ژوندی انسان، ژوندی تاریخ او د سترګو لیدلی حال

غلام حضرت احساس

152

ژوندی انسان، ژوندی تاریخ او د سترګو لیدلی حال :

الله باز جم

تاریخ هغه سیند دی چې د انسانانو د ژوند څپې پکې ورګډیږي . ځینې څپې داسې وي چې نه ورک کیږي او نه هم د وخت بادونه یې له منځه وړلای شي.
ښاغلي الله باز جم د یوې نادرې کیسې داسې یو عیني شاهد دی چې سترګې یې د همدې سیند پر غاړه ولاړې دي . هغه سترګې چې د خوښیو تر کړاونو او له مینې تر عدالت پورې د تېر ژوند ډېر رنګونه یې لیدلي دي .
ښاغلی الله باز جم پخپله فیسبوک پاڼه کې د “ یادونه او خاطرې “ تر نامه لاندې لیکي :

یادونه او خاطری !!!
نژدي لس بجي وی چې یوکو چنئ بکس یی پلاس کې وه په دهلېز کې د پیاده څخه پوښتنه وکړه جم صیب شته هغه ورته وویل هو همغه وچې دفترته رادننه شو ژر ورجګ شوم غیږ مې ورکړه ورته می وویل ډیرډیرستړي مه شي والی صاحب دا څنګه دی پدی رسمیاتو کې پيښه راوکړه ویي خندل پريږده داخبري دچای بندو بس وکړه والله که می تراوسه چای سکلی ماویل په سترګو ملک کاکا ته می وویل کاکا ژر یودوه هګی پښي کړه او چای هم دم کړه چې والی صیب چای ندی خوړلی پدي وخت کي راته وویل وه نادیده اوس خو دسرکارپه چوکي ناست یی یو څه کيک ميک هم راوغواړه ورته مي وویل ته خووالی صیب یی چی ته ونه وایي څوک به وه وایی والله که می تنخواه اخستی وه پدي وخت کې جیب ته لاس که شل روپی راویستي پياده ته يي ورکړي ورته وويل داواخله موږ ټول عمر خرابات کړي دی وږي ته کيک راوړه خدای شته چې ډیرمو وخندل هغه دخندا ډکه خوله هغه ښکلی تصویر مې هیڅ وخت دیاده نه وزي باور وکړي کلونه وه شوه تل مي په ذهن کي وی ښه خبره رانه اوږده شوه چای یي وخوري ورسته يي وویل درزه چی دمشر دفترته ورشو ماویل درزه همغه وو چې دلمړي وزير دفترته ولاړو هغه په پذیرش کي وه ددفترمشریي چای راوړي څودقیقي ورسته لمړی وزیر دفترته راننوت روغبړیي وکړ دوالی صیب څخه يي پوښتنه وکړي (شينواريه ولایت دی چاته خوشی کړي چې ته په کابل کې کرزي) هغه ورته وویل امین صیب یوڅه رسمي کارونه می درلوده اویو درخواست می تاسی ته هم راوړي همغه وه چې درخواست يي ورکړي امين صیب قلم راواخست حکم یي ورکړ وويي ويل ښه نورخوڅه ويل نه غواړي شینواری وويل نه صیب دځایه راپورته شو لاس یي راکړ اوموږ دواړه زموږ ددفترپه لور روان شو په دفترکي درخواست رویست ترڅو وګوري چي څه یی لیکلی په درخواست یی ليکلی وه ( شینوا ریه که چیری دکورونو ویش دپاسه پیل شوه هم تاته نوبت د رسيږي اوکه د کښته پیل شوه هم نوبت درسیږي نوبت ته منتظره) یوسوړ اوسیلی وویست درخواست یی ماته راکړ ویی ویل ښه اوس ته ووایه چې دا ماشومان چیری د ځانه سره وګرزوم چرت یي ډیرخراب شو پیاده ته يي وويل څه موپاخه کړی هغه وويل صیب بامی ورته یی وویل رایي وړه همغه وه چې یوه مړی ډوډي مووخوره ورته می ډیر وویل مه خفه کیږه هرڅه به اسان شی اوصله به کوو یوسوک يي پدی شاوهلم راته یی وویل کله چې بيکاره وم بيابه دواړه کیسی کوو په درنښت .

د ښاغلي الله باز جم پورتنۍ خاطرې په تایید حفیظ الله امین د هغه مهال یو مطرح واکمن شخص و اما واک باندې یې هیڅکله هم د غرور څپې نوې خپرې شوې او د غرور تر سیوري او اغیزې لاندې نه و راغلی .
په هغه وخت کې دا کار حفیظ الله امین ته د ملک لومړي وزیر (صدراعظم ) په توګه خپل والي ته د یوې نمرې ځمکې یا د سرپناه امر ورکول کوم ستونزمن کار نه و . هغه په ډیرې اسانۍ سره کولای شو او دا یې د صلاحیتونو یوه برخه وه چې خپل نژدې ملګري او د یو ولایت والي ته د یوې نمرې ځمکې او یا د یوې سرپناه حکم ورکړي کوم چې اصولا د هر وګړي او په تیره بیا د یو لوړ رتبه حکومتي چارواکي حق دی چې د یو دایمي استوګنځی خاوند او خپلې کورنۍ سره پکې ژوند وکړي . خو دلته حفیظ الله امین د قدرت قلم د انصاف له تلې او ترازو څخه جلا نکړ.
دا یوازې یوه جمله نوه، دا د یو حاکم د زړه غږ و، د هغه زړه چې د دوستۍ ، ملګرتیا ، ګوندي او دولتي دوستانه او ښه نیت اړیکو څخه ډک و اما د دې ټولو مناسباتو سره سره د قانون او عدالت له تګلارې څخه تیر نشو .
دلته عدالت یوازې د کتاب په پاڼو پورې تړلي نوي بلکې کله ناکله لکه د جم صایب په شان د انسان په سترګو کې هم ځلېږي .

دا خاطره د تاریخ په پاڼو کې د سرو زرو کرښه ده ځکه واک تل د انسان د وجدان یوه ازموینه ده ، بریالی او ویاړلی انسان به هغه وي چې د قدرت په تله کې د انصاف او عدالت وزن کم نکړي .
روح دې ښاد او ویاړونه دې تلپاتې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.