په غزل کے خو يو بيت انتخاب وی
د رحمان تمام غزل دی انتخاب
عبدالرحمان مومند بابا
لکه چې تاريخ ګواه دی د پښتو ادب په پرمختګ، وده او غوړېدنه کې ښځو لکه د نارينه و په څير درنه او د پام وړ برخه لرلې او د شعر او نثر دواړه ډګرونه ېې ګرم او تاوده ساتلي دي۰
که څه هم د ښځو دا ونډه د بېلابېلو عواملو او ننګونو له امله لکه څنګه چې پکار وو په هغه کچه نه ده او کم رنګه ښکاري خو بيا هم سترګې پرې نه شي پټېدای او په يادولو او ستايلو ارزي۰
ښځه او نر لکه د يوه باز د دوه وزرونو په څير د پرواز لپاره يو بل ته اړين دی او که له دواړو وزرونو څخه يو وزر هم نه وي نو د باز الوت او پرواز ټکني او پر ټپه درېږي او له مخکې تګ نه پاتې کېږي۰ همدغه راز ښځه او نر د ژوند په ټولو چارو کې يو له بل سره د لازم او ملزوم په توګه د تکامل او پرمختګ دوه کردارونه دی نو که يو ېې هم نه وي د ژوند ګاډی خپل يون او حرکت له لاسه ورکوي او اړونده کارونه پېکه، بې خونده او کم رنګه کېږي او بالاخره له ګډوډۍ او رکود سره مخ کېږي۰
که د تاريخ پاڼو ته ځغلند نظر وکړو نو وبه وينو چې د پخوانيو نوماندو شاعرانو په لړ کې مونږ يو شمير ښځينه شاعرانې هم لرو چې تر مونږ ېې يو شمير شعرونه رارسېدلي او دا ثابتوي چې ښځو هم لکه د نارينه شاعرانو په څير د شعر او ادب په ميدان کې فعاله ونډه درلوده او له ډېرو بنديزونو او دوديزو ناخوالو او ننګونو سره سره ېې په دې برخه کې ونډه او برخه د پام وړ ده او د هِغوی نومونه د پښتو ادب په تاريخ کې په ځلانده او روښانه ټکو ليکل شوې دي۰
د همدغو لرغونو او کلاسيکو شاعرانو په کتار کې مونږ د ملي مشر ميرويس خان بابا د مور نازو انا نوم يادولای شو چې د سلطان ملخي توخي لور وه او په ۱۰۶۱ هجري سپوږميز کال د کندهار او کلات تر منځ د زابل ولايت د تازي رباط ته نږدې زېږېدلې وه او يوه فاضله، عابده او عارفه ميرمن وه۰ نازو انا له شعر د ټولنيزو چارو تر څنګ له شعر او ادب سره بې سارې مينه درلوده او د خپل وخت له ښو شاعرانو څخه وه چې ډېر شعرونه ېې ويلي وو خو متاسفانه چې د وخت په تېرېدو هير شوي، له لمنځه تللې او تر مونږ نه دې رارسېدلي
نوموړې د اشعارو د يوه دېوان خاونده وه چې ملي او حماسي شعرونه ، مناجات او څلورېزې پکې ويل شوې وې او يوه ښکلي او زړ راښکونکې څلوريزه ېې په لاندې ډول وه چې:
سحرګه وه دنرګس لېمه لانده
څاڅکي څاڅکي ېې له سترګو څڅېده
ماويل څه دي ښکليه ګله ولې ژاړې؟
ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده
بله پښتنه پېژندل شوې او مشهوره شاعره ميرمن نيکبخته وه چې د شيخ الله داد مموزي لور او د پښتونخوا په اشنغر کې ېې د ۹۶۰ هجري کال په شاوخوا کې ژوند کاوه نوموړی يوه عابده، عارفه او دينداره ميرمن وه چې په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلې وه او د خپل وخت له عالمانو ېې دينې زده کړې کړي وي ۰
