ګرانو دوستانو! نن مه د يوه حياتي موضوع په هکله یو څه معلومات درته راغونډ کړی ده څه هغه عبارت د وینې لوړ فشار څخه ده ، او په نه پوهيدولو د دغې عارضې اکثره خپل خوږ ژوند په مفته کې له لاسه ورکوي .
او اکثريه زمونږ هيوادوال خپله روغتيا ته هم پام نه کوي ، بالخصوص په کال کې هم يو وارې ډاکټر ته نه ځي ، او خپل فشار او نورو د وینې معانیات هم نه کنټرول وي ، نو په دې توګه له ټولو وروڼو او خويندو نه هيله کوم څه حد اقل په کال کې يو وارې خپل فشار او په څنګ کې خپل مختلف کولسټرول هم چک آپ کړي ، او لاندې معلومات هم يو ځلې ولولي .
هغه فشار چې د وينې په واسطه د رګونو په ديوالونو باندي پرېوزي د وينې د فشار په نوم يادېږي او په دوه ډوله ده يو يې لوړ او بل یې ټيټ فشار ده ..
لوړ فشار یا سیسټول
هغه فشار ده چې په رګونو باندې د زړه د راټولېدو له امله رامنځ ته کېږي .
ټيټ فشار یا دیاسټول
هغه ده چې د زړه د خلاصېدو په وخت کې په رګونو باندې راځي يعنې هغه وخت اندازه کېږي چې زړه د وينې د داخلېدو لپاره پراخېږي.
په لویانو کې د وينې نورمال فشار ( ملي متر سیماب ١٢٠/٨٠) ښودل شوې چې يو سلو شل (۱۲۰) يې لوړ نورمال او اتيا (۸۰) يې ټيټ نورمال فشار دی.
د وينې لوړفشار هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د وينې فشار اندازه ١٤٠/٩٠ ملي متر سیماب ته ورسېږي ځکه خو د لوړ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.
ځينې وختونه د راز راز روغتيايي لاملونو له کبله د وينې فشار له منځني کچې څخه لوړېږي دې حالت ته په طبي اصطلاح کې د وينې لوړ فشار (هايپرټينشن) وايي.
دا حالت د دې لامل کېږي چې زړه له خپل عادي اونورمال حالت څخه په ګړندۍ توګه فعاليت وکړی ، کېدای شی له خپل توان زيات فعاليت يې دنده ټکنۍ کړي او په وجود کې د يو شمېر ناخوالو لامل وګرځئ، يا په بله معنی
که د وينې لوړ فشار ژر کنټرول نشي او درملنه يې په خپل وخت کې ترسره نه شي د زړه د درېدو او له فعاليته د غورځېدو لامل کېږي.
د وينې لوړ فشار هغه ناروغي ده چې تل يې د انسان له ژوند سره لوبه کړي او په ډير کم وخت کې د مرګ تر کومې رسولی.
که چېرته يې په لومړيو څو دقيقو کې درملنه ونه شي او کنټرول نه کړای شي د بدن بيلا بيلې برخې او سيسټمونه تر خپل تاثير لاندې راولي، چې تر ټولو ناوړه اغېزه يې په زړه، پښتورګو او دماغو باندې ده.
زړه ، دماغ او پښتورګي د انسان په بدن کې له هغو اړینو او کارنده ارګانونو څخه دي چې په درېدو او د دندې په له منځه تلو سره يې انسان کېدای شی ډېر ژر خپل ژوند له لاسه ورکړئ او ورځنۍ چارو ته يې د پای ټکی کېښودل شئ.
که څه هم تر اوسه پورې معلومه نه ده چې په لوړفشار باندې د اخته ناروغانو او يا دهغو کسانو شمېر چې د دې خطرناکې ناروغۍ له امله په کال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي خو په دې ورستيو کې روغتيايي څېړنو ښودلې چې په نړۍ کې روغتيايي کارکونکي په خپلو کلينيکونو کې په احتمالي توګه د وينې په لوړ فشار د اخته ناروغانو په شمېر کې د زياتوالی خبرې کوي.
لکه څنګه چې ورته اشاره وشوه که چېرته د وينې لوړ فشار په ناروغانو کې د لومړيو څو دقيقو په ترڅ کې کنټرول نه شئ ډير ژر د اخته کس په مړينه تمامیږي , له همدې کبله خو د طب پوهانو ورته سالینټ کیلر يا پټ وژونکی ناروغۍ نوم هم ورکړی ده.
روغتيا پوهان د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره سپارښتنه کوی چې د ټولنې وګړي دې په منظمه توګه فزيکي فعاليتونه ترسره کړي تر څو يې په خپل بدن کې له دې ناروغۍ سره سره د ځېنو نورو ناروغيو کنټرول اومخنیوي هم کړی وي.
د لوړ فشار لرونکو کسانو ته ښايي، چې د توان ترحده په خپلو پښو وګرځي، له ډېرو غوړو خوړو او مالګې پرهېز وکړئ او پر ځای دې تازه مېوي او سبزيجات وخوري، په منظمه توګه بايدله ډاکټر سره وخت ناوخت مشوره وکړي.
د دې لپاره چې د دې پټ وژونکي او مرموزې ناروغۍ له بدو پايلو او عواقبو مو ځان ژغورلی وي پکار ده چې د پيژندنې لپاره يې لږ تر لږه په کال کې يو ځل په ځانګړې ډول هغه کسان چې عمر يې له څلوېښت کلنۍ څخه زيات وي، زيات وزن ولری خپل د وينې فشار وګورئ ترڅو په ياده ناروغۍ باندې د اخته کېدو مخه يې نيولې وئ او د دې ناروغۍ له عواقبو يې ځان ژغورلی وي .
