عراقچي؛ له جګړې تر توافقه مو لار یوه ده

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت

8
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ۱۴۰۵ کال د جوزا په ۲۳مه نېټه له صدا او سیما دولتي رسنۍ سره په یوه ځانګړې مرکه کې د ایران د کورنیو او بهرنیو سیاستونو، سیمه‌ییزو تحولاتو او له امریکا سره د وروستي توافق په اړه مهمې څرګندونې وکړې. دغه مرکه چې د خبریال حسن عابدیني په کوربتوب ترسره شوه، د افغانستان په وخت د شپې تر ۱۲:۲۲ بجو پورې روانه وه.
عراقچي د خپلو خبرو په پیل کې د ایران د وسلوالو ځواکونو د چمتووالي، دفاعي وړتیاوو او د جګړې پر مهال د اړوندو ارګانونو د مناسبو او پر وخت فعالیتونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د ایران له ملت څخه هم مننه وکړه او ویې ویل چې خلکو د جګړې په اوږدو کې د صبر، زغم او مقاومت بېلګه وړاندې کړه او د هېواد له دفاعي ځواکونو یې پراخ ملاتړ وکړ.
د عراقچي دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ایران د وروستیو پوځي او سیاسي تحولاتو له امله د نړیوالو او سیمه‌ییزو پامونو په مرکز کې قرار لري. د هغه له خبرو داسې ښکاري چې تهران هڅه کوي د جګړې د پایلو په ارزونه کې د ملت یووالی او د نظامي بنسټونو فعالیت د خپلې بریا مهم عوامل معرفي کړي.
د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي توافق په اړه عراقچي ډېر جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دغه توافق په دوو مرحلو کې تنظیم شوی او د لومړۍ مرحلې بریالی تطبیق به د دوهمې مرحلې د پیل زمینه برابره کړي. هغه یو ځل بیا پر امریکايي لوري بې باوري څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې امریکا هغه مهال خبرو ته مخه کړه چې په نظامي ډګر کې یې له سخت مقاومت سره مخامخ شوه. د ده په وینا، هغه موضوعات چې د ایران لپاره سره کرښه بلل کېږي، د مذاکراتو پر مېز هم هماغسې سره کرښې دي او ایران به هېڅکله له هغو څخه تېر نه شي.
د عراقچي د خبرو دغه برخه د ایران د مذاکراتي سیاست یو مهم اصل څرګندوي. تهران تل هڅه کړې چې د نظامي او سیاسي فشارونو تر څنګ د مذاکراتو پر مهال هم خپل اساسي دریځونه وساتي. له همدې امله د «سرو کرښو» یادونه یوازې یو سیاسي شعار نه، بلکې د ایران د بهرني سیاست د دوامدارې تګلارې انعکاس بلل کېدای شي.
عراقچي د مرکې په یوه بله مهمه برخه کې وویل چې ایران د هر ډول احتمالي حالت لپاره له مخکې څخه خپله دیپلوماتیکه تګلاره چمتو کړې وه. د هغه په وینا، د هېواد د مشرانو، د وسلوالو ځواکونو د مسئولینو او متخصصینو له شهادتونو سره سره، ایران د هغوی هیلې بې‌ثمره پرې نه ښودې؛ بلکې د هغوی د ارمانونو د تحقق لپاره یې له وړاندې لازم تدابیر نیولي وو. نوموړي زیاته کړه چې د مسئولینو د ځایناستي او د ادارې د دوام لپاره ترتیبات له مخکې ټاکل شوي وو او همدې چارې د تصمیم نیونې او رهبرۍ په برخه کې د هر ډول خلا مخه ونیوله. د عراقچي له څرګندونو داسې ښکاري چې تهران دا موضوع د خپل اداري او ستراتیژیک مدیریت یو مهم او ویاړلی راز ګڼي.
د سیمې د وضعیت په اړه عراقچي لبنان ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د توافق او روانو سیاسي بحثونو په چوکاټ کې د لبنان موضوع هم مطرح شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې په لبنان کې باید جګړه ودرول شي او اسرائیلي ځواکونه له هغو سیمو څخه شاتګ وکړي چې تر خپل کنټرول لاندې یې نیولې دي.
دغه څرګندونې ښيي چې ایران لا هم د سیمې امنیتي او سیاسي تحولات له یو بل سره تړلي ګڼي او باور لري چې د سیمه‌ییز ثبات لپاره باید د لبنان او نورو شخړه ځپلو سیمو وضعیت هم د سیاسي حل‌لارو له لارې مدیریت شي.
د مرکې یوه مهمه برخه د هرمز تنګي په اړه وه. عراقچي وویل چې له امریکا سره د توافق تر رامنځته کېدو وروسته به د هرمز تنګي چارې د پخوا په څېر وړیا او بې لګښته نه وي. د هغه په وینا، د دې مهمې نړیوالې سمندري لارې د امنیت، خوندي تګ راتګ او اړوندو خدماتو په بدل کې به ځانګړي مالي مصارف په پام کې ونیول شي. نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه له ځینو متحدینو او اړوندو هېوادونو، لکه چین او عمان، سره سلا مشورې شوې دي، خو د نورو هېوادونو نومونه یې یاد نه کړل.
د هرمز تنګي په اړه د عراقچي څرګندونې د نړیوال اقتصاد او انرژۍ بازارونو لپاره ځانګړی اهمیت لري. هرمز د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول بدلون پکې د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ پر لېږد مستقیم اغېز لرلای شي. له همدې امله د دې موضوع مطرح کېدل ښيي چې تهران غواړي د امنیتي مسئولیتونو او اقتصادي ګټو ترمنځ نوی تعریف وړاندې کړي.
عراقچي په پای کې ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو ملي ګټو، امنیتي لومړیتوبونو او سیمه‌ییزو سیاستونو په برخه کې له خپلو اساسي دریځونو څخه په شا نه شي او هر ډول راتلونکې هوکړه به د همدې اصولو او ملي ګټو پر بنسټ مخته وړي.
په ټوله کې د عراقچي مرکه دا پیغام لري چې ایران، سره له دې چې د توافق او ډیپلوماسۍ دروازې پرانیستې ساتي، خو لا هم د مقاومت، ملي ګټو او خپلو تعریف شویو سرو کرښو پر سیاست ټینګار کوي. د هغه څرګندونې ښيي چې تهران غواړي د جګړې له پړاو وروسته هم د مذاکراتو او سیمه‌ییزو معادلاتو په ډګر کې خپل دریځ له ځواکمن موقعیت څخه وساتي.

 

څلور مدیریتي څانګې چې هر فرد ته د مدیریت وړتیا ورکوي

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.