ميرمن نيکبختې د ارشادالفقرا په نوم د اشعارو يو دېوان درلود چې ديني، اخلاقي او ټولنيز نصايح او وعظونه ېې درلودل او دا منظوم کتاب د خپل وخت له غوره او د ژوند له پندونو ډک کتاب وو چې خلک پکې ښو کارونو او نيکو عملونو ته بلل شوی او ويناوو ېې دينې او عرفاني رنګونه درلودل۰
د ميرمن نېکبخټې د ويل شوو اشعارو يوه بېلګه په لاندې ډول ده:
دخدای حق ته غا ړه کېږده
نورې نورې وينا پرېږده
دنيا پاتې له هرچاده
په اخلاص کې ځينې بلېږده
څوقوت لرې په ځان کې
سر ديار په رضا کېږده
ځان له بده خويه ژغوره
زړه په ذکر ديار بلېږده
کل دنيا به دې دښنه شي
اوس له ویرې ځينې رېږده
ټوله غواړي حسابونه
که دې اوښې ، که دې مېږده
دنيا ترک وهه که پوه يې
بله پښتنه شاعره بی بی حليمه خټکه د خوشال خان خټک لور وه چې خوږه او په زړه پورې شاعري ېې کوله او د شعر او ادب په اسمان کې د ېوې ځلانده سپوږمۍ په څير ځلېدله د نوموړې يو شعر په لاندې ډول تاسو سره شريکوو:
داشنای په فکر خو ښه هسی شان شوم
نه پوهيږم چې ممتاز که نور جهان شوم
چې کړمه ستا په مينه سر فرازه
ثنا خوانه په څو رنګه د رحمان شوم
چې مجاز مې د ايازو ولاړی له زړه نه
سر بلنده تر محمود غوندی سلطان شوم
وهر چاته چې يي ګوروم واړه دی دی
دجمال په نندارو يي شادمان شوم
غير فکر مې له زړه نه رابهر شو
پر خليل و پروعدو باندې يکسان شوم
حليمی د غماز زکر زيات له حد شو
چې دې بيله له يار نه کا په ګومان شوم
زرغونه کاکړ هم چې د کندهار په پنجوايي کې اوسېدله او د وخت له مشهورو شاعرانو او ليکوالانو څخه وه پښتو ژبې ته د پام وړ خدمتونه کړي ښکلی خط ېې درلود او د سعدي بوستان ېې په ۹۰۳ هجري کال کې په خورا خواږه انداز په پښتو نظم ژباړلی او دا تاريخي وياړ ېې تر لاسه کړی دی:
لويي تل په ګفتار نه ده
لوی خبره په کار نه ده
تواضع به دې سر لوړ کا
تکبر به دې تل ځوړ کا
مونږ په لرغونو ښځينه شاعرانو کې په لسګونو داسې نور نومونه هم لرو چې په پښتو ژبه ېې ليک او لوست کولای شو ، شعرونه ېې ويلې ، ليکنې ېې کړي او په ادبياتو کې ېې خورا غوښنه او د پام وړ برخه اخيسې ده خو متاسفانه چې د هغوی پوره ويناوې او اثار د وخت د توپانونو ښکار شوی او تر مونږ نه دي رارسېدلي۰ د پټې خزانې د روايت له مخې د پښتو ادبياتو په لرغونې دوره کې دغه مېرمنې شاعرانې تېرې شوې دي چې په خپل وخت کې پوره مشهورې وې او خلک ېې له نومونو سره اشنا وو::
۱ – زرغونه کاکړ
۲ – رابعه
۳ – نيکبخته
۴ – نازو انا
۵ – حليمه حافظه
۶ – بي بي زينب
ميرمن سپينه
په معاصره دوره کې هم ښځو د شعر او ادب په ميدان کې کاري ونډه اخيستې، قلمونه ېې چلولې دي او ډېر ارزښتمن او قيمتي علمي او ادبي اثار ېې پښتو ژبې ته ډالۍ کړي دي۰