د وينې لوړ فشار د سر درد ، سر ګنګسېدا او په ليدلو کې د ستونزې د راپيدا کېدو لامل ګرځي خو په ډېرو پيښو کې دا نښې نه را څرګنده کیږي ، همدا لامل ده چې زيات کسان خپل فشار هم نه ګوري ځکه خو ډېر کله د وينې د لوړ فشار درملنه هم په خپل وخت مخکې له مخکې نه کېږي.
بايد يادونه وشي چې تر پنځه نوې سلنه زياتو پېښو کې د وينې د لوړ فشار لاملونه نه وي څرګند خو په پاتې پنځه سلنه پيښو کې يې لامل پيژندل کېږي لکه د پښتورګو د فعاليت غير عادی کېدل، په ادرېنال غده کې د تومور را منځ ته کېدل او يا د زېږېدو د وخت څخه د زړه د شريان بندوالی چې په دې شان حالاتو کې کله چې د وينې د فشار د لوړېدو اصلی لامل او جرړه له منځه يوړل شي د وينې لوړ فشار بيرته خپل عادي حالت ته را ښکته کېږي.
ځېنې مهم لاملونه لکه د وزن زياتوالی د سګريټو څکول په وينه کې د کولسټرولو د اندازې لوړېدل او د شکرې ناروغۍ د وينې د لوړ فشار د منځ ته راتلو لاملونه دي چې په نتېجه کې يې د زړه د دريدو د رامنځ ته راتلو خطر څو ځلې زياتيږي.
که چېرته د چا فشار له نورمال حد څخه زياتېږي او يا هم د لوړ فشار دوره پرې کله راغلې وي درملنه يې په څه شی نشې کېدای پرته له دې چې د ژوندانه سالمه لار غوره کړي دا يوازنې لاره ده چې د وينې د فشار په عادي او نورمال ساتلو کې مرسته کوي .
د وينې د فشار د نورمال ساتلو لپاره د ژوند سالمه لار طبي کتابونو او روغتياپوهانو په لاندې ډول ياده کړې ده.
ـ د سګريټو له څکولو څخه بايد ځان وژغورل شي.
ـ د بدن وزن بايد کنټرول شي او لپاره يې لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله د شلو د قيقو لپاره ورزش تر سره شي.
ښه خواړی وخورئ، د غوړو له زيات خوراک او د مالګې له ډ ېرو خوړلو څخه ډډه وکړئ.
ـ که روحی اندېښنې لرئ د ليرې کولو هڅه يې وکړئ او په اړه يې له ډاکټرانو سره مشوره وکړئ.
د وينې د لوړ فشار د درملنه يا د دې ناروغۍ له بدو پايلو د ساتلو په موخه په کار ده چې د طب د داخله د څانګې له متخصص ډاکټر او یا د زړه متخصص سره مشوره وشي ، کېدای شي د پورتنې لاري سره سره يې د درملو په توصيه کولوهم درملنه و کړي .
خو بايد ټينګار وشي چې د دې ناروغي له خطراتو څخه د ساتنې په موخه د ژوندانه د سالمې او ګټورې لارې څخه چې پورته ترې يادونه وشوه کار واخستل شي.
د لوړ فشار له امله د ګوزڼ یعنې فلج کیدل را تلل :
د وينې د لوړ فشار له امله په بدن کې د راپورته شويو ستونزو له جملې څخه يوه هم د ګوزڼ منځ ته راتلل دي، لوړ فشار ډير کله خلک له مرګ او يا هم له کوزڼ سره مخ کوي.
پورته يادونه وشوه چې د وينې فشار د لوړېدو وېره په ځانګړې ډول په هغو کسانو کې چې عمر يې له پنځه څلوېښت کلنۍ څخه لوړ وي زياته ده
چې په اخته کسانو کې د زړه په حملې برسېره ډير کله د اخته کس د خوله پر کږوالي، د لاس او پښو دندې د له منځه تلو هم لامل ګرځي، کله يې له امله د سترګو ديد هم کمېږي.
د وينې لوړ فشار له نورو غړو سره سره تر ټولو بد تاثير په اعصابو هم لري دا تاثير د دې لامل ګرځي چې د اخته کس د بدن د يوې برخې حس يا د دواړو برخو حس له منځه ولاړ شي.
د وينې د لوړ فشار له امله د عصبی نظام فعاليت کمزوری او خراب شي چې په نتېجه کې د ټول بدن يا د بدن يوه غړي او برخه فلج رامنځ ته کېږي لکه ،
که د ټول وجود فلج رامنځ ته شي یعنې جنرال پارالايسيس، [ General paralysis ] ورته وایي .
هیمې پلاجیا : شایعترین نوعه فلج ده چه لاس او پښه او یا بعضې وخت یوه خوا د بدن هم ورسره فلج شي .
پارا پلاجیا : څه د دواړو پښو ښنګیري ( ساق ) فلج کیږي ، او که يوازې مخ يا د مخ يوه برخه فلج شوې وي ورته في شي ايل پارالايسيس ويل کېږي.
کواډري پلاجیا : څه د بدن څلور اندامونه فلج کړي لکه دوه پښې او دوه لاسه .
د پوليو او کوزڼ يا د فشار له امله د رامنځ ته شوی فلج او پوليو تر منځ توپیر دا دی چې پوليو معمولاً له پنځو کالو ښکته ماشومان ګواښي او ګوزڼ په هغو کسانو کې منځ ته راځي چې عمر يې له پنځه څلويښت کلنۍ څخه لوړ وي او د لوړفشار حملې پرې راغلې وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.