سره مخ شوه چې د زندان تورو او تیاره سلولونو هم د پتمنې مور روحیه ماته نه کړه. هغې خپلو ماشومانو ته د وطنپالنې ، علم، حوصلې او مقاومت درس ورکړ. د زندان تر شا یې هم د خپلو اولادونو راتلونکی روښانه وساتله څو هغوی د علم او تخصص لوړو پوړیو ته ورسېږي او د خپلې مور د مبارزې ژوندی ثبوت شي .
پتمنه مور د افغانې ښځې او میرمنې هغه زرینه بېلګه ده چې د مور مینه، د وطن غیرت او د قربانۍ فلسفه یې په یوه وجود کې راټوله کړې وه . د هغې ژوند مونږ ته دا راښيي چې ریښتینې میړانه یوازې په وسلو نه وي ، بلکې په صبر، وفادارۍ ، استقامت او د حق پر لار په ټینګ دریځ کې هم وي.
نن که څه هم پتمنه مور له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې خو نوم ، حماسه او ویاړونه یې د افغان ملت په حافظه کې تلپاتې دي .
د هغې روح دې ښاد وي او تاریخ دې تل د هغې د قربانیو او مېړانې سندرې وایي.
ویاړ دې وي پر هغې پتمنې مور چې د خپل نوم په شان یې د افغان خاورې پت او عزت ژوندی وساته .

 

د جدي شپږمه یوه غملړې او د تلپاتې ټپونو ورځ

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.