د معاصرو ښځينه اديبانو او شاعرانو په ليکه کې مونږ د لر او بر يو زيات شمير داسې ځلانده څېرې لرو چې د پښتو ادبياتو په تاريخ کې ځانګړی ځای لري او د خپلو ادبي او علمي هلو ځلو په نتيجه کې ېې پښتو زبې ته بې ساري خدمتونه او کارونه کړي او نومونه به ېې په زرينو کرښو ليکل کېږي۰
د همدغو معاصرو شاعرانو او ليکوالانو په کتار کې مونږ د استاد ډاکټر زرغونه زېور رشتين، ډاکتر کبری حبيب مظهري، پروفيسر ډاکټر سلمی شاهين، حسین بانو، معصومه عصمتي وردګ، غوټۍ خاورې، ډاکټر ثريا خادم، پروين فيض زاده ملال، استاد ډاکټر سکينه زيار، ميرمن مستوره شال،
ډاکټر حسن بانو غضنفر، ميرمن ساحره محوي، سيده بشري بېګم، مبارک سلطانه شميم، صفيه صديقي،
د پښتو د معاصرو ښځينه شاعرانو او ليکوالانو په کتار کې يوه هم ډاکټر فرخنده حيات ده چې د شعر او ادب په ميدان کې يو ځلانده او روښانه نوم دی او په نثر او نظم کې ېې د پام وړ اثار کښلي او زمونږ مخې ته ايښي دي۰
ډاکټر فرخنده حيات چې خپل نوم سره لياقت هم ليکي د حيات الله خان لور د سيد جعفر خان لمسۍ او د ۱۹۷۳ م کال د سپټمبر د مياشتې په لومړۍ نېټه د چارسدې ضلعې ترنګزو ته نږدې په يو وړوکي کلي سرکي ټيټاره کې د خانانو په کور کې زېږېدلې ده۰
ډاکټر فرخنده لياقت لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د چارسدې په های سکول او ګريجوويشن ېې له فرنټير کالج پېښور نه وکړ۰ نوموړې د پېښور پوهنتون نه په اسلامياتو او پښتو کې دوه د ماسټريو سندونه او له همدې پوهنتون څخه د ايم فل او پې ايچ ډي ډګرۍ ترلاسه کړي دي۰
ډاکټر فرخنده حيات په ۲۰۰۳ کال د پېښور پوهنتون د پښتو په څانګه کې د استادې په توګه په دنده وګمارل شوه او تقريبا يوولس کاله ېې په اړونده برخه کې د ځوان کول په ښوونه او روزنه کې تېرې کړې او د خپلې مورنۍ ژبې د خدمت لپاره ېې په سلګونو پېغلې او ځوانان وروزل۰
له هغې وروسته دا درنه ميرمن د پېښور پوهنتون پښتو اکيډمۍ ته د مرستيالي پروفيسرې په توګه راغله او دلته د ښوونې او تدريس د چارو ترڅنګ ورته د ريسرچ او ځېړنې کارونه هم وسپارل شول او تر اوسه په دغه علمي او ځېړنيز مرکز کې د خپلې ژبې په خدمت او د علمي کدرونو په روزنه او پالنه بوخته ده۰
پښتو ژبې او ادب ته د فرخنده حيات کارونه او خدمتونه خورا ارزښتمن او د قدر وړ دي او ددوی ليکلي اثاربه د پښتو د پياوړتيا او پرمختګ په لاره کې د کټورې علمي پانګې په توګه ذ ځوان کول او راتلونکو نسلونو د ګټې او استفادې وړ وګرځي۰
د فرخنده حيات د شعر تومنه دمينې د تاندو جذبو او ولولو له توکو جوړه شوې او د وطنپالنې او قامولۍ ملي رنګونه پکې څرکونه وهي نوموړې د شعر او نثر دواړو برخو ته پاملرنه کړې او خپل قلم ېې پکې ازمايلی دی
خو زما په اند له شاعرۍ څخه ېې د نثر ليکنې مزل ګړندی او په تول دروند دی ميرمن فرخنده
( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) په نوم د شعرونه يوه ټولګه لري چې په 2016 م کال کې ېې په 206 مخونو چاپ کې چاپ کړې او د شعر او ادب مينه والو ته ډالۍ کړې ده ۰
په نوموړي کتاب د پښتو نوموتي څېړنکار، شاعر او اديب ښاغلي هميش خليل، پروفيسر ډاکټر سلمی شاهين او ډاکټر شيرزمان سيماب ليکنې کړي او د ډاکټر فرخندې فکر او فن ېې ستايلی او د هغې په شاعرۍ ېې خپل نظرونه څرګند کړي دي۰
د فرخنده حيات شعرونه دده له زړه څخه راپورته شوې هغه خوږې او زړه راښکونکې نغمې او سندريز پيغامونه دي چې دې پکې خپل احساسات جذبات او خيالات ځاي په ځای کړي او د مترنمو زمزمو په توګه ېې زمونږ غوږونو ته رارسولي دي۰
د ډاکټر فرخندې په اشعارو کې د غزلو او د شعر د نورو اصنافو په نسبت د نظم پله درنه ده او ټول شعرونه او نظمونه د نوموړې د ژوند د بېلابېلو کيفياتو واقعاتو او حالاتو ائينه دار دي چې په انځوريزه بڼه ېې زمونږ مخې ته اېښې دي۰
(څه حقيقت څه د خوبنو دنيا) د ډاکټر فرخندې د شاعرانه ژوند د حقيقتونو او خوبونو لومړنۍ هنداره ده چې مونږ پکې د نوموړې د فکر او فن رنګين تصويرونه ليدلی او مشاهده کولی شو او خپله ادبي تنده پرې ماتولی شو۰
د پښتو منظومې قيصې د فرختده حيات د پې ايچ ډي تحقيقي مقاله ده چې نوموړې پکې د پښتو د منظومو قيصو په تاريخی سير، اهميت او اثراتو رڼا اچولې، د هغو بېلابېل اړخونه ېې څېړلي او په پښتو کې يي د منظومو روماني داستانونو او قيصو بشپړه تحقيقي او تنقېدي جايزه اخيستې ده ۰
دا مقاله چې په رښتيا هم د ډېر ارزښت او اهميت وړ ده په ۲۰۱۶ م کال کې په ۴۸۶ مخونو کې د خيبر پښتونخوا د ثقافت د محکمې په مالي مرسته د کتاب په بڼه چاپ او د پښتو ادب د څېړونکو او زده کونکو ګټې اخيستنې ته چمتو شوه چې په خپل ځای بې له شکه د پام وړ علمي او ادبي هڅه او خدمت دی چې په ډېرو ستايلو ارزي۰
د عبدالاکبر خان ژوند او ادبي خدمات د فرخنده حيات يو بل تحقيقي کتاب دی چې په ۲۰۱۶ کال د چاپ په ګاڼه ښکلی شوی دی دا څېړنيز اثر د ايم فل هغه مقاله ده چې په ۲۰۰۰ م کال کې د پېښور پوهنتون په پښتو څانګه کې د ډاکټر فرخندې له خوا بشپړه شوې چې پکې د يو نوميالي پښتون سياستوال چې د پاکستان د ازادۍ په تحريک کې ېې فعاله ونډه درلوده او يو منلی شاعر، اديب صحافي او قومي مشر وو
په ژوند مبارزه او علمي او ادبي شخصيت په زړه پورې او هر اړخيزه څېړنه شوې او د ډېر قدر او اهميت وړ ده۰
سرچينې:
۱ – پټه خزانه د محمد هوتک تاليف
۲ – د ښځو ونډه په ادبياتو کې، زاهدالله نورزاد، تاند ويبپاڼه
۳ – په ادبياتو کې د ښځو ونډه ، ګيتي صديقي، د انعکاس راډيو بريښنا پاڼه
۴ – څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ډاکټر فرخنده لياقت
